د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کوچنی نېکمرغه اختر مو مبارک شه


هيواد شېرزاد
13.11.2004

درنو هېوادوالو!
زه هم پخپل نوبت سره تاسې ټولو ته د زړه له کومي د اختر مبارکي وايم. خدای پاک دې وکړي چې دغه اختر تاسې د خپلو کورنيو او دوستانو سره په ښه شان، شوکت او دوستانه فضا کې ولمانځئ.
[img:aeb4ddfbfe]http://www.hewad.com/akhtarmubarak/akhtar.gif[/img:aeb4ddfbfe]


hotak
13.11.2004

گرانه شيرزادگله او دفورم ټولو گډون والو اوكتونكو وروڼو اوخوندو اوهمدارازدنړۍ په
گوټ گوټ كي ميشتو افغانانو ته :
لطفا‌ دنصيراحمد هوتك له لوري داخترمباركۍ ددغه كارت په كتلوسره ومنۍ:
[img:45130d6935]http://www.arab7.com/up/file/1100352901381.jpg[/img:45130d6935]
مينه اومننه. داهم وواياست چي ياره دكارت په ډيزاين كي مي ترشيرزاد وراړولي ده كنه؟؟؟



هيواد شېرزاد
13.11.2004

هوتک خانه، په خير راغلی د سترګو توره. الله دې راوله :) اختر دې مبارک، روژې دې قبولې، په حاجيانو او غازيانو کې حساب شی.
ولې عکس خو دې ډېر ښکلی دی او ډېر ښه دې ډيزاين کړی، خو کاشکې چې په لاندې برخه کې دې ترېنه www.arab7.com هم لېرې کړی وای. :lol:


پښتون ځلمی
13.11.2004

سلامونه او نېکې هيلې
زۀ هم پۀ خپل وار د فورم ټولو ورونو او خويندو، ټولو هېوادوالو او د نړۍ ګردو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وړاندې کوم. الله پاک دې زموږ او ستاسې روژې، تراويح، تلاوت، صدقه او نور ټول عبادتونه قبول او منظور و ګرځوي. الله دې وکړي چې اختر مو د خپلو کورنيو او دوستانو سره پۀ خوښۍ تېر شي او پۀ راتلونکي کې نور هم ډېر اخترونه و ګورئ.


hotak
14.11.2004

يارانو سلامونه او اخترمباركي
شيرزادجانه كوردي ودان غله دي ډيره. داسي ښكاري چي فلسفه ملسفه دي لوستلي اويادي هم ناسته ولاړه له فلسفيانو سره پيل كړيده ځكه خوپه هرڅه كي چينجي لټول خوند دركوي. زه وايم ياره نوره دي زبردسته پاڼه جوړه كړي خوكاشكي چي داتورى نيم دفرنګيانو ټكي(انګليسي)پكي نه واى.
خودا انګليسي توري ستامجبوري ده.په عين شكل هغه دعربي پاڼي ادرس زما مجبوري وه.ځكه په ټول افغان كي دعكس له ايښودلو نه وړاندي بايد ماخپل ډيزاين كړى اختركارت دنيټ خيټي ته رسولى واي.ددى كارشونيتياپه ټول افغان كي نشته اوهغه بله پښتوپاڼه چي داپلوډ اسانتيا يى لرله اوس نشته.دانګليسي اپلوډپاڼي ته چي ولاړم نوهغوي ميل ادرسونه غوښتل.ته پوهيږي چي هرځاي دميل ادرس ليكل څومره تاواني كاردى.نومي مجبورا خپل كارت په عربي سايټ كي اپلوډكړ او له هغه ځايه مي ټول افغان ته راوړ.ځكه نودعربي ويب پاڼي ادرس په ډيپالټ بڼه دعكس په پاي كي راغى. زمادپاره اوس داشوني نده چي هغه ليري كړم.
كه ته يى كولاى شې يا الله يابسم الله ....داګز داميدان او داهم شيرزادپټان..........
مينه مينه مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more