د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

قران/ د الله جل جلاله خبرې (وصیل پېروز)

حمید هڅــاند
04.02.2013

د انسانانو لپاره د ژوند ډېر قانونه وليکل شول ، خبرې پرې وشوې او له انساني فهم سره سم د زمانې د ستونزو حل لاره وګڼله شوه خو د وخت په تېرېدلو يې ارزښت له لاسه ورکړ او اهميت يې بالکل ختم شو بلکي اړتيا حس شوه چي بدلون پکي راشي. هيڅ داسي قانون وضع نه شو چي د وخت په تېرېدلو سره رښتنولي ومومي ، ارزښت لاس ته راوړي او انسانيت يې د رښتيا تر پلو لاندي ارام ژوند وکړي.

دا ځانګړنه يوازي قرآن لري ، د نړۍ بل هيڅ قانون له دې برخمن نه دئ. په دې نړۍ کي د قرآن څورلس سوه کلونه تېر شول ، همدومره موده وړاندي يې د انسانيت د ژوندانه لپاره يو مکمل قانون وړاندي کړ ، وختونه تېر شول او انسانيت په هر ډګر کي ترقۍ وکړې هغوئ له خپل مزاج سره سم له دې الهي قانونه مخ واړاوی پر ځان يې اکتفا بس وګڼله خو نن له دې قانونه باغي انسان بيرته د هغو حقايقو لور ته را ګرزي چي قرآن څو سوه کاله وړاندي را بللی وو.

هو ! تم شئ ... د قرآن د رښتنولۍ دوره لا را روانه ده ، هرو - مرو به داسي وخت راشي چي يو وخت به همدا قرآن د اساسي قانون په توګه اعلانېږي ځکه رښتيا وژل کېدای نه شي بلکي زمان تل رښتيا پالي تر دې چي ځوانۍ ته ورسېږي او د څرګندېدلو توان تر لاسه کړي.



ع کريم حليمي
05.02.2013

ډېر دروند او مکرم حمید هڅــاند صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
ګرانه ! دا لیکنه مي ولوستل او کوښښ مي ډېر وکی چه ځان په پوه کړم
، ومي نه کړای سول ، خو پوښتني راته پیدا سوې ، لمړئ به دا یوه پښتنه وکم ستاسي په اجازه !
تاسي او که ووایم دوی لیکلي چه : [quote:3c9471b170]يو وخت به همدا قرآن د اساسي قانون په توګه اعلانېږي [/quote:3c9471b170]

د دغه جملې د حروف چنۍ سره مي نده جوړه ، پر حروفو به بیا ورسته بحث وکړو ، اوس به دا پوښتنه وکړم چه : داڅنګه پېښه ده !!!او ولي په دا يونیم زرکاله د" اساسي قانون " په شان څرګند نشو ؟ او ددې نه ورسته به څنګه و توانیږي چه د " اساسي ققانون !؟" په توګه را څرګند سي ؟

درنښت


حمید هڅــاند
05.02.2013

وعلیکم سلام و رحمة الله و برکاته
زه هم تاسې ته خپل اداب او درنښت وړاندې کوم محترم حلیمي صیب!.
[quote:417803560f]ګرانه ! دا لیکنه مي ولوستل او کوښښ مي ډېر وکی چه ځان په پوه کړم
، ومي نه کړای سول ، خو پوښتني راته پیدا سوې ، لمړئ به دا یوه پښتنه وکم ستاسي په اجازه ![/quote:417803560f]
ولې نه..هغه د چا خبره اجازې دي....
[quote:417803560f]

د دغه جملې د حروف چنۍ سره مي نده جوړه ، پر حروفو به بیا ورسته بحث وکړو ، اوس به دا پوښتنه وکړم چه : داڅنګه پېښه ده !!!او ولي په دا يونیم زرکاله د" اساسي قانون " په شان څرګند نشو ؟ او ددې نه ورسته به څنګه و توانیږي چه د " اساسي ققانون !؟" په توګه را څرګند سي ؟[/quote:417803560f]

هوکې، همداسې ده....
له راشد خلیفه ګانو را وروسته مهال که وڅېړل شي، په ډ‌اګه به شي چې مسلمانان ورو-ورو د اسلام له روح څخه پردي شوي دي، ان تر دې چې نن ورځ موږ د یو داسې هیواد بېلګه نه شو ورکولی چې په پوره مانا یې قران، د قانون په توګه، پلی کړی وي.
خو، دا نو د دې مانا نه شي ورکولی چې له دې پس به هم موږ همدومره بې اعتنا پاتي کېږو. ان شاء الله، د مسلمانانو په هڅو، او د الله جل جلاله په مرستې به موږ یوه-نه-یوه ورځ بریالي کېږو.

درنښت



ع کريم حليمي
05.02.2013

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته ،
[quote:d28d20af40]له راشد خلیفه ګانو را وروسته مهال که وڅېړل شي، په ډ‌اګه به شي چې مسلمانان ورو-ورو د اسلام له روح څخه پردي شوي دي [/quote:d28d20af40]

نه دا خبره د منلو نه ده ! یواري تاریخ ته رجوع وکه ، ایا عمر بن عبد العزيز هم د اسلام له روح څخه پردئ سوئ ؤ !؟؟

نه ،نه ، قرآن قانون اساسي ندی ، هو! هیڅ کله به نشي قانون اساسي ، هر وخت او په هر زمان په هر مکان کښي به د مدني قانون او هر دستور الإمل زیر بنا وي ، دغه نن نن هم د هر قانون زیربنا دی
د جهان هر legislator , lawmaker چه کوم قانون لیکي لمړی و خپل مشاورینوته وايي چه وګورئ دغه موضع د قران او سنت له نظره
په کوم وخت چه ئې Constitution of the United States
نوشته کاوه لمړئ ئې دا کوښښ وو چه له قرأن سره په ټکر کښي نه وي

درنښت


حمید هڅــاند
05.02.2013

حلیمي صیب! ښې چارې...
ستاسو نیوکه مې ولیده....ما لیکلي دي چې ( ورو-ورو د اسلام له روح نه پردي شوي دي)...ورو-ورو دا مانا نه ورکوي چې ګواکي یو مایل خط دی او زاویه یې ۴۵ درجې ده......
د natural science د ټولو ساحو په ګډون، تاریخ هم یونواخت خوځښت نه لري. کله پورته کله ښکته..خو حرکت او میلان بیا په یو ځانګړي لوري وي، یا د ښه کېدو پرلو او یا د بد کېدو پر لور او نور...نو دا خو څه د ریاضي خبره نه ده چې مطلق یې لټوې!!!
مانا دا چې،،، ما عمومي خوځښت او میلان ته اشاره کړې ده، نه د تاریخ په ځانګړیو پړاوونو کې ښه کېدل یا بد کېدل، بلګې پر مجموعي میلان مې خبرې کړې وې.....هیله ده په دې ځای مو سر خلاص شوی وي...

[quote:a1dbb87615]په کوم وخت چه ئې Constitution of the United States
نوشته کاوه لمړئ ئې دا کوښښ وو چه له قرأن سره په ټکر کښي نه وي[/quote:a1dbb87615]

هاهاهاها..خوندوره جمله مو لیکلې ده....
ستاسو د لا زیاتو مالوماتو په پار دا ویل هم اړین ګڼم، کله چې یې د افغانستان اساسي قانون جوړاوه هم، پکې ویې لیکل چې د اسلام ضد قانون موږ نه منو :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more