د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ميډيا د ګلبدين خبرې تحريف کړې دي

larghonay laraway
27.01.2013

د حزب اسلامي مشر ګلبدين رسنيو ته ويلي:

ايران امريکا ته ويلي وو چې كه تاسو د مجاهدين خلق ډله له تور لست څخه وباسئ نو دوى به د افغانستان حزب اسلامي ډله له تور لسته وباسي، خو كله چي امريكايانو د مجاهدين خلق نوم له تور لسته حذف كړ، ايرانيان د حزب اسلامي له هيات سره له خپلو ټولو كړو ژمنو په شا شول.
ښه اوس تاسو قضاوت وکړئ چې امريکا ولې د حزب اسلامي په بدل کې د ايران مجاهدين خلق له تور ليسته ويستل غوښتل؟

زما تحليل خو دا دی چې حزب اسلامي د امريکا خاص ګوند دی نو ځکه يې له ايرانه غوښتل چې د حزب اسلامي سره اړيکې ښې کړه نو حزب مجاهدين خلق به له تور ليسته اوباسو!
که حزب اسلامي د امريکې خاص ګوند نه وای نو بيا به يې ايران ته ويلي وو چې له حزب اسلامي سره مرستې مه کوه، اړيکې ورسره پرېکړه نو مونږ به ستاسو مجاهدین خلق له تور ليسته اوباسو!
خو ميډيا خبره د ګلبدين په ګټه څرخوي او وايي چې ايران يې پر سر له امريکا سره معامله کوله دوی په زوره خبرې ته بل رنګ ورکوي
تاسو څه وايئ؟


پتوال
28.01.2013

د لوستونکو حق :
د کومو خبري رسنیو له مخې دا ډول خبرې د ایران او امریکا تر منځ شوي دي؟

حزب اسلامي سوله ییزه مبارزه له امریکا سره منلې او امریکا يې هم د اړونده غړو نوم له تور لیست څخه ویستلی ، داچې
ایران په پټه له اسرایلو وروسته په سیمه کې د امریکا دوهمه درجه انډیوال دی، نو د ایران له تورلیست څخه د حزب اسلامي
د ویستلو غوښتنه به يې ترې کړي وي. خو عقل یې نه مني چې ایران د خپلې یوې مخالفې سیاسی ډلې( مجاهدین خلق) شفاعت وکړي، ایران دغه ډله ولې له خپل تور لیست څخه نه باسي .
شايد د امریکا له [color=white:368361f3de]سپین لست [/color:368361f3de]څخه به يې ویستل غواړي !
له دې نه څرګندیږي چې طالبانو حزب اسلامی د پاکوستان له امکاناتو نه شړلی او محروم کړی او د ایران حمایې ته یې اړویستلی دی.
حکمتیار صیب د پیشو او موږک په دې سیاسی لوبه
هم پوهیږي، څو د ایران له ډانګ او طالبانو له پړانګ څخه پرې ځان
او ګوند له سیاسي مرګ څخه وژغوري!

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more