د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پوهان اولوستونکي دي قضاوت وکړي

tandar
19.01.2013

پوهان اولوستونکي دي قضاوت وکړي
زما پلار خپل لمسي زماوراره ته دقران شريف سبق ورکولو سبا چه تري پوښتنه وکړه د هلک مغز کي به څه نه وه پاتي
پلار به مي له غوسي هغه ته وويل چه يو غبي وي اوبل مغب غب وي :oops:
هلکه ته مغب غب يې :oops:
اوس دداکتر صيب ښکلي تشريح ددغه مرض په هکله ژوندي مثالونه يې جنګسالاران قاتلان قدرت طلبان اووطنفرشان نه دي ؟ يعني غبيان نه دي ؟
لکه دوستم ،خليلي ،کرزي ، فهيم سګباز ،مسعود ستوان خور اوداسي نور ....
اوهغه څوک چه ددوي نه دفاع اوحمايه کوي ايا مغب غب نه دي ؟
اياددغي ناروغي ټول اشکال يې په جنګسالارانو کي واضيح نه ليدل کيږي ؟
اوپه دغه مرض اخته نه دي ؟
دcia او isi لاسونه دافغا ن په وينو سره دي
..........................................................
ډاکتر څپاند
د ليکنې نېټه : شنبه جنوري 19, 2013 12:50 am عنوان : بايپولاريامانياک - ډيپرشن څه ډول رواني ناروغي ده
Bipolar disorders or maniac-depression
بايپولاريامانياک - ډيپرشن، څه ډول رواني ناروغي ده!
اول بايد وليکم چې دا ډول عقلي يا رواني ناروغئ که تشخيص او معالجه نشي يوه خطرناکه ناروغي ګڼل کيدی شي۰
دا ناروغان دتداوئ نه بغير په دوه ډوله حالاتو کې ليدل کيږي:
۱-دمانياک حالت:
پدې صفحه کې ناروغ خپل نارمل قضاوت له لاسه ورکوي اوناوړه تصاميم نيسي٠
روحي حالت ئي ثابت نه بلکې په نوسان کې وي٠د خپل معمول عادت خلاف ډيره انرژي لري او
ډير فعال وي٠ډير ګړيږي،يوه جمله ئي لا نوي ختمه چې بله شروع کړي٠ډيرې لافې
وهي او غټې غټې خبرې کوي٠شرم او حيا ئي لږه شي او دخپل دزړه
پټ رازونه په جګ غږ نوروته وائي٠شهواني قوت اوفعاليت ئي ډيرشي
او مقابل جنس حتی بيګانه او نااشناخلک مجلس او عشقبازئ ته
رابولي٠خوب ئي خوراکم شي خوبياهم دستړيا احساس نکوي٠
رنګارنګ جامې په غاړه کړي يا داچې دعادت خلاف ناوړه اودخپل عمر
خلاف نامناسبه جامې اغوندي٠
دې چرس ،شراب اوبنګ معتادين په خپلو عاداتو کې اصراف کوي او يا هم له نوې پرې شروع کوي٠قمار بازي او جواري د افراط حد ته رسي. بعضا ناروغ يا نور و ته د ژوند په بيه تماميژي.
کله هم ناروغ په همدې حالت کې دژوند په مهمو برخو کې ستر او غيرمسولانه
تصميمونه نيسي٠مثلا بل واده کوي،ياد بل شخص سره غير اصولي اړيکي پيدا کوي٠
دعادت خلاف سترمصرفونه کوي٠کور،موټر،جامې او بعضانور غير ضروري شيان پېري٠دکورسامان،حتی نوي ورته زاړه بريښي،داقتصادي توان خلاف ئي بخشش ياپه ټيټه بيه خرڅ کړي٠
ځينوته خپل ځان ډيرمهم شخص بريښي،دغټومقامونو او حتی دپيغمبري دعوی کوي٠
کله هم دعادت خلاف ډيرخوشحاله برېښي خو برعکس ډير زر متاثر
او جنګره کيږي او کيدی شي چې پر نورو حمله وکي٠.
دمانياک صفحه(دناروغئ په شديده مرحله کې ځيني کليوال،خاصتا دميالي صيب منجاوران،دا ناروغان ، مستان ليونی بولي) دې څوورځو،اونيواو کله هم دې څوساعتو ياهم مياشتو لپاره دوام کولی شي٠
دا ناروغئ اکثرا جنتيکي منشه لري خومحيطي عوامل هم پکې نقش لرلی شي٠اکثراخته ناروغان ځوانان (دپوهنتون دزده کونکو په عمر)وي،مګرداناروغي په هر عمر کې واقع کيدی شي٠دا ناروغئ په نارينه اوښځو کې په مساوي ډول شيوع لري٠
دافغانستان پشان په روسته پاته ټولنو کې دا مرض په ښځو او ځوانونجنوکې خطرناک شميرل کيږې او داځکه چې که ځوانه نجلې پدې مرض اخه شي،کورنۍ اوچارپيريال ته دې "بېحيا اوبداخلاقه نجلۍ"په څيربريښي.نولازمه ده چې زموږ هيواد وال له دې ناروغئ ځان خبر او
سر پرې خلاص کړي٠

٢ -دډيپرشن حالت او ددى ناروغانو علاج


larghonay laraway
20.01.2013

باالکل سمه ده.
حتی د کرزي په اړه خلک وايي چې هند ته يې پلار د رواني ناروغۍ د درملنې لپاره پلار استولی ؤ نه د زده کړې لپاره!


daud
20.01.2013

سلامونه او احترامونه
زه فكر كوم چى دافغانستان ٣٥ كلن مصيبت دټولنى ټول اقشار مسموم كړي دي او روغ انسان په افغانستان كى نشته او هغه څوك چې د روغوالي او دنورو دتداوي كولو ادعاكوي د ناروغى كچه يى تر نورو ډيره لوړه ده او حتى قرنطين او ګوښه كولو ته اشد ضرورت لري .
الله تعالى(ج)د ورحميږي.

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله


پښتون:
20.01.2013

د څپاند صیب د بايپولاريامانياک په ناروغئ اکثره جهادي مشران او کشران یې ککړ دي.
دوی په ډیره بی شرمۍ او سپین سترګیتوب د زرګونو افغانانو د قتلولو او لوټولو سره سره او د امریکا په مرسته د روسانو سره د جنګ کولو ،او امریکا خپلو موخو ته په رسولو سره ځانونو ته مجاهدین او د اسلام خدمتګاران وایی.
زه په دې ډاډه یم او په سترګو مې لیدلي چې دوی څومره په عصبی ناروغیو اخته دي، چې حتې په پلار،ورور،ښځه او لور هم د قتل اسره نکوي.
د اسلام په نوم د خلکو جایدادونه دوی غصب کړل او د اسلام په نوم یې د ماشومې جینۍ سره ناروا اعمال وکړل.
په لور او خور لوړ ولور دوی اخلي .ښځې دوی شکنجه کوي ،کله غوږ او کله پوزه ترې پرې کوي. دا ټول د الله ج عذاب دې چې په دې ریاکارانو غلو یې نازل کړې دې. او یا همدا مرض بايپولاريامانياک یې ورپه برخه کړې دې.
الله ج دې دا ریاکاره د امریکا او پاکستان غلامان د طاعون په مرض اخته کړي..


pattang
20.01.2013

پښتونه بې لارې روان يې !
خپل ګرېوان ته دې سر ټيټ کړه ! د پروليتاريا ديکتاتوري يو د سر لېونی مرض نوو
چې دکار، کور او کاليو پر ځای يې دوه ميليونه افغانان ژوندي خښ کړل ! زما له
قريې څخه 11 بې ګناه ملکي دهقانان
او دکلي ډم تر اوسه پورې ورک دي او دېرش کاله پرې تېر شول !
ځينې خلک بايد د افغانستان په سياست کې نورې ګوتې ونوهې اول بايد دوی
اسلامي محکمې ته دخپل جنايت ځواب ور کړي !!


پښتون:
20.01.2013

پتنګ صیب .
هغوی به هم د پاکستانی مجاهدینو لخوا په زوره جهاد ته هڅه ول شوی وي.
ځکه مجاهدینو هم په نیمو شپو د غریبو دروازی ماتولې او په زور یې ترینه ډوډۍ خوړله او سړیان یې ترینه د امریکا په پلوی جنګ لپاره بیاول. او چې کوم غریب به نه غوښتل بیا یی د غرونو په ناونو او درو کې ورته مړي اچول.
په لکونه تسلیم او نیول شوی عسکر د مجاهلینو لخوا په قتل ورسیدل او په لکونو نوربې ګناه افغانان په ړندو میزایلو او سټنګرو شهیدان شول او لا تر اوسه په ځانمرګو واسکټونو او نوی ماډل ځانمرګی(نیکرمرګی) باندې شهیدان کیږي.


larghonay laraway
21.01.2013

السلام عليکم!
زما په نظر دلته له تاسو موضوعات سره ګډ شوي دي.
لومړۍ خبره دا وه چې د افغانستان اکثره خلک دجګړو له لاسه په رواني ناروغيو اخته دي. دا رښتيا هم ده خو ناروغي مسلمان او کمونيست نه پېژني بلکې هرڅوک چې د کمونيستي لاسپوڅي رژيم له لاسه رامنځته شوې جګړې ځپلي هغه په ناروغۍ اخته دي. حتی که په جګړه کې يې هيڅ ونډه هم نه وي اخيستې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more