د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

وړوکي پښتانه فلاسفه!!

Anonymous
19.11.2004

باغيوره ، مهذبو پښتنو سلامونه

عقل هنر دي ، ذاتي دي
که عقل ذاتي دي نو موږ ټوله ئې لرو دلويه تر کوچنيه ٠ اما که هنر وي ٠ هنر هغه ته ويل کيږي ٠ چه موږ هغه ته رشدورکولايسو ٠ نو فکر کوم چه ذاتي دي او هم به هنر وي ؟؟؟
بهترين کار دا دي ٠ کله چه کوچنی پوښتنه کوي ٠ کوښښ وکړي چه ښه منطقي جوابونه ورکړۍ ٠
هر کوچنی اصلأ فيلسوف دی ٠ ولي چه پښتني دفلاسفه وو خوی دي ٠
والدين ته ضرورده ٠ منطقيان وي ٠ ولي چه فلاسفه په منطقي جواب پسي ګرځي ٠
او کوچنيان هغه فلاسفه دي ٠ چه يوازي او يوازي و والدينو ته د عقلي عالم په سترګه ګوري ٠
که دغه يوازني عقلي عالم و دغه وړوکي فيلسوف ته معقل او منطقي جواب پيدانکړي ٠ نو د سبا له فيلسوفه
به عادي شئ جوړسي ٠
چه لويه خساره ده ٠


نقاد
12.01.2005

عقل ارثي او ذاتي دی که کسبي؟ [color=white:6ce910f0a2]په دقت سره یې ولولئ :[/color:6ce910f0a2]
[color=red:6ce910f0a2]له کسبي څخه مراد هنري نه ، بلکې د ژوند پیښې او تجربې دي، یعنې هغه څه چې انسان یې له چاپیریال څخه اخلي او د حسي موادو په توګه یې ذهن یاعقل ته لیږدوي[/color:6ce910f0a2]. کانټ د ۱۸ پیړۍ المانی فیلسوف چې دمعرفت د بشپړې تیؤري بنسټ ایښودونکی بلل کیږي، د پوهې او کسبیت په اړه وایی : [color=blue:6ce910f0a2]« عقل یا ذهن د چاپیریال له تجربو پرته تش او خالي دی ،او د چاپيریال تجربې له عقل (اوذهن) پرته ړندې دي »[/color:6ce910f0a2] [color=yellow:6ce910f0a2]خو تش عقل د ړانده کسبیت سترګې روښانه کوي ، او کسبیت د بډا ی عقل ټوله محتواجوړي ، نو یو له بل پرته هیڅ هم نه دي، خو یو د بل سره بیا هر څه دي . [/color:6ce910f0a2][color=white:6ce910f0a2]نو عقل یا ذهن تر کسبیت دمخه له محتوا پرته په فورمال او صوري توګه شته ، او دلومړي ځل له پاره د حسي آخذو او تجربو پواسطه یوه محتوا پیدا کوي . د کوچیانو روزونکي باید دې ته پام ولري چې د چاپیریال له ډګر څخه څه او په کومه توګه پر ماشوم باندې څه اغیزه شیندي . په درنښت او سلامونو![/color:6ce910f0a2]


pattang
13.01.2005

که لنډ ئي لېکې نو داسې شی دي !

[color=darkblue:e90808c5fc][size=24:e90808c5fc] £ * Ω = µ [/size:e90808c5fc][/color:e90808c5fc]
Ω : = زمونږ په اصطلا ح عقل
( µ : = µ(gen
µ : = پارا متر
£ : = مادي چار پير يال
µ, £ > 0
(£ ) Gen := gen

پتنګ



ع کريم حليمي
15.01.2005

pattang صاحب سلامونه
زه هم د ناپوهۍ په ناجوړي اخته يم ٠
هيڅ مي سر نه په خلاسيږي ٠

Ω خو مقاومت دي ٠ که تاسو ولاړ سۍ د خپل کور د برق د فيوز بکس دروازه خلاصه کړۍ ٠ نو فيوزان به ووينۍ
پر هر يوه به نمبر ليکلۍ وي ٠ 15 يا 20 يا 30 يعني دومره مقاومت لري ٠
او يا که راولاړ سې پينسل راواخلي او پر کاغذ ځو واره ٠ پر مستقم خط تير کړي ٠ چه يو سر ئې A و بولو او بل سر ئې B وبولو ٠ که ميګر راواخلئ و ميګر سور (+ ) لېن په A پوري ونيسئ او تور لېن (- ) پر B ونيسئ
نو به وينۍ چه څومره برقي مقاومت لري ٠ څومره چه ډير کاربون پر کاغذ وي نو په هغه اندازه ئې مقاومت ډېر وي
او يا په هره اندازه چه وېر پنډيري په هغه اندازه ئې مقاومت يعني Ω ډيروي ٠ او هر ريزيستن چه په راډيو يا تلويزون کښي وينئ ځانته جلا اندازه مقاومت لري ٠
زه دادرسره منم چه عقل مقاومت دي (Ω)

که دغه فورمل ته £ * Ω = µ
قيمت ور واچوئ ؟؟؟ نو به زما سر په خلاص سي ممکن ٠ مثلأ a سراعت b فاصله c وخت
له کندهاره تر کابله سل مايله لار ده ٠ او سراعت درې مايله په ساعت کښي نو په څومره وخت به کابل ته ورسيږو


pattang
15.01.2005

حليمي صيب سلام عليکم !
په الکترو تخنيک کې حروف نورم شوې دي خو په رياضې کې ډير محدود او تړل
شوي ندي ، ما يواځي يو فور مول وليکه ٠دا ډير مغلق بحث دي
د مسال په ډول ابعاد او واحدونه معلوم شي او که نه ٠ ?????
حليمي صيب ! هر څوک په هر شي نه پو هيږي ٠ ولي (*) اونه ( + ) ??????????

پتنګ دکلاسيکې پښتنوالۍ په مېنه



ع کريم حليمي
15.01.2005

دروند اوښاغلې نقاد صاحب ، لوستونکو سلام ٠
نقاد صاحب مننه چه خپل نظر مو ښکاره کړ ٠

« عقل يا ذهن د چاپيريال له تجربو پرته تش او خالي دی ،او د چاپيريال تجربې له عقل (اوذهن) پرته ړندې دي »
كانت‌‏‎ ايمانوئل‌‏‎

زه به دغه پر اضافه کم دعقل سره بايد عواطف ‌‏‎ ملګري وي٠
انسانان چه هرڅه له چاپيريال څه زده کوي ٠ خو دروني دوه شيه هم له ځانه سره لري ٠ چه يو احساسات او بل عواطف دي ٠
په هر فاميل کښي چه اطفال پيدا سي نو واليدين ئې اول محيط وي ٠ او اوله زده کړه ٠ له مور او پلار څخه کوي ٠
مور او پلار بايد کوښښ وکړي ٠ چه د عاطفې څه کار ډير واخلي ٠ که والېدين له احساساتو کار واخلي
نو اولادونه احساساتي تربيه اخلي ٠ اوبيائې نو وبل نسل ته هم ور کوي ٠ ثم پر ثم نسل پر نسل احساساتيان روزل کيږي ٠ لکه دا زموږ سياستوال او ملا يان چه هر څه بنا پر احساساتو کوي ٠ خدای دي نه کړي ٠ نوئ نسل سياستوال به مو هم پر احساساتو ولاړ وي ٠



ع کريم حليمي
15.01.2005

پتنګ صاحب سلامونه ٠ ستاسو خبره پر ځای ده ٠
څه فکر کوۍ په دغه لاندي شکل کښي ؟؟؟

£ * Ω = µ
Ω : = زمونږ په اصطلا ح عقل
( µ : = µ(gen
µ : = پارا متر
£ : = مادي چار پير يال
µ, £ > 0
(£ ) := gen
Gen فافيلي ځراکت +µ احساس +له محيط څخه زده کړه = Ω عقل
ياداسي ....common sense + book knowledge + street smart = يوه ټوټه د عقل Ω
زه فکر کوم چه دغسي به وي ؟؟؟


Anonymous
15.01.2005

نقاد :
محترم حلیمي صاحب ا ښاغلي پتنګ ورور ته سلامونه . دلیکنې مو ضوع مو
ارزښتمنه ده . د پتنګ ورکړی فارمول £ ۰ Ω = µ رښتیا هم د اېمانیل کانټ د
د نظر سم ښکارندوی دی، £ او µ باید هم د ضریبونو په توګه وي، نه د جمعی په توګه او داچې عواطف او جذبات هم له چاپیریال او ارثي تاسیساتوله کړیو څخه بهر نه دي، یعنې په £ او µ کې داخل ، دخیل ا و مضمر (نغښتي) دي . همدومره په ګوته کول غواړم چې کانټ د یوګړي او ځانګړي فرد عقلي پانګه نه، بلکې د ټولې بشري نوعې له پاره له ډیر عام فورمال ذهني تاسیساتو څخه غږیږي، چې هر انسان یې لري اودفردي ذکاوت څخه لا خبرې نه کوي ، کوم چې پورتنی فامول کې وضع شوی دی ، خو د کانټ د فارمول [color=red:54874ff983]یو [/color:54874ff983] ژوندی تایید ګڼل کیږي . [color=yellow:54874ff983]د چاپیر یال په اړه حلیمي صاحب یادونه چې د ماشوم د احساساتو
( جذباتو) او عاطفو د روزنې په اړوندیې چاپیریال ته ګوته نیولې ډیره همهه ده .پخوانیوفیلسوفانو له یوناني متریالستانو اوایدیالستانو څخه نیولې آن د ۱۹ پیړۍ ترفیلسوفانو پورې چاپیریال د طبیعت په څیر د تش نظري څار سړه موضوع ګرځولې وه او د عملی فعا لیت د تاوده ډګر په توګه یې نه څیړله . دلومړي ځل له پاره
هیګل ټولنه د انسانی چاپیریال په توګه دتاریخي خوځښت او دینامیک ، تغیر او تبدیل ،بشپړاوي او تکامل د مو ضوع په توګه وڅیړله او دتکامل دالېکتیکي سیریې له کورنۍ څخه نیولې ، تر ټولنې او بیادولت د رامنځته کیدو او پراختیا پوري «روښانه » کړ. هیګل د خپل حدثي ایدیالیزم په چوکاټ کې د تاریخ او تکامل یا دیالکتیک خوځنده ځواک او بنسټ مطلقه ایدیا (په ناستقیم ډل خدای تعالی ) بلله . مارکس دده ټول سیستم لومړی را غلا او بیا یې د پښو پر ځای پر سرد لانې او پښې د پاسه ، سر چپه و دراوه ، او د تاریخ جوړونکي فکري تضادونو د دیالکتیک پر ځای یې د اقتصادي تضادونو اوطبقاتي مبارزې دیالکتیک وضع کړ، کوم چې دده پر اند دانسانانو د ټولنیز تاریخی چاپیریال ټوله محتوا په لمن کې رانغاړي . [/color:54874ff983]


pattang
15.01.2005

حليمي صيب ! د ميلمه خبره ماته هم درسته بریښي ، ځکه :
فر ضيه :
E =انسان , H= حيوان
2H+ 3E = ??? ( دلمړې ټولګې د جمعې تعريف او ايښودنه ، نو صدق نکوې )
او که دانسان د مالکيت روابط دمسال په ډول له حيوان سره وتړو او وه وايو چې
يو انسان د وه حيواناته لرې نو ټول انسانان به ځو H ولرې نو بيا داسې ليکو :

2H] ) / (1[E] ) * (3 [E] ) = 6 [H ] : = 6 H ])
E له E سره اختصار اوخلاصه شوه او يوا ځې مطلق قيمت ئې پا ته شوه چې ټول
H شپږ کيږې ( اوبعد درست دې )

له ګستاخې نه معذرت غواړم

دښتنوالې په مينه پتنګ


Anonymous
15.01.2005

دواجان شوقي

ددواجان له طرفه وړو اوزړو ته دواوسلام٠

ددواوسلام نه بعد می داخبره کووله چه دازه ولی په ايساب کی دومره تنبل يم چه هرڅه می وکړه نه دحليمي صاحب په فورمول پوه شوم اونه دپتنګ صاحب ٠ ويرېږم چه دادبوسولاندی معادلې می سترګی راکږې نه کړي چه بيا به دښۍ پښې اوچپې پښې بوټ ام نه پېژنم ٠

الله دی زمونږ دټولو اخيره خاتيمه سمه کړي
امين

************************************

مادارچي-ارچي له دښتو جارکړې
چه کله ورشې مخ دی خړ په دوړو کړينه


Anonymous
15.01.2005

ښه ده چې نوم دې (دواجان شوقي ميلمه) ايښې دي که نه واي نو زه به حيران پاته وم ؟ . رياضي دهر چا کار ندي او د شوقيانو کار خو بيخې ندي ٠
څوک چې د ي باز سترګې ونلري له ريا ضي دي لرې ګر ځي ٠

دپښتنوالې په وياړ پتنګ

[quote:fecd70fff0="دواجان شوقي"]دواجان شوقي
ددواجان له طرفه وړو اوزړو ته دواوسلام٠
ددواوسلام نه بعد می داخبره کووله چه دازه ولی په ايساب کی دومره تنبل يم چه هرڅه می وکړه نه دحليمي صاحب په فورمول پوه شوم اونه دپتنګ صاحب ٠ ويرېږم چه دادبوسولاندی معادلې می سترګی راکږې نه کړي چه بيا به دښۍ پښې اوچپې پښې بوټ ام نه پېژنم ٠

الله دی زمونږ دټولو اخيره خاتيمه سمه کړي
امين

************************************

مادارچي-ارچي له دښتو جارکړې
چه کله ورشې مخ دی خړ په دوړو کړينه[/quote:fecd70fff0]



ع کريم حليمي
15.01.2005

پتنګ صاحب سلامونه
ماته ښاغلې د حساب اصول چه دي ليکلي واضع خبره ده ٠ هو اسان او دغه نه سره جمع کيږي ٠ طبعأ بايد اسان د اسانو سره جمع سي ٠
او راځم زما خپل فورمول ته تر مرګه ئې دفاع کوم ٠ چه سر مي پر ځي هم ئې دفاع کوم
.common sense + book knowledge + street smart = يوه ټوټه د عقل Ω
د ټولو علامه ،اغلي، فلاسفه ٠٠٠٠٠٠٠٠ او راشدين دغه درو پوهو خاوندان دي ٠ ايا کوم دليل لرې ؟؟؟
تشريح ته ضرورت نه لري ٠ که ضرورت وي نوبه تښريح درته وليکم
زما پوښتنه داده ٠ چه تاسونه دي ليکلي چه ولي دا زما فورمول غلط دي ؟؟؟
يک طرفه شرط درسره تړم که داغلط سو ٠ 1000٠oo $ او که تاسو نه ياست پووهېدلي نو واياست چه ليکنه ګونګۍ ده ٠ نو به ئې په نورو الفاظو وليکم ٠ اما ليکنه مي ډيره ساده٠روانه که نه ده ٠ سليسه خوده ده ٠
يو شئ چه انسان په انسان دي هغه common sense دي ٠ د بعقل علامه داده چه کامن سينس نه لري
او څوک چه کامن سينس لري ٠ اصولي ، يعني کتابي پوه نه نو بيا يو هوښيار دهقان سوو
او که دغه دوې پوهي ولري ٠ او د کوڅې او بازار پوه(علم معاش) ونه لري ٠ نو موږ ورته مېخانيک ويلۍ ٠ يوازي
کتاب پياد کړي دي ٠ او که درې سره ولري ٠ نو يوتيکه عقل دي ٠
تاسو داسي يو نابغه پېږنۍ چه په دغو درو پوهو کښي ئې يوه پوهه کمه وي ٠ که چيري يو جز ئې کم سي ولاکه ئې
بيا راځه يا البېروني ،رښادبابا،حبيبي،يا غزالي ،احمدشاه کړي ٠


نقاد
15.01.2005

[quote:277b425586="دواجان شوقي"]دازه ولی په ايساب کی دومره تنبل يم چه هرڅه می وکړه نه دحليمي صاحب په فورمول پوه شوم اونه دپتنګ صاحب ٠ الله دی زمونږ دټولو اخيره خاتيمه سمه کړي امين [/quote:277b425586]

۱ـ دواجانه وروره ، نوم دې داسې خوږ لګي ،ته به وایې چې د مرحوم ملنګ جان د کورنۍسره څه تړاو لرې، ایا داسې خو به نه وي ؟ په هرصورت سلامونه مې ومنه. د پتنګ فارمول صرف داوایي چې د انسان عقلي توان د دوه عاملو د حاصل ضرب سره مساوي د ی ، چې یویې دانسان د ذهن ارثي ځواک او بل چاپیر یال دی
( [color=blue:277b425586]عقلی[/color:277b425586] توان = د [color=red:277b425586]ذهن [/color:277b425586]ارثي اغیز × د [color=red:277b425586]چاپیریال[/color:277b425586] اغیز ) یا [color=blue:277b425586] ع [/color:277b425586]= [color=red:277b425586] ذ[/color:277b425586]× [color=red:277b425586]چ [/color:277b425586].
۲ـ خو پتنګه وروره تاسې د حلیمي صاحب فارمول چې د همدې دوه ضریبونو سره یې یو بل هم ورزیات کړی او سره جمع کړي یې دي ، نه ضرب، په دې دلیل ردوئ چې ګواکې نا متجانس شیونه ، چې یو شی نه وي، سره نه جمع کیږي ، خو دا له پامه غورځوئ چې په ضرب کې هم ارثي عامل او هم چا پیریال سره یوشی او متجانس شیونه نه دي، نو سره نشي ضرب کیدلای ، ولې دداړو اغیز خو هم سره ضربیدای اوهم جمع کیدای شي ، او حلیمي صاحب ددریواړو عواملواغیزې سره جمع کړي دي . او داچې ما دجمع پرځای ستاسو د ضرب فارمول تایید کړی و، نو اتوماتیک بیا د محترم حلیمي صاحب د لیکنې یو ځواب هم و او تکرارلو ته یې نوره آړه نه لرله . په درنښت .


Anonymous
16.01.2005

پتنګ خان او لويو وړو ته دواوسلام

داپتنګ ليکلي وو
{{رياضي دهر چا کار ندي او د شوقيانو کار خو بيخې ندي ٠
څوک چې د ي باز سترګې ونلري له ريا ضي دي لرې ګر ځي ٠ }}
اوزه ورته وېم چه شکرخدايه چه دتقسيم او منفي نه بېغمه يم کنه په ضرب به می ټولی جمې په صفر اړولې ٠
په هغه بازي ژوند به څه وکم چه سترګو تی څرمن راغوستی وي په پښه کی يې مزې راتړلی وي اودکوم شېخ په مټ ناست په دی انظار چه په کوم ښکار پسی به می ورتوغوي٠

ددواجان دخوانه دواده


Anonymous
16.01.2005

نقاد صايبه ددواجان له طرپه دواوسلام کبول که

{{ـ دواجانه وروره ، نوم دې داسې خوږ لګي ،ته به وایې چې د مرحوم ملنګ جان د کورنۍسره څه تړاو لرې، ایا داسې خو به نه وي ؟ په هرصورت سلامونه مې ومنه. د پتنګ فارمول صرف داوایي چې د انسان عقلي توان د دوه عاملو د حاصل ضرب سره مساوي د ی ، چې یویې دانسان د ذهن ارثي ځواک او بل چاپیر یال دی

دارواښاد ملنګ جان صاحب نوم لکه چه دواجان وو خوزه نور مالومات نه لرم يواځی دومره می اورېدلي چه هغه دکنړ دسيند په خواوشاکی زېږېدلې منګ زه دامودسيند په غاړه زېږېدلی يم
( عقلی توان = د ذهن ارثي اغیز × د چاپیریال اغیز ) یا ع = ذ× چ . }}

ستاسو دغه پورته جملې داپوښتنه راولاړه کړه چه د عقل اوذهن په منځ کی څه فرق دې ؟

دواوسلام ددواجان له طرپه


نقاد
23.01.2005

[quote:7c6ae38ec1]عقلی توان = د ذهن ارثي اغیز × د چاپیریال اغیز ) یا ع = ذ× چ . }}
ستاسو دغه پورته جملې داپوښتنه راولاړه کړه چه د عقل اوذهن په منځ کی څه فرق دې ؟ [/quote:7c6ae38ec1]

ګرانه دوا جانه ښې چارې ! په عامه توګه نه، خو په پورتني فارمول کې له ذهن څخه هدف فکري ادراک ، فکري اخذه ده . او عقلی توان د ذهنی طاقت د ارثي تاسیساتو پر بنسټ چې له چپر یال څخه څه اوس د سړي په عقل کې د معلوماتوګه د ذخیرې او پانګې په ډول منځته راغلي اوموجود وي . دلته دعقل تعریف ندی شوی، بلکې دعقلي فعالیت اوچاپیریال داغیزو نتیجه مطلب ده چې د پوهې، پیژندنې او معرفت په بهیر کې رامنځته کیږي .
ورورکه ،ستا علاقه د زدکړې سره راته یوڅه سوچه ښکاري ، که سواد مو بشپړول غواړئ، له املا څخه یې پیل کړئ او هغه څه چې دلته لولئ لږ څه په دقت سره یې لوله او املایې دخپلې املاسره مقایسه کوه ، فرق یې ځان ته روښانه کوه ، ښایي هم مواملا سمه شي اوهم مو د لغاتو ذخیره ستره شي. الله مومل شه! والسلام


Anonymous
24.01.2005

عَقَّلَ
فــــعــــــــل جَعَلَهُ عاقِلًا

make reasonable or rational , bring to reason make reasonable or rational

عَقَلَ
فــــعــــــــل فَهِمَ , أَدْرَكَ

comprehend , understand , learn , take-in , assimilate , awaken , see , know , observe , grasp , find about , conceive , find , know of , pay attention to , be or become perspicacious , be or become cognizant of , be conscious of , apprehend

عَقْل
اســــــــــــم ذِهْن

mind , intelligence , intellect


Anonymous
24.01.2005

نقاده ددواجان له ترفه دواو سلام.
ورورکه !
چه ته وې چه زما خط غلت دې اوستا سييي دې نو نه بې ليکم ٠ نوری زما په ځې ته ليکه٠
ددواجان له ترفه دواو سلام


نقاد
24.01.2005

((نقاده ددواجان له [color=white:7df8f58685]ترفه [/color:7df8f58685] [color=red:7df8f58685]دوا[/color:7df8f58685] و سلام.ورورکه ! چه ته [color=white:7df8f58685]وې[/color:7df8f58685] چه زما خط غلت [color=red:7df8f58685]دې[/color:7df8f58685] اوستا [color=white:7df8f58685]سييي[/color:7df8f58685] دې نو نه [color=red:7df8f58685]بې[/color:7df8f58685] ليکم ٠ نوری زما په [color=white:7df8f58685]ځې[/color:7df8f58685] ته ليکه٠ ددواجان له ترفه دواو سلام .))

دواجانه د نقادله [color=red:7df8f58685]طرفه [/color:7df8f58685][color=white:7df8f58685]دعا[/color:7df8f58685] اوسلام . ورورکه چې ته [color=red:7df8f58685]وایې[/color:7df8f58685] چې ګواکې ستا خط [color=white:7df8f58685]صحیح [/color:7df8f58685] [color=red:7df8f58685]دی[/color:7df8f58685] او نه [color=white:7df8f58685]
به یې[/color:7df8f58685] اصلاح کوې او ستا په [color=red:7df8f58685]ځای[/color:7df8f58685] به یې زه لیکم ، نو زه خو یواځې ستا غلط ټکي لکه په پاس درې کرښو کې لس غلطۍ چې درې ځایه نورې هم تکرار شوي ، درته په سره او سپین رنګ ښودلی او بیا یې له دلته ه په سرواو سپينو رنګونو بیرته اصلاح کولی شم ، په دې شرط چې ته یې غواړې ، په راتلیزه کې هم لیکنې وکړې ، په اصلاح کولویې هم خفه نشې او ځان ورته ټینګ کړې . خو که ټینګ نشوې او دتل له پاره [color=yellow:7df8f58685]دخیره [/color:7df8f58685] لاړې، څو دا ارمان دې په زړه پاتې نشي ، نو په مخه دې زیړي ګلونه .


Anonymous
25.01.2005

دوا جانه وروره سلام عليکم !
وروره زما خبرې ته غوږ ښه ونيسه :
ميدان پرېښودل ښه کار ندې ،ته زمونږ له پاره ډير لوی غنيمت ئي ٠
په پښتو باندي درسته ليکنه خو زمونږ لپاره ( له پاره ) ډير سخت کاردي، زه خپله هم
د ( ی،ې،ئ،ي او(و،ؤ) ) فرق نشم کولاي او دا څکه چې ډير پښتانه له ډيره وخته پخوا له خپله هيواده بهر تللې چې په هغه وخت کې ګلستان او بوستان ريواج او موډ وې٠هر انسان په يوه لاره کې نه په بله لاره کې استعداد لري او دانسان استعداد دي يوې نقطې (.) په ډول n - ابعاده لري ٠
{(د ژبې مو قعت په خوله کې، لهجه او ګډ ورسره ، دي (ی ، او ، و ) ډولونه جوړه وي . دا نو بيا د ژب پوهانو د نده دي چې دوي کوم موقعت ته کومه : (ی او (و)...)
ورکوې ، زما افاده ښه نده ، نو لنډ به ئې داسي وليکم :

رابطه، تابع = :f
د ژبي دي سر کواردينات (x,y ) په ( تالو/ خوله) کې =: u
(u:= u ( x,y
نوداسې لېکلاي شو :
( f(u = : [( ې،ۍ ، ی ، ئ، ي، و،ؤ ) ]
{

اونورټول هلکان په جنګ کې لوي شوې دي او پښتو په خپله قومي لهجه لېکي ٠ نو وروره تا دخپل قوم په لهجه لېکلي زمونږ لپاره دا ډير د قدر وړ ده ، چې ته زمونږسره يو ځاې په دي پاڼه کې خپل نظريات څرګنده وي ٠ دا د ټول افغان پاڼه ديوه سړې ميراث نه دي (ندي ، ندی ) ٠
نقاد صيب خو ډيره ښه پښتو لېکي زمونږ له پاره په دي برخه کې لوی وياړ دي ، البته سياسې نظر مو فرق لرې ، خو نقاد صيب بايد خپله فلسفي او سياسي حوصله له لاسه ور نکړي او ږر بې حو صېلې نشې ٠ ستاسو نه دمشر ورور په توګه هيله کوم
چې خپل کارته دي دوام ورکړي ٠

زه يوه خبره درته کوم :
په اوس وخت کې د پښتنو بيداره ول ،را ټولېد ل اويو والې ديوه واحد مرام
( کلتورې او اقتصادې ) په کړۍ کې لومړنې شرط دي اودپښتنو لمړۍ وظيفه دي،څوک چې د دي کار مخه نيسې هغه دپښتنو لوي دښمن دي، تخنيکې شيان په دوهمه مرحله کې ٠

دکلاسيکي پښتنوالۍ په مينه ستا ورور پتنګ

[quote:385d70dfec="داجان شوقي"]نقاده ددواجان له ترفه دواو سلام.
ورورکه !
چه ته وې چه زما خط غلت دې اوستا سييي دې نو نه بې ليکم ٠ نوری زما په ځې ته ليکه٠
ددواجان له ترفه دواو سلام[/quote:385d70dfec]



25.01.2005

دوا جانه ره سلام !
ما د نقاد صاحب هغه وړاندیز راموند چې له ورورۍاو ډیرې پیرزوینې څخه یې صرف دومره لیکلي وو چې :
[color=blue:89ee51528a](( ورورکه ،ستا علاقه د زدکړې سره راته یوڅه سوچه ښکاري ، نو که سواد مو
بشپړول غواړئ، له املا څخه یې پیل کړئ او هغه څه چې دلته لولئ لږ څه په دقت سره یې لوله او املایې دخپلې املاسره مقایسه کوه ، فرق یې ځان ته روښانه کوه ، ښایي هم مواملا سمه شي اوهم مو د لغاتو ذخیره ستره شي. الله مومل شه! والسلام))[/color:89ee51528a]
نووروره که ستا پر ځای زه وای، مابه ترې لومړی ددې واقعأ ورور ۍ د احساس ښودلو یوعالم مننه کړې وای اوبیا به مې دهغه دستور ازمویلی وای : اول به مې دا معلومه کړې وه چې زما غطۍ واقعا ډیرې دي او بیا به مې د هغوی د له منځه وړلوهر ډول هڅه کړې وای . خو ددې پر ځای چې له هغه څخه مو مننه کړی وای، تاسو ورته داسې ناپړیتې ولیکلې :
[color=red:89ee51528a]»چه ته وې چه زما خط غلت دې اوستا سييي دې نو نه بې ليکم ٠ نوری زما په ځې ته ليکه٠
ددواجان له ترفه دواو سلام»[/color:89ee51528a][color=white:89ee51528a]

له دېنه ښکاری چې نقاد صاحب په دی ټکې کې تیروتی وچې درته یې لیکلي و: »ورورکه ،ستا علاقه د زدکړې سره راته یوڅه سوچه ښکاري ، نو که سواد مو بشپړول غواړئ....«، ځکه له ځواب څخه مو روښانه شوه چې نه ستا له زدکړې سره علاقه سوچه وه او نه مو دخپلې ډیر ې نیمګړې املا بشپړول غوښتل[/color:89ee51528a] که زمااورې ، نوخپلې نیمګړې او ماتې ګوډې املاته دوام ورکړه اومیدان په هیڅ صورت سره مه پرېږده . نقاد صاحب حتمأ پوه شوی اوکه زما ومني ،خپله سهوه به بیا تکرارنکړي . والسلام .


نقاد
25.01.2005

زمونږ دروند او محترم استاد حليمي صاحب او ګرانو لوستونکو خويندوورونو اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته !که ووايو چې په د يوه مشخص سړي ، ځلمي يا ماشوم اوسنی عقل يعنې د هغه actual عقلي توان او ذهني طاقت څومره او له څشي څخه جوړ شوی، نو طبيعي ده د هغه د عقل جنتيکي بنسټ يا ارثي ذکاوت له يوې خوا، د چآپيريال څخه ﻻسته ورغلی مالومات له بلې خوا او د هغه داحساساتو او جذباتو روزنه چې يې اخيستې ده له دريمې خوا په کې دخيل دي!
هو، که مونږ د مشخص انسان مشخص عقلي توان او ظرفيت په ساده توګه بيانول
غواړو، ويلی شو چې هم دا ، هم دا او هم دغه دريم فکتور ، يعنې دريواړه په کې رول لري . ددې فکتورونو شمير مونږ پر جمع مالوموو، [color=blue:cb3e1e6ba1]ياد اغيز لرونکو عواملو (فکتورونو) مجموعه ستاسې د فارمول سره سم مالوميږي ، خو نه د هغوی د ګډې اغيزې نتيجه ، حاصل = محصله يا اندازه ! [/color:cb3e1e6ba1]
بله خبره د احساساتو ، جذباتو او عوافو ده ، چی ستاسو له توضيحاتو سره سم يې ماشوم له لمړي چاپيريال (والدين اوخويندو ورونو) څخه په ر وزنه کې اخلي.
نو په دې توګه د چاپيرال په اغيزو کې شميرل کيږي اود هغې يو داخلي جزدی چې په فرد فرد په سرنوشت کې په بيلابيلو اندازو سره اغيزه لري . کله چې دانسان د عقلي او ذهني توان او طاقت اندازه د نوموړو فکتورونو د اغيزو حاصل او نتيجه
ده ، او دا نتيجه يوه ساده مجموعه هم نشي کيدای، نو بيا خو د چاپيريال اغيز د يو عامل يا يو فکتور په توګه هسې هم د هغه اغيز په خپله لمن کې رانغاړي، چې د احساساتو (جذباتو) او عوا طفو د تاثير په توګه يې لومړنی چاپير يال پر را لوييدونکي انسان لري . لهذا په داسې ټولګړي او عمومي فارمول کې د چاپيرال او جنتيکي اړخ [color=red:cb3e1e6ba1] اغيزې[/color:cb3e1e6ba1] د ضريبونو په توګه هرڅه په خپله لمن کې رانغښتي دي . احساسات او عواطف د چاپيريال له اغيزو څخه و يستل او بيل عامل ګڼل ه ددرک وړ نه وي، او د فکتورونواغيز سره جمع کول هم د هيڅ مرض په درد نه دوا کږي : د ساري په توګه که د رياضي يوه ټاکلې قاعده يا فارمول د لسو واحده عقلي قوې سره درک کيدای شي، او دوه ماشومان چې د يوه دعقل جنتيکي فکتور ٣ وا حده او ددوهم ماشوم ٤ واحده اغيز لري، او معلم ورته يوځل تشريح او توضيح کړه چې بيشکه د چاپيريال اغيزه بلل کيږي . فرض يې کړئ چې ددغه چاپيريال( دمعلم يوځل تشريح) اغيز ٦ و احده وي، نو په دې صورت کې
د لومړي ماشوم عقلي توان په جمع کولو سره ٦+٣= ٩ د قاعدې د درک له پاره نه بس کيږي ، خو ددوهم ماشوم تاقت ٦+٤= ١٠ واحده د رياضي د اړونده قاعدې د پو هيدلو له پاره يوځل تشريح سره بس کيږي .
سوال دادی چې ايا که معلم لومړي ماشوم ته همغه قاعده ٢ځلې تشريح کړي ، په کوم سره چې د چاپيريال اغيز بايد دوه ځلې زيات جمع شي، هغه ماشوم به نوموړې قاعده دک کاندي؟ که څه هم ٣+١٢= ١٥ واحده اغيز جوړوي، طبيعي ده چې درک به يې نکړي . له دې څخه مالوميږي چې د چاپيرال اغيزه په ساده ډول جمع کول او زياتول مو هدف ته نه رسوي ، سره ددې چې د ضرب ﻻر او د هغې د ضريبونو ټاکل
هم ساده کار نه دی او ښايي د پيداګوژي، ساپوهنې او رياضي د کارپوهانو په ګډه همکارۍ سره په تقريبي ډول وټاکل شي. والسلام


Anonymous
29.01.2005

تر ټولو دمخه خپل تاوده سلامونه ددی پاڼی ليکوالواو لوستونکو ته وړاندی کوم٠
او بيا جداګانه، ګيډی ګيډی،سلامونه مرور ورور دواجان شوقی ته وړاندی کوم٠
شوقی وروره ميدان به نه پريږدی،ستا په دی خوږو او عاميانه او صادقانه ليکنو دا پاڼه ښايسته ښکاری٠
او زه په دی متيقن يم چی نقاد صاحب ستاسی دخفه کولو نيت نه درلودۍ٠ او په اخلاص سرۀ تاسی ته نيکه مشوره درکړی٠
مطلب داچی ځان نه دانځر ګل جوړ نه کړی،اوبيا ميدان ته راودانګه٠
موږ دی په تمه يو شوقی وروره٠



ع کريم حليمي
29.01.2005

محترم نقاد صاحب وعليکم السلام ورحمت الله و برکاته
ګرانه زړه ته راتېره وروره ٠
تاسوته ښه معلومه ده چه ٠ کمفيوټر او انسان چه سره پيدا کړه ٠ او يا انسان چه کمپيوټر جوړ کړي ٠ داسي پېښه سوه چه انسان د خطا او هيري چاره وشوه ٠
انسان هيره درلوده ٠ او کمپيوټر هيره نه لري ٠
انسان خطا کيدۍ ٠ او کمپيوټر خطا(اشتباه) نه لري
دوه شيان دۍ چه هغه يو Common Sense ( عقل سليم ،قضاوت صحيح،حس عام )دۍ ٠ چه بيله انسانه ئې بل مخلق نه لري ٠
او دوهم ٠ په مغز کښي نوي مرکزونه جوړول دي ٠
نور ژوندي (حيوانات )او کمپيوټر په خپل مغز کښي تازه ، جديد مرکزونه نشي
پرانستلای ٠
تر نن ورځي تر کومه حده چه زه خبريم ٠ د Common Sense په باره کښي پوهه نه لرو ٠ چه څرنګه فعاليت کوي ٠
مثلأ موږ کمپيوتر ته يوه ډبره ور ښه يو٠ سړګ ، درخته، اوبه ،سايه د درختي ٠٠٠٠٠٠
خوکه د موټر سټېرنګ په لاس ور کړو ٠ نو موټر به وچلوي ٠ نو هر ځای او بې ځايه
بريګان به نيسي ٠ اوريځ به پر اسمان ولاړه وي او سايي ته به ئې کمپيوتر بريک نيولۍ وي ٠ چه لار بنده ده ٠ او هغه به اصلأ سايه د اوريځي وي ٠

هو دا ډير حق خبره ده چه انسان د چاپېر يال محصل دی ٠
خو طبيعت ئې د مغز پېچوتاب ورجوړه وي ٠ او جلا جلا Common Sense قوه وربخښي ٠
دغه علت دي چه طبيعت د هر انسان سره خبري نه کوي ٠ د هغه چا سره خبري کوي چه
لوړ Common Sense و لري يا ئې ورکړي وي ٠
لکه موسی ياعيسی ، محمد ص ، مولانا رومي ، خواجه عبدالله انصاري ٠٠٠٠٠٠
که داسي رشتيا په تعلم سره هر څه کېدای نو د هر سرمايه داره زامن به نن تر هر چا
هوښياران وای ٠ او معلم ته بئ ويلي وای چه هرڅه لس لس واره ورزده کوه ٠
هر فکر چه موږ د انسان پر فکر ، ذهن باندي کوو ٠ بيا اړه لري په کامن سنس
انسان د چاپېريال څه زده کړه کوي ٠ تاسو فکر کوۍ ٠ چه د افغان سيد جمالدين چاپېريال ډېر لوړ وو ؟ نه
د ده کامن سنس لوړ وو اصلأ ٠
داټول فورمولونه چه خلګو ليکلي يا ئې ويلي ٠ يوه سرسره کي ، تور او سپين علس دۍ ٠ نور رنګونه هم سته ٠ يوازي تور او سپين رنګونه نه دي ٠
طبيعت سل زرغونه رنګونه لري ٠ درختي ټوله زرغوني دي ٠ خو هره درخته جلا زرغون رنګ لري ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more