د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

كه څوک په امت کي اتفاق غواړي،نوالله داتفاق لار داسي بيان کړيده:

عبدالله رحمت
24.02.2013

الله په قران کي داسي فرمايي((وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ..العمران ۱۰۳ ايت))او منګولي ټينګي کړي دالله په رسي(کتاب الله) پوري ټول اوتفرق مه کوي.څرنګه چي موږټول دالله بندګان يو،نو ځکه دالله لارښوونه دامت د اتفاق لپاره دهر چانه غوره ده،مګر دکتاب الله نه پرته چي دنړي انسانان دمسلمان امت داتفاق لپاره څومره هلي ځلي کوي،مذهبونه،تنظيمونه،مسلکونه او پارټي ورته جوړوي، نو دا څيزونه داتفاق پرځاي اختلاف او دښمني رامنځ ته کوي او کومه بله فايده يي نه ليدل کيږي؟


حمید هڅــاند
24.02.2013

په الله سوګند چې حق مو ویلي دي....الله پاک دې اجر درکړي!
د اسلامي امت څه چې د نړیوالو یو کېدل په دې کې دي چې د الله له لوري رالېږل شوی حق پیغام ته تسلیم شي، له ځانه جوړې شوې لارې او ګودرې د بې لارۍ سبب کېږي او بس.

درنښت


پتوال
24.02.2013

بالکل سمه، حق او حقیقت خبره همدا ده، حبل الله قران عظیم دی
الله تعالی دې مونږ ټولو مسلمانانو مؤمنانو ته توفیق راکړي
چې د زړه منګلې پرې ښخې کړو . او د ژوندانه د ترقۍ او پرمختګ له پاره تفاوت هم په پام کې ونیسو، ځکه چې نړۍ،
ځمکه او آسمانونه، کائنات، ژوند، انسان، حیوان نبات، ټولنه ، شعور او پرمختګ ټول الله تعالی (ج) له تفاوت څخه منځته
راوستي دي او په کراتو مراتو یې دې ستر حقیقت ته په عظیم قران کې اشاره کړې ده اوپه هر هرڅه کې
وحدت او تنوع تل سره تړلي وي! والسلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!


حذيفه
25.02.2013

بلکي که ووايو نو د هر مخلوق فطرت اسلام دئ او له دې نوم پرته بل شی ورته نه دي استعمال شوي.
په قران کي الهي وينا ده :
أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ(ال عمران :۸۳)
ژباړه: ايا دوئ له الهي دين غير لټه کوي او ته چي څه پ اسمانو او ځمکه کي دي په خوښي وناخوښي غاړه ايښې او همده ته ور ګرزول کېږي.
له دې معلومه سوه چي هر شی الله پر همدې فطرت پنځوي خو اختلافانو ، مذهبونو ، ډلو ، فرقو ، هغو او دغو انسانان له دې فطري شي څخه بل لور ته بېولي دي.
الله دي د امت پر حال رحم وکړي.



ع کريم حليمي
25.02.2013

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
ما شاء الله ! دانشمند پتوال صاحب څه په ښه ښکلی شکل حقایق لیکي

[quote:9242fbb4c2]وحدت او تنوع تل سره تړلي وي[/quote:9242fbb4c2]

پر کلیاتو باندي د مځکی پر مخ همېشه وحدت سته او وي به ،اما پر جزئیات او فرعیاتو باندي اختلاف هم حق دي ، دغه اختلافات دي چه پر مخه روان یو ، که د نړۍ ګراف ته نظر ور واړو ، له ادم نه تر دغه دم پوري د خلګو اخلاق او علم مخ په وړاندي روان دي

اختلافات هم د ژوند داسي یو جز دی لکه خندا او ژړا
که اختلافات له منځه واخلو نو وحدت هم له منځه ځي ( وحدت خپل مفهوم د لاسه ورکوي ) !!!!!
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more