د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بې پیلوټه الوتکو سره چې جګړې کوې، زما په کور لمبې کوي

اتل
10.01.2013

ګرانو وطنوالو سلامونه او احترامونه
نور کله به چې څوک په غزاکې مړه کیدل، مړي به یې د جنګ د میدان نه، خپلوانو وړل او په پت او عزت به یې خاورو ته سپارل. خو نن سبا غزا د بیګانه ګانو په ترور بدله شوې، او دغزا میدان هم د هغو بیچاره خلکو په کورونوبدل شوئ چې خارجي تیرورېستان په زور ورننوزي او پکې پټیږي. د تیروریزم د غمیزې دغه زندۍ نن سبا د شمالي او جنوبي وزیرستان د خلکوغاړې ته لویدلې ده.
د القاعدې او ازبکو جګړه مارانو چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې رخنه کړیده، او د ترورنه پرته بل کار نلري، بیا ددې غیرت اوهمت هم نلري چې لاړ شي، مخامخ جګړه وکړي، بلکه د بي پیلوټه الوتکو د ویرې د خلکو په کورونو کې پټیږي. کله چې دغه الوتکې تیرورېستان پسې واخلي، د هغوی د پټیدو ځایونه بمبارد کړې، نو د خايي پښتنو کورونه پکې ورانیږي.

نن بیا بې پیلوټه الوتکو د شمالي وزیرستان د میرعلي په تحصیل کې د خوشالي د علاقې د نتاسي په کلي کې په یوه کور باندې چې جګړه ماران پکې پټ شوي وو، بمباری وکړه او درۍ څلور تنه جګړه ماران یې پکي ووژل
په تیرو دوو دریو هفتو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پرله پسي دغسې حملې سویدي او په لسګنو جګړه ماران پکې وژل شویدي
ولې دغه بدعتیان بیرته خپلو ملکونو ته، نه ځي او ځايي پښتانه، نه پریږدي چې خپل عادي ژوند ته اړامه ورکړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more