د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

فلسفه څشی ده!

Anonymous
19.11.2004

[u:fa7cc28240]فلسفه څشی ده[/u:fa7cc28240]
اوله خبره چې لازمه ده ٠ د فلسفې په باره کښې چې پوه شو٠ چې فلسفه څشې ده ؟
تردې دمخه چې سوال ته ځواب و وايو ٠ او په يوه کوچنۍ مقدمه چه معمولأ د منطقو په کتابو کښې ذکر کيږي، راوړو ٠
[u:fa7cc28240]تعريف لفظي او تعريف معنوي[/u:fa7cc28240]
متطقين وايي ٠ کله پوښتنه کيږي د يوه لغت يا شي ٠ مختلفي پوښتنې وي

ګاهي پوښتنه د لغت د معنی او مفهوم وي ٠ يعنې کله چه پوښتل کيږي چه فلان شی څشی دی ٠ پوښتنه و دهغه لفظ وي ٠ مطلب داوي چه معنا د هغه لفظ لغوي او اصطلايي څشی ده ٠ مثلأ کتاب ګورو چه د کرک پر نامه راسو ٠ نوپښتنه وکړو چه کرک چشي دۍ ٠ جواب کي راته وويل سي چه مرغه دي ٠
او يا د منطقينو پر يوه عبارت کي د (کليمې) پر لفظ راځو ٠ پښتنه کوو چه (کلمه) د منطقينو په اصطلاح کي څه شي ده؟ ٠ راته ويل کيږي چه منطقيانو په اصطلاح (کلمه ) فعل دي ٠
بديهي ده چه د لفظ معنا رابطه لري په اصطلاح پوري ٠ او دا رابطه ممکن عامه وي يا خاصه
د داسي سولو جوابونه جسنجو غواړي او يا بايد کتاب لغت مراجعه وسي ٠ او داسي يو لغت ممکن متعدد جوابونه ولري او ټوله معناوي ئې صحيح وي ٠ او يا ممکن په جلا عرفو کښي جلا معناوي ولري ٠
مثلأ يو لفط د اهل متطق او فلسفه والا په عرف کښي خاصه معنا ولري ٠ او په عرف اهل ادب بله معنا ولري ٠
او لکه قياس ٠ د منطقيانو په عرف کښي يوه معنا لري ٠ او د اهل فقها په عرف کښي نېله معنا لري ٠
او د اصولينو کښي بله معنا ٠

او نعضي وخت يو لفظ په واحد (يوه) عرف کښي مختلفي معناوي ولري ٠ چه دغه لغت په فلان اصطلاح کي داسي معنا لري ،په فلان اصطلاح کښي هاسي معنا لري او په فلان اصطلاح کي دغه معنا لري ٠
چه دغه جوابوته( تعريف لفظي) ويل کيږي

نو کله چه ديو شئ پوښتنه کيږي ٠ مطلب د لفظ معنا نوي ٠ په لفظ پوهېږو ٠ او په معنا حقيقي ئې نه پوهيږو
يعني حقيقت ئې راته مجهول وي ٠ مثلأ ٠ انسان چشي دي : مقصد دا نه چه د انسان لغت ولي وضع سوي وي
موږ ټوله پوهېږو چه د انسان لغت د دغه دوپايه خبرياله ته خاص دي ٠ سوال اصلأ دا وي چه حقيقت د انسان چشي دي ٠ داسي جواب ته (تعريف حقيقي ) ويل کيږي ٠

اوس نو وايو چه تعريف لفظي مقدم دي پر حقيقي ٠ يعني اول بايد مفهوم د لفظ مشخص سي ٠ او ورسته بيا
د دغه مشخص سوي حقيقي تعريف وسي ٠ که داسي ونسي نو ممکن بېځايه مشاجرې، سفسطې شروع وي ٠

کله چه يو لفظ متعددي معناوي ولري ٠ که اول تعريفونه د لفظ په عامو او خاص اصطلاح وو ونه کړي ٠ نو ممکن
هر فرد د لفظ جلا معني په زړه کي نيولې وي او بيځايه مشاجره شروع وي ٠

د لغت تفکيک د لغت د حقيقت پر معنا کيږي ٠ د لغت څه پديده پيداکيږي ٠ د حقيقت پر حساب
يو خاص افظ په ابتداکي په معنا د (کل ) استعماليږي ٠ که څوک د لغت حقيقي معنا تفکيک کړېنوي ٠
ممکن داسي فکر وکي چه کل نو اوس تجزيه سو ٠ حال داجه په کل کي به تغير نوي راغلي ٠ يوازي به ئې ځای عوض کړيوي ٠ او د جز ئ پر ځای به استعمال وي

چه دغسي اشتباوي هميشه د شرق او غرب د فلاسفه وو تر منځ پېښي سوي دي ٠

[u:fa7cc28240]فلسفه[/u:fa7cc28240]
دفلسفې (فلسفه) يوه اصطلاحي کلمه ده
او متعددي او ګوناګون اصطلاحي معناوي ئې پيداکړي دي ٠ مختلفو فلاسفه وو ٠ هر يوه خاص تعريفونه کړي
چه هر يوه د خپل خاصي معنا تعريف کړيدي ٠
چه يوه ډله دغي پوهي ته فلسفه واي او بله ئې فلسفه نه بولي ٠ موږ به د اسلامي زاويې څه ورته و ګورو ٠

[u:fa7cc28240]د فلسفې لغت (لغت فلسفه )[/u:fa7cc28240]
دا لغت يونانۍ ريښه لري ٠ هغه څوک چه په يوناني ژبه پوه دي پوهيږي ٠
د لغت ته عربو جعلي مصدر ورکړي دي (فيلوسوفيا)٠ چه د دو کلمي دي ٠ فيلوسوفيا مرکبه ده ٠ يوه( فيلو )
او بله (سوفيا) ٠ چه کلمه د فيلو معنا دوستي کول ٠ او کلمه د سوفيا معنا د دانائې ٠
چه فيلوسوفيا معنا د پوهي دوستان ٠ او افلاطون ، سقراط ته (فيلوسوفس ) وائې ٠ او ايرانيان ئې فيلسوفګري بولي ٠

تر سقراط دمخه يوه ډله پيداسوې وه چه ځانونه ئې (سوفيست ) بلل يعني دانشمندان ٠ چه دوي د انسان قياس او ادراک ئې حقيقت او واقعيت بللۍ ٠ او په خپل استدلالو کي ئې سفسطه (مغالطه) کوله
تدريجأ سوفيست خپل اصلي مفهوم د لاسه ورکړي ٠ او سفسطې ئې ځای ونيولۍ ٠ چه عربو ساختګي مصدر ئې
(سوفيست ) دي ٠
نور بيا ٠ انشا الله


Anonymous
20.11.2004

سقراط او هم فکروئې نه غوښته چه خپل ځان د (سوفيست) په رديف کي و دروي ٠ نو ئې ځانوته ئې داسي ويل چه
موږ فيلسفان (فيلسوف) يو ٠ د دانشمندانو(سوفيست) څخه ئې ځانونه جلاکړه ٠ نو دانش دوستان (فيلسوفان )
ارتقا پيدا کړه تر سوفيستانو (دانشمندان) ٠ او تر سقراط له مخه د فيلسف په نامه جاته خطاب نه وو سوئ ، يا
اطلاق نه وو سوئ پر چا ٠ ويل کيږي چه تر ډيره وخته فلسفې مشخص مفهوم نه در لودي ٠ وايي چه ارسطو هم له دغه لغت څه کار ندي اخستي ٠ نو بعده کلو فلسفه او فيلسوف رواج سوه ٠

[u:6d08d7e9e1]د مسلمانانو په اصطلاح [/u:6d08d7e9e1]
مسلمانانو دغه لغت له يونان څه واخستي ٠ او عربي صيغه ئې ورکړه ٠ نو بيا ئې دغه صيغه شرق ته هم ورکړه ٠
او داسي ئې ترجمه کړه ٠ په معنا د مطلق عقلي پوهه ٠ فلسفه د مسلمانانو (فقها) په نظر يو خاص دانش ،پوهه نه ده
د غه علمي قبيلوته لکه نحو،صرف،معاني،بيان،بديع،عروض ،تفسير ،حديث،فقه،اصول کلي ئې د فلسفې تر عنوان لاندي ياد وي ٠ کله چه به مسلمانانو غوښته چه ارسطويي تقسيم علوم بيان کړي ٠ نو دفلسفه يا حکمت کلمه به ئې کارول ٠ چه فلسفه يعني علم عقلي پر دوه قيسمه دي ٠ نظري او عملي

فلسفه نظري داسي ده ٠ چه اشياوو يعني شيانو په باره کي بحث چه څنګه ، څرنګه دي ٠ او عملي فلسفه دانسان افعال چه څنګه ،بايد ښايسته وي بحث کوي ٠ او فلسفه نظري پر درې قيسمه ده

1 ٠ [u:6d08d7e9e1]الهيات يا فلسفه عليا٠ [/u:6d08d7e9e1]
2 ٠ [u:6d08d7e9e1]رياضيات يا فلسفه وسطا٠ [/u:6d08d7e9e1]
3 ٠ [u:6d08d7e9e1]طبيعيات يا يا فلسفه سفلا [/u:6d08d7e9e1]٠
او فلسفه عليا يا الهيات په خپل نوبت مشتمل په دوو دي ٠ يعني دوه فنه دي (امور عامه او بل الهيات بالمعنى الاخص )

او رياضيات بيا څلور ښاخه لري ٠ چه هر شاخله ئې ځانته عليحده علم دي
حساب هندسه،هيئت ،موسيقي

او طبيعيات په خپل ځان کښي زيات اقسام لري ٠ چه تقسيميږي پر علم اخلاق، علم تدبير منزل، علم سياست مدن. عليهذا پس فيلسوف كامل يعنى جامع د پورته علوم
[color=blue:6d08d7e9e1]نوټ ٠ د قهر په وخت هم استعماليږي ٠ (ته خو فيلسوف يي )[/color:6d08d7e9e1]

[u:6d08d7e9e1]حقيقي فلسفه که اعلا علم [/u:6d08d7e9e1]

نور بيا انشا الله


Anonymous
20.11.2004

[u:6b8ccebb09]حقيقي فلسفه که اعلا علم [/u:6b8ccebb09]

د فلاسفوو په نظر ٠ فلسفه په ځان کي متعددي ښاخلې لري ٠ او ځيني ئې خاص امتياز لري پرنورو
لکه سر او غاړه(ورمېږ) چه امتياز لري ٠ يعني لوردي
دغه هغه علوم دي د فلسفې ٠ لمړنۍ فلسفه (عليا،علم اعلی ، علم کلی ،الهيات مابعد الطبيعه(متافيزيک )
ددې علومو امتياز نسبت په دې دي ٠ چه برهان ئې عقيده وي (يقيني ) دي ٠ او پر ټولو علومو رياست ،حکومت کوي ٠ چه په واقعت کي علوم ملکه دي ٠ په دې خاطر نو نور علوم ورڅخه نيازمندۍ لري ٠ او علوم ملکه کومه
نيازمندي نه لري٠ او تر ټولو علومو کي کلي دي ٠ او په نظر د دغو فلاسفوو ٠ حقيقي فلسفه د غه علوم دي

پس د فلاسفوو په نظر ٠ لغت فلسفه دوې معناوي لري ٠ يوه معنا ئې عبارت ده ٠ د دانش مطلق معقول په شمول د
ټولو علومو غير نقلي

بله معنا ئې (دوهمه ) عبارت ده د علومو الهي يا فلسفه اولی٠ چه يودسېګانه ښاخو د نظري فلسفې
څه دي ٠
بنا پر دې که د فلسفې په اصطلاحي معنا پسي ولاړسو ٠ نو د فلسفې لغت يو عام لغت دي ٠ يو خاص تعريف نه لري ٠ او پر يوه خاص علم ،فن باندي اطلاق نه کوي ٠
فيلسوف يعني جامع د ټولو علومو ٠ په اعتبار د دغه نو فلاسفوو داسي هم ويل چه ٠ فلسفه د انسان د نفس کمال دي ٠ هم جنبې نظری او هم جنبه عملي لري

اما د اصطلاح غيرشايع ٠ منظور د فلسفې هغه عمل وي چه مخه ئې وهغه فلسفه حقيقي اولی او يا علم اعلی ته ويل کيږي ٠ او فلسفه بل خاص تعريف هم لري ٠ داسي دۍ !
فلسفه چشي ده ؟( پوهه په احوال د موجود ) له دې جهته چه موجود دي ٠ نه داچه انسان دي حيوان دي يا واښه دي

توضيح د مطلب بيا انشاالله


Anonymous
21.11.2004

مطلب داسي توضيح کوو
زموږ اطلاعات د هر شئ په باره کي دوه ډوله دي ٠ يا مخصوص دي په نوع اوجنس ٠ په بل عبارت احوال او احکام ،عوارض خاص د يوه معين جنس چه زموږ علم په احکام اعداد،او يا په احکام مقاديرو اويا په احوال او اثارو د نبات او يا په اثار او احکام د انساني بدن ٠
چه د پوهېدو له پاره ئې اول علم حساب يا د عددنو سره اشنايي دوهم هندسه يا مقداراشنايي او درېيم ئې نبات شناسي ، بدن شناسي يعني علم طب ،او ساير علوم لکه معدن پوهي،نظام شمسي پوهه،روان شناسي ، جامعه پوهي ٠٠٠٠٠ و غېره

او بل زموږ هغه اطلاعات دي چه په يوه خاص جنس او نوع پوري اړه نه لري
ټول معلومات ،اطلاعات د موجود په باره کښي ٠ چه داځان ته جلا اثار او احکام لري ٠ د موجوديت

او يا داسي وايو ٠ چه په دې جهان کښي موږ اکثره موضوعاتي جلا جلا تر مطالعې لاندي نيسو
چه په عيني حال کي د غه جلا موضوع ياواحد په خپل ځان کي واحده موضع ، واحد جز لري ٠ چه واحد پر هر څه کښي سته
که جهان د يوه اندام سره تشبيه کو ٠ نو زموږ مطالعه به د دغه اندام په باره کښي دوه ډوله وي
چه اول ياځيني وخت مطالعات داندام د اعضاوو شروع کيږي ٠ لکه سترګه،پښه،لاس
او ځيني وخت د کل په باره کي مطالعه شروع کيږي ٠ چه داکله پيداسوي دي ٠ او ترکله به دوام ولري ٠ او يا دغه
څه مفهوم او معنا لري که يا دغه نورو ته ګټه رسوي ، ايا دغه موجود څخه بل په وجود راځي ٠ او يا دغه د نورو مبدا ده ٠ ايا دغه نوک (ناخن) احساس لري ٠ يا داشئ د ګرمۍ په اثر پيدا کيږي ٠ او يا د دې شئ پيدا کيدل يو
هدف حقيقي لري يائې نه لري ٠ ايا دغه شئ ته زوال تصادفي راغلۍ٠ او يا دغه شئ په مجموع کي خپل هدف تعقيبوي او جمال ، کمال ته ځان رسوي ٠ ايا په دغه شي کي تغير راتلای سي ٠ او يل د دغه جهاز څو اجزاوي لري

دغه قيسم مطالعې چه د نړي هر جز او کل تر مطالعې لاندي نسي ٠ فلسفه ده
پر پورته خبرو سربېره هرکله چه موږ د شيانو دماهيت په باره کي بحث کوو ،مثلأ چه دائره يا خط حقيقي وجود لري
که يا دا هم په فن اړه لري ٠

د بحث نتيجه داسوه ٠ که څوک پوښته وکړي ٠ چه فلسفه چشي ده ؟ تر دې دمخه جواب ورګړو ٠ اول داسي بايد
ووايو چه دغه لغت د هري ډلي په عرف کښي خاصه اصطلاح لري ٠
د مسلمان له نظره
د ټولو [color=red:bd37127bc0]عقلي علومو [/color:bd37127bc0]د پاره چه په يوه خاص علم اړه نه لري ٠ او هغه علم دي چه په کلي ترين مسائلو د هستۍ مربوط دي ٠ او هغه علم دي د هستۍ هره موضوع په واحد ډول تر مطالعې لاندي نيسي

حليمي


Anonymous
21.11.2004

حليمي صيب سلامومونه
ستاسې ټولې ليکنې په مينه لولم، او په مذهبې مسلو کې ستاسې د منځ لاري توب او روښان فکري دريځ ته خورا درناوی لرم خوبايد ووايم چې ستاسې په دې وروستۍ ليکنه مې چې فلسفه څه شی دی ؟ او يا ستاسې په وينا ((فلسفه څشی ده ؟ ))پوره سر نه خلاصيږي. ستاسې تحليلي مقاله چې زيات د اسلامې علومو له اړخه خبرې کوي کيدی شي د معاصرو علومو د تعريف سره يوډول نه وي. په هر حال زه اوس ستا سې دليکنې په محتوياتو خبرې نه کوم خو يوازې غواړم دهغې دژبني ليک دود اوګرامر په باب ستاسې پام راواړوم. ليکنه دعربي ژبې دليک دود تر ژورې اغيزې لاندې ليکل شوې او په ډيرو زياتو بيځايه عربي او دري لغتونو سربيره د جملو ترکيب او ليک دود هم د مروجې پښتو سره په ډيرو حالاو کې سمون نه خوري او نژدي هره کرښه يې څو املايي او ګرامري تيروتنې لري. که څه هم له بده مرغه په عمومي ډول په پښتو ليکنو کې املايي او ګرامري تيروتنو ته په سرسري نظرکتل کيږي، خو په نورو ژبو کې دې مسلې ته خورازيات اهميت ورکول کيږي. زما وړانديز د ټولو درنو ليکوالانو څخه دادی چې خپله ليکنه د (اپلود) کولو نه دمخه په دقيق ډول يو ځل بيا ولولي او څومره چې يې وسه رسيږي املايي او ګرامري تيروتنې سمې کړې. ځکه دنامانوسو لغاتو کارونه ورو ورو دژبې تل ته لار پيدا کوي او بيا ورڅخه خلاصون اسان کار نه دی.
په درناوي.


فلسفه څه شې دې ؟

Anonymous
21.11.2004

زه چې فلسفه په کوم شکل دلته څرګندول غواړم ښايي د علمي او کتابي دود سره برابره نه وي خو ، ای - زه چې په څه پوهېږم دا بس دفرار قوه نه پېژني ٠
اوريښتيا په دې هم نه پوهېږم چې فلسفه به دساينس سره کوم اړيکي لري اوکنه خو ماته داسی ښکاري چې فلسفه به هغه لار وي چې ددنيا له يوه سره پېل کيږي او چې بل سر ته ورسيږي نو بيا دلارې په اخير کی نوې منزل پېل شي ٠

او څوک چې په داسې لار تلل غواړي نو طبعا' د ډېرو موجوداتو سره مخ کيږي او جالبه داده چې ضداو نقيض خواپه خوا ليدای شي چې يو ميکانيزم يې جوړ کړې وي ٠

نورنو خدای ښه پوهيږي

ستاسو ورور
دورانکليوال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more