د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

يوملت چه بيګاه ته دډوډ ي پيسي ونه لري نودعصري تشنابو دکاغذ پيسي به له کومه کړي ؟

tandar
22.01.2013

قيصه اوږده ده اودستائيلو وړده خودپښتنو په ولايتنو کي چه په خپله بي بي هوا هم راشي اوښارواله شي نودوي به له زړه نه په ابادي او صفايې کي ورسره همکاري ونکړي دغه صفايې ځان لپاره شرم ګڼي مثال يې دکابل ښار دي چاکوم پښتون دصفايې په حالت کي ليدلي ؟
که سبا همدغه ازاره ورونه دکابل ښار خوشي کړي نو بوي به يې ترايران اوپاکستان پوري خلک ګنګس کړي :oops:
نن دغو ورونو ته خپل ولايتونه په قسمت کي شوي په ډير افتخار سره يې جوړوي اوپاک يې ساتي
اوپښتانه بايد تري عبرت واخلي
ديوه ازاد هيواد په هيله
........................................
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ددايکنډي ولايت ښاروالي اغلې جعفري ئې سل ځله کور ودان
حبيب الله غمخور
ترهرڅه وړاندي موږ له هيوادنه لري افغانان ددې اغلي خور جعفري دغه گټورکار ته دقدر په سترگه گورو، ددې پدې کاری بريا وياړواو ورته دزړه له کومی مبارکي وايو .

دجنوری دمياشتي پر ۱۸ مي په تاند ويب پاڼه کي دا خوشحالونکی خبر ولوست چي ليکي : د دایکنډي په مرکز کې عمومي عصری تشنابونه جوړ شول .

د دایکنډي ښاروالې اغلې جعفري په هڅو د دغه ولایت په مرکز نیلي ښارکې یو شمېرعامه تشنابونه جوړاو پرانستل شول .

د اغلې جعفري په خبره د نارینه او ښځو لپاره بېل بېل تشنابونه جوړ شوي اوپه پلان کې ده چې د ښار په نورو برخوکې هم دې ته ورته تشنابونه جوړ کړي ....

په خبرکښي راغلي چي اغلې جعفری دافغانستان په ټولو ولايتونوکي لمړنۍ ښځه ده چي ديوه ولايت دمرکزدښاروالي دنده پر غاړه لري . نیلي د افغانستان لومړنی ولایتي مرکز دی چې ښارواله یې یوه ښځه ده او ښاري پراختیا لپاره له دوکانونو او نورو جایدادونو څخه مالیه پکې په منظم ډول اخیستل کېږي.

داخبرددې پخلی کوی که چيري زموږ دهيواديوشمير دولتی مقامونه په تيره چېري چي درشوتونه خزانه ورته ويل کيږي زموږ سپېڅلو خوندوته وسپارل سي پدې ډاډه يم چي ترزياونارينه وو به ئې په پاک لاس اوخواخوږی سرته ورسوی .دوي هره يوه به داسي بريالی وي اوداډول کارونه به سارته رسوی لکه ددايکنډي اغلې ښارواله .

پدې خبرکي داهم ويل سوی چې دايکنډي ولايت دمرکز نیلي ښاروالې اغلې جعفری پر خپلوخلګو ږ غ وکړ چې دښار د ښکلا او د کثافاتو په راټولولوکی له ښاروالۍ سره مرسته وکړي او په دې توګه د ښار، کور او چاپیریال په پاک ساتلو سره خپله دیني اوملي ،انساني وجیبه ترسره کړي .

کاشکی زموږ دددې نورو۳۳ ولايتونوښاروالانوددې اغلي پښان احساس درلوداي اوخپله ورسپارل سوې دنده ئي پداسي پاکولاسونوسرته رسولې واي .

پدې څه دپاسه يولس کاله مې دلمړی ځل لپاره داسي خوشحالونکی خبر دکاردټولی ستړياسره پر نيمه شپه ولوست اوبې اندازې پدې بريا اوابتکار خوښ سوم ،کاشکي زموږ ټول محلی چارواکي داسي ښه کارونه وکړي چي موږ دلته په بهرکي پرې ونازېږ واوخوشحالي پرې وکړو .

ترهرڅه وړاندي موږ له هيوادنه لري افغانان ددې اغلي خور جعفري دغه گټور کار ته دقدر په سترگه گورو، ددې پدې بريا وياړواو ورته دزړه له کومی مبارکي وايو.

پدې خاطر بايد داخبره په ډاگه وکړم چي ددايکنډي ليري پراته ولايت ښاروالې اغلې جعفري نه يوازي داچي دخپل مسوليت په ساحه کي ئي اوسېدونکوته سترخدمت کړی بلکې پدې کارئي داهم په گوته کړه چي زموږ خوندی ترهرچا دعالی ابتکار خاوندی اودمسوليت په سرته رسولوپوره پوهېږي .

دوې دهيوادډيرې ښې جوړونکي کېداي شي ،ځکه خوزموږ دوه ناولي گاونديان لکه پاکستان او ايران دخپلو نوکرصفتو تبليغيانونه داسلام دمقدس دين دارشاداتونه په غلط تعبيرسره زموږ په هيواد کښي زموږ دغيرتی خويندو اوميندو دتعليم ،تحصيل ،په ټولنيز و اوسياسی چاروکي دفعال گډون پر خلاف دروغجن اوغولوونکی تبليغات کوي .دوې نه غواړي چي زموږ دهيوادنيم ولس دهيوادپه بياجوړونه کښي دخپلو ورنوسره اوږه پراوږه فعاله برخه واخلي .همدا يادسوی گاونډيان دی چي دخپلو روزل سونوکرانو پوسيله زموږ په هيوادکي دښوونځی ورانوي،ښوونکو په شهادت رسوي،دشاگردانوپر مخ تيزاب شندي او هغوي په بې رحمانه ډول مسموموی ترڅو وډارسی ښوونځيوته ولاړ نسې .

دوي کوښښ کوی زموږانجونې په يوه اوبل نامه ،يوه اوبله بهانه چې ترډيره بريده دغو انسان افغان دښمنو موخوته درسېدولپاره داسلام دمقدس دين څخه ناروا استفاده کوي .همدا اوس زموږ دهيواد په زرهاو پېغلوټی چې غواړي خپلو عالي تحصيلاتوته په هيواد کي دننه اوياترهيواد بهر دوام ورکړي ،دهمدې پاکستاسني او ايراني استخباراتی نوکرانوله لاسه له دي انساني او اسلامي حق نه محرومي ساتل سوی .داټولې هڅې ددې لپاره چي زموږ خويندی اوميندي له انساني ژونداوپه ټولنه کې دگډې اوفعاله ونډې اخيستونه محرومي کړي .

سره له دې چي کله دپاکستان نوکران اوکله هم دايران نوکران موږ په يوه اوبل نامه يادوی ان کله کله دپنجاب اوتهران نه ورته ډالی سوې دکفرټاپه وهی،خودادهرچا کاردی ،زه ديوه افغان په توگه دافغانستان په پرمختگ خوشحالېږم اوددې پرمختگ په وړاندي دگران افغانستان دبهرنيو دښمنانودهغولموپه وړاندي چي دافغان په وسيله ئي دهغه دخپل ورور، خور،مور ،پلار اووطندارپرخلاف ايږدی نه پخلاکېدونکی يم .له نېکه مرغه ماته زمادوطن درنگارنگ دښمنانواوددوي دنوکرانوټولي هڅی اوداړه ماری رامعلومېږي اوپرې پوهېږ م .اسلام يومقدس دين دی چي موږ دهغه پيروان يو،خوکله چي داسلام دمقدس دين څخه دسياسي واک اودغه واک ته درسېدولپاره په انسان وژنه اومسلمان وژنه پيل کوی ماته بنسټپال اوترټولوتنگ نظر ښکاری،دغه ډول تنگ نظره که دولتي واک ته ورسېږي ،بيابه هغه دچاخبره آسان چپه نعل کړي .داسلام نه سياسی واک ته درسېدولپاره استفاده داسلام دمقدس دين سره لويه اوستره جفابولم .

اسلام يوه سپېڅلې عقيده ده اوهغه په هېڅ دغه ډول وحشت اوبربريت ته اجازه نه ورکوي،که ددغواسلامی سودا گرو اوسنۍ کړنوباندي يوڅوک داسلام چادرغوړوی،نه يوازي زما، بلکي دنړۍ دبې شمېره دينې عالمانوله نظر په خپله دغه کړنه داسلام سره جفا اوخيانت کوي .

ديوه سپېڅلې اوپاک مسلمان ټولې کړنې بايد داسي وي چي نه يوازي مسلمانان پر ې ووياړي ،بلکي دنورواديانوپيروان راجزب کړی .په وژنه ،ورانيو،اونړيوال پرمختگ له بهيرسره دښمني نه يوازي داچي خلک له اسلام نه ليري ساتي، بلکي دا اسلام دښمنه کړنې دنړی دنورواديانو پيروان داسلام سره دښمنۍ ته رابولي اوپه هغوداديانو کښي يوشمير متعصب اوتنگنظره داسلام دمقدس دين په وړاندي تبليغ سره مرسته کوي ،چي دانه انصاف اونه هم انسانيت اواسلام ته خدمت دی .

که زماپه وطن کي يوڅوک ددې ولس په گټه يوکوچنۍ گام پورته کړي زه ورته دقدرپه سترگه گورم اوهغه ستايم ،ماته ټول افغانستان اوپدې غيرتی اودشهامتونوځانگوکي پراته ولسونه افغانان اودسترگوتوردی .

تردې ورستيو دايکنډی دروزگان ولايت په سياسي تشکيل کښي يوه ولسوالي وه ،هغه وخت متاسفانه دمرکزی حکومتونو نه تل هيره وه . زماښه پياد دې په ۱۳۴۴ کال کي دلمړی ځال لپاره دروزگان دوخت والی مرحوم روشندل وردگ په يوه انگليسی لندهور جيپ کې په زياتو ستونزوسره ددايکنډي ولسوالی ترهمدې مرکز نيلی پوري ولاړ .خلکودوالی دراتگ پرځايی ددي چېپ موټر ته خوشحاله وه اودهغه په نندارې نه مړېدل .خلک حيران وه چي ددوي په نظرداحيوان به چي والی صاحب تردې ځايه پرې راغلی دي څه شي خوري ؟ داقيصه زموږ په مېلمستون کښي ددې سيمې يومشهوراو پېژندل سوي مشر موږ ته کول . دغه مشر چي په رښتياسره مشروو په حاجي اوسوبېگ په نوم مشهور وو، چي زمادخداي بخښلی قبله گاه صاحب نږدې دوست وو . اوکله چي به ترين کوټ ته راغلی ،هرڅومره شپې چې به دلته پاته کېده زموږ دروند مېلمه وو . موږ ورته کاکاويل، ځکه سپين ږيري اوډير مهربانه سړی وو . زماښه پياد دی چي هغه به تل موږ تعليم ته هڅولواودابه ئي ويل ،((وگورئ ،زموږ بيسوادونه څه جوړه ده ؟)) داحاجي صاحب دومره دعالي فکرخاوند وو چي هيڅکله مې دغه بوينې اودملي نفاق زېږ ونکی خبرې چې اوس ئي دپردوپه مټ جوړسوويوشمېرتش په نامه مشرانونه اورو،هڅکله نه دي اورېدلې . هغه ته پښتون ،تاجک هزاره اونورټول يوافغان وو .که زه پدې باب زيات تفصيل ورکړم نو لوستونکی زماپه هکله داسي فکر وکړي چي گوياپدې بهانه ځان اوخپله کورنۍ معرفی کوم ،چي له نېکه مرغه هدف مي دانه دی،خومتاسفانه دداسي مشرانو چاي زموږ په ولس کي خالی دی .

راځم اصلي مطلب ته ، دادوياړځاي دی دهغه ولايت په مرکز کښي چي دچاخبره ترپرون پوري موټرنسو ورتلاي دادی اوس داروپادښاری ژوندپه کچه تشنابونه جوړ سوی اوددې ولايت دښاريانو ورځنی اړتيائې په نړيواله کچه پوره کړېده .

زمادمعلوماتوله مخې ددې ولايت والي هم تلاښ کوی چي ددولتي اړوده ادارومسولين خپلو دندته وهڅوي ،خپله والي هم علاقه لري چي ددې ترټولوشاته پاته ولايت ستونزي حل شي . ددې ولايت والي هم دستاينې و ړدی ،ځکه هغه ديوروڼ اندی اوملت ته دمتعهد والي په توگه خپلې دندې ته پوره پاملرنه لري اوپدې پوهېږي چي دده ترمسوليت لاندي سيمي خلک څه ته اړتيالري اودغه اړتياباندي په پوهېدوسره ئې د ښاروالي سره هم دخپلي ملي دندي په رښتيانۍ بڼه سرته رسولوکي مرسته کړې اوهغه ئي هڅولې ده .

پدې هيله چي دگران افغانستان دنورو۳۳ ولايتونودولتی چارواکي اوښاروالان هم ددايکنډی ولايت دښاروالي اغلې جعفری پر دستاينې وړ قدمونوباندي گامونه کښېږ دي .

راسئ داهيوادپه خپله وطني مينه دملی يووالي په مټ جوړ کړو،ترڅودنړيوال ټولنيز ژوند جوگه سو . ومن الله التوفيق
هم


pattang
22.01.2013

خپله غره دې په اوبو مېنڅي خو له کڅو دلرې شي !
اوبه کاغذ ته اقتصادي او پاکې دي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more