د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبان چې افغانان ووژني، وایي امریکایان مو وژلي

اتل
25.01.2013

محترمو پښتنو لوستونکو، اسلام علیکم
طالبانو دا ځل خپل مسلمان پښتانه وروڼه، په تګاب کې وژلي دي او وایي امریکایان مو وژلي دي. طالب صاحبانو تاسې چې هرڅه ادعا کوئ، کوئ یې، خو دسمي خلک ښه پوهیږي چې تاس څوک وژلي دي. اوس دهغه وخت خبرې تیرې شویدي چې څوک د یوه چا په تشو خبرو وغولیږي. خلک اسناد او بیلګي غواړي او بیا یې خبره او ادعا مني.

لدې امله چې د اسلامي نړۍ معتبرو مفتیانو د طالبانو اعمال غیر اسلاني بللي دي، اوس چې طالبان خپل مسلمان وروڼه ووژني نو پل پټوي او وايي چې کافران مو وژلی دي. طالبانو به تر یوه وخته پورې، یو شمیر خلک غولولي وي، خو تل ټول خلک نشي غولولئ:
=======
کاپېسیا: ځانمرګي برید ۵ تنه ووژل ۳۰ ژوبل
• چاپ

د حرفواندازه
25.01.2013
د افغانستان په کاپیسا کې یوه ځانمرګې حمله شوې ده چې په کې پینځه کسان وژل شوي او ۳۰ ژوبل دي. د تګاب ولسوال عبدالقدوس ساپي په خبره، دا پېښه نن سهار شا و خوا اووه بجې په بازار کې شوې ده.

پولیس وايي، د ځانمرګي برید هدف د امریکايي سرتېرو سامان وړونکی کاروان وو چې له بازاره تېرېده. دوی وايي، خو د کاروان پر ځای ځانوژونکي یو کور په نښه کړ چې له کبله یې د کور دېوالونه وران شول او په کې مېشت کسان ووژل شول.

په افغانستان کې د نړیوال سوله ساتي ځواک یوه ویاند ویلي، په حمله کې د دوی سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. وسله والو طالبانو د پېښې پړه منلې ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more