د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو قوماندان، په زنانه لباس کې تر بړستن لاندې د ماشوم سره میندل شویدئ

میرویس
18.01.2013

ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم
د طالبانو دقوماندان عبدالسلام کیسه ډیره جالبه او نادره ده
=============================================
طالب قومندان د ښځو په جامو کې ونیول شو
| پنجشنبه, 17.01.2013, 11:31 PM | (314 لیدل شوی)

تاند- د کندهار ولایتي چارواکي وايي، ملي پوليسو د کندهار په شاوليکوټ ولسوالي کې تر عملياتو وروسته په پلټنو کې د سیمې لپاره د وسلوالو مخالفانو قومندان عبدالسلام چې د ښځو جامې يې اغوستې وې ونيوه.
د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم د وسلوالو مخالفانو يوې ډلې پرون ناوخته د شاوليکوټ ولسوالۍ د فودينې ساحې په مربوطاتو کي له ملي پوليسو سره جګړه وکړه چې په نتيجه کې يې دوه تنه وسلوال مخالفان ووژل سول او پاته نور له سيمي وتښتېدل.
ملي پوليسو وروسته دغه وسلوال تعقيب کړل چي قومندان يې د جنګ له ساحې څخه ليري د کوچيانو يوه کلي ته ولاړاو هلته په داسي حال کې چې د ښځو کالي يې اغوستي ول او له ځان سره يې په بستره کي يو تازه زېږېدلى کوچنى هم پرې ايستلى و ونيوه.
پوليسو ته د کور د اوسېدونکو لخوا ويل سوي ول چي دغه طالب قومندان نه بلکې، يوه نوې لنګه سوې ښځه ده او ورسره په بستره کې پروت کوچنى هم نوى زېږېدلى چي بايد د پوليسو لخوا يې مزاحمت ونه سي.
د وسلوالو مخالفانو د منځنۍ کچې دغه طالب قومندان نن غرمه د کندهار ولايت مقام د رسنيو په مرکز کي خبريالانو ته وښوول سو او د مربوطه ولسوالۍ، ولسوال يې د نيولو او اهميت په باب د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more