د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د معتصم آغا جان د مرکې مهم ټکي

میرویس
01.02.2013

قدرونو لوستونکو، اسلام علیکم
خویندو وروڼو، ما د طالبانو د یوه پخواني مشر او ملا صاحب محمد عمرآخند د دزوم معتصم آغا جان د اوږدې مرکې، چې د شرق الاوسط سره یې کړې وه، یو څو مهم ټکې ستاسې دتبصرې دپاره را اخیستي دي، هغه وایي
===
ښه به دا وي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې افغاني لوري په یوه ملي ستراتېژي توافق ته ورسېږي، دا ډول توافق به د امنیتي وضعي په ښه والي کې مرسته وکړي او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د ګډوډۍ مخه ونیسي
ځکه خو زه ټولو افغاني خواوو ته په ټېنګه وایم چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې په یوه ګډ ملي میکانزم سلا شي اوپه يایله کې یي يو ممثل او رښتونی حکومت رامینځ ته شي څو په عادلانه او صادقانه ډول ولس او هیواد ته د خدمت مصدر وګرځي
===
آیا طالبان دیته غاړه ږدي چې د خارجي قواوو د وتلو نه مخکې په کومه سترا تیژي او مکانیزم راضي شي؟
معتصم آغا خان وایي:
د طالبانو په لیکو کې په سیاسي ډګر کې دوه ډوله درېځونه دي، لومړی درېځ دا دی چې یوازي له نظامي لارې دښمن اېستلو ته اړکړي هغوی سیاسي حل لاره ځکه نه خوښوي چې له سوله ییزي لارې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ناټو د مشرانو په څرګندونو او وعدو باور نلري ځکه خو نظامي حل ته په سوله ییز حل ترجیح ورکوي
سوال دادئ چې جنګي حل ممکن دئ، او که ممکن هم شي، په کومه بیه؟

آغا جهان وایي
===
دوهم درېځ دا دی چې په بهرنیو ځواکونو له نظامي لارې هم فشار واچول شي څو خپل ځواکونه وباسي خو د دې ترڅنګ په هغو خبرو اترو کې ونډه اخیستل ډیر غوره ګڼي چې امریکایان او بین المللی ټولنه يې د افغاني لانجې د حل لپاره وړاندېزونه کوي، موږ په افغانستان کې د اړوندو خواوو د رانژدې کولو په موخه د فرانسې غونډي ته د یوه مثبت ګام په سترګه کورو او دې ته ورته نوري غونډي هم باید جوړې شي
===
ایا دا دویم دریځ ستاسې په نظر معقول او ممکن دئ، او که نه؟


larghonay laraway
02.02.2013

سلامونه!
پتنګ صيب هره لاره چې وي خو هغه وخت اغېزمنه ثابتېدلی شي چې د طالبانو خپله خبره وي.


Re: د معتصم آغا جان د مرکې مهم ټکي

پتوال
02.02.2013

[quote:65a9bd65bb]« ښه به دا وي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې افغاني لوري په یوه ملي ستراتېژي توافق ته ورسېږي، دا ډول توافق به د امنیتي وضعي په ښه والي کې مرسته وکړي او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د ګډوډۍ مخه ونیسي
ځکه خو زه ټولو افغاني خواوو ته په ټېنګه وایم چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې په یوه ګډ ملي میکانزم سلا شي اوپه يایله کې یي يو ممثل او رښتونی حکومت رامینځ ته شي څو په عادلانه او صادقانه ډول ولس او هیواد ته د خدمت مصدر وګرځي »[/quote:65a9bd65bb]

دا بوښتنه چې آیا طالبان دیته غاړه ږدي چې د خارجي قواوو د وتلو نه مخکې په کومه سترا تیژي او مکانیزم راضي شي؟
دا په هغه صورت کې باید امکان ولري چې د موجوده حکومت پلویان په قدرت کې برخه وانخلي، و نه تښتي او په فردي توګه
له اسلامی محاکمو ته منظر واوسي او له برائت اخیستلو وروسته هر چیرې چې ورکیږي بیا يې خوښه!

یو ملي حکومت له ۵۰+۱ طالبانو او ۵۰-۱ ناپیلو غیر ګوندی شخصیتونو څخه جوړ شي . د طالبانو سره اسلامي ګوند ته هم یوه لازمه ( د طالبانو څلورمه برخه ) ونډه ورکړل شی!

او که نه د پوځي حل په اړه معتصم آغا خان لیکي چې:
[quote:65a9bd65bb]«د طالبانو په لیکو کې په سیاسي ډګر کې دوه ډوله درېځونه دي، لومړی درېځ دا دی چې یوازي له نظامي لارې دښمن اېستلو ته اړکړي هغوی سیاسي حل لاره ځکه نه خوښوي چې له سوله ییزي لارې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ناټو د مشرانو په څرګندونو او وعدو باور نلري ځکه خو نظامي حل ته په سوله ییز حل ترجیح ورکوي«[/quote:65a9bd65bb]
دا سوال دلته برځای دی چې آیا جنګي حل ممکن دئ، او که ممکن هم شي، په کومه بیه؟جنګي حل به د یو بل (پاکستاني ) اثارت لمن په هیواد او طالبانو ټولو خپره کړي.
آغا جهان وایي:
[quote:65a9bd65bb]«دوهم درېځ دا دی چې په بهرنیو ځواکونو له نظامي لارې هم فشار واچول شي څو خپل ځواکونه وباسي خو د دې ترڅنګ په هغو خبرو اترو کې ونډه اخیستل ډیر غوره ګڼي چې امریکایان او بین المللی ټولنه يې د افغاني لانجې د حل لپاره وړاندېزونه کوي، موږ په افغانستان کې د اړوندو خواوو د رانژدې کولو په موخه د فرانسې غونډي ته د یوه مثبت ګام په سترګه کورو او دې ته ورته نوري غونډي هم باید جوړې شي».[/quote:65a9bd65bb]

د کابل له فاسد ګوډاګي حکومت سره دقدرت له ویشلو څخه دا دویم حل چې هدف یې پراخ بنسټه اتلاف دی ښه او له دې څخه هعه حل ښه دی چې په لومړي صورت کې مې پاس تاسې ته وړاندې کړ ! والسلام !


میرویس
11.02.2013

لرغونئ لاروئ صاحب، اسلام علیکم
تاسې ښه پوښتنه کړیده: [پتنګ صيب هره لاره چې وي خو هغه وخت اغېزمنه ثابتېدلی شي چې د طالبانو خپله خبره وي].
أاروئ صاحب، تاسې څه فکر کوئ چې د ملا صاحب زوم او د طالبانو د تحریک پخوانئ عالي رتبه مامور معتصم آغا خان دومره هم د طالبانو په نظم نه پوهیږي؟ داسې فکر وکړه، چې طالبان د هغه په خوله د نړیوالو نظم ګوري. او که د طالبانو لیکي د ملا صاحب د زوم هیڅ لحاظ او پاس نه کوي،نه پخپله ملا صاحب هم په دوی کې اعتبار نلري. که دا خبره حقیقت ولري، نو بیا لویه بد بختې راغلې او خارجي لاس وهونکو په طالباو کې نفاق اچولئ او د اففانستان د سولې حل هم چندان نږدې نه ښکاري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more