د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

خبرتيا

tandar
10.02.2013

خبرتيا
په راتلونکو ورځو کي زما ددوه زرمي ٢٠٠٠ ليکني کليزه نيول کيږي دوستان کولاي شي چه په يوي يوي ټوکي سره ټولو ورونو ته زمونږ دخوښي محفل دټوکو په ديره کي افتخار وبښي :oops: :roll:
ستاسو قدمونه زمونږ په ليمو
ستاسوتندر
مننه


Re: خبرتيا

pattang
11.02.2013

تندر صيب ډېر به ورته وخاندې !

دغه ده Tom & Jerry
هم خپل رباب ورته وهي !

http://www.youtube.com/watch?v=PunDBX5dwTM

[quote:8a8a1c3416="tandar"]خبرتيا
په راتلونکو ورځو کي زما ددوه زرمي ٢٠٠٠ ليکني کليزه نيول کيږي دوستان کولاي شي چه په يوي يوي ټوکي سره ټولو ورونو ته زمونږ دخوښي محفل دټوکو په ديره کي افتخار وبښي :oops: :roll:
ستاسو قدمونه زمونږ په ليمو
ستاسوتندر
مننه[/quote:8a8a1c3416]


ډاکتر څپاند
15.02.2013

د تندر صيب لپاره
\\mc-sbs2011\RedirectedFolders\DrSafi\My Documents\My Pictures\qesa_afg.jpg

[img]\\mc-sbs2011\RedirectedFolders\DrSafi\My Documents\My Pictures\420.jpg[/img]


پښتون:
15.02.2013

تندر صیب سلامونه!
خبر دې کړلو ،خو که ستاسي د لیکنې شمیره ۲۰۰۰ ته ورسیږي.
چې زه هم د پتنګ صیب پشان سوغات درله راوړم.هاهاهاها
او څپاند صیب خو ویډیو او یا آنځور که راوړي ،نو دلته په فورم کې ترینه بل څه جوړ شي.

یره تندر صیب پدې خوشحالۍ کې چې د یو شل دانې ټوکې لیکلي وی نو سمه میله به پرې جوړه شوی وی.

یو سړي دخپل کور ټولو چرګو ته وویل،
که سبا تاسو ټولو دوه دوه هګۍ نه وې اچولې، نو حلال به مو کړم.
سحرټولو دوه دوه اچولې وی.
یو پکې یوه هګۍ اچولې وه نو مالک ورته وویل تا ولی یوه هګۍ اچولې ده
نو هغه ورته وویل ،دا یوه مې هم د یرې اچولې ده،ګنې زه خو اصلا چرګ یم.

اوس ورته خانده! هاهاهاهاها


پښتونه

tandar
15.02.2013

يره پښتونه زړه ته رانږدي وروره په ټوکه دي وخندولم خداي دي راته ژو ندي لره دخندا شيمه ولاکه راکي وي اوپه ما هم دچرګ قيصه شوي ده هههههههها
ځکه ٢ ګاډو چه له ګرنټي ووتل ماشينونه بچ کړل زما او دموټروان ګناه ده زما ګناه په دي ده چه په موټروان مي اعطبار وکړو په زرهاو خساره ده خوبيا خوشحاله يم چه تاسو لرم خداي پاک دي وطن ازاد کړي او پتوال صيب دي رسول الله راته اولسمشر کړي بيا وګوره چه isi ته سړي څنګه دال خوړل ورزده کوي :oops:
بله ليکنه ٢٠٠٠ ليکنه ده شايد وخت وغواړي چه خپل اوخپلوان وپيژنو چه له دپښتنو له ديري سره څوک علاقه لري او ورته راځي
مننه
تربيا


حمید هڅــاند
16.02.2013

دوه زرمې لیکنې په ځواب کې به ډالۍ درباندې ولوروو...اوس خو یو کم ۲۰۰۰ دي...
8)


tandar
16.02.2013

بسم الله الرحمن الرحيم
چه دټوکو په ديره کي مي دورونو ووځي ارمان
.......................خدايه پورته کړي اټک کي زمونږ زرغون نشان
٢٠٠٠زرمه ليکنه دتندر سوال زاري ده ربه تاته
.................چه وويني په ژوندقندهارنه تراټکه اتڼ دټول افغان
امين
دcia او isi لاسونه زما دملت په وينو سره دي


پښتون:
16.02.2013

سلامونه!
تندر صیب ،د افغانستان د ملی او ویاړلې ویبپاڼې ټول افغان د بحث فورم کې ستاسي د ۲۰۰۰ لیکنې په ویاړ تاسي ته د زړه له کومي مبارکي وایم.
ستاسي مبارزاتي لیکنې چې هیواد او خلکو سره د بې حده میني استازیتوب کوي له ویاړه ډکې لیکني دي او د ټول افغان په زرین تاریخ کې به تر تله ثبت وي.
خوشحالي او روغتیا دې تل غواړم.

دا هم ستاسي لپاره چې خولې مو اوبه اوبه شي.
[img:90aaf128fa]http://i2.tagstat.com/image09/0/ea87/00aI052YeG7.jpg[/img:90aaf128fa]

دروند ورور سنګر وطن صیب ،دا مو څه شلغاتی کړي دي. هسې مو دا ځای بدرنګ کړې دې ،ستا آنځور خو مالوم نشو خو د موضوع مطابق آنځور دې ندې راوړې،،،د آسماني تیګی آنځور دې راوړې دې چې اصلا باید په بل ځای کې وې ،هیله لرم تندر صیب یې لرې کړي.

http://www.youtube.com/watch?feature=player_detailpage&v=ELDMotQvaoA

يو ډاکټر په یو کانفرانس کې خبرې کولې، او په خبرو کی يې وویل :چی ۴۰ کاله کیږی چی زه ډاکټري کوم، مګر هیڅوک هم زما نه ګیله نلری.
په کانفرانس کی ناست يو کس ځواب ورکړ چې ډاکټر صاحب! مړي هم ګیله کولای شي ؟

http://www.youtube.com/watch?feature=player_detailpage&v=VKnv8A0TOVc
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها


مننه

tandar
16.02.2013

يوجهان مننه
خاطره
زماتره په تورخم کي صايب منصب دپوليسو و اوزه ميلمه ورغلي ومه دسيل له لپاره
په مزي کي ولاړ وم خلک له مزي اوړي او را اوړي خو ددوي په ډلوکي خدايې يو څواروپايې سپيني او سري نازکي ښځي هم له مزي را واوښتي نو پنجابي پوليسو په افغاني پوليسو غږ وکړو چه ښاپيري درغلي نوش جان موشه :oops:
افغاني پوليسو ورته په ځواب کي وويل چه څه شي دي زمونږ نوشي جان شي دوي دا معامله په سانتي متر سره کوي او مونږه په بيښکي اموخته يو ههههههههههههههههههههههها
نن ورځ ددي ده چه په isiکې سړي تر ؟؟؟؟ ووهي هههههههههههها
[quote:6980ee4c67="پښتون:"]سلامونه!
تندر صیب ،د افغانستان د ملی او ویاړلې ویبپاڼې ټول افغان د بحث فورم کې ستاسي د ۲۰۰۰ لیکنې په ویاړ تاسي ته د زړه له کومي مبارکي وایم.
ستاسي مبارزاتي لیکنې چې هیواد او خلکو سره د بې حده میني استازیتوب کوي له ویاړه ډکې لیکني دي او د ټول افغان په زرین تاریخ کې به تر تله ثبت وي.
خوشحالي او روغتیا دې تل غواړم.

دا هم ستاسي لپاره چې خولې مو اوبه اوبه شي.
[img:6980ee4c67]http://i2.tagstat.com/image09/0/ea87/00aI052YeG7.jpg[/img:6980ee4c67]

دروند ورور سنګر وطن صیب ،دا مو څه شلغاتی کړي دي. هسې مو دا ځای بدرنګ کړې دې ،ستا آنځور خو مالوم نشو خو د موضوع مطابق آنځور دې ندې راوړې،،،د آسماني تیګی آنځور دې راوړې دې چې اصلا باید په بل ځای کې وې ،هیله لرم تندر صیب یې لرې کړي.

http://www.youtube.com/watch?feature=player_detailpage&v=ELDMotQvaoA

يو ډاکټر په یو کانفرانس کې خبرې کولې، او په خبرو کی يې وویل :چی ۴۰ کاله کیږی چی زه ډاکټري کوم، مګر هیڅوک هم زما نه ګیله نلری.
په کانفرانس کی ناست يو کس ځواب ورکړ چې ډاکټر صاحب! مړي هم ګیله کولای شي ؟

http://www.youtube.com/watch?feature=player_detailpage&v=VKnv8A0TOVc
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها[/quote:6980ee4c67]


حمید هڅــاند
17.02.2013

اول سلام بیا تبریکــــــــــــــي درته کومه
...................................زما مشره زما لیکواله سلامي درته کومه

[color=red:fadc2561f0]د ټول افغان بحثفورم قدرمن مشر لیکوال ښاغلي تندر ته د ده د ۲۰۰۰ لیکنې تبریکي وایم. د الله له دربار څخه یې د قلم چینه همداسې بهانده غواړم. تندر صیب هغه لیکوال دی چې کله یې دردناکو لیکنو دردوولي یو، کله یې خوږو لیکنو موسولي یو او کله یې بیا نمکینو لیکنو خندولي یو. الله مو تل بریالي او خوشال لره.[/color:fadc2561f0]

[color=green:fadc2561f0]
شعر مې نه دی زده، د شعر لیکلو هڅه مې وکړه، خو پوی شوم چې شعري ځواک نه لرم،،،،بس همدا یو بیت مې درته د ډالۍ په توګه را برابر کړ، هغه د پاړسیوانو خبره: برګ سبز تحفه دروېش.
ستاسې کشر ورور: حمید هڅاند/کابل.[/color:fadc2561f0]


tandar
17.02.2013

هڅاند صيب سلامونه او ډيره مننه
زه وايم ..
تندر دټول افغان دپښو خاوره دي
...................که له تخار، هرات ، هلمند او ننګرهاره دي
دخاوري ازادي له خدايه غواړي
...............دننګ سنګر کي چلم په لاس او خدمتګاره دي
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


Re: مننه

پښتون:
17.02.2013

[quote:0dbbbb2d1f]يوجهان مننه
خاطره
زماتره په تورخم کي صايب منصب دپوليسو و اوزه ميلمه ورغلي ومه دسيل له لپاره
په مزي کي ولاړ وم خلک له مزي اوړي او را اوړي خو ددوي په ډلوکي خدايې يو څواروپايې سپيني او سري نازکي ښځي هم له مزي را واوښتي نو پنجابي پوليسو په افغاني پوليسو غږ وکړو چه ښاپيري درغلي نوش جان موشه
افغاني پوليسو ورته په ځواب کي وويل چه څه شي دي زمونږ نوشي جان شي دوي دا معامله په سانتي متر سره کوي او مونږه په بيښکي اموخته يو ههههههههههههههههههههههها
نن ورځ ددي ده چه په isiکې سړي تر ؟؟؟؟ ووهي هههههههههههها
[/quote:0dbbbb2d1f]

ها ها ها ها ها ها یو چا لیکلي وو چې : ده کجا و درختها کجا.
خفه نشې ،ستاسو د لیکنې د بې ربطۍ لپاره به زه هم یوه بې ربطه لیکنه در سره شریکه کړم. اګر چه دومره بی ربطه نده ،د تورخم نوم پکې یاد شوی او د تورلینګیو پنجابیانو یاد پکې شوی دې ،،،او له هرڅه مهم د شهید ډاکټرصاحب نجیب الله د واکمنۍ د وخت د افغانستان د ملی اردو د هیواد پالو او زړورو مدافعینو سربازانو یاد پکې په میړانه شوی دې.
دا هم تاسي او دا هم د عصمت قانع صاحب ((یادونه او بریتونه)) ولولۍ او په واقعیت ځان خبر کړئ.

یادونه او بریتونه
)( زما د بریتونو کیسه)) عصمت قانع
په پېښور کې د پسرلي د وږمو څپې ښه په زور کې وې، تودوخه ورځ په ورځ زیاتېدله، اخوا د عربو کاروانونه وو چې را روان وو او هدف یې د جلال اباد فتحه وه.
موږ ټول په دې باور وو چې جلال اباد په همدې اوو ورځو کې د مجاهدینو لاس ته ورلوېږي. د حوت ۲۹ مه ده او ۱۳۶۷هه ل کال پای ته په رسېدو وو، اوازې وې چې د جلال اباد له نیولو سره سم به شپاړس اسلامي هېوادونه او حتی امریکا هم د مجاهدینو موقت حکومت په رسمیت و پېژني.
په پېښور کې د مجاهدینو د میډیا او اطلاعاتو ګروپ ښه مصروف وو، د بهرنیو ژورنالیستانو بهیر ډېر ګړندی را روان وو، مصاحبې وې، مرکې وې او تلویزیوني ویناوې وې، چې جهادي رهبرانو به کولې.
هر یو د بري پر نیلی سپور وو. مولوي محمد نبي یوه عرب ژورنالیست ته په مرکه کې وویل، کله چې له افغانستان څخه را مهاجر کېدلم، نو پاکستان ته مې دا لنډۍ ویله:
پیزوان مې خړو اوبو در ووړ
په غم شریکه یاره نیسه ګودرونه
اوس چې له پاکستان څخه ځم، نو دا لنډۍ ورته وایم:
سبا مې بیا د کډو وار دی
پر سر به پلنډې چلوم پر زړه غمونه
مولوي محمد یونس خالص چې ټوکمار او کلاسیک پښتون ملاوو، د ملا محمد نبي د لنډویو په ځواب کې وویل، چې ملا وروره، والله که دې یا کډه بار شي یا ګنډه وچلوې.
د خالص تبصره ټکي په ټکي رښتیا شوه، ملا نبي په پېښور کې پاتې شو او د کابل هوا بده پرې لګېده.
په پېښور کې خلک په اندېښنه کې وو چې پر جلال اباد به چور ګډ شي، ځکه د تورخم او لنډي کوتل ګنډې مارانو هم له ځانه سره رسۍ او ترنګړونه اخیستي وو، چې جلال اباد فتح کېږي.
اخوا د پاکستان پوځ هم لړزېدلی وو او د جلال اباد فتحه یې د کشمیر ګټل بلل. د پاکستان په سیاسي صحنه کې د بوټو مخالفینو مسلم لیکیانو، جماعتیانو او د ضیاء الحق ملاتړو شعار ورکاوه چې:
تم نی بنګال دیا
هم نی کابل لیا
یعنې تاسو بنګال ورکړ،((وبایلود، موږ کابل واخیست یعنې کابل مو وګاټه)).
پاکستاني ستراتیژیستانو په کابل کې د اوږدې مودې لپاره د وینو او اورونو لوبې ته نقشې او دسیسې جوړولې. افغاني هوښیار سیاسي څارونکي په اندېښنه کې وو چې پاکستان د افغانستان کورنۍ جګړې ته لمن وهي، خو پاکستاني سیاسیون بیا په دې عقیده وو چې د روسانو تر وتلو وروسته اوس افغانستان زموږ خپل مال دی.
د پاکستان د پوځ کمانډو غونډ چې دوی ورته SSG ویل، ((د ځانګړو خدماتو چټک ګروپ)) لنډي کوتل او جمرود ته راکوچېدلی وو او تر نیمایي زیات یې د جلال اباد په فارمونو کې ځای پرځای وو.
په همداسې یوه شپه چې د حوت ۲۹ وه، زه له څو بهرنیو ژورنالیستانو سره جلال اباد ته ولاړم، چې د فرانسې لوموند ورځپاڼې ته یې کار کاوه او د یوه نوم يې سب ایستن وو.
مجاهدینو عربي داوطلبانو او د پاکستان د پوځ کمانډو ګانو په پرله پسې توګه پر جلال اباد سکر۲۰، آر پي جي اوه او د دوه اتیا ملي میتري توپونو ډزې کولې. پر دې سربېره نور عصري وسایل او جنګي ابزار هم وو چې د جلال اباد هوایي ډګر مرکز او ټوله سیمه یې لویشت لویشت په ګولیو ویشتله.
څه سر دې ګرزوم محشر وو، قیامت وو، داسې قیامت چې زوی له موره بیزاره وو او مور له زویه.
د جلال اباد په فارمونو کې یوه جهادي مشر اعلان وکړ، هر څوک چې د لسو تنو شهیدانو قرباني ورکړي، نو یوه عراده دوه سیټه ډاتسن به وګټي یعنې د لسو تنو افغان مجاهدینو د سر قیمت یو ډاتسن دی.
سهار وو چې د افغان وطن غرور په ایشېدلو شو یعنې جوش یې وخوړ، بس شګې، څوځان مځکه، اسمان، تېرېږي او لوټې هر څه وښورېدل او لکه د غیبو چې لښکر راغلی وي، یو ځل د پاکستان د تهاجم پر ضد هر څه سره راپورته شول جګړه سخته شوه او د پاکستان د سپېشل سروسز ګروپ د کمانډو لښکر چې د مجاهدینو پکولونه یې پر سر وو داسې تارو مارشول لکه د اوړي په ګرم موسم کې چې د پاخه توت څانګه په لغته ووهې. ټولو د پر شاتګ منډه شروع کړه، ما او فرانسویانو هم رامنډه کړه.
موږ د پهلوان سید محمد له مجاهدینو سره تللي وو، خدازده زموږ ساتونکي وسله وال کوچیان پر کومه ولاړل؟ خو موږ تر لنډې منډې وروسته یوه پوسته ولیدله چې درې واړه عسکر په کې وژل شوي وو.
فرانسوي ژورنالیست غوښتل چې د افغان عسکرو د جسدونو عکسونه واخلي. پوستې ته ورغلو، څه ګورو چې درې تنه بریتور ځوانان په وینو کې لږند پراته دي. یوه پر تندي ګولۍ خوړلې، بلې یې پر ټټر لګېدلی، دا بل یې تر ټټر لږ څه را لاندې لګېدلی وو. د یوه وینه د ریګ پر بورۍ را توې شوې وه، ددې بل وینه د پوستې په منځ کې سره غونډه شوې وه او د درېیم د وینې فواره د پوستې پر دروازه را بهېدلې وه.
زما پر اوږو د ناستو ملایکو خبره ومنئ زما ګنانګار دا مه منئ، دومره ښکلا ما په ژوند نه وه لیدلې لکه په هغه ورځ چې ما د وینې ښکلا ولیده. ته وا د جګدلک سره یاقوت دي، ته وا د کندهار د پخو انارو د دانو سوروالی دی، ته وا د ناورې د خپړې په نکریزو سور رنګ دی واه واه.واه واه دا د قربانۍ رنګ دی.
د پوستې په منځ کې درې تنه بریتور ځوانان پراته دي او پس له مرګه د افغان فرهنګ په رسا ژبه د تاریخ له موزیک سره دا لنډۍ زمزمه کوي:
زما پر قبر لاړې تف کړئ
که مې د ننګ ګولۍ پر شا خوړلي وینه
اخوا د جنوب په لور مغل تښتي او هلته د خیبر دره د خوشحال خټک دا شعر وایي:
ننګیالی د ننګ لپاره په هرڅه لګوي اور
سر په دار لک شوی ښه دی، نه لک شوی په پېغور
زما تر سترګو پر پر اوښکې توئیدې، فرانسوي راته وویل، زړه دې خوږ شو؟ ما ورته وویل، نه! اوښکې نور نه تویوم غواړم د دغو بریتونو تقلید وکړم، د دوی د قربانۍ تصویر د افغان غرور، افغان شرف، افغان عزت او افغان ننګ له رنګ سره ګډ کړم او ابدیت ورکړم. های زما کمزوریه قلمه، دا ستا د وس خبره نه ده، دا کار ستا کار نه دی!
د پوستې د درو تنو بریتورو افغانانو تعهد د وطن د مور له پوړنې سره د رښتنولۍ امتحان ګټلی وو او تاریخ د یو بل میوند ننداره کوله.
د شا لخوا د افغانستان د اردو پیاده عسکر پسې را ورسېدل او موږ د پېښور پر خوا روان شو. کله چې تر تورخم را واوښتم، نو په کارخانو مارکیټ کوز شوم. د مارکیټ د جنوب خواته د سلمان دوکان وو – ورغلم او د بریتونو فرمایش مې ورکړ. ما ویل بریتونه داسې راته جوړ کړه، په دې ډول چې څوکې یې قلم ور پرې کړه، هماغه د پوستې د عسکرو په شان هماغه د جلال اباد د مدافعینو په شان.
سلمان راته وویل، ما خو هغه نه دي لیدلي، هغه په جرات راته وکتل، ویل یې، نو ږیره هم خرییې؟ ما وویل، هو.
کله چې کورته را ورسېدم، میرمن مې پر لمانځه ولاړه وه چې سلام یې وګرزاوه یو دم یې په محلي کندهارۍ لهجه په ریږدېدلي او له حیرت څخه په ډک اواز راته وویل، یوو یوو یوو، بابا صاحبه را ورسېږي، کلات بابا را ورسېږي، دارو نیکه راورسېږه، جمال نیکه راورسېږې. په یوه دقیقه کې یې د کندهار ټول ولیان را وننګول او بیا یې وویل، دادې پرځان ځه لانت (لعنت) اېښی دی، دا دې پرځان څه ناټک اېښی دی.
ما ورته وویل، پرون ږیره د افغانستان د دفاع د جنګیالیو سمبول وه، له روس سره جنګېده، نن بریتونه د افغانستان د ساتنې سمبولونه دي او له مغلو سره جنګېږي.
زما یو پېشنهاد دی، د حوت ۳۰ مه د افغانستان په تاریخ کې د پنجابي یرغل پر ضد د افغانانو د بري ورځ ده، همدارنګه د دلوی ۲۶ د افغانانو د بري ورځ ده چې روسان یې وشړل.
ملي افتخارات که هر چا زېږولي وي، خو په افغانستان او د افغانستان په تاریخ پورې اړه لري، راځئ چې دغو افتخاراتو ته ملي رنګ ورکړو، نه جهادي او خلقي رنګونه. زموږ افتخارات، زموږ د راتلونکو نسلونو د وطنپالنې درسونه دي. له جلال اباد څخه دفاع د افغانستان د خاورې او عزت څخه دفاع ده، څوک شته چې دغه ورځ د افغانستان د ملي دفاع د ورځې په توګه د افغانستان د سیاسي تقویم برخه وګرزوي؟
هزار خُم می مست نکند می پرستان را
چنانکه ذره ی خاک وطن پرستان را
دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې


Musaferjan
17.02.2013

سلامونه
تندر صیب
کله به له خیره په خپل دغه مبارک عمر کی په خپلو دوستانو زیری وکړې ، چې عمرې
ته ولاړې، حج دې وکړ، په حرمينو شريفينو کې دې اعتکاف وکړ، ما شاء الله خدای
ښه در رسولې ،د دې امت عمرونه د شپيتو او اوياوو تر منځ وي، کم خلک له اویاوو
پښه اړوي ، مرګ او ژوند خو ځوان او سپينګيری نه پېژني خو له اويا اوښتل هره
لحظه د خطر زنګ وي.
نور خو داسې ښکاري چې د ټوکو ټکالو په فوروم کې ټول زما په رنګ کمکې هلکان
ښکته پورته کيږي ، فکر دې وي چې لغړ زني مې موخه نه دي. هاهاهاهاها

په احترام


سلامونه

tandar
17.02.2013

سلامونه
ګرانه ډير ډير سلامونه له لارښوني دي ډيره مننه
خداي پاک دي په خوله برکت کړه دماما ځامن مي دوبي کي ژوند کوي هفته کي يو ځلي تليفون راکوي چه کله راځي ؟ اودوستان مي سعودي زيات دي داتقاضا کوي مګر روزګار وخت نه راکوي يا به خداي پاک نه وم غوښتي
زه اوس حج ته نه ځم نه عمري ته
زما کعبه نعوضوباالله خپل وطن او دهغه ازادي ده
کله چه زما ملت په سلو کي ٥٠ فيصده خيرات غواړي اوله لوږي مري نو زما حج هم نه کيږي
دغه پيسي چه دحج په مصرف لګوم بايد دخپل کوراو کلي او ملت ته له لوږي نه دمرګ نجات ورکړم او ديوه مريض په تداوي مصرف کړم چه دا له حج اکبر نه هم زيات دي ٢ هفتي مخکي مي هم ٣ نفره له ننګرهاره پيښورته په خپل مصرف تداوي
ته وليږل دشپي تيرول ،معانيات او دوا سره دلاري مصرف مي ورته حواله کړي و
دا يو حج و چه ما وکړ خداي پاک يې ويني
اوبل زه خپل پيداکونکي ته تسليم يم
بل مي قتل ، ظلم ، کوم خيانت دخپل ملت او خاوري په مقابل کي نه دي کړي چه حتمي حج ته لاړ شم او ووايم چه خدايه دخپلو جنايتونو راته عفوه وکړه
بيا يو حق الله دي بل حق العبد دي
خداي قادر او رحيم دي خپل حق به درته وبښي خو دانسان حق په غير له خپله انسانه څوک چاته نشي بښلي
ډير حج ته تللي خو دحاجي په عوض الاجي بيرته راغلي دي اودخلکو ويني ځبيښلي
دي
راغلم دځوانانو په هکله
دکابل په باغ زنانه کي او دپيښور په ډيرو خاصو زنانه پارکونو ددروازو په خوله کي دمراقبت لپاره به سپينږيري بابا ګان موظف کړي وه هههههههههههههههها
چه څوک کومي ښځي ته سترګک ونه وهي ههههههههههههها
نو زه هم لکه څارندوي دلته وظيفه لرم
زما يوتره خداي دي ژوندي لري په حوجره کي به يې چه ستار اومنګي غږيده تر ناوخته زمونږ تبه کوله درحاليکي چه واده والا او اوس يې شکر لمسيان ځوانان دي
نويوه شپه ترناوخته پاته شو پس له مجلسه ټولو څادرونه په ځان کش کړه چه څو ساعته سترګي پټي کړي څوک کټو شول او بعضو په ټغر څنګ په څنګ ځان واچولو چه په دوي کي زماتره هم وو
په دي وخت کي زما تره په څنګ کي يو ځوان باندي غږ کړ
وه هلکه لږ وړاندي څمله چه مونږ خو واده والا يو او اموخته يو چه بيګاته په تا لاس ونه وهو هههههههههههههههه
نودلته دغه مسئوليت مشرانو په غټ اعطبارماته په غاړه غورځولي چه څوک په چا لاس ونه وهي هههههههههه
موظفر خانه چه خفه نشي دقندهاريانو خبره خداي دي تل راوله
دروسانو په وخت مجاهدينو ،، دلغمان شاړي په پښتو کم پوهيدل،، دکابل اوجلال اباد په لاره کي سرويس ودرولي و او په سورليو يې کلمه تيروله په دوي کي يو ږيرکلي هندو هم و په وهلو يې چيغي ورنه وايستلي ههههههها
درحاليکي چه ورته چيغي وهي چه زه هندو يمه
خواخر يې يومولوي صيب راګير کړو اوورته وايې چه کلمه تيره کړه ؟
مولوي صيب باندي ښه ونه لګيده چا داعامي سړي په ماڅنګه کلمه تيروي ؟
مولوي صيب شاړي ته وويل چه اول ته خپله کلمه تيره کړه بيا يې زه تيروم ؟
شاړي ورته په ګډه وډه پښتو ژبه وويل زه که که که په په کلمه که که نه پوهيږم
خو زړه کي کي صاف يم هههههههههههههها
نو مظفر خانه وروره مونږه هم په په په زړه کي کي کي له ډيرو اوسنيو ځوانانو کي کي کي ځوان يو
تربيا

[quote:39efa4f188="Musaferjan"]سلامونه
تندر صیب
کله به له خیره په خپل دغه مبارک عمر کی په خپلو دوستانو زیری وکړې ، چې عمرې
ته ولاړې، حج دې وکړ، په حرمينو شريفينو کې دې اعتکاف وکړ، ما شاء الله خدای
ښه در رسولې ،د دې امت عمرونه د شپيتو او اوياوو تر منځ وي، کم خلک له اویاوو
پښه اړوي ، مرګ او ژوند خو ځوان او سپينګيری نه پېژني خو له اويا اوښتل هره
لحظه د خطر زنګ وي.
نور خو داسې ښکاري چې د ټوکو ټکالو په فوروم کې ټول زما په رنګ کمکې هلکان
ښکته پورته کيږي ، فکر دې وي چې لغړ زني مې موخه نه دي. هاهاهاهاها

په احترام[/quote:39efa4f188]


pattang
17.02.2013

تندر صيب چرت مه وهه !
که ډېر وخت تنګ شو دکرزي په ( دختر هايې ملاقي ) به
غږ وکړو چې مرستې ته راشي !!

[img:36e81b30ba]http://uppix.com/f-bild0035121620f001225ab.jpg[/img:36e81b30ba]

پرونی شرم نن وياړد ی !

[img:36e81b30ba]http://uppix.com/f-bild00251215ec3001225a3.jpg[/img:36e81b30ba]


پښتون:
18.02.2013

تندر صیب اوس خو به د مسافرخان د غوښتنې برعکس د پتنګ صیب پدې غوړو آنځورونو روح او روان تازه شوی وي
لږ خړ پړ دي ،خو په اصلي کوالیټی کې بیا ډیرې ښایسته ښکاري.
دا نو مالومی ندي چې دا د امریکایانو بیز په عراق کې دې او که په افغانستان کې دې.
د امریکایی په ډډه کې دا پیغلوټې او په ملکي کالو کې دا ځوان ګوټې خو د عراق د کردانو څیرې لري او دا دوه نورې یې د عراق عربانې دي..والله العلم
او په لاندې آنځور کې خو د ملی اردو زړور سرتیری او زروړې سرتېرې ښکاري چې په مټ یې د افغانستان د بیرغ نخلیدلې دې.


سلامونه

tandar
19.02.2013

سلامونه
به بعضو عکسونو او وديوګانو سره نه زما نه دپښتنو دديري نه زمونږ دملت دغيورو عنعناتو سپکاوي دي بلکه دخپل ځان سپکاوي دي
دبل عذت دځان عذت دي
چاچه دافغاني شودي رودلي وي په بل افغان او په هغه ټاټوبي چه په کي خپوړي کړيدي ننګ کوي
هرڅه خو په داخل دچوکات دي
خدايه هر افغان ته ديوالي او په وطن دازادي روحيه په نصيب کړي
مننه


Re: سلامونه

pattang
19.02.2013

تند ر صيب ستا خبرې درستې دي
خو له حقيقته به هم سترګې نه پټوو !
کوم عکسونه چې دلته شته داخوعادي شيان دي خو زمونږپه
کلتوراواحساساتو باندې داهم تېری دی ،ځينې نور عکسونه
او کارونه هم شته چې وېيل او راوړل يې اخلاقي جرم
اودا اخلاقي جرم دلا سپوڅي فاسد رژيم په کتون سره تر سره
کېږي !!
خوانشالله وختي ې رانږدېکېږي داسې به ستړي بېرته تښتي
او کرزی به يې لکه دا لاندې حيوان کشوي !
ستادغيورخبره کړې غيور خو ولاکه وي!
که خوشال خټک ولونې بيابه پوه شې چې تاريخ څه وايې !!
** ته په مقصد نه يې پوه شوی کردان اوتاجک افغانان ډ ير فرق
لري خو دپښتنو او کردانو فرق کول ډېر مشکل کار دی !

[img:fc9dd66693]http://uppix.com/f-Praesentation15123e760001229f6.gif[/img:fc9dd66693]

[quote:fc9dd66693="tandar"]سلامونه
به بعضو عکسونو او وديوګانو سره نه زما نه دپښتنو دديري نه زمونږ دملت دغيورو عنعناتو سپکاوي دي بلکه دخپل ځان سپکاوي دي
دبل عذت دځان عذت دي
چاچه دافغاني شودي رودلي وي په بل افغان او په هغه ټاټوبي چه په کي خپوړي کړيدي ننګ کوي
هرڅه خو په داخل دچوکات دي
خدايه هر افغان ته ديوالي او په وطن دازادي روحيه په نصيب کړي
مننه[/quote:fc9dd66693]


Re: سلامونه

tandar
20.02.2013

ماته خو ددغه عکس په ليدو سره په سترګو کي اوښکي راشي
داسړي زما تن اووجود دي ولي په ٢١ قرن کي دومره بدبخته او وروسته پاتي يو؟
مننه

[quote:3b88213db0="pattang"]تند ر صيب ستا خبرې درستې دي
خو له حقيقته به هم سترګې نه پټوو !
کوم عکسونه چې دلته شته داخوعادي شيان دي خو زمونږپه
کلتوراواحساساتو باندې داهم تېری دی ،ځينې نور عکسونه
او کارونه هم شته چې وېيل او راوړل يې اخلاقي جرم
اودا اخلاقي جرم دلا سپوڅي فاسد رژيم په کتون سره تر سره
کېږي !!
خوانشالله وختي ې رانږدېکېږي داسې به ستړي بېرته تښتي
او کرزی به يې لکه دا لاندې حيوان کشوي !
ستادغيورخبره کړې غيور خو ولاکه وي!
که خوشال خټک ولونې بيابه پوه شې چې تاريخ څه وايې !!
** ته په مقصد نه يې پوه شوی کردان اوتاجک افغانان ډ ير فرق
لري خو دپښتنو او کردانو فرق کول ډېر مشکل کار دی !

[img:3b88213db0]http://uppix.com/f-Praesentation15123e760001229f6.gif[/img:3b88213db0]

[quote:3b88213db0="tandar"]سلامونه
به بعضو عکسونو او وديوګانو سره نه زما نه دپښتنو دديري نه زمونږ دملت دغيورو عنعناتو سپکاوي دي بلکه دخپل ځان سپکاوي دي
دبل عذت دځان عذت دي
چاچه دافغاني شودي رودلي وي په بل افغان او په هغه ټاټوبي چه په کي خپوړي کړيدي ننګ کوي
هرڅه خو په داخل دچوکات دي
خدايه هر افغان ته ديوالي او په وطن دازادي روحيه په نصيب کړي
مننه[/quote:3b88213db0][/quote:3b88213db0]


پښتون:
20.02.2013

هاهاهاهاهاها
لکه چې د مرسدز نشان یې ټول وڅټه لکه آیس کریم.

پرون خو دلته بل سیل وو،دا نن پرې څه شوي.
زما کمینټ لکه چې ستاسو د ذوق سره برابر نه وو؟؟؟
په هر صورت ،هیڅ خبره نده.

تندر صیب داسي آنځورونو ته اوښکي مه توي
خپله لاسه، ګله لاسه .متل دې.
که د پښتون داسې حال وي په کابل او یا پنجشیر کې، او یا د پښتون دا حال دې په بامیان او دایکنډي کې.
هزاره او یا تاجیک به ملامته کړو.
نو دا بد حال پرې په پکتیا،وردک،زابل،هلمند،کندهار،کنر او ننګرهار کې چا راوستې دې؟؟
که همدا حال وي او یوازې د نورو فتوا ګانې منو او خپل لاسونه او پخې په خپله وهو ،نو دا خو ۲۱پیړۍ ده چې ۱۲۱ پیړۍ هم شي ،زمونږه خلک به همدا حال لري.

د افغانانو ویاړلي اتلان چې د پښتنو نوم یې او چت ساتلې او ویاړونه وربخښي.

[img:36b4fa442b]http://sphotos-b.xx.fbcdn.net/hphotos-ash4/c0.36.851.315/p851x315/374110_376917372338626_1537043372_n.jpg[/img:36b4fa442b]


tandar
20.02.2013

پښتونه وروره سلامونه
زه ستا له زړه نه راځم ستا نوم ډيره معني لري تشريح يې ډيري جملي اووخت غواړي
خودلته ټول افغان دي
پنجشر ، دايکونډي ، باميان دټول افغان دزړه په مينځ کي اوسيږي او مونږ نشو کولاي چه ديوي سپږي په خاطر ټول پوستين په اور وسوزو
په پښتنو کي هم جنايت کار او قاتلان او وطنفروشان په کافي اندازه موجود اوفعلا داشغالګرو نوکران دي چه مشر يې کرزي دي
مونږ يو واحد افغان او له قاتلانو ، جنګسالارانو اووطنفروشانو پاک افغانستان غواړو
او بل دشيريخ خوړلو وديو ګاني دلته ځاي نه لري دبشريت ، انسانيت ، وجدانيت ، اخلاقيت ، تربيت ، افغانيت له اوسولو وتلي کار دي دا يو تعرضي حالت دټول افغان په شوئوناتو دي بل ځلي شايد ډير سخت عکس العمل ښکاره کړم
ماهم ټوکي ليکلي خو له چوکاټه وتلي وديوګاني مي نه ليدلي اونه وړاندي کړي
دهر سړي دقضاوت ځاي خپل ګريوان دي
وخت مي دي ونيو بښنه غواړم ستا دبيا ليدلو په هيله
داځلي که چا بي باکه کوڅه ډب شيان دلته نشر کړل دسخت دريز انتظار دي وباسي نه عذر دي اونه زاري ده بلکه اخطار دي
مننه


pattang
21.02.2013

تندر صيب ريښتيا چې تندر درڅخه جوړ شوی !
داخبرې خو ټولې ستا د 2000 زرمې ليکنې مبارګي وې خو ته يې په مقصد
نه يې پوه شوی لکه چې اعصاب دې ډېر خرابه دي :

دلته خو په تېرو کې د ټو کو په فوروم کې دښځو په بر خه کې پوچې خبرې
او ټوکې هم شته چې سړی پرې شر ميږي !

په دې فوروم کې زه کومه علاقه هم نلرم خو دا ستا دمبارکي په هکله دي !

کوم شی چه ته يې ويديو بولې هغه ويديو نده بلکې Animation ورته وايې
زه دې ته حيران يم چې تا 2000 وارې نېټ Net ته سر راوهلی دی خو
تراوسه د ويديو او Animation فرق نشې کولی !
او زما په Animation نه يې پوه شوی ?

په ويديو کې Hardware برخه اخلي او په Animation کې د
software کلتور چليږي چې مسال يې يو د GIF پايل دی او څټ ته يې
د سارې په توګه بيا دې Magix Slidshow Maker تخنيک پروت دی
او يا داسې نور Adobe.......

داټول واړه واړه مکرو او دعکسونو مجموعې وي !

په هغه Animation کې يو غټه تشبيح پرته وه خو تا ړنګه کړه !

چې خپه نشې دادی بخښنه غواړم !

[img:e46d21da60]http://www.gif-paradies.de/gifs/home_4.gif[/img:e46d21da60]

(([color=darkred:e46d21da60] او بل دشيريخ خوړلو وديو ګاني دلته ځاي نه لري دبشريت ، انسانيت ، وجدانيت ، اخلاقيت ، تربيت ، افغانيت له اوسولو وتلي کار دي دا يو تعرضي حالت دټول افغان په شوئوناتو دي بل ځلي شايد ډير سخت عکس العمل ښکاره کړم
ماهم ټوکي ليکلي خو له چوکاټه وتلي وديوګاني مي نه ليدلي اونه وړاندي کړي
دهر سړي دقضاوت ځاي خپل ګريوان دي
وخت مي دي ونيو بښنه غواړم ستا دبيا ليدلو په هيله
داځلي که چا بي باکه کوڅه ډب شيان دلته نشر کړل دسخت دريز انتظار دي وباسي نه عذر دي اونه زاري ده بلکه اخطار دي
مننه[/color:e46d21da60]))


tandar
21.02.2013

پتنګ صيب خداي دي په ژوندو ن دزړه ارمان وباسه چه اول يې دوطن ازادي ده
دااشتباهي شيان چه ښه نه بريښي چه نه وي ښه به وي
مننه


پښتون:
21.02.2013

تندر صیب سلامونه او نیکې هیلي مې ومنه!
تندر صیب لکه چې د مسافرخان خبرو درباندې تاثیر کړې چې د پتنګ صیب د مرسدز نشان دې لرې کړ.
د پتنګ صیب د لیکنې په تایئد چې دا ویډیو نه وه بلکې دې ته خوځیدونکي آنځورونه وایې.
خو که تاسي دلته داسې بندیزونه ولګوئ نو بیا دې د ټوکو د خونې په ځاي ،کوم بل نوم ورکړل شي.
زه تاسو ته په ډاډه زړه وایم چې دا د ټوکو خونه مونږه همدا دوه درې کسه ګورو.
د ښځو نه بیغمه اوسه. هغه ښځې چې د انټرنټ په استعمال پوهیږي ،ګوګل ،یوتیوب ،ټویټر او فیسبوک پیژني او استعمالولې یې شي .نو دا د ټول افغان د ټوکو یوه وړه ټوکه او یو آنځور هم هضمولې شي.
د پتنګ صیب موخه ستاسي سره ټوکې او خوش طبعیتی وه.


tandar
21.02.2013

سلامونه ياره
اوس باور وکړه چه زه ساده سړي يم اوپه دا مدرنو شيانو مي زر سر نه خلاصيږي
خو حرکات يې داسي وه لکه چاته چه دګنيو په کارخا نه کي چه له ګني نه سانچق تاو کړي اوبيا يې څټي :oops: :oops: :oops:
اوبل دپردي ځوي نه خپله لور ښه ده دغلته تور توتان له ټولو قربان دي
دچا چه چيرته ښه وي هغلته به يې شپه وي :oops:
زه دټولو خوښي ، عذت او صحت غوښتونکي يم
دادهځمولو خبره کي دي ګونګي پاتي شوم هههههههههههها
داطاقت هم داد الهي دي چه ورکړل شويدي ههههههههها
تربيا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more