د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغانانو خپلواکی جهاد که د ورور وژنی جهاد؟

مومند
24.01.2013

سلامونه
څو ورځی مخ کی په یوه ویب پاڼه کی د سولی په هکله یوه لیکنه خپور شوی وّ چی د دغه لیکنی په ترڅ کی لیکوال د محترم ملا آغا جان صیب او د هغه د سولی پیغام ستاینه کړی وّ نو په پاک الله قسم چی د نورو خلکو د تبصرو په لوستو تاسو به داسی فکر کاو چی هغه محترم لیکوال صیب کومه ستره جرم یا ګناه به کړی یی.
په هره فورم کی که یوه ټکی هم د سولی په هکله څوک ولیکی نو بیا د څلورو خواو نه بریدونه پر کیږی او د سپیڅلی قرآن او د حدیثونو باران ورباندی کیږی چی د الله تعالی په قرآن کی او رسول الله (ص) په حدیثونو کی راغلی دی چی جهاد فرض دی او کفار او د کفارو سره مرسته کوونکی او کار کوونکی باید چی ووژل شی، او په دغه هکله د مختلفو دینی علماو فتواګانی درته قطاروی او که دی دوی په خلاف څه ولیکل او یا دوی باندی دی کومه نیوکه وکړ نو بس بیا د کافر او منافق او د کفارو نوکر نومونه درباندی ایږدی. څوک دی دوی څخه پوښتنه وکړی چی د پاک قرآن په کومه آیت، سوره کی راغلی دی چی خپل ورورنه داسی بی رحمی سره ووژنئ او یا د پاک قرآن په کومه پاڼه کی لیکل شوی دی چی په عام ځایونو کی پر عام خلک ځان مرګی بریدونه وکړئ؟ او یا پر هغو لارو باندی چی ملکی وګړی هره ورځ تګ او راتګ کوی ماینونه خښ کړئ؟ په کوم کتاب کی لیکل شوی دی چی سوله او په سوله ژوند تیرول ګناه دی؟ څوک دی دوی څخه پوښتنه وکړی چی د دوی اصلی جهاد د چا سره دی؟ افغانانو سره که بهرنیو قواو سره؟ او څوک دی دوی نه پوښتنه وکړی چی ولی داسی په ټینګار د سولی په خلاف دی او حتی د سولی په هکله خبری او یا لیکنه هم پر دوی بده لګیږی؟ که جهاد مو د افغانستان د خپلواکی او اسلامی جهاد دی نو بیا ولی د سولی په هکله خبرو څخه ډه ډه کوئ او نغواړئ چی په هیواد کی سوله راشی او هیواد خوندی شی او پر مختګ وکړی. زه خو د دغو خلکو دجګړو په اصلی مدعا نه یم پوه شوی. شاید چی په سوله کی به د دوی دومره ګټه نه وی لکه په جګړه او جهاد کی چی دی.
اصلی او رښتنئ اسلام خو د سپیڅلتیا ،زړه سوئ، بخښنه او قناعت ، صبر، او مهربانی دین دی او زمونږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د دغو پورتنیو صفاتو په درلودو مشهور وّ او تل د ترحم او مهربانی او ورورګلوی لارښوونه کاوی لکه په دغه حدیث شریف کی چی وایی: د خپل مسلمان ورور مرسته وکړئ ، ظالم وی او که مظلوم، د مظلوم مرسته دا ده چې د ظالم له ظلمه وژغورل شې او د ظالم مرسته دا ده چې له ظلم څخه منع کړای شې (مسلم بخاری)
اسلام هیڅکله دا امر نکوی چی خپل مسلمان ورور او هیوادوال وځوروئ او یا ووژنئ نو تاسو د کومی هدف او کومی مذهب او دین لپاره جګړه کوئ؟
د ډیر خواشینی او خپګان ځای خو دا دی چی دافغانانو جهاد د اسلامی او یا خپلواکی جهاد نه په ورور وژنه جهاد بدل شوی دی.
که د افغانانو وژل هم داسی دوام پیدا کړی نو زمونږ نسل به ډیر ژر ورک شی او هغه یو څو تنه هم چی د دوی د وژلو نه او ظلمونو نه ژوندی پاتی سوی وی هغه به هم د ویری نه خپل هویت او افغانتوب مخفی (پټ) وساتی تر څو دوی ورباندی برید ونکړی.

په درنښت

مومند


پتوال
25.01.2013

مومند صاحب ته سلامونه او درناوی !

ینکیز او انګریز به په خړو سترګو له دې خاورې څخه وځي !!!!

څوک يې د ویستلو پلوی کوی له هغوی ټولو سره سوله شته ، خو څوک چې د هیواد د اشغال اوږدول او د اشغالګرو
د توقف پلوی کوي له هغه سره سوله نشي کېدای! که د سولې حکومتي شورا سوله غواړي نو لومړی دې د اشغالګرو د ویستلو غږ پورته کړي او عملا دې هم جهاد پیل کړي!

خو بله خبره د پټ لاس یا معلوم الحاله اشغالګر هم ده . ډیر کسان داسې هم شته چې د پاکستان له خوا د هیواد اشغال ته تن ږدي .
له دوی سره هم د ملت سوله ناممکنه ده ، نو د عین حکم لاندې هغه کسان هم راځي چې د پنجابی اشغالګرانو د لاسلرني او اشغال
مخالف نه وی اوپټ یا ښکاره د (ISI) د تسلط او حاکمیت پلوی کوي او د اسلام په تش نامه د هیواد ملي آزادي او خپلواکي له پنجابیانو څخه قربانوي.
که چیرې دغسې افغانان موجود نه وي نو ډیره ښه، خو که چیرې
په معلوم الحال ډول موجود وي نو بیا ؟
نو په دې صورت کې باید مخکې له مخکې ملت چمتو اوسي چې سابه يې ور په مالګه کړي او هیواد د پنجابیانو له مستقیمې او غیرمستقیمې ولکې او نفوذ څخه وژغوري!
آیا ملت دغه درک او چمتووالی لري؟؟؟؟ نه يې لري .
آیا افغان اسلامي انقلاب ددې خطر په وړاندې ویده ، مرجوړا او شوده انقلاب نه دی ؟؟؟؟
ملت د انګلو امریکايي اشغالګرو پر ضد له طالبانو سره ولاړ دی او دریږي، نو اسلامی انقلابیون هم باید د افغانانو په توګه له خبل
ملت سره د پاکستان د مداخلې په ضد ودریږي او مخکښ رول دلته هم ولوبوي! دا دملت تمه او غوښتنه ده چې له ملی او اسلامی انقلاب څخه یې لري! که ونه دریږي نو انقلاب به يې نه ملي او نه اسلامی ، بلکې پنجابی وي. به دې صورت کې هم سوله منځته نشی راتلای او ملي غمیزه به له سره پیلیږي!
حکومت باید د قدرت د ویش په له پاره نه ، بلکې د بنجابی خطر پر ضد له طالبانو سره سولې ته ورسیږي او بیا قدرت په مشروط ډول کورټ طالبانو ته وسپاري!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more