د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

کیسه له سیاست سره هیڅ تړاو هم نه لري!!

حمید هڅــاند
18.01.2013

په هوايی ډګر کې مې يو پښتون ځوان ولیده چې خپله مورکۍ يې هم ورسره روانه کړي وه. مور يې وطني درانه کالي اغوستي او پخوانۍ پڼې يا موچڼي يې پښو کړي وې. اوږدو لستوڼو ته يې ښې له مريو او زرتارو ډکې خولې ورڅرخي کړي وې، پر تراټ بند يې له کونجکو جوړي تراټې کتار کړي وې، ډيره په درنښت او وقار روانه وه. ناست خلک يې ټول د درنښت او افغاني وقار تر اغيزي لاندي وو. خو ځوان زوي يې داسې ښکاريده چې که مور ورسره نه وای، خلکو به د آستراليايي ګومان ورته کړی وای، ږيره بريتونه يې باک خريلي او پيکی يې لکه د چرګ کاکول نيغ درولی وو. په يوه غووږ کې يې لښتۍ اچولي وه او د شونډو د سره کولو ترڅنګ يې پر مخ هم د ميک اپ يوه نرۍ ګل ماله تيره کړي وه.
تنګ شرټ او د جينز نور تنګ پتلون يې اغوستی وو او دومره اوږد بوټونه يې په پښو کړي وو، ته به وا د ګز په حساب يې اخيستي ول...!
خو ځوان له دغه ټول Arrangements سره بيا هم سټريس ځپلی،خجالت او د کمترۍ د احساس ښکار مالومیده.....!

د عنایت الله کاکړ له وال څخه....


مومند
18.01.2013

تاوده سلامونه هڅاند صیب
((دومره اوږد بوټونه يې په پښو کړي وو، ته به وا د ګز په حساب يې اخيستي ول...! )). د خندا وړ جمله دی خو افسوس دی په هغو خلکو چی خپل په اصلیت او ښایسته دود او دستور شرمیږی.

مومند


حمید هڅــاند
19.01.2013

[quote:6163d5ccb9]تاوده سلامونه هڅاند صیب
[/quote:6163d5ccb9]
تاوده وعلیکم سلامونه ښاغلی مومند! دا ځل مې دوې خورا خوږې کیسې درته را وړې دي چې له سیاست سره بیا هم هیڅ اړخ نه لګوي!!

لومړی: نن مې په يوه جومات کې يو ډير ښکلی شيک زلمی وليد چې د جومات په يوه ګوټ کې غلی پر لمانځه ولاړ وو. په جومات کې بل څوک نه وو، زه يې هم تر څنګ ودريدلم. سبحان الله.... د ژړا غږ مې ندی اوريدلی خو اوښکې مې يې وليدلې چې پر مخ يې داسې را رواني وې لکه سيلاب.......! د دُعا پر مهال يې عجز او نياز لا د کتلو وو.....!

دوهم: په ۲۰۰۲ کې مې په کراچۍ کې د کرايي نوی کور ونيود. د کور څښتن يې د ساتني او پاليني لپاره يوه کورنئ پکې اچولي وه. دغه کورنۍ د يوې سپين سري ابۍ په ګډو ټول پنڅه تنه وو او د کور د شا لوري ته په کوچنيو خونو کې اوسيدل....!
سبحان الله...! دغه خلک سخت مسکينان وو او ډيره سخته ګوزاره يې وه... خو د ورځې به روژه ول او د شپې چې به مو کتل د لس کلن ماشوم په ګډون به پنځه سره د تهجدو پر لمانځه ولاړ وو او ژړاګانو به يې يو کيف جوړ کړی وو.....!

بیا هم د عنایت الله کاکړ له وال څخه...


larghonay laraway
20.01.2013

السلام عليکم!
هڅاند صيب دفورم په دبي برخه کې مې ستاسو يو څو وروستۍ پوښتنې بې ځوابه پرېښې وې او باور وکړه چې هغه ورځو کې دومره بوخت ووم چې هم تر ذهني او هم جسمي فشار لاندې وم. اوس ستاسو پر وړاندې راته ځان داسې خجالت خجالت ښکاري. خو په هر صورت يوازې الله جل جلاله پر يو حال دی.
اوس به ستاسو د کيسو په اړه خپله تبصره وکړم:
لومړۍ کيسه:
دا ښه خبره ده چې خپل اصل او کلتور وساتل شي خو دا هم د يادولو ده چې کلتور د کابل د اسمايي غر نه دی چې تل پر يو حال ولاړ وي، بلکې د بدلون او نوښت وړ شی دی. ما مخکې هم ليکلي وو چې د (فرام کابل ټوکشمير) په نامه يو کتاب دی چې د انګليسانو د دويمې جګړې پر وخت ليکل شوی او د هغه وخت تصويرونه په کې دي باور وکړه ته به وايې چې د کندهار د نن ورځې د ليرې پرتو کليو خلک دي خو هغه د خيبر افريديان دي!
يعنې لباس بدلېدی هم شي.
بله دا چې عنايت الله کاکړ دغه ځوان په کوم کلي کې نه دی ليدلی بلکې په هوايي ډګر کې يې ليدلی دی نو خېر دی که په هوايي ډګر کې يو ځوان (پتلون) واغوندي.
خو دا چې مورکۍ يې په خپلو جامو کې وه دا ډېره په زړه پورې ده. ځکه زمونږ پښتو او اسلام ښځو ته د بربنډيدو او فچاشۍ اجازه نه ورکوي!

دويمه او درېمه کيسه:
ښې له پند او عبرته ډکې دي، يو مسلمان بايد ترې پند واخلي. ګېده يا وږې يا مړه خو چې اخرت يې خوار نه شي!

ولې دا هم بايد درته ووايم چې لنډې کيسې نه دي. ځکه لنډې کيسې خپل سکښت او جوړښت لري. دا ښې خوږې تبصرې دي.
مننه
ستاسو لاروی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more