د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

سوله له چاسره ؟

tandar
15.01.2013

سوله له چاسره ؟
زمالپاره دسولي کلمه يوه معما ښکاري
١، سوله له چاسره ؟
الف، داشغا لګرو سره ؟
ب، که دهغو له حاميانو، جنګسالارانو ،قاتلانو وطنفروشانو او ملت کشانو ، شمالټلوالو ، سره ؟
که داشغالګر سره دصلحي موضوع مينځ ته راشي ؟
زه وايم چه تا په توپونو اوجازونو او لنډغرانو زما په ملي حاکميت اوملت تعرض کړي په زرګونو ښځي او ماشومان مو راته شهيدان کړل کورونه موراته راوران کړل
نن مخ توري او شرميدلي پښي وباسي او دصلحي ناري هم وهي ؟
افغان اولس نه عذر وغواړي او بلا عوض خساره ورکړي لکه جرمني يې
چه يهوديانوته ددوهمي جګړي په ارتباط هرکال اسرائيلو ته په مليونو ډالر ورکوي
او که ددوي دنوکرانو او وفادارو په ډالرو خرڅ شوو مزدورانو دژوند دتظمين کولو
ته دصلحي نوم ورکوي اوخپلي غونډي رواني کړيدي

دوستم چه په زرګونو افغانان ددشت ليلي په کانټينروکي تيرباران اوشهيدان کړل
صلحه غواړي اوبايد وشي ؟
اصلا دصلحي محتويات بايد روښانه او جانب مقابل يې بايد واضيح او معلوم شي
قرار دخبرو له اوريدو نه شمالټلوال اونور داشغالګرو مزدوران دسرمايې اوخپلو کورنيو له افغانستانه دايستلو په تلاش کي دي ځکه دبادارانو دوتلووروسته خپل شرمنده او خائينانه ژوند په خطر کي ويني
اول داخاوره اوملت خپل استقلال په لاس راوړي اوبس
بيا به ګورو چه صلحه له چاسره وکړو اوولي ؟
تعرض دي کړي بد دي راسره کړي زما وينه دي تويه کړي اوس راڅخه دصلحي غوښتنه هم کوي ؟
دوي بايد له افغان اولسه عذر وغواړي اوبس
دcia او isi لاسونه زما دبي اتفاقه ملت په وينو سره دي


حماد زابلی
16.01.2013

غلامه ورو ورو ورته ژاڑہ
باداردی کڈه واشنٹن ته باروینه.


میرویس
16.01.2013

تندر ورورجانه، د میني او محبت ډک سلامونه در ډالۍ کوم
د احساس او نظریاتو دې مننه کوم.
ستاسې په احساس کې ګڼ شمیر مسائل اخښل شویدي. د اففان ملت دغې غمیزې، دهغو د راتګ روند، علل او معلول، د هغې د ودې او ا نکشاف طریقه، ستاسې د کلونو کلونو اندوختې، کړاوونه، آرزوګانې، نا امیدۍ، مائیوسیتونه، ستاسې پښتنې غرور، احساس، روان جنایات، بې انصافي، بې عدالتی، ستاسې د غوښتنو او وړاند منظر د هیلو نامرادي او واحي فکري ټالونه ددې سبب شوي چې هرڅه دخپل اند او کچې په تله وتلې. ستاسې قضاوت ستاسې د تقاضا په تور دود کې نغښتئ او هدف دغچ اخیستلو په کرکه او نفرت کې درنه غائب شویدئ.
زه به ستاسې نسبي موجه څرګندونې په دوو ټکو کې را ونغاړم
یو - څوک د چا سره سوله کوي، ددوست سره که ددښمن سره؟
دوه -تاسې خپل شعار ته فکر کړیدئ؟ [زما د بې اتفاقه ملت په وينو]. ورور جانه اول خپل ملت یو موټئ کړه، بیادغو نورو کارونو ته ملا وتړه. که تاسې د انتقام او نفرت ددود لوخړې له خبل پاک او پښتني زړه نه ونه باسئ، هرګوره به مسئله د خپل ملت د خیر ښیګڼې د پآره حل نکړئ، او نه به حقایق لکه څنګه چې دي هسې ووینئ.
نوټ: که ما او تا مار ته په لستوڼئ کې ځای نه واي ورکړئ، ولې به نن د تقریباً ټولې د نیا یرغلګرو زموږ هرڅه لاندې او دل کول.
په درناوي او مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more