د موضوعګانو سرپاڼه
سياست او روانې چارې
خپل عمل، د لارې مل!
Ghani
01.02.2013
خبري سرچېني وایي، چې تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې په يو کور چاپه وهله شوې ده، چې په پايله کې يې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی او دوه نور ملګري يې ژوندي نيولي دي، سرچېني د طالبانو د وژل شوي ولسوال نوم حاجي ملا ښيي.
څو ورځې وړاندې هم په اندړو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر مینځ نښته شوې وه، چې پکې د طالبانو يو نامتو قومندان او څلور نور وسله وال وژل شوي وو.
ګرانو هیوادوالو، لنډه دا چې د طالبانو کاروبار (د بیګناه خلکو وژل) نور (انشأ الله) په ختمېدو ده.