د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

پوښتنه

پتوال
21.02.2013

کله چې مؤمن د محمد (ص) نوم اخلي یا اوري په هغه واجبیږي چې صلی الله علیه وسلم پرې ووایي !
خو صلی الله علیه د ماضي صیغه ده ، آیا د حال او اینده له پاره له الله (ج) څخه ددرود دغه غوښتنه لا بهتره نه ده؟؟؟؟
او د تیر پخواني وخت له پاره د سوال کولو امکان څنګه تصور کیدای شي؟؟؟؟


وزیري
21.02.2013

لږ دي سوال په مثالو سره روښانه که. شاید بعضو ته روښانه وي خو زه پري پوه نشوم، هسی نه چی اوس می بل ډول شروع کړای وي.


طیب زابلی *
21.02.2013

السلام علیکم ورحمة الله
صلّی دماضی صیغه ده چی داخبار لپاره استعمالیږی مګرخوپه ځینو مواردو کی ماضی دانشاء په معنا هم راځی چی یو له هغوئ ځایونو څخه یی دعاده چی په دعا کی عموماً داخبار صیغی دانشاء په معنا راځی لکه غفرالله له ،جزاک الله اوداسی نور ....اودارنګه په عقودو کی هم دانشاء لپاره داخبار صیغی کارول کیږی لکه بعت ،اشتریت،نکحت اوداسی نور.... مګرخو دعربی ژبی دادبیاتو په قانون کومه صیغه چی دخپل اصلی مورد څخه پرته په بل ځای کارول کیږی هغه یوباریکی اوعلت غواړی نوپه دعاکی چی اخبار دانشاء په ځای کی استعنالیږی ددې باریکی داده چی دتبرک حاصلولو په نیت ته دا دعا داسی وګڼی چی ګواکی دازمادعا په ماضی کی حاصله شوی او قبوله شوی ده نو داخبار په صیغه سره یی ولولی نوکه یی دانشاء په صیغه سره ووایی دمفهوم په لحاظ خو صحی ده مګر خو دغه باریکی بیا نه پکی راغله والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more