د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حقيقت که خطا ؟ ؟؟؟

Anonymous
13.11.2004

درند طالب جانه سلامونه

يوه ډله وائې هر څه چه موږ احساس يا تصوردي واقعي ادراک دي که واقعت نما دي په بل عبارت خارج زموږ د علم څخه دي

يو د مسائلو مهمو څخه چه د قديم الايام مورد توجه د فلاسفه وه دا وه چه ايا هغه څه چه په وسيله دحواسو ، په وسيله دعقل ادراک کوو د شيانو په باره کي ايا په واقعت کي د نفس الامر مطابقت لري که يا ؟

اول به فرض کړو ٠ چه ادرکات حسي يا عقلي زموږ واقعأ څه د نفس الامر سره مطابقت لري او څه ئی مطابقت نه لري ٠ هغه ادراکات چه د واقعت سره مطابق دي ٠ حقيقت ئې بولو ٠ او هغه چه مطابق نه دي خطا ئی بولو ٠ موږ څيني حواس پېژنو چه باصره، سامعه، ذائقه، لامسه، شامعه، چه جايزه الخطا دي

او په عين وخت اکثره ادراکات حسي زموږ عيني حقيقت هم وي ٠ لکه شپه و ورځ او ليري و زيزدې او ګرمي و يخ او نازک و کلک په حواسو تشخيص کوو٠ او شک نه لرو

چه حقيقت نه دي ٠ يعني خطا نه يو

څرنګه چه عقل زموږ جايز الخطا هم دي ٠ نو منطق جلوګيري کوي د عقل چه خطا ونه کړي استدلال سره ٠ او عقلي استدلال زموږ حقيقت دي ٠ د مثال په ډول څه سره رنګه قلمان لرو او څه سپين رنګه قلمان لرو ٠ که ئې سره تفريق کو نو يو فکري عمل کو او

عقلي جواب په لاس راځي ٠ که تفريق مو په دقت کړي وي هيڅ شک نه کوو ٠ چه حاصل دي حقيقت نه وي (حقيقت دي)

او سوفيستان د يونان د حقيقت او خطا څخه منکره دي ٠ او وايي هر څوک چه هرنګه احساس وکړي ٠ او هرنګه چه و ويني ٠ هغه حقيقت دي ٠ او وايي چه انسان ټوله قياس کوي ٠ نو اساسأ ئې واقعيت رد کړي ٠ چه واقعيت .رد سي ٠ هيڅ پاته نسوه ٠

کله چه ادراکات او احساسات د انسان مطابق دحقيقت وي ٠ د عدم مطابقت په صورت

((خطا)) ٠

دغه ډله د سقراط د عصر دي ٠ يعني د سقراط د عصره بيا د سوفسطائيانوتر اخيره دورې پوري

سقراط او افلاطون او ارسطو د دوي پر ضد قيام کوي ٠ چه عبارت د پروتاگوراس او گورگياس دوه معروف شخصيته سوفسطائيان وه

او د اسطو تر دورې ورسته په اسكندريه بله ډله پيداسوه چه شکال يا ( سپتى سيست‏)

نومېده ٠ چه مشهور شخص ئې .( پيرون‏ ) او د واقعيت د اصل څه منکره نسوه خو ولي ادراك د انسانانو ئې د واقعيته منکره وه

دوي ويل چه انساني ادراک هرشئ د دروني تاثيراتو او په خاص باندني شرائطو هر يو رقم ويني چه دوه نفره د دوو يا د مختلفو زاويو څه ورته ګوري ٠ جلا يې ويني ٠ او جلا رقم فکر کوي ٠ چه د يوه پسترګو ښايسته او دبل په سترکو بد رنګه ٠ يوه ته غټ

بل ته کوچنی ٠ او د يوه په لامسه ګرم او د بل په لمس لږ ګرم ٠ يوه ته خوږ بل ته بد خونده ٠ چه سوفسطائيان او هم شکاکان منکره د واقعي ارزښت او علم سوه

او عقائددسوفطائيانو او شكاكانو بيا په دغه نوي عصر کي را ژوندۍ سوه چه اکثره فلاسفه د اروپا و شکاکانو ته تمايل لري٠ يوه ډله لکه سوفسطائيان، واقعيت ئې له اصله رد کړي ٠ يو معروف فيلسوف دي په نامه (بركلى) چه په کلي منکره د خارجى

واقعيت دي ٠ په پخله مدعا کي دی داسي مغالته کوي ٠ څوک چه وائې چه مغالطه ده

تر ننه پور ئې هم داسي دلايل پيداکړيندي چه مغاطه ردکړي ٠ چه مغالطه ده

[color=red:fe4ea2d227]سوال دا دي چه اوس نو اسلامي فلسفه څه فکر کوي ؟؟؟؟؟[/color:fe4ea2d227].


نقاد
17.11.2004

ډيره ښه ليکنه ده، ميلمه ورورته سلامونه، نيکې هيلې او درناوی وړاندې کوم او بيا زياتوم چې:
يوګړي حواس په حسي درک کې د تيروتنې سبب شي ، خو د نور حواسو په ګډون سره هغه تيروتنه کنترول
اصلاح کيږي: مثلأ که د اوبو په ډک ګيلاس کې په مايله توګه يو پنسل ننه باسو، د اوبو له سطحې د تيريدو سره سم پنسل سترګوته مات او منکسر ښکاري، خو که په ګوتو يې په اوبو کې لمس کړو ، س کيږي چې پنسل سم دی او منکسر شوی نه دی، کله چې يې بيرته راوباسو هم پنسل سم تثبيت کږي.
پاتې شوه د عيني (خارجي) واقعيت د موجوديت موضوع د اسلامي فلسفې له مخې، نو له عيني واقعيت څخه اسلام نکار نشي کولی او هر اسماني دين پر عيني واقعيت ټينګار خپل بنسټ بولي، که نه څنګه به د الله تعالي، ملايکو او ارواحانو، کايناتو او نورېو اخروي نړيۍ د عيني موجوديت ادعا وکړای شي؟ هو برکېلي او نرو ذهني ايداليزم په خپل فلسفي مکتب سره يني غقايدو ته هم ګوزار ورکړی و. له برکېلي څخه په تفريح کې د ټولګي له څخه بهر وپوښتل چې: هغه ميزونه او چوکۍ چې په ټولګي مو ليدل ، اوس موجود دي؟ . ده ځواب ورکړ چې : زما په ذهن کې اوس نشته ، نو له وجود څخه يې هم خبر نه يم ! .له عيني يا خارجي واقعيت څخه د ذهني ايدياليزم دانکار يا خبر نه يم دريځ په معرفت ې د اګنوستيسيزم په نامه شهرت لري. په درنښت اوسلامونو .
يم


Anonymous
18.11.2004

نقادصاحب ( ورورته سلامونه)، نيکې هيلې او درناوی زه هم وړاندې کوم
خبره خو حل ده د انکساراو يا د سراب ٠٠٠٠٠ وغيره ٠
خبره داده چه دغه قلم چه منکسر ښکاري ٠ دغه انکسار يو ډير منکسر ويني او بل ئې لږ ٠
او سراب يو نفر فکر کوي چه سل متره ليري دي او بل نفر فکر کو چه اتيا متره ليري دي ٠
چه دواړه حالته نه واقعيت اونه حقيقت دي ٠ او که تاسو يوې توري تختې ته ګورۍ ٠ او زه هم ورته ګورم ٠
تاسو ئې تېزه توره وينۍ او زه ئې لږ خامه توره بولم ٠ نو داخو حقيقت نه سو ٠ حقيقت خو هغه وخت دي ٠ چه
دواړه ئې يو قيسم وکڼو ٠ نو حقيقت دي ٠ هغه وخت به محقيقين يو چه قيسم ئې ووينو

پاک الله موجدالوجود او لاوجود دي ٠ الله و تعالی خو لوړ دي د ((اضداد)) څخه ٠د حق او باطل ، علم او جهل،
حيات او مرگ، خير او شر، قدرت او ضعف ٠ حاکم پر دغه ټولودي ٠ اوخواجه نصيرالدين طوسي داسي باورلري
چه نه وجود دي او نه لاوجوده ٠ بلکي مبنا د وجوداو لاوجود دی
او خدای تعالی خو هم موږ هر يو په جلا پوه پېږه نو او يقين مو فرق کوي ٠


نقاد
18.11.2004

سلامونه او نيکې هيلي وړاندې کوم، دو مره به ووايم چې که ذهنأ مونږ رنګونه ، د روښانتيا درجې او د نور ظواهر په توپير سره هم وينو ، اورو يا په لمس سره حس کوو ، بيا هم هره درجه او دهر شدت اندزه د يوه خارجي(عيني) موجود او واقعيت دشته والي استازی او بيلګه ده. دا چې هغه موجد شی څشی دی، د ماهيت پيژندنه يې نور د حواسو کار نه، بلکې د عقلي تحليل او تجزيې کار دی. هسې خو رنګونه په واقعيت کی په عيني توګه له سره شته نه، بلکې بيلابيل موجونه دي چې زمونږ په ذهن کې رنګونه توليدوي. خو دا به همدلته پريږدو، رابه شو پخپله د وجود يا واقعيت مفهوم ته. وجود او موجودات هم عيني( له ذهن څخه خارج) وي او هم ذهني(په ذهن کې داخل) وي. سربيره پر دې موجودات او وقعيتونه په تغير او بدلون کې وي، تل تغير خوري،نو ښايي همدا سبب وي چې الله تعالی ته نه موجود او نه ﻻ موجود ويل کيږي. هغه ذات هيڅ تغير او تبديل نه لري (رحمانه)،
(اذلي او ابدي يا تل ترتله ) پر يو حال (برقرار ) دی ( رب زما) . خو دا چې عيني ( objectiv) ذات دی، او د ټولو موجواتو خالق او د هر وجود عامل دی، نو يواځينۍ هستي هم دئ لري، تر ده پرته بل هيڅ وجود ابدي هستي نه لري. هستي ﻻ موجوده نه ده او موجودات رامنځته کوي ، او هستي چا راموجوده کړې هم نه ده يعنې تغير او بدلون نه لري نو په دې معنی موجوده هم نه ده، او دا صفت لکه څنګه چې تاسو ورته اشاره کړې ده ، يواځې او يواځې د ابدي هستۍ خاوند الله تعالی لري او بس. فسبحن الذي بيده ملکوت کل شیء واليه ترجعوان . والسلام .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more