د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د کال ۲۰۱۴ نه وروسته به څه کیږي؟

اتل
15.01.2013

اسلام علیکم، ګرانو لوستونکو
ځیني عام وګړي او طالبان وایي په کال ۲۰۱۴ کې چې خارجي قواوې د افغانستان نه ووزي، طالبان به د سترګو په رپ کې بیا د قدرت په ګدۍ کښیني.

خو د افغانستان او نړيوالو چارو پنډتان بیا تحلیل کوي چې دا ځل د پخواني شوروي اتحاد لخوا د افغانستان د اشغال د ختم سره ځمکه آسمان توپیر لري
۱. هغه وخت بین المللي ټولنه نه پوهیده چې مجاهدیه څه ډول حکومت جوړ کړي، آیا دوی به د اسې حکومته جوړ کړي چې نورې دنیا ته خطرشي؟
۲. آیا القاعده به په افغانستان کې ځاله وکړي؟
۳. آیا د ګاونډیانو لاس وهنه به لوی خطرونه را ولاړ کړي؟
۴. آیا د افغانستان حکومت به د خارجي جګړه مارانو سره لاس یو ګړي او د غرب په خلاف به دسیسه وکړي؟
۵. آیا بین المللي ټوله به مجبوره شي چې د تیروریزم سره د جنګ د پاره افغنستان اشغال کړی؟
لویدیځ او نوره بین المللي ټولنه د ذکر شوو ټکو نه، نه وو خبر، که دوی پوهیدای چې افغانستان تهدشا اړولو په نتیجه کې به د یادو شو ټکو نه، یو هم ممکن شې، هرګوره به یې افغانستان لیوانو ته نه واي پرې اېښئ

ڼړیواله ټولنه او د افغانستان ګاونډي ملکونه ټول په یوه خوله قدرت ته د طالبانو د رسیدو سره مخالف دي، ځکه چې طالبان د هغوی ګټو ته تاوان دي. بله دا چې طالبان آزمیل شودي، د افغانانو په شمول نوره نړۍ قدرت ته د طالبانو رسیدل او د هغوی وچ، سخت او په اوسنۍ زمانه کې غیر عملي مخرب قوانین چې د دیو بند د لوی مدرس خبره، اکثرو یې د اسلام سره هیڅ تعلق نه درلود، افغانستان په داخل او بین المللي ټولنه کې نشي ښیرازه کولای.
افغانستان پرمختګ ته ضرورت لري، نه په شا تګ ته.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more