د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

یو ځل بیا

مومند
22.01.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
یو ځل بیا د طالبانو له لاسه زمونږ د هیواد په مرکز کی اور بل شو او شپږ تنه ملکی وګړی او څلور تنه ساتونکی د دوی د ځان مرګو بریدونو قربانیان شو.
د تاند ورځ پاڼه د دغه پیښی په هکله داسی راپور ورکوی:
((دا په یوه اوونۍ کې په کابل کې د وسله والو طالبانو دوهمه ورته حمله ده. تر دې مخکې یې د ملي امنیت پر ریاست برید کړی و چې په نتیجه کې په لسګونو تنه مړه او ژوبل شول.د کابل د ترافیکو د لوی ریاست په خوله کې، چې یو غیرپوځي هدف دی، سهار وختي له چاودېدونکو موادو ډک موټر والوزول شو. د کابل د امنیه قومندان محمد ایوب سالنګي په وینا له موټر بمي حملې وروسته دوه یا درې تنه چې په سپکو وسلو او د ځانوژونې پر واسکټونو سمبال ول، د ترافیکو د ریاست ودانۍ ته ننوتل.د سالنګي په وینا په دې برید کې لس تنه ټپیان شول چې شپږ یې ملکیان دي او څلور ساتونکي دي. تر غرمې لږ مخکې هم لا د ډزو ږغ اورېدل کېده خو امنیتي ځواکونه وايي چې وضعیت یې تر کنټرول لاندې راوستی دی.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې دوی د پولیسو پر هغه روزنخای حمله کړې چې بهرنیانو پکې افغان ځواکونه روزل. د طالبانو له خوا دا حملې وروسته له دې کېږي چې امریکا اعلان وکړ چې خپل پوځیان تر ټاکلي وخت مخکې باسي او ظاهراً ولسمشر کرزی په دې هیله چې له طالبانو سره به روغه وکړي له امریکا سره امنیتي موافقه بیا بیا ځنډوي.))

د هیوادقسم خوړلو دښمنانو یو ځل بیا خپله څیره افغان ولس ته وښوله او پر هغه دولتی اداره یی حمله وکړه چی غیرنظامی فعالیتونه سرته رسول او دملت خدمت یی کاوو. په دغه دفتر کی هیڅ خارجی شتون نه درلودی غیر له هغه افغانانو چی ورځ اوشپه د افغان ولس په خدمت کی وی. د دغو دهشت اچونکو فعالیتونو تل د ملک د ورانولو او د ملکی وګړو وژنه دی، دوی ښونځی، روغتون، کلینیک او داسی اداری چی د عام وګړو د خدمت لپاره جوړ شوی وی په نښه کوی او د ولس د وژلو او د عام المنفعه ودانیو د ورانولو نه هیڅ ډه ډه ندی کړی او نکوی.
اوس چی په قطر کې د طالبانو سره د سولې د خبرواود هغوی ددفتر د پرانستلو په هکله خپرې شویدي او ټول په دغه هکله خبری کوی دوی لا هم د افغان ولس وژلو نه لاس ندی اخیستی بلکی لا یی تشدد ورکړی دی، کیدای شي علت یی دا وی چی دوی په سوله کې خپله ګټه نه ویني او یا یې څوک د سولی کولو اجازه نه ورکوی. شاید چی دوی خپله بقا د جنګ او د افغان ولس په وژنی او قربانی کولو او دغو بریدونو دوام ورکولو کی کی وینی نو که داسی وی دوی به دغو بی ځایه بریدونو او بی ګناه خلکو وژلو ته ادامه ورکړی تر هغه وخت پوری چی د دوی بادارن دوی ته د اور بند امر ورکړی او د دوی ماموریت ختم شی.

په درنښت

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more