د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د محمد حسن اڅکزي پيژندنه

Nangialai Basarki
21.11.2004

(د جرمني د شلو کالو په پرديسی ژوند کې د پښتو ژبې دپاره خدمت)

محمد حسن (انور) اڅکزی د حاجی محمد انور خان اڅکزي زوی په ۱۳۰۸ هجري کال د کندهار په لرغوني ښارد بې بې هوا په کوڅه کې زيږيدلی ، د کندهار د ښار د احمدشاه بابا د ليسې د فارغيدو وروسته يې خپلې عالي زده کړې د کابل پوهنتون د ادبياتو او فلسفې په څانګه کې بشپړې کړې. د کندهار په ميرويس ليسه کې ښوونکی بيا دکابل د نادريې ليسې ښوونکی، وروسته د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د پښتود انکشاف مدير بيا په جلال آباد کې د مطبوعاتو مرستيال وو.
اوس دې خپلوښاغلو او د پښتو خوږې ژبې مينانو ته دغه هيله په ډيره مخلصانه ډول وړاندې کوي، هيله لري چې ښاغلي د پښتو ژبې لوستونکي د ده د چاپ شوو کتابونو څخه به تيوريکي استفادې وکړي، ډيره مننه . د ده د ژوند (شل کاله) زحمت نتيجه په جرمني کې دغه لاندې معنوي اثار دي چې ښاغلوهيوادوالو ته يې ډالۍ (سوغات) کوي. د ده چاپ شوي کتابونه په لاندې ډول دي.
لومړی: معنوي انسان او که مادي انسان
دوهم: اسلام يوازې عبادت نه دی
دريم: د آسيا په زړه کې طوفان
څلورم: د کائناتو د پيدايښت هدف
پنځم: دکائناتو د پيدايښت د هدف نتيجه
هغه کتابونه چې لا تر اوسه نه دي چاپ شوي او تر چاپ لاندې دي:
لومړی: دانسان د پيدايښت هدف ، آزموينه (لومړی ټوک)
دوهم: عبادت ( په دوه ټوکو کې)
دريم : هدايت
څلورم: رحمت
پنځم : عقيده (ايمان) او که عقل او پوهه
شپږم: انساني انسان او که شيطانی انسان
اووم: انسان د قرأن او نورو له نظره (لومړی ټوک)
اتم: انسان د قرأن او نورو له نظره (دوهم ټوک)
نهم: د کائناتو نظم
لسم : د کائناتو عظمت (لومړی ټوک)
يوولسم: د کائناتو عظمت يوازې زموږ لمرنی (شمسی منظومه) (دوهم ټوک)
دوولسم: د الله تعالی او انسان تر منځ اړيکې
د احمد شاه بابا علمي - ادبي ټولنه له ټولو هيوادوالو او د پښتو ادب د مينه والو څخه په درناوي هيله لري چې د ښاغلي محمد حسن (اڅکزي) د ناچاپو آثارو په چاپولو کې خپلې مرستې ونه سپموي.
په درنښت
د ليکوال درپيژندونکی ننګيالی بڅرکی

د ليکوال پته:
Feldwiese 36
45327 ESSEN GERMANY
Tel: (00) 49 (0) 201 302758 / 304122 / 371110
Mob: (00) 49 (0) 173 2612750

پته په کوټه کې: استقلال کتابتون ، عبدالعلي فضلي، کاسي روډ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more