نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د اسلام او پښتو سره نۀ کېږي؟ ناشنلسټ پښتانۀ او اسلام، "اسلامسټ" پښتانۀ او پښتو ...
پښتون ځلمی
13.11.2004
سلامونه او نېکې هيلې
هم دغسې يوه موضوع ما پۀ يو بل فورم کې هم پرانيستې وه او دغه دی دلته ستاسو غبرګون او نظر هم پوښتم.
زۀ ګورم - پۀ اصلي ژوند کې، او د اخبارونو او انټرنيټ پاڼو د مخې - چې زموږ ډېري (او زۀ بيا وايم چې [color=red:1dfc9027b5]ډېري، نۀ لږ او نۀ هم ټول[/color:1dfc9027b5]) پښتوپاله او پښتونپاله افغانان د اسلام مينه وال نۀ دي. مينه وال خو پرېږده، ډېري يې لۀ اسلام او اسلامي احکامو سره ښۀ سم ضد ښکاره کوي. تاسو به وايئ چې ځلميه تۀ د چا پۀ زړۀ څۀ پوهېږي. ښۀ وايئ، د چا پۀ زړۀ خو پرته لۀ الله پاک بل څوک نۀ خبرېږي، خو موږ ته هم الله تعالی عقل را کړی، دومره خو سړی پوهېږي چې where someone is coming from
بل ځواب مو دا چې ما و ويل چې د اسلام سره ضد ښايي او يو سړی چې ضد ښايي، هغه خو ټولو ته څرګندېږي.
دا ياد شوي خلک داسې خبرې کوي او داسې عکس العمل ښايي چې ګنې يو سړی دې يا مسلمان اوسي او يا دې نعوذبالله يواځې پښتون اوسي، لکه اسلام او پښتو چې بېخي دوه مخالف او متضاد نومونه وي.
هم دغه راز زموږ ځينې ځينې اسلامپاله ورونه بيا د پښتو سره جوړ نۀ راځي. دوی هرو مرو پښتو ضدي نۀ دي، بس دومره ده چې ځينې يې د پښتو او پښتنو پۀ غم خپل سر ډېر نۀ خوږوي. د دوی څخه زۀ ډېره ګيله نۀ کوم ځکه چې لومړی دوی ته خپل دين مخکې دی او هر چا ته بايد وي او دوی کېدای شي پۀ دې وېرېږي چې پۀ بې ځايه ناشنالزم کې اخته نۀ شي. بله دا چې دوی هرو مره د پښتو او پښتنو سره خيانت نۀ کوي لکه هغه فارسي او فارسيوان خوښي farsi(wan) lovers يې چې کوي.
زۀ خو وايم چې ريښتينې پښتونولي او ريښتينی پښتني دود او ژوند چې اسلام سره څومره نيږدې والی لري، دومره نيږدې والی به ورته د يو قوم ژوند او دود هم نۀ لري، خو افسوس افسوس افسوس او يو ميليارد ميليارد وارې افسوس چې موږ ګورو او اورو چې (يا به پښتون يې يا مسلمان). فارسيوانانو (يا هر څوک چې وي) کېدای شي دا مشهوره خو بې معنا پوښتنه "مسلمان يې کۀ پښتون؟" لۀ هم دې کبله را ايستې وي چې زموږ ډېر پښتانۀ پښتو ته نعوذبالله بېخي د ايمان پۀ سترګه ګوري. دا پوښتنه چې اوس هم د باسوادو باسوادو پښتنو نه وشي، نو بند پاتې شي او کله کله خو پۀ ساتونو ساتونو د دې پۀ "ځواب" بحث کېږي. دومره خدای پاک توفيق نۀ دی ورکړی چې و وايي "مسلمان هم يم او پښتون هم / پۀ دين مسلمان يم او پۀ وينۀ پښتون". توبه!!
نور بيا، خو تاسو کولای شئ خپل نظرونه وړاندې کړئ.
زۀ ښۀ وايم کۀ بد؟ کۀ ريښتيا وايم، دا ولې داسې ده. مهرباني وکړئ موضوع بلې خوا ته وړلو نه ډډه وکړئ.
ع کريم حليمي
13.11.2004
پښتون ځلمی صاحب زما سلامونه او ښې هيلي
په ټوله نړۍ کښي يو شئ دي چه identity ئې بولي ٠ او بله دغه څخه انسان داسي مثال لري ٠ لکه په حمام کښي
چه خلګ لڅ ولاړ وي ٠ يو اوبل په پېژندل کيږي ٠ چه who is who چه څوک څوک دي ٠
او بل يو شئ دي چه tags يا badge ئې بولو ٠
دغه دري شيان د انسانانو له پاره ډېر ضرور دي په مدني او غيري مدني ټولنه کښي چه پېژندل پکيږي (پېژندلګلوي) ٠
او هر يو په جلا وخت او مکان کښي کارېږي ٠ د مثال په ډول ٠ که يو داسي مجلس جوړ وي چه د هر مذهب خلګ
سره را ټول وي ٠ نو هر يو خپل ځان د ايډنټټې له پاره يوه مذهبي tags جوړه وي او په مسلمان ئې معرفي کوي ٠
او که د څو دولتو څخه خلګ راټول سوي وي ٠ نو tags ئې دملک په نامه وي ٠ چه افغان ، پاک ، هند
او که ملي مجلس جوړ وي ٠ او نماينده ګان ئې د ولايت ټاګ ئې په غاړه وي ٠ کندهار ، جلال اباد ٠٠٠٠
او که قومي جرګه وي ٠ نو د قوم ټاپه پرلګېدلې وي ٠
او که په دولتي وظيفه وي ٠ نو بيا د پوليس،عسکر، ژاندارم،ټرافيک badge ئې په غاړه وي ٠
اسلام يو باور دي ٠ هويت ندي ٠ او پښتون ، افغان هويت دي ٠
زموږ نبي چه د اسلام رهبر دي ٠ خپل عربي او قريشي هويت ئې دلاسه نه وو ورکړي ٠ چه ځان ئې قريش بللي
او موږ ئې هم د قرېشو سردار يادوو ٠ او هم وو او هم دي ٠
اسلام د خلګو څخه identity نه اخلي ٠ سليمان فارسي صحابي وو او خپل د ايران هويت ئې دلاسه ورنکړۍ
بخاري د بخارا دي خپل ځان ئې په ټوله بخارا بللي دي ٠ أبو عبد الله محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة بن بردزبة البخاري
که څوک خپل ځان په مسلمان يوازي معرفي کړي ٠ هيڅ هويت به پيدا نکړي ٠ بيا هم خلګ دوهم واري پوښتني
ته مجبوره کيږي ٠ چه نو څوک يي ٠ افغانی،هندی،ايرانی
که څوک خپل هويت د لاسه ورکړي ٠ (national identity ) ورک کيږي ٠
اسلام که هويت وي ٠ نوبه ، يمني،سعودي،عراقي،مصري ٠ ايډنټټۍ به نن وجود نه در لوداي
او هم به جرمن ،رشن،امريکن هم نوای ټوله به په کاتوليک يا کريشچن نومېدلای ٠
نن موږاوتاسو ته په تجريبه معلومه سوه ٠ کومو خلګو چه ځانونه پښتانه نه بلل ٠ يوازي ئې ځان مسلمان ګڼل
نن کوښښ کوي چه پښتانه سي برته (اخوانيان) ٠ او چاچي ځانونه د پښتنو جلا کول ٠ او قوميت ئې بد ګڼۍ (چپيانو) نن پښيمانه دي ٠ او پښتانه سوه برته ٠
يو وخت پښتانه برهمنيان وه ،بودايان وه، اتشپرستان وه او نن الحمدالله مسلمانان دي ٠
څوچه دا جهان ودان وي ٠ دغه خلک پښتانه يا افغانان وي
خدای هم دغه ويلي چه شعُوباً وَ قَبَائلَ لِتَعَارَفُوا ٠ خدای پر دي شاهد دي چه پښتانه ئې ددي لپاره پيداکړي ٠
چه په پښتونولۍ په قوم وپيږندل سي ٠ نه په اسلام
٠
پښتون ځلمی
17.11.2004
سلامونه او احترامونه حليمي صيب
ستاسو د ليکنې څخه ډېره مننه. خبرې مو ټولې پر ځای دي.
لکه څنګه چې ما د مخه ليکلي چې نن صبا زۀ ګورم ډېري خلک چې ډېر پښتو پښتو کوي د اسلام پۀ کيسه کې نۀ دي، بلکې ډېري يې د اسلام سره ضد هم لري. زۀ دا هم نۀ وايم چې دا خلک هرومره پۀ خپل عمل کې هم پښتانۀ دي، بلکې پۀ پوره زړورتيا ويلای شم چې ما ته خو پرته لۀ نيم فيصد يا يو فيصده نور يو (پښتون) هم پښتون نۀ ښکاري او هم دغسې ده.
پوخوا به مې چې د يو سړي صفت د يو پښتون پۀ توګه واورېدل، نو لۀ ځان سره به مې ويل چې (دا چې دومره ښۀ پښتون دی، نو هرو مرو څومره ښۀ مسلمان به وي)
خو اوس چې د چا ستاينه واورم او يا څوک وګورم چې ځان پښتون پښتون کوي، نو زړۀ مې ښويه شي او وايم (الله خير، چې دا به اوس څومره اسلام ضدی وي)
يوه بله پوښتنه چې ما ته پۀ اوس وختو کې پيدا شوې، هغه دا ده چې پۀ دې کميونست فکري خلکو کې ولې د پښتو ژبې مينه او لګ څۀ ناشنالستي موندل کېږي؟ حال خو دا دی چې کميونزم پۀ ظاهره ډول ټولو وګړو (او هم ښايي ژبو) ته پۀ يوه سترګه کتلو دعوه کوي. کېدای شي زۀ د کميونزم پۀ تعريف سم نۀ پوهېږم، خو دا خبره څرګنده ښکاري چې پۀ کميونست فکري خلکو کې (پۀ ظاهري ډول) د ژبې او فرهنګ (يا ريښتينی يا هم د دروغو فرهنګ) سره علاقه ډېره ليدل کېږي.
Ghairat
17.11.2004
[quote:75e0e85f97="پښتون ځلمی"]سلامونه او احترامونه حليمي صيب
ستاسو د ليکنې څخه ډېره مننه. خبرې مو ټولې پر ځای دي.
لکه څنګه چې ما د مخه ليکلي چې نن صبا زۀ ګورم ډېري خلک چې ډېر پښتو پښتو کوي د اسلام پۀ کيسه کې نۀ دي، بلکې ډېري يې د اسلام سره ضد هم لري. زۀ دا هم نۀ وايم چې دا خلک هرومره پۀ خپل عمل کې هم پښتانۀ دي، بلکې پۀ پوره زړورتيا ويلای شم چې ما ته خو پرته لۀ نيم فيصد يا يو فيصده نور يو (پښتون) هم پښتون نۀ ښکاري او هم دغسې ده.[/quote:75e0e85f97]
ددې مطلب خو داشو، چې دوی نه پښتانه دي او نه مسلمانان ؟
[quote:75e0e85f97]پوخوا به مې چې د يو سړي صفت د يو پښتون پۀ توګه واورېدل، نو لۀ ځان سره به مې ويل چې (دا چې دومره ښۀ پښتون دی، نو هرو مرو څومره ښۀ مسلمان به وي)
خو اوس چې د چا ستاينه واورم او يا څوک وګورم چې ځان پښتون پښتون کوي، نو زړۀ مې ښويه شي او وايم (الله خير، چې دا به اوس څومره اسلام ضدی وي)[/quote:75e0e85f97]
يعنې دوی تش مسلمانان يا پښتانه نه دي، بلکې د اسلام سره ضديت او دوښمني هم لري يعنې کمونستان دي او دهمدې ضديت له پاره ځانونه پښتانه پښتانه ښودل غواړي . آيا پښتو پښتونولي دوی ته داسلام ضد توکی ښکاري ؟
[quote:75e0e85f97]يوه بله پوښتنه چې ما ته پۀ اوس وختو کې پيدا شوې، هغه دا ده چې پۀ دې کميونست فکري خلکو کې ولې د پښتو ژبې مينه او لګ څۀ ناشنالستي موندل کېږي؟ حال خو دا دی چې کميونزم پۀ ظاهره ډول ټولو وګړو (او هم ښايي ژبو) ته پۀ يوه سترګه کتلو دعوه کوي. کېدای شي زۀ د کميونزم پۀ تعريف سم نۀ پوهېږم، خو دا خبره څرګنده ښکاري چې پۀ کميونست فکري خلکو کې (پۀ ظاهري ډول) د ژبې او فرهنګ (يا ريښتينی يا هم د دروغو فرهنګ) سره علاقه ډېره ليدل کېږي [/quote:75e0e85f97].
له دې نه دا نتيجه پلاس راځي چې دا خلک سم کمونستان هم نه دي ، که څنګه ؟
تاسو يې البته په تشخيصولو کې ستونځې لرئ ، چې دوی څوک دي، او څشی غواړي .
[color=blue:75e0e85f97]نو ځلميه ورره ددی تشخيص له پاره تاريخي او سياسي څرګندونې ﻻزم دي او د تر بيل عنوا ن ﻻ ندې يې مطرح کړئ !
په سوچه پښتنې مينه ![/color:75e0e85f97]