د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

یهودیات او اسرائیلیات یعنې څه ؟

پتوال
24.02.2013

وايي چې یهود په دې ګروهه دي چې میکايیل (ع) د الله د رحمتونو د نزول له پاره موظف شوی لکه غلې دانې باران او د سعادت نور وساییل په ځمکه نازلوي او جبراییل (ع) بیا پرې طوفانونه ، وچکالی او نورې سختۍ راولي.
په دې اسرائیلیاتو کې په تیربیا د میکائیل (ع) په اړه څه حقیقت شته او د قران کریم له لار ښوونو سره څومره مطابقت لري؟؟؟؟
آیا د باران اورښت د هوا د حالاتو سره تړاو لري ،چې دقیقا پیش پیني کیږي هم ، او که د میکاییل (ع) پوسیله باران منځته راځي؟
آیا امریکا او آروپا ته د میکا ئیل (ع) پاملرنه او لورینه ډیره ده چې میکائیل (ع) بارانونه پرې کوي او که د طبیعت له قانون سره سم تر سره کیږي ؟؟؟؟؟


حمید هڅــاند
24.02.2013

ښاغلی پتوال! دا چې یهود څه نظر لري، دا بې تړاوه خبره ده، خو تر هغې چې د اسلام خبره ده:
د باران ورښت د هوا له حالاتو سره اړه لري او پر طبیعي خقل کړل شویو قوانینو تکیه کوي. د واټر سایکل په اړه قران مطالعه کړه، زه به سبا ته تفصیلي مالومات درسره شریک کړم، خو اوس په منډه-منډه یواځې یو ایت شریف ته سر ورښکاره کوم:
وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ فَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَسْقَيْنَاكُمُوهُ وَمَا أَنتُمْ لَهُ بِخَازِنِينَ ﴿٢٢﴾

او بادونه مې فرټیلایز کوونکيی ولېږل تر څو مې له پاسه اوبه راښکته کړې.... او تر پایه
په قران کې هرځای چې واټر سایکل ته اشاره کېږي، هلته واکمن طبیعي قوانین او پروسه یې تشریح کوي، نه بل څه. او هوکې، دا هرڅه د واکمنو طبیعي قوانینو په مطالعه اټکل کېدای شي.

درنښت
نوربیا...


پتوال
24.02.2013

[quote:7babe9a6ce]دا چې یهود څه نظر لري، دا بې تړاوه خبره ده، [/quote:7babe9a6ce]

دروند هڅاند صیب، بې تړاوه خو ځکه نه ده چې په همدې اړه حضرت عمر (رض) له یهودو سره مناظره کړېده( حواله : تفسیرابن کثیر، لومړی ټوک). نور مو له لنډ او عاجل ځواب نه هم مننه !والسلام


حمید هڅــاند
26.02.2013

ښاغلی پتوال! سلامونه او ښې چارې...
د واټر سایکل په اړه مې لا هم توضیحي مسایل له ځان سره نه دي راوړي، البته ژمنه به هرو-مرو پرځای کوم. د واټر سایکل په اړه د قران منطقي تشریح، د قران له ساینسي معجزو څخه یوه ده. البته، هغه تشریح ته وروسته راګرځم، خو تر هغې پوري، یوې خورا مهمې مسلې ته ستاسې پام را اړوم:
محترم پتوال صیب لیکي:

[quote:3378658ad7]په همدې اړه حضرت عمر (رض) له یهودو سره مناظره کړېده( حواله : تفسیرابن کثیر، لومړی ټوک)[/quote:3378658ad7]

نن-سبا موږ د ساینس او پوهې په پېر کې ژوند کوو، د ثبتوت چارې اسانې دي. خو دریغه چې لا هم ځینې بې ثبتوته خبرې موږ منلي، یا را باندې تپل شوې دي.
دا خو الحمدالله د ټولو دریځ دی چې په دین کې یواځې د الله او رسول خبره حجت ده. بې شمیره کسانو قران تفسیر کړی دی، د دوی زحمت او زیار د تقدیر وړ دی، خو خبرې به یې په پټو سترګو نه منو. ښکار یې وایم: په ابن کثیر کې ټولې خبرې ثابتې نه دي، همدا مناظره یې بېلګه ده. زه پوښتنه کوم، ایا دا به څوک ثبوت کړای شي چې د ابن کثیر دلته په کره حواله خبرې کوي؟ که ځواب (نه) وي، بیا ولي یې خبره د سند په ډول منله کېږي او نقل کېږي؟ که یو څوک دا ووایي چې داسې خبرې ولې کوي، ستا او زما پوهه او د ابن کثیر پوهه ځمکه او اسمان فرق لري!. دلته بیا هماغه له حقیقت نه تېښته شوه او بس. د هر لوی عالم خبره به هرو-مرو ثبوت ولري، په ځانګړې ډول چې د دین په اړه وي.
که داسې ونه کړو، له څېړنې نه لاس واخلو، بیا خو به نو سبا د حکمتیار صیب د قران پلوشې تفسیر هم خلک د سند په ډول نقلوي چې هغه دی په تفسیر حکمتیار کې د انسان د خلقت یا کائیناتو د رامینځته کېدا په اړه داسې ویل شوي دي!.
که داسې وکړو، دا مو له ځان او علم سره ستر ظلم کړی دی.
د واټر سایکل په اړه خو قران په ښکاره ټوکو کې داسې تشریح کړې ده چې د طبیعت له قوانینو سره سل په سلو کې توافق لري او اټکل یې هم ممکن کېدای شي.
زه به بله جالبه درته وکړم، په حدیث کې خو دا هم راځي چې دجال به په دې قادر وي چې د وریځو لوری بدل کاندي او په یوه سیمه باندي باران و اوروي!. له دې څخه دا هم مالومېږي چې نه یواځي د باران اټکل ممکن دی بلکې ان له طبیعي قوانینو څخه په ګټه اخیستنې موږ د باران لوری هم بدلولی شو (البته د الله په اراده). ساینس او پرمختګ هم هغې پوړۍ ته په رسیدا ده چې که نن یې نه شي کولی، سبا به دا چاره وشي کولی. نو، که د ابن کثیر همدا مناظره ثبوت کېدای نه شي، ځکه خو سند خو بیخي نه شي کېدای.

یوه یادونه بیا کوم، راځئ نور د دغه ویلي او هغه ویلي خبرې نه تیر شو. ولي د څېړنې پرمټ یوه خبره وروسته له ثبوت کېدو ونه منو، او که ثبوت نه شي، هغه پرېږدو. که داسې ونه کړو، هیڅکله به حق او باطل ونه شو پېژندلی.

درنښت
نوربیا...


پتوال
26.02.2013

هڅاند صیب ته سلامونه !

له همدې کبله خو ما صرف دغه پوښتنه مطرح کړې وه چې په دې تړاو [quote:b99af7b663]په اسرائیلیاتو کې ...د میکائیل (ع) په اړه څه حقیقت شته او د قران کریم له لار ښوونو سره څومره مطابقت لري؟؟؟؟ [/quote:b99af7b663]
دلته د تفسیر پوښتنه نه ده شوې، او د حضرت عمر (رض) یادونه هم صرف د موضوع د تړاو د شتون په اړه شوې ده ،
خو داچې سره له دې هم تاسې پرې زحمت ګاللی کور دې ودان . د واټر سایکل څخه که د باران د څاڅکو په جوړېدو کې د سیلۍ او ګرد و غبار له رول پرته نوی معلومات وړاندې کړئ ښايي جالب تمام شي!
دټولو دین پوهانو لپاره خپله پوښتنه دلته بیا تکراروم او د ځواب هیله ترې کوم :
[color=yellow:b99af7b663]«وايي چې یهود په دې ګروهه دي چې میکايیل (ع) د الله د رحمتونو د نزول له پاره موظف شوی لکه غلې دانې باران او د سعادت نور وساییل په ځمکه نازلوي او جبراییل (ع) بیا پرې طوفانونه ، وچکالی او نورې سختۍ راولي.
په دې اسرائیلیاتو کې ... د میکائیل (ع) په اړه څه حقیقت شته یعنې د قران کریم له لار ښوونو سره څومره مطابقت لري؟؟؟؟
آیا د باران اورښت د هوا د حالاتو سره تړاو لري ،چې دقیقا پیش پیني کیږي هم ، او که د میکاییل (ع) پوسیله باران منځته راځي؟
آیا امریکا او آروپا ته د میکا ئیل (ع) پاملرنه او لورینه ډیره ده چې میکائیل (ع) بارانونه پرې کوي او که نه دا بارانونه، طوفانونه او وچکالۍ ټول د طبیعت له قوانینو سره سم تر سره کیږي ؟؟؟؟؟»[/color:b99af7b663]

_________________


حمید هڅــاند
27.02.2013

ښه-ښه ډېر اعلی...وبښئ نو پتوال صیب که زه پر بله تللی وم...
داچې اسرائیلیات څه وایې، زه نه یم خبر، ممکن کوم بل ملګری به پرې رڼا واچوي..موږ هم منتظر یو.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more