د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ملا عمر پیغام

مومند
10.01.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
ګرانو لوستونکو ملا عمر صیب یو ځل بیا یو اعلامیه صادر کړی چی په هغه کی د نړئ د علماوو نه غوښتنه کړی دی چی د افغانستان د دینی علماوو په غونډه کی چی د جنوری میاشت په وروستیو ورځو کی دی ګډون ونکړی، د ډیر تعجب ځای خو دا دی چی ملا صیب دغو علماو ته خبرداری ورکړی او ویلی دی چی ((که دوی په دې کنفرانس کې برخه واخیسته نو خدای به ورڅخه پوښتنه وکړي او خلک به د عالمانو حساب پرې ونه کړي.)) دا ځکه د تعجب وړ خبره ده چی ملا صیب خو اوس د خدای پر ځای (توبه) فیصلی کوي او اخطارونه ورکوی، داسی خبری کوی لکه چی د ټول نړئ امیر دی او نور ټول حتی علمای دین هم د ده مزدوران او بندګان دی. ملا صیب لږ ویښ شه او شا او خوا ته دی نظر وکړه، تاسو خو خپل د خاوری نه تښدیدلی سړی یاست او که دومره جرّت لرئ او پیاوړی یاست نو لومړی خو خپل هیواد ته واپس راستانه شئ بیا نورو ته خبرداری ورکړئ. زمونږ په زړونو کی چی د سولی لږ رڼا پیدا شوی وّ اوس د دغه پیغام او یا اعلامیی د تاریکیو سره بیرته ورک شو. د افسوس ځای خو دا دی چی زمونږ د جګړه ځپلی خلکو راتلونکی سوله او ژوند د داسی خود غرضو او نا پوهو خلکو په لاس ګی دی.

((ملا عمر له دیني عالمانو وغوښتل چې د کابل په کنفرانس کې ګډون ونه کړي
| پنجشنبه, 10.01.2013, 03:15 PM | (903 لیدل شوی)
تاند- د طالبانو د کوټې شورا د دیوبند او د مصر د الازهر له دیني عالمانو وغوښتل چې د دیني عالمانو په هغه غونډه کې ګډون ونه کړي چې د افغانستان حکومت د روانې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې بللې ده. د طالبانو شورا د افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان او هند دیني عالمانو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که دوی په دې کنفرانس کې برخه واخیسته نو خدای به ورڅخه پوښتنه وکړي او خلک به د عالمانو حساب پرې ونه کړي. د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې طالبانو په څلور مخیزه اعلامیه کې همداراز ویلي، امریکا د ماتې د خوند له لیدلو وروسته غواړي چې له افغانستانه په عزت ووځي او له ځانه د بدنامۍ داغ لېرې کړي.د نیوز ورځپاڼه وايي، د ملا عمر له لوري په دې تصویب شوې اعلامیه کې راغلي:«په ظاهره دا کنفرانس د افغانستان د حکومت له لوري رابلل شوی خو حقیقت دا دی چې دا غونډه د امریکا له لوري راغوښتل شوې ده. دوی د کعبې له امام شیخ عبدالرحمن او د هند او پاکستان له مشهورو دیني عالمانو سره تماسونه نیولي چې په کنفرانس کې ګډون وکړي.» د طالبانو په اعلامیه کې بل ځای بیا ویل شوي چې امریکا د جګړې له یوولسو کلونو وروسته د دې لپاره غواړي چې د دیني عالمانو نظرونه وپوښتي چې د افغانستان د دایمي اشغال لپاره لاره اواره کړي او د افغانانو په منځ کې شکونه رامنځته کړي.طالبانو دغه راز ویلي چې دوی د علماوو اولادونه دي او عالمان باید په دې پوی شي چې د کابل په کنفرانس کې د دوی ګډون به امریکا پیاوړې کړي.))

په درنښت

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more