د موضوعګانو سرپاڼه
  
    
      
    وطن پال او نور ګټور شعرونه
وريښمين قدم
      ګل آغا احمدي
      10.11.2004
    
په پستو پستو ټالونو كې زنګيږي
بيا دخيال ناوكۍ چم په چم نڅيږي
د ښكلا ننداره شنه آسمان كې ښايي
رنګ په رنګ ستوري په سپينه خوله خنديږي
د ګلونو په محل بلبل ميلمه شو
د سندرو ډيوې څانګو كې ځليږي
خماري نيشه په خوا د فضا درومي
له ساقي سره پخپل جام كې لوبيږي
د افق له سردرو نه غږ را غبرګ كړي
ستا د هيلو ګلزارونه زرغونيږي
نور غماز ته پكې ځاى نشته جانانه
د رڼا وړانګې به يار باندې  غوړيږي
پخپل څرك به پوښي لوړ د آرمان غرونه
په وريښمينو څاڅكو عطر را وريږي