نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
داسې کوم هېواد شته چې پښتو او پښتانۀ يې پۀ دې بله ژبه برلاسي وي؟
پښتون ځلمی
10.11.2004
سلامونه او نېکې هيلې
پۀ لنډو ټکو کې، موضوع دا ده چې آيا د نړۍ پۀ هر ځای کې فارسي او فارسي ژبي پۀ پښتو او پښتنو زورور دي؟ ښکاري خو هم دغسې او کۀ هم دغسې وي، نو زموږ به څۀ کېږي؟
مخکې لۀ دې چې د ټورنټو ښار ته راغلم، زۀ د کاناډا پۀ وينکوور (vancouver) ښار کې اوسېدم. څۀ درته ووايم، هلته کۀ نيم ساته اوونيز (افغان) تلوېزوني شننه(؟) وه، کۀ اخبار و، کۀ پۀ مسجد کې خطبه وه، کۀ د افغانانو اتحاديې غونډې يا خبرتياوې وې، لنډه يې دا چې د افغان / افغانانو پۀ نوم چې هر څۀ و، پۀ دې بله ژبه ترسره کېدل. موږ به دا انګېرله چې لامل يې د پښتنو لږوالی دی. پۀ ريښتيا هم پښتانۀ کم وو، خو ....
د ټورنټو ښار به مې صفتونه اورېدل چې پښتانۀ پکې ډېر دي، اتحاديه يې هم د پښتنو پۀ لاس کې ده ... ما خپله هم فکر کاوۀ چې ګنې دا به د پښتنو ښار وي، خو د ښځو خبره (های های خوار نصيبه) د بد نه پۀ بدتر واوښتلم. څومره چې پۀ دې ښار کې د پښتنو شمېره ډېره ده، هم هغومره دا بله ژبه او پۀ تېره د دې بلې ژبې مطبوعات مخکې دي. يانې هلته وي که دلته، پښتانۀ لږ وي کۀ ډېر، هيڅ فرق او اغيزه نۀ کوي، افغان =مساوي= فارسي ژبي، د افغانانو = د فارسي ژبو.
څۀ انګېرنه چې ما د ټورنټو پۀ هکله کوله، هماغه فکر ما د ځينو اوروپايي هېوادونو پۀ هکله هم کول، خو ښکاري چې زۀ به بيا تېروتلی يم. خدای دې نۀ کړي چې هم داسې وي. پۀ امريکا کې او د اوروپا پۀ بېلو بېلو هېوادونو کې اوسېدونکي ورونه او خويندې کۀ خپلې څرګندونې وکړي چې هلته څۀ حال دی.
پۀ درنښت
م ن غروال
11.11.2004
محترم ورور ښاغلۍ پښتون ځلمۍ سلامونه عرض کوم!
پښتانه په کلي صورت په دري ژبه ښه پوهيږي ځکه چې اکثرو په دري ژبه لوست کړئ دي٠ دلته جرمني کي د پښتو لپاره ډير د قدر وړ ګامونه پورته شوي دي او کتابونه چاپ شوي او چاپ کيږي او غونډې کيږي اوپه هېواد کي د ښوونځيو او کليکينو او پوهنتونونو د جوړولو لپاره پيسې ټوليږي او له يوه بل سره په تفاهم اغيزمنې چارې دي چې پر مخ بېول کيږي٠
دلته په جرمني کي پښتانه هم په کافي اندازه شکر دې شته خو اکثريت يي د کولن په ښار کي دي٠ پښتانه وروڼه لکه ښاغلي هر يو زرين انځور داکتر خوشحال مير سلام زيرک پيوند جلال آبادي هاشم خيل او نور داسي وروڼه شته چې د پښتو د ژبې د پرمختګ او د پښتنو د يووالې لپاره د خدمت مټې رابډ وهلي دي٠
دلته جرمني کي (( د افغانستان کلتوري ټولنه))) د ښاغلي زرين انځور صاحب د زيار او زحمت برکت دي چې پښتانه په يوه کړۍ کي راټولوي٠ ډير ښکلي دلوست با ارزښته کتابونه يي چاپ کړي او ښې درنې پښتنې غونډې يي سازماندهي کړي او کوي يي٠
خداي شته يو حقيقت چې واقعاًَ تريخ دي هغه دا دي چې بعضې تاجک وروڼه له پښتو سره واقعاًَ تعصب لري مثلاًَ يو پښتون مولوي صاحب دلته په هامبورګ جامې جومات کي په پښتو وعظ کاوه چې يوه غږ کړ
((( مولوي صاحب امي ره ده فارسي هم بګو که مام بفامم ..... فارسي ره خو بيزو کله ګي ميفامه)))))
بس پښتانه چي اوس چيرته کوم پښتون لږ په دري ژبه وغږيږي نو يو ورته غږ کړي چې په پښتو يي هم ووايه٠
دلته هامبورګ ته محترم استاد جناب قاري برکت الله سليم تشريف راوړۍ ؤ ـــ دلته يي په پنځه ورځو کي د قرأن عظيم الشأن ختم راته وکړ لوی الله تعالی دې يي اجرونه ورکړي ـــ نو وعظ يي ټوله په دري ؤ او سهوې سجدي د شرحې پر مهال يوه ورور پر غږ کړ :
(( استاد صاحب که په پښتو يي هم وواياست مهرباني به مو وي ځکه چې دلته بعضې ممکن په فارسي ونه پوهيږي....)))
نو قاري صاحب دې خدا پاک راته ژوندۍ سالم او روغ لري نو په پښتو ژبه راغۍ٠ نو مطلب دا دي چې اوس د تېر په نسبت هر ځاي کي پښتانه د ژبې او پښتو لپاره مټې رابډوهلي دي او زيار کوي چي پښتو، پښتو کړي٠ که دا زيار نور هم خپل ګامونه په بري سرته ورسول زه باور لرم چې انشأالله تعالی پښتو به بيرته خپل ملي هويت تر لاسه او د هېواد به ملي ژبه شي ٠ انشأاله تعالی
په درناوې
غروال