نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پر تنګي دره دوحشي یرغلګرو ړنده بمباري- اتلس کلیوال مړه او پنځه ویشت نور ټپيان دي
pattang
14.01.2013
پر تنګي دره دوحشي یرغلګرو ړنده بمباري- اتلس کلیوال مړه او پنځه ویشت نور ټپيان دي-اپډیټ
[img:496759187c]http://www.nunn.asia/images/afghanistan/afghans_killed_in_us_air_strikes.jpg.jpg[/img:496759187c]
تفصيل بـــــرخه: خبـــــرونه
13Jan2013.
لیکوال: نن ټکی آسیا .
نن دوردګو ولایت دسید آباد ولسوالي دتنګي درې دکوزو حسن خیلو په جومات دبهرنیو ځواکونو له لوري بمباري شوې چې له امله دښځو او ماشومانو په ګډون 18 کسان په شهادت رسیدلي او پنځه ویشت نته نور ټپیان شوي دي .
داپیښه وروسته تر هغه رامنځته شوې کله چې دشپې شاوخوا دوه بجې پیل شوي عملیات پایته ورسیدل او ورپسې دناټوهواایی ځواک نوموړی جومات په نښه کړچې له امله یی په جومات کې دننه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته خو کله چې ولسي وګړي له جومات څخه دمړواو ټپیانود راایستلو لپاره جومات ته ورغلل بهرنیو ځواکونو پرې دوهم ځل هوایی برید وکړ چې ددوهم برید په پایله کې 18 تنه ولسي وګړي چې دوه یی ښځې او څو نور ماشومان وو په شهادت ورسیدل په وژل شوو کې څلور کسه ديوې ،
څلور نور دبلې او پاتې نوردبیللابیلو کورنیو غړي وو دیادولو وړ ده چې پدې پیښه کې څو تنه نور ټپیان شوي هم دی چې دځینو روغتیایی حالت داندیښنې وړ ښودل شوی دی .
ځینو عیني شاهدانو ځینو رسنیو ته داهم ویلي چې تر لومړي هوایی برید وروسته امریکایی سرتیري دخلکو کورونو ته ننوتي او خلک یی له خپلو کورونو راایستلی او وژلي دي خو یوه عیني شاهد دنوم نه ښودلو په شرط داهم ویلي چې له کورونو دخلکو تر راایستلو وروسته دوی دجومات مخې ته کښینول شوي او بیا پرې بې پیلوټه التکو بمونه غورځولي دي.دا دعا تر ډیره پدې سمه ښکاري چې په وژل شوو ملکي وګړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي .
د سیمي یو تن مخور مدیر عبد الواسع د پيښي د تفصیلاتو یو افغانۍ رسنۍ ته په لاندي توګه ورکړل: ( نن سهار وختي لمړى الوتکو مسجد بمبار کړ او بيا پياده بهرنيو او کورنيو عسکرو هر هغه څوک چې دکور څخه راوتل په ډزو سره وژل چې په مسجد کې پنځه يا شپږ تنه په شهادت و رسيدل او نور خلک عسکرو په ډزو سره وويشتل چې په دي ډول ټول اتلس تنه ملکي وګړي شهيدان او پنځه ويشت تنه نور ټپيان شول).
هغه وويل دا په سيمه کې رواج دي هغه خلک چې په کورونو کې وسايل نلري نو مجرد ځوانان يي په مسجدونو کې بيديږي دا ځکه چې مسجد ګرم وي چې له همدي کبله د کلي څو تنه ځوانان په مسجد کې بيده وه چې بهرنيو الوتکو پري بمباري وکړه. هغه وويل سربيره پر دي د بمبارۍ له کبله قران شريفونه هم په مسجد کې پاڼي پاڼي شوي او تيت په ترک پراته دي. مديرعبدالواسع وړاندي وويل چې په دي ناوړه پيښه کې د سيمي د ليسي (ابو حنيفه ليسه) يو تن استاد محمدمزمل او د هغه دوه "2" تنه زامن هم وژل شوي او هم د سيمي د يو تن مخور حاجي خړ درې "3" زامن صبغت الله ،عبدالباسط او نيک محمد هم د وژل شويو اتلس کسانو په ډله کې دي. نوموړى همدا راز په ډزو سره د درې "3" تنو ميرمنو د وژل کيدو خبر ورکړ او ويي ويل چې هغوي د بمبارۍ څخه وروسته له کورونو راوتلي چې بهرنيو عسکرو په ډزو سره وويشتلي او ويي وژلي.
د سيمي يو بل اوسيدونکي هم ورته معلومات ورکړي او ویلي دي چې د بمبارۍ څخه مخکي نه په سيمه کې کومه نښته شوي او نه طالبان موجود وه بلکه د غلطو او بي اساسه راپورونو پر اساس وولسي وګړي ووژل شول.
باید وویل شي چي تردې څو ورځې وړاندې هم ناټو ځواکونو دهمدې درې دملاخیلو په کلي شپني عملیات ترسره کړي وو چې له امله یی څلور کسان وژل شوي وو او یو تن بهرنیو ځواکونو له ځانه سره بیولی وو چې لا یی هم دبرخلیک په اړه معلومات نشته.
داپيښه په داسې مهال رامنځته شوه چې دتیرې جمعې په ورځ دامریکا او افغانستان ولسمشرانو هوکړه وکړه چې راتلونکی پسرلی به ټول جګړه ایز عملیات افغان ځواکونو ته سپارل کیږي او بهرني ځواکونه به یواځې دملاتړي رول لوبوي .
د
تنګي دره هغه دره ده چې پکې طالبانو دشپنیو عملیاتو پر مهال دامریکا دځانګړي ځواک یوه چينوک ډوله چورلکه رانسکوره کړه او پکې سپاره ۳۹ تنه ټول سرتیري ووژل شول چې ۷ تنه یی افغان کومانډویان ۱ افغان ژباړن او نور ټول دامریکا دځانګړي ځواک سرتیري وو.
پتوال
15.01.2013
انا لله و انا الیه راجعون
بیا د زړه وینې تویول غواړمه د شهیدانو په مزار باندې
ستا په غلبیل غلیل ټټر ماشومه ستا د سرو وینو لاله زار باندې
له سکندره تر دې دمه پورې پښتون په خپل ټاټوبي سر ورکوي
سبا او بل سبا به هم داسې وي روح مو جهان ته دا خبر ورکوي
مونږه ورکړی امتحان دی ټولې نړۍ ته په وار وار باندې
بیا د زړه وینې تویول غواړمه د شهیدانو په مزار باندې
مونږ د ینکیانو واک منلی نشو، انګریز پنجاب هم قبلولی نشو
د لوی افغان یو موټي خاورې څخه آن تر اټکه تیریدلی نشو
یَو له امو تر اباسینه پورې یُو ددوښمن په سر ګوزار باندې
بیا د زړه وینې تویول غواړمه د شهیدانو په مزار باندې