نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خبرې لږ، عمل ډېر!
مساپر
20.02.2013
ګرانو هیوادوالو اسلام علیکم و رحمته الله،
لکه چې تاسو خبر یاست: [ یو ځل بیا ترهګرو په کویټه ښار کې میشت هزارګان په نښه کړل او د (۸۰) نه زیات وژل کېدو په شمول په لس ګونو نور هم ټپیان شول. د پېښې نه روسته هزارګانو د خپلو مړو خښولو نه ډډه وکړې او دولت نه یې غوښتنه کړي چې د دغه ښار دې پوځ ته وسپارل شي.
مهمه دا ده چې د نړئ په نورو سیمو کې هزارګانو په اعتصابونه او اعتراضونه لاس پورې کړي دي.]
د هزارګانو اتفاق تل بې ساری، او د ورورګلوئ په بنأ ولاړ دئ. خو مونږ ګورو که یو پښتون په پښور اویا کابل کې وږل کېږي، د نورو ځایونو پښتانه هیڅ کوم داسې اعتراضونه نه کوي، ولي؟
مونږ هم باید دغه سبق زده کړو چې د اسلامي ارشاداتو یو اصلي بنسټ تشکیلوي.
الله تعالی مونږ هم په دې ورځو کې دغه شان یو اتحاد او ورورګلوئ عطآ کړي، آمین یارب العالمین.
په دې هکله ستاسو نظر څه دئ؟
Re: خبرې لږ، عمل ډېر!
pattang
21.02.2013
کله چې ازري صفوي کورنۍ او طائفې ايران اشغال کړ په لکونو حتی
په ميليونو سنيان يې له تيغه تېر کړل او يا يې شويه مذهب ته واړول
دا يو تاريخي واقعت دی ، دا اوس هم افغاني مهاجر په ايران کې ددرس
اوتعليم حق نلري خو بر خلاف په پښتونځواکې افغاني پوهنتونونه شته او
په ټول پاکستان کې افغان هم کار کولی شي او هم تحصيل ، چې ځينې بيکاره
تنبلان غلط پوه نشي دلته مې مقصد پرو پاګنده نده بلکې د ګاونډيانو د نيتونو
ياول دي ٠ دومره تېر تاريخ ته کتنه !
هر تيرور بې له محکمې دغندلو وړ او جنايت دی خو ديوو تيرور غندل او دبل
پټول زه لو جنايت بولم او اشغالګرو ته يې چوپړ بولم !
که سړی روغ منطق ولري او دماغي مريض نوي نو دصليبيانو درونه هره
ورځ تيرور ندی او په کونړ کې دبيګناه ماشومانو وژنه تيرور ندی ??
او داسې نور په سلګونو !
داخو لوی چوپړ او يمان خرڅونه ده چې يو تيرور ياديږي او بل پټيږي !!
[quote:f41ba41a87="مساپر"]ګرانو هیوادوالو اسلام علیکم و رحمته الله،
لکه چې تاسو خبر یاست: [ یو ځل بیا ترهګرو په کویټه ښار کې میشت هزارګان په نښه کړل او د (۸۰) نه زیات وژل کېدو په شمول په لس ګونو نور هم ټپیان شول. د پېښې نه روسته هزارګانو د خپلو مړو خښولو نه ډډه وکړې او دولت نه یې غوښتنه کړي چې د دغه ښار دې پوځ ته وسپارل شي.
مهمه دا ده چې د نړئ په نورو سیمو کې هزارګانو په اعتصابونه او اعتراضونه لاس پورې کړي دي.]
د هزارګانو اتفاق تل بې ساری، او د ورورګلوئ په بنأ ولاړ دئ. خو مونږ ګورو که یو پښتون په پښور اویا کابل کې وږل کېږي، د نورو ځایونو پښتانه هیڅ کوم داسې اعتراضونه نه کوي، ولي؟
مونږ هم باید دغه سبق زده کړو چې د اسلامي ارشاداتو یو اصلي بنسټ تشکیلوي.
الله تعالی مونږ هم په دې ورځو کې دغه شان یو اتحاد او ورورګلوئ عطآ کړي، آمین یارب العالمین.
په دې هکله ستاسو نظر څه دئ؟[/quote:f41ba41a87]
pattang
21.02.2013
[img:8720e6fd73]http://www.gif-paradies.de/gifs/home_4.gif[/img:8720e6fd73]
پښتون:
21.02.2013
وعلیکم السلام ګران هیوادوال مساپرخان صیب.
د کویټې د ښار هزاره ګان او همداسې د کابل او بامیانو هزاره ګان واقعا چې سره اتفاق لري او قومی او مذهبی ورورولي سره پایی.
ولې پښتانه په یو قام کې ۱۰۰قومه شوي او په ۵ مذهبونو ویشل شوي دي.چې هر یو یو بل ته مرتد ،ملحد او کافر وایي.
د کویټې هزاره ګان دې په منځمه توګه د کویټې په شورا حمله وکړي ،چې هم هزاره ګان او هم پښتانه ترینه خلاص شي.
نو وروره تر څو چې اصلی مکروب ،کوم چې زمونږه بی وسه پښتانه د تعلیم څخه محرومه وي له منځه نه وی وړې ،نه به اتفاق راشي او نه به پښتانه د توطئو خلاص شي.
لويديځه نړۍ د مسلمانو پوهانو د علم څخه د نوی تکنالوژي او علمی لاسته راوړنو لپاره کار اخلي،ولې زمونږه جاهلان د پاکستان د کویټې د شورا په آمر له ځانه جوړ کړي حدیثونه د ناپوهه او بی وسه پښتنو د ځانوژنې لپاره کاروي.
عربستان او پاکستان ځانونه د غرب جوګه ګڼي ولې بیا پر افغانانو دا هرڅه حرام دي او باید د عربو د جاهلیت د دوران په څیر ژوند وکړي.
پتنګ صیب رام رام ستې هې.هاهاهاهاها
[img:14fb67b9b7]http://www.gif-paradies.de/gifs/home_4.gif[/img:14fb67b9b7]
میرویس
21.02.2013
پښتونه وروره، اسلام علیکم
ورورجانه، تاسې د نښې منځ ویشلئ،نورې خبرې اصلاً پکې ځائیږي نه. حقیقت همدا بې سوادي، جهالت او غربت دئ چې پښتون يې خوارکړیدئ. ځو پدې برسیره پښون باید د خپل عقل نه کار واخلي. بهترین عبادت تعقل او سالم فکر کول دي. په آخرت کې زموږنه پوښتنه کېږي چې ولې مو د خپل عقل نه کار وانخیست. انسان باید عقل عالم او بچه هر کس هم نشي.
راغلو دیته چې موږ یو جنایت یادوو، باید بل هم یادکړو، دا خبره صحیح ده، خو هر جنایت باید دهغه د وقوع د موقع په وخت کې وغندل شي، داسې نه چې یو چیرې جنایت وشي، خلک ولګیږي ګډوله تر جوړه کړي، نور هم پکې را دل کړي. دا کار بیا یوه جنایت ته د بل په مقابل کې برائت ورکوي. که د کوم بې عقل سړي ته ووایي چې دا کار ولې خراب کړئ، هغه ځواب درکړي، چې تاسې خو هم پروسږ کال دغسې ګړي وو، یعنې دا بد کار او هغه بد کار مساوي دي، نو څوک بیاد ملامت نشي. اصلاً د هر جرم سزا د نورو خلکو د جرمومونه سره ونه تړل شي. وایي[ درتهران ګنه کرد آهنګري، در کرمان را سرزدند زرګري] په درناوي
پتوال
23.02.2013
[color=yellow:c48412f37d]که يې لاره د وحدت سره یوه شي
................... د پښتون او هزاره به ښه ځواني وَی
هزاره وروره ډیر ښه دی چې شیعه یې
................. زمونږ منځ کې به له ورایه نشاني وَی
ستا به څومره امتیاز وَی دا نصیب چې
................... هم دې چیته پیته پوزه هم سني وَی![/color:c48412f37d]