د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

له يوه وطنفروش اګينټ نه توقع

tandar
16.01.2013

له يوه وطنفروش اګينټ نه توقع دځان او ټول ملت بي ثباتي ثابتوي
اوښ که لوړ دي دشودو طمعه تري مکړه
..........................په باريې دروند باروه په هډو روغ دي
بس کرزي نن داشغالګرو اوښ دي چه څنګه خوښه وي هغسي يې باروي اوملت بايدتري دشودو طمعه ونکړي
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
.....................................................
حبيب اله غمخور
پدې ورستيوکښي دامريکامتحده ايالاتوته دښاغلی کرزی پر سفر ،تر سفر مخکې يوه مياشت اودادی ترسفروروسته هم ددې سفر پرلاسته راوړنواوياارزونه بايدي په ډ له ايزو رسنيوکښي دسياسی بحثونواوشننو دېگدان ډير تود دی .

ماته خپله تراوسه ددې سفرداسي کومه گټه چي په هغه کښي دې په رښتيااوبېله شعاره زموږ دولس ملي گټې نغښتي وي نه معلوميږي .هرځل چي تللئ همدا خبري ئي کړي ، خوعملی گټه ئي زموږ ولس سرپه سترگونه ده ليدلې .

البته پدې سفر کي کرزی صاحب هرومرودخپل مينځی اړېکو اودکرزی پر هغوپلانوباندي چي تراوسه لا زموږ عاموخلکولپاره نه دي رسواسوی دښاغلي بارک اوباماسره خبري کړي وي . اوهمدا ډول به ئي دافغانستان دراتلونکی مشرتابه لپاره که په رښتياهم ټاکنې پرخپل وخت اورڼې وشي خپله سمپتی له هغۀ سره شريکه کړې وي،دابه ډير ژرڅرگنده شي چي څه کيږي اوښاغلی کرزی به که چيري دټاکنوکېدل حتمی سول په لمړی سرکي دپردې شاته اوبياپه عام ډگرکښي دچاشاته ودېږي .

ولي پدې موږ ټول پوهيږو چې کرزی صاحب په هيڅ صورت نه غواړي په افغانستان کي داسي څوک واک ته ورسېږي چي له دنه دخپل حاکميت ددوري دنېمگړتياوو اوناخوالوپه هکله پوښتنه وکړي .

همدا اوس مې چي داليکنه کول دکرزی صاحب وينادډله ايزورسنيوله استازسره واورېدل .پرې پوه سوم چي کرزی څه غواړي اوڅه به وشي .

هغه وايي (( امريکازموږ سره ومنل چي په کليو اوبانډوکي به دوي عمليات نه کوی ،داښه کاروسوځکه دافغانستان په کليواوبانډوکي دترهگری رېښي ،روزنتونونه اودهغوي تمويلونکی ژوندنه کوی ، ټول پوهيږي چي دازالی چيري دي .

دطالبانوسره دي جگړه نه کوی دازموږ کاردی ،که ترهگربهرنيان دي نوهلته ورسئ اوجگړه ورسره وکړی .

خومتاسفانه دتل پشان ددې تورمخوگاونډيانودنومونوله اخيستلونه ډډه کوی کوم چي زموږ دولس دتاريخي زورېدنې اوخواريواساسي لامل گرځېدلي . دبلې خواعام ولس پدې ډاډه نه دی چي دغه پوځ دي دافغان ولس امنيت خوندي وساتلاي شي .

همدا ډول ئي دزندانونودنه درلودلوخبره وکړه ،داهم له ديرپخوانه زموږ ترنيوکولاندي وه ،خو امريکايي لوری يوسلسله دلايل درلودل ،اميد چي اوس دادلايل اوستونزی حل اوامريکادبگرام په گډون ټول زندانونه افغان لوري ته وسپاري اودافغانانوسره محاکمه دافغان دولت دنده وبلل سي .

کرزی صاحب وايي يوشمير امريکایی پوځيان دلته پاتېږي ،خوپدې شرط چي دوي د افغانستان د قوانینو په وړاندې قضايي مسونيت ولري ،يعني دلته محاکمه نسي په امريکاکښي دترسره سوی جرم په تورمحاکمه سي .کرزی صاحب په يوه جالب اوداورېدونکولپاره په پوهېدونکي تون سره وويل : ((که له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې امریکایان غواړئ، هغوی مصونیت غواړي. دوی راته ویلي چې که مصونیت را نه کړئ مجبوره یو چې ووځ، او بیا به نه په افغانستان کې نه کوم عسکر ولرو او نه به له افغانستان سره اړیکې ولرو.))تاند ويب پاڼه

کرزي صاحب وايي : ((امریکا په خپله دې غوښتنه کلکه ولاړه ده چې عسکرو ته دې موږ قانوني مصونیت ورکړو. خود افغانستان حکومت په دې باب پرېکړه نه شي کولی . دا په افغان ولس پوري اړه لري چې تصمیم ونیسي. لویه جرګه به په دې باره کې فیصله وکړي .

کرزي د افغانستان خلکو ته وویل : ((که له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې امریکایان غواړئ، هغوی مصونیت غواړي . دوی راته ویلي دي چې که مصونیت را نه کړئ مجبوره یو چې ووځ، او بیا به نه په افغانستان کې نه کوم عسکر ولرو او نه به له افغانستان سره اړیکې ولرو.)) تاند

بلې دامريکايوسربازهم چي په بهرکي دامريکاددولت په امردنده سرته رسوی په بهرکي نسې محاکمه کېداي ،داحق ئي په نړۍ کښي يوه هيوادته هم نه دی ورکړی اوددې حق ورکولوصلاحيت دامريکاله ولسمشرسره نسته .

خوزه فکرنه کوم امريکادې دومره ساده ديپلوماسی خپله کړي چي پريوې عادي مسله دې دافغانستان سره خپلې هر اړخيزي اړېکې وشلوی،هرومروبه ئي دحل لارپيداشي .

دهيوادپه کچه دغه لاسته راوړنې چي کرزی صاحب ئي لاسته راوړنې بولي ،پدې باوريم چي خلک به ئي ورسره ونه مني ،ځکه داکومي لاسته راوړنې نه دي اوپردغه مسائيلو دنږدې يوکال دواړي خواوي تبصرې کوي .

امريکا دملگروملتودسازمان ديوغړی هيوادپه توگه مکلفيت لري زموږ دهيوادخپلواکی،ملي حاکميت اودلته وضع سوی قوانين ،زموږ دخلکو منل سوی دود اودستور ته چي پکښي سولي،ټولنيز عدالت اوانسانيت مقام ته ز يان ونه رسوي درناوی ولري .

دامسله دملگروملتوپه منشورکي تسجيل سوې ده اوپلي کېدل ئي دټولوغړوهيوادو مسوليت دی . په حقوقی توگه دامهمه نده چي کوم هيواد بډاي اوکوم غريب دی .

دبلې خواپه کليو اوبانډوکي دعملياتوپر وخت دبهرنيو پوځيانوخپل سری دايولس کاله دافغان ولس ترگوتنيونې لاندي وه اوله بهرنيو هيوادونه ئي دخپلو عادي اوغيردولتي امکاناتونه په استفادې سره غوښتي چي دپوځی عملياتوپر وخت زموږ دکورنيز ژوند،ټونيز دود او دستورمراعات وکړی ، په تکرارداغوښتنه يوځل بياکوو.

متاسفانه اوس چي حالاتوتغير وخوړ اولکه چي کرزی صاحب هم پوهيږي نور زموږ ولس ته دمنلو وړندی ،نو ددې لپاره چې دبې قدرتۍ په وخت کي دځانی مسونيت لپاره لارخلاصه کړي پسله لس کاله زجراوظلم نه ئې اوس دادی دخواخوږی ږغ پورته کړ ،کنه دلمړی ورځي نه متاسفانه امريکايي عسکرولکه دانورو زموږ دخلکو دوداودستورته پام نه کاوه . خودالس کاله دخپلوگټوپه خاطرکرزی صاحب چوپتيا غوره کړې وه اوس دځان په گټه ،دادی په بې مسلويته څرگندونو سره دبهرنيو هيوادوپه وړاندي دافغان ولس داحساساتوراپارونې ته ئي ملاتړلې ،چي داډول سياست نه ملي اونه هم دملي گټوساتلولپاره گټورتمامېداي سي . زموږ دولس پاک احساسات نه بايد دافغانستان دنړيوالواړېکو پرخلاف راوپارېږي ،اوبه خړي شی اوماهيان پکښي ښکارشي .

دپوځ روزنه ،په وسلوسمبالول به هغه وخت ډير گټوروی چي داپوځ ديوه ملي دولت ترادارې لاندي وي ،افغان ولس پدې ډاډه شي چې دبهرنيانوله احتمالي وتنې نه وروسته دتنظيموترمنځ دقدرت پر سرسياليو نه وېشل کيږي .

دهمدې بې باوری له مخې زيات افغانان داخبره کوی چي پوځ بايد دملي مکلفيت ددوری پر بنياد جوړاودهرځوان افغان دنده وبلل شې چي دافغانستان په وسله وال پوځ کښي خپله ملي دنده سرته ورسوي .دغه ډول پر ملي بنسټونوولاړه اوجوړه سوې اردوکه هرڅومره غښتلې اوځواکمنه شي دافغان ولس دتشويش لامل به هيڅکله هم نشي .

موږ دتنخواخوره پوځ دساتلومالي اومادی امکانات نلرو اوترپنځوسوراتلونکو کلونوپوري به ئې هم ونلرو. نوضرورت څه دی چي دبل چاپه پيسو، دبل داسي هيوادپېښي وکړو ،کوم چي دپېښې جوگه کېداي ئې نسو. داروپاپه زيات شمير هيوادونوکي ځوانان مکلفيت لري چي دعسکری دوره ددغوهيوادوپه وسله وال پوځ کي ترسره کړی ، دوي وايي ديوه هيوا دهر اوسېدونکی دملت اوهيواددساتني په وړاندي مسوليت اومکلفيت لري .

راځودې خبري ته چي اياپه رشتياسره کرزی صاحب يوازي دهمدې خبري لپاره لويه جرگه پسله څومياشتو راغواړي؟

اوکه به پدې بهانه ددې لويي جرگې په اجنډاکي نورمسايل هم شامل سي ؟

ځکه څه موده وړاندي ښاغلی فهيم دراتلونکوټاکنواوپدي ټاکنوکښي دکاندپه هکله په څرگندوټکو ،وويل چي موږ بايد يوه ملي اجماع راوغواړواوهلته پريکړه وکړو چي څوک زموږ ټولو کانديدوي،دېته ورته خبره دننگرهار والي ښاغلي گل اغااوپه پېچلو الفاظو معلم صاحب عطاهم کړېده . ترکومه ځايه چي زه خبريم دکابل ښارپه ځينوځانگړوميلمستياوو کي هم دداسي لويي غونډي ياکه شف شف ونه وايو لويي جرگي دجوړېدوپر اړتيايواوبل ځاي بحثونه کيږي .

دبلې خواداڅوکاله فکرکېده چي کرزی صاحب به ديوي داسي لويي جرگې دجوړيدو وړانديز وکړی لکه چي دادی وئې کړ ، داچي ددې لويي جرگې پر دېگدان به کوم خواړه اودچالپاره پاخه شي دابېله خبره ده .

سره له دې چي همدا نن وايم دابه هم دتيرپشان يوه فرمايشي لويه جرگه وي ،خواميدوار يم چي پدې منلو اودربارته نږدې گډونوالوکي ديوشميرکسانو وجدان دافغان زوريدلی ولس په هکله عادلانه قضاوت وکړی اودادرنگارنگ جگړو، پاټکونو ، خپلواکومحلی حکومت سالارو،تنظيمومشرانون، په فساد ککړودولتی چارواکو،دهېروئينودپټو اوښکاره سوداگرو،دبهرنيولاسپوڅو،بنسټپالو، له ملت نه ليري اوبيگانه وودگټو ساتلوپه خاطر دملي مصليحتونوترتش نامه لاندي دملي ارادې اوملي گټو پر خلاف دمصليحتونوقرباني نشي،خداي ته مخ اودويته شاکړي . ومن الله التوفيق


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more