سياست او روانې چارې
په مزار شريف کې د ايراني جاسوسانو په نوم رسماً يو مهم واټ ونومول شو
pattang
22.02.2013
په مزار شريف کې د ايراني جاسوسانو په نوم رسماً يو مهم واټ ونومول شو
پرون د مزارر شريف په مرکزي سيمه کې د وتلي افغان اتل ابومسلم خراساني په نامه واټ رسماً د ايراني دېپلوماتانو (جاسوسانو) په نامه ونومول شو. که څه هم د افغانستان مشرانو جرګې په دې اړه اعتراض کړی و او يو پلاوی يې هم مزار شريف ته استولی و، خو لکه څرنګه د شمال مشهور جنګسالار قومندان عطا پخوا هم مرکزي نظام او حکومت ته کوم ارزښت نه دی ورکړی، دا ځل يې د مشرانو جرګې اعتراض هم بابېزه وګڼلو او ياد واټ يې د خپلو ايراني ولي نعمتانو د خوشالۍ لپاره د افغانستان په کورنۍ جګړه کې د وژل شويو ايراني جاسوسانو په نامه ونوماوه.
د يادونې وړ ده چې د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په وينا، د اطلا عاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين هم د دغې نومونې ملاتړ کړی او په شفاهي ډول يې په دې اړه دوی ته امر کړی دی.
امين الله هوتک
پتوال
23.02.2013
د جاسوسانو سرونه او نومونه
لومړۍ طالب دوره کې خو سرونه یې شو خاورې
...................که راغی طالب جان بیا، دا نومونه به شي خاورې !
دبل ملت په ویاړ باندې څوک ویاړ کولی نشي
................... چې نه وي پیغمبر د هغه ویاړونه به شي خاورې !
عطا خو د ډیورن په نوم پنجاب نه م مرسته غواړي
................... خاین به شي کاندید خو دا فکرونه به شی خاورې !