د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د امام ابو حنیفه رحمةالله علیه ځيرکتیا

حمید هڅــاند
11.01.2013

[color=darkblue:814caa0803]د رومیانو له پلوه اسلامي نړۍ ته پلاوی راځي او له ځان سره درې پوښتنې راوړي. دا یو ډول ننګونه وي چې د روم له پلوه بغداد ته راځي او خلکو ته چلنج ورکوي چې درې پوښتنو ته دې ځواب ووایي او د قانع کوونکي ځواب په مقابل کې یې د راوړي مال د پرېښودو وعده کوي.
امام ابوحنیفه رحمة الله علیه لا وړوکی وي چې پلار یې هغې غونډې ته بیایې چې خلک راټول شوي وي ترڅو د روم د پلاوي چلنج واوري. پلاوی راځي او پوښتنې پیل کوي:
۱) تر یوه الله مخته څوک ول؟ یانې تر الله له مخه څوک ؤ چې الله یې رامینځته کړ؟؟
۲) د الله (جل جلاله) مخ کومې خواته دی؟
۳) الله ( جل جلاله) اوس په څه کار مصروف دی؟

د روم چلنج خلکو واورېد، خلک یو بل ته غوږونو کې بوڼېدل او چا دومره په چټکتیا ځان قابو نه شو کړای چې په څه ډول به د رومیانو پوښتنو ته قناعت بښونکی ځواب ووایي.
ابوحنیفه رحمة الله علیه چې لا هم وړوکی ؤ، پلار ته یې وویل چې زه د رومیانو ځواب ورکوم. وړاندې لاړ او پلاوي ته یې وویل چې زه ځواب وایم.

له ابوحنیفه رحمةالله علیه نه پوښتنې پیل کېږي:
۱) تر یوه الله مخته څوک ول؟ یانې تر الله له مخه څوک ؤ چې الله یې رامینځته کړ؟؟
د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ځواب:
ــ تر لسو مو حساب زده دی؟
ــپلاوی: هوکې ولې نه!
ــ له لسو نه لاندې تر یو پور حساب وکړئ!
ــ پلاوی: لس، نهه، اته، اووه، شپږ، پنځه، څلور، درې، دوه، یو.
ــ تر یوه مخته څه دي؟
ــ پلاوی: دا نو څنګه پوښتنه ده؟ تر یوه مخته هیڅ هم نشته
ــــ نو چې تر یو مخته هیڅ هم نشته، د یو الله وړاندي به نو څوک ول؟ هغه الله جې واحد ذات دی؟؟؟
د رومي خوله بنده پاتې شوه.

دویمه پوښتنه یې ترې وکړه:
۲) د الله (جل جلاله) مخ کومې خواته دی؟

د ابوحنیفه رحمة الله علیه ځواب:
ــ شمعه روښانه کړه، مخ یې کومې خواته وي؟؟
ــ پلاوی: هغه خو نور دی، هرې خواته خپرېږي!
ــ نو چې د شمعې نور هرې خواته خپرېږي او مخ یې هرې خواته وي، نو د الله پام به ولې یوې خواته وي چې نورالسموات والارض دی؟؟؟

د رومي خوله بندېږي.
رومي لا در دریمې پوښتنې په ویلو پیل نه وي کړی چې ابوحنیفه رحمةالله علیه ورته وایي:
یوه ثانیه! ته سایل(پوښتنې کوونکی) یې که زه؟ رومي ورته وایې چې زه، نو ابوحنیفه رحمة الله علیه ورته وایې چې نو بیا خو ته باید زما په ځای ودرېږې او زه ستا په ځای پاس په کرسۍ کښېنم.
رومی له ناچاره پاڅېږي او لاندې ودرېږي او ابوحنیفه رحمةالله علیه پر کرسۍ کښېني.
رومی دریمه پوښتنه کوي:
۳) الله ( جل جلاله) اوس په څه کار مصروف دی؟
ابوحنیفه ورته ځواب کې وایې چې همدا اوس یې یو مکار له کرسۍ نه ښکته کړ او لاندې یې ودراوه او د الله منونکی یې د هغه پرکرسۍ کښېناوه او همدا اوس یې باطل رسوا کړ او حق ته یې بریا ورکړه!! هرڅه د الله مطلق قدرت کې دي او د هغه جل جلاله په اراده د کایناتو ټولې چارې ترسره کېږي.

پلاوی شرمنده شو او چلنج ملنج یې پرځمکه ولوېد!!!

یادښت::: ممکن کیسه تکرار وي، خو بیا هم ماته په زړه پورې وه، ځکه مې تاسو سره بیا شریکه کړه.
[/color:814caa0803]

درنښت


پتوال
12.01.2013

ما شا الله ډیره خوندوره کیسه مو لیکلې ده، که تکرار هم وي، د تازه کولو وړ او زما غوندې ډیرو ته په زړه پورې ده! والسلام


حلیم یار فطرت
16.01.2013

ماشاء الله عجیب مدلل جوابونه او خوندوره کیسه وه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more