اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اعتدال که بنسټپالنه
larghonay laraway
22.01.2013
السلام عليکم!
اعتدال که بنسټپالنه
له ډېرو مې دا پوښتنه کړې چې اعتدال يا منځلاريتوب په اسلام کې شته او کنه؟
يو شمېر ملايان وايي اسلام په اصل کې د منځلاريتوب دين دی او دليل يې دا دی چې اسلام کې افراط او تفريط نشته او منځلاريتوب خوښوي.
دويمه ډله بيا وايي په اسلام کې اعتدال نشته بلکې ښه مسلمان ښه بنسټپال دی!
نو تاسو ووايئ چې اعتدال ښه دی که بنسټپالنه؟
ع کريم حليمي
22.01.2013
السلام علیکم ورحمة الله
محترم لرغونی صاحب ، ډېره اعلی بحث مو مطرح کی ،
[quote:3e9fade1ab] له ډېرو مې دا پوښتنه کړې چې اعتدال يا منځلاريتوب په اسلام کې شته او کنه؟ [/quote:3e9fade1ab]
په اسلام کښی عدل سته ، (إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ )
او یو مسلمان ته لازمه ده چه اعتدال او استقامت و لري ، او د ژوند په ټول أمورو کښی انصاف ولري او د حق په طرف کښي ولاړ وي
اسلام پر عدل ولاړ دی ، د الله شریعت یعني عدل
تر کوم حده چه زه پوهېدلی یم په فقهي او شرعی خبرو کښي اعتدال د استقامت په معنیٰ کارول کېږي
دغه د میانه روۍ او منځلاريتوب خبري سیاست والو راپورته کړي، مطلب لري
ستاسو د پوشتني په چواب کښی وایم چه : اسلام د انصاف او عدل دین دی .
د اسلام نه مخکي داسي حالت وو چه : [color=red:3e9fade1ab]إذا سرق فيهم الشريف تركوه ، [/color:3e9fade1ab]وإذا سرق فيهم الضعيف أقاموا عليه الحد
درنښت
حمید هڅــاند
22.01.2013
یاره نو زه خو په دې نه شوم پوی چې اعتدال او بنسټپالنه په څه کې؟
که د شرعې له مخې په افعالو کې وي، نو بنسټپالنه سمه ده! څه چې اسلام وایې، هغه باید وشي.
اوس که یو څوک کله خطا، سهوه یا د شیطان په لسمون ګناه کوي، او بیا توبه وباسي، نو اسلام کې ورته ځای شته او الله رحمن او رحیم دی.
لاروی صیب! هیله ده خبرې دې یوڅه تشریح او تعریف کړئ!
درنښت
تخاري
23.01.2013
ټولو ته سنت سلام او احترام
لرغونی صیب ستاسو نه مننه کوم چی په مناسب وخت کی مو د بنسټپالنی بحث پرانیستلی ده
ددی لپاره چی بحث مو جهت پیدا کړی ستاسو مرسته لازمی ده
په عنوان د بحث کی تاسو د پرتلیز سوال په توګه داسی لیکلی:
بنسټپالنه که اعتدال؟؟
ایا دا دواړه یو د بل معکوس دی؟ کنه یو د بل له جنسه دی؟
مثلا سپین که تور؟ دا یو د بل ضد او معکوس دی
مثلا ورځ که روښانه؟ یا شپه که تیاره؟؟ دا یوه خبره حکایت کوی
د بنسټپالنی واژه یا ویۍ هم له دیموکراسی څخه زږیدلی یوه مکروه سیاسی اصطلاح ده چی هیڅ علمی عمومیت او معنوی اصلیت نلری.
کنه هر چیرته چی اعتدال وی هلته بنسټ وجود لری
په الجبری معادلاتو کی که د ریاضی اساسات یانې ډېر بیسط بنسټونه هم په پام کی ونه نیول شی نو په معادله کی د هغی د تسمیی له مخی د تعادل یا اعتدال په نوم څه نشی پاته کیدای
اسمان خراش ساختمان ځکه په اعتدال کی ولاړ وی چی پوخ او ژور بنسټونه لری زما د کاله دیوالونه ځکه په اعتدال کی ولاړ دی چی ډبرین بنسټ لری خو د باغیچی دیوال می د باد په یوی وږمی یا د کروندی په اوبو سره وخت ناوخت له اعتدال څخه وتلی او لویدلی وی ځکه چی بنسټ نلری او یا خو خام دی
ستاسو ټولو د اشتراک او مرستی په هیله
larghonay laraway
24.01.2013
السلام عليکم!
تاسو د موضوع تشريح غوښتې نو ما هم موضوع د لغت له مخې نه بلکې د ورځني استعمال له مخې بحث ته وړاندې کړې ده.
په ورځني استعمال کې اعتدال د منځلاريتوب او په پاړسي کې د (ميانه روی) په معنی اخلي او د سخت دريځ يا بنسټپال (بنياد پرست) په مقابل کې يې کاروي.
ما له يوشمېر خلکو چې څه ناڅه ديني معلومات يې لرل پوښتنه وکړه چې اعتدال د اسلام په سپېڅلي دين کې ځای لري او کنه؟
ځينو راته وويل چې اسلام يو منځلاری دين دی . د دوی هدف دا ؤ چې اسلام د افراط او تفريط تر منځ دی او دليل يې (خيرالامور اوسطها) ويل يا يې د مکرم حليمي صيب په څېر د اعتدال خبره کوله.
خو يو شمېر نور بيا د بنسټپالنې پلويان وو، حتی اعتدال يې له اسلامه (عدول) باله او ويل يې اسلام يو بنسټيز دين دی او مسلمان بايد بنسټپال وي.
زه غواړم په همدې خبره بحث وشي چې په اسلام کې همدغه مروجې او مستعملې اصطلاح ګانې (اعتدال او بنسټپالنه) وڅېړو او يوې ښې نتيجې ته ورسو.
مننه
په همدې هيله
ستاسو لاروی
حمید هڅــاند
25.01.2013
په بنسټیزو چاور کې اسلام د بنسټپالنې دین دی...عبادتي چارې یې بیلګه درکولی شوم. پاتې شوې هغه چارې چې موږ ته پاتې دي، په هغو کې اعتدال په کار دی، ځکه زموږ سوچ هر وخت تېروتلی شي، نو باید چې فلیکسیبیلیټي ولري. پاتې شوې هغه چارې چې الله او رسول یې امر کړی دی، نو هغه خو ایسټابلیشټ څیزونه دي، له هغوی بلې خواته تلل له اسلام سره جفا ده. اسلام له هرې خوا پوره دی. وګورئ، څنګه په سفر کې د سنت لمونځ نه شو کولی او فرض نیمایي کوو او یا صولاتین او نور.... نو اسلام خو اسان او له اعتدال څخه مخکې له مخکې برخمن دین دی. خو ان هغه اعتدال هم په مهمو چارو کې مالوم دی، له ځانه پکې تاویلونه نه شو کولی. اعتدال په دې مانا نه نو چې موږ به ګوتې پکې وهو.
درنښت
Mazharee
26.01.2013
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
درنو اوقدرمنو ملګرو!
اسلام د اعتدال او میانه روۍ دین دئ، په اسلام کی افراط او تفریط نشته،الله پاک فرمایی : « وکذالک جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطا» دلته مفسرینو رحمهم الله د " وسطا" معنی په عدول باندی هم کړیده، یعنی اسلام دین دعدالت دئ، په اسلام کی بی عدالتی اوبی انصافی نشته او په " خیار " باندی یی هم کړئ دئ یعنی اسلام غوره کړه شوئ، اومینځنئ دین دئ، نه پکی داسی افراط اوغلو شته لکه چی نصاراوو په حق کی دعیسی علیه السلام کول، او نه هم پکی داسی تفریط اوسستی شته لکه چی یهودو په حق کی دموسی علیه السلام او دهغه دکتاب کول، بلکه متوسط دین دئ، او داحدیث دئ،: خیر الأمور أوسطها.
پاتی شوه دبنسټ پالنی خبره ، نو کچیری مراد ددی څخه په اسلام کی مکمل او پوره داخلیدل او دکامله اسلام اومسلمانۍ پالل وی نو بیاخو یی داسلام په دخول کی هیڅ شک نشته، او کچیری تشدد او افراط ځنی مراد وی کوم چی ننه ورځ یی غربیان، یهود اونصاری او ځنی ددوی غلامان دمجاهدینو پرضد کاروی، نوبیا داسی شئ په اسلام کی وجود نلری، مجاهدین که په هره قبیله او قوم پوری تړاو لری، رښتنۍ مسلمانان او داسلام غاورین دی، دهر مسلمان لپاره لازمه ده چی دهغوی سره پوره او مکمله مرسته وکړی، داهسی د اسلام ددښمنانو ظاهری تقسیم ، خو په اصل کی درځ اوتفرقه ده چی دمسلمانانو په مینځ کی یی راوړی، چی ځینو ته معتدل او ځینو ته بنسټپال وایی، ځینو ته آزاد خیال او ځینو ته محافظه کار وایی، ځینو ته ساده او پخوانی، او ځینو نوروته بیا مدرن اوعصری وایی، او ددی تقسیم مؤسسین او منشأ همدغه داسلام اومجاهدینو دښمنان دی، کوم چی په اسلام کی دجهاد دکولوسره مخالف وی ، نو دخپل هرمخالف مسلمان پرضد دداسی ټکو دکارولو څخه استفاده کوی، چی اوس یی مصداقا مرادف هغه مشهور ټکئ دئ، کوم چی داسلام دښمنان یی دهر رښتنی مسلمان پرضد او بیا په خاصه توګه دمجاهد پرضد کاروی یعنی تروریست.
خو دمصیبت خبره داده! چی دغه پوچ ددرواغو خبری دځینو مسلمانانو په مفکوره کی هم ځای نیولئ دئ، ځینی یی په ناخبری کی او ځینی نوریی بیا تعصبا اویا دخپلو شخصی اهدافو دلاسته راوړلو لپاره پرځینو مسلمانانو اطلاق کوی ، په خاصه توګه هغه دروغجن او متظاهره ناپوه سیاستمداران چی داسلامی عقیدی پرځای یی دیموکراسی، او داسلامی صورت اوسیرت پرځای مدرنیزم ته داقبال او قبول مخه اړولیدئ،
الله پاک دی مو په خپل فضل اورحمت سره دداسی انسانانو څخه نه ګرځوی!
larghonay laraway
27.01.2013
السلام عليکم!
مننه مظهري صيب ښکلې ليکنه مو کړې ده، الله دې اجر درکړي.
[quote:ab274a7882] په اصل کی درځ اوتفرقه ده چی دمسلمانانو په مینځ کی یی راوړی، چی ځینو ته معتدل او ځینو ته بنسټپال وایی، ځینو ته آزاد خیال او ځینو ته محافظه کار وایی، ځینو ته ساده او پخوانی، او ځینو نوروته بیا مدرن اوعصری وایی، او ددی تقسیم مؤسسین او منشأ همدغه داسلام اومجاهدینو دښمنان دی، کوم چی په اسلام کی دجهاد دکولوسره مخالف وی ، نو دخپل هرمخالف مسلمان پرضد دداسی ټکو دکارولو څخه استفاده کوی، چی اوس یی مصداقا مرادف هغه مشهور ټکئ دئ، کوم چی داسلام دښمنان یی دهر رښتنی مسلمان پرضد او بیا په خاصه توګه دمجاهد پرضد کاروی یعنی تروریست.[/quote:ab274a7882]