نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
لعنت په ذلیلو، انسان دښمنه کسانو...
حمید هڅــاند
09.01.2013
دې ته خو حیوانیت لا نه شو ویلی!!!
لعنت!، سل ځله لعنت!!!
http://www.facebook.com/photo.php?v=389115971179802&set=vb.100002442077782&type=2&theater
پښتون:
09.01.2013
لعنت دې وي.
هڅاند صیب دا خو یې یوه وړه بیلګه ده ،د قصابیو په ویډیو ګانو باندې شرف لري.خو که څه موده مخکې مو په یاد وي ،همدې ته ورته یو وحشیانه عمل د افغانستان د ملی اردو لخوا نه د طالبانو د مړو او زخمیانو په حق کې شوی وو چې د طالبانو مړي او زخمیان د زره پوش پورې تړل کیږي. هغه هم ډیره دردونکې صحنې وی.
د افسوس او شرم ځای دې چې په دواړو وحشتونو کې پښتانه ښکیل دي. پدې ویډیو کې پښتانه طالبان یو پښتون افسر او یا عسکر چې لاسونه یی تړلي او په پښه کې یی د ځناورو ځنځیر پروت دې په وحشیانه توګه په لښتو او کیبلونو باندې وهي. او په بله ویډیو کې د پکتیا د ملی اردو پښتانه منسوبین د خپلې سیمي پښتانه طالبان په زخمي او مړ حالت کې د ټانک پسې کشوي. چې درد یی یوازی پښتانه احساسوی او شرم او پیغور یې پښتنو ته پاتې کیږي.
طالبانو هم اسلام په صحیح توګه ونشو پیژندلې او نه یې د اصحابو او مجاحدینو خصلت چې صلهء رحم وو ،د ځان لپاره غوره نکړل شو.
او د ملی اردو منسوبینو هم انسانیت او هغه تعهد چې د هیواد او د هیوادوالو د خدمت لپاره کړې دې په ځای نکړای شو.
pattang
09.01.2013
داخو غيرې انساني اوپه منطقه کې مروج کار دی ، دا طالبان دکوزې پښتونخوا
ماته ښکاري دوی خو عسکر ته دومره ډېر وهل ورنکړ خو هغه ظلم چې پاکستانۍ
اردواو يا صليبيان يې له طالبانو سره کوي هغه سړی کتلی نشي ماته ان دروم
دامپراطوري دغلامانو دوژلو نندارې په سر کې راځي .
نعلت په هر ظلم! هر مرتکب بايد د محکمې لخواخپله جزا وويني نه په انفرادي
ډول سره بې له محکمې !
حمید هڅــاند
10.01.2013
[quote:4374110e81]نعلت په هر ظلم! هر مرتکب بايد د محکمې لخواخپله جزا وويني نه په انفرادي
ډول سره بې له محکمې ![/quote:4374110e81]
باالکل پتنګ صیب، همداسې ده.
د یو داسې افغانستان په هیله چې اسلام په ټوله حقیقي مانا یې پلی کړي او شریعت واکمن وي.
او هوکې پښتون صیب! لومړی خو د اوږدې ناسوبۍ نه وروسته درته ښه راغلاست وایم،،،او وروسته ـ هغه وېډیو مې هم ولېده، هغوی هم انسانیت تر پښو لاندي کړی ؤ، هغه د مولانا بجلېګر ( الله جل جلاله دې یې وبښي) خبره، کله خو دې هم دا خلک د سړي زامن شي.
درنښت
پښتون:
10.01.2013
مننه هڅاند صیب .تاسو ته هم هرکله ښه راغلاست وایم.
پتنګ صیب ظلم ظلم دې که د مسلمان لخوا وي او که د صلیبیانو لخوا وي.
د ملي اردو له منسوبینو کله کله داسې میړني هم راولاړیږي چې په یو وار څو څو صلیبیان د جهنم کندې ته ګوزاروي نو که دا د ملی اردو افسر او یا عسکر وي ،طالبان باید دا هم په پام کې ولري چې همدا د ملی اردو منسوبین هم د دوی خپل مټ او بازو دې.که د وهلو او قتلولو په ځاي ورسره اسلامي کړنه وشي ،نصیحت ورته وکړي او خوشې یې کړي ،همدا ښه به یې په زړه کې وي.
او که همداسې ظلمونه کوي نو هر کس به د جګړې په وخت کې دوه زوره کوي چې طالبان له منځه یوسي او ځانونه اسارت ته پرې نږدي،ځکه چې که اسیر شي نو بې محکمې یې وژني او وهل هم د ځناورو ډیر خوري.
په دواړو قسمو ظلمونو کې چې د کافر او مجاهد ،صلیبې او طالب لخوا کیږي ،یوازی پښتانه یې قربانیان دي ، او د پښتنو په سیمو کې دا ظلمونه روان دي.د افغانستان شمال ،بلخ،پنجشیر،جوزجان او میمنه کې خو د طالب جان څرک هم نه لږیږي. نو ځکه دا هم د پنجابي او تاجک ګډه دسیسه د پښتنو په وړاندې ښکاري.
دا د وزیرستان خلک هم د وحشت یوه لویه نمونه ده.الله ج دې پښتانه ترینه آرامه کړي.
مساپر
14.01.2013
[quote:0cd9acc6a6="پښتون:"]مننه هڅاند صیب .تاسو ته هم هرکله ښه راغلاست وایم.
پتنګ صیب ظلم ظلم دې که د مسلمان لخوا وي او که د صلیبیانو لخوا وي.
د ملي اردو له منسوبینو کله کله داسې میړني هم راولاړیږي چې په یو وار څو څو صلیبیان د جهنم کندې ته ګوزاروي نو که دا د ملی اردو افسر او یا عسکر وي ،طالبان باید دا هم په پام کې ولري چې همدا د ملی اردو منسوبین هم د دوی خپل مټ او بازو دې.که د وهلو او قتلولو په ځاي ورسره اسلامي کړنه وشي ،نصیحت ورته وکړي او خوشې یې کړي ،همدا ښه به یې په زړه کې وي.
او که همداسې ظلمونه کوي نو هر کس به د جګړې په وخت کې دوه زوره کوي چې طالبان له منځه یوسي او ځانونه اسارت ته پرې نږدي،ځکه چې که اسیر شي نو بې محکمې یې وژني او وهل هم د ځناورو ډیر خوري.
په دواړو قسمو ظلمونو کې چې د کافر او مجاهد ،صلیبې او طالب لخوا کیږي ،یوازی پښتانه یې قربانیان دي ، او د پښتنو په سیمو کې دا ظلمونه روان دي.د افغانستان شمال ،بلخ،پنجشیر،جوزجان او میمنه کې خو د طالب جان څرک هم نه لږیږي. نو ځکه دا هم د پنجابي او تاجک ګډه دسیسه د پښتنو په وړاندې ښکاري.
دا د وزیرستان خلک هم د وحشت یوه لویه نمونه ده.الله ج دې پښتانه ترینه آرامه کړي.[/quote:0cd9acc6a6]
پښتون صیب، خپل سلامونه او نېکې هیلې درته وړاندی کوم، زه بالکل تاسو سره موافق یم، په قلم دې برکت.
او یواځې دومره وایم چې، ای ربه، ته به مو کله دعا قبلوې، له دې بد بختیو به خلاصوې، او زمونږ ملت ته نېکه او بده لار راوښیي.
په درنښت،
پښتون:
16.01.2013
وعلیکم السلام مساپر خان صیب. زما نیکې هیلي هم ومنئ.الله ج مو په نیکو موخو کې تل بریالې لره.
د راتلونکې په هکله به هیڅکله هم نا امیده کیږو نه. دا نړۍ او د هیواد له زرګونو کلونو همداسې مخ په وړاندې روان دې. په هغو هیوادونو کې چې پخوا د تمدن د وروسته والې له کبله خلک او حتې پیغمبران په خاورینو کورونو او مغارو کې ژوند کاوه ،هماغه ژوند په ۲۱ پیړۍ کې په افغانستان کې د جنګونو له کبله چې څوک یې جهاد او څوک یې د تروریریزم له منځه وړل بولي ،لا دوام لري.اما د دواړو ډلو یوه موخه ده چې تل د افغانستان خلک په جنګ ،ولګه او قحطي، له سواده محروم کړي،او د پاکستان او امریکا لپاره سرونو قربان او هیواد ویجاړ کړي.
عربي هیوادونو د اروپا او امریکا سره په سیالۍ په لوړ پوړیزه او عصري ژوند د کفارو سره په سوله کې اوسیږي.او افغانانو د ځانه په بیسواده او بی علمه ملایانو د قران الکریم او حدیث الشریف ژباړې او تفسیر کړې دې چې تر ننه پورې په قسم قسم پلمو یې کله په کافرانو او کله هم په خپلو مسلمانانو وژني.
د افغانانو ښځو په وړاندې تاوتریخوالې ۱۰۰۰کاله پخوا له عربو انتقال شو. عربو ترینه ځان خلاص کړ او افغانانو ته یې وسپاره.افغانانو یو قدم نور هم له عربو پخه واړوله. عربان لوڅ مخ او لوړې زده کړې کوي.او افغانان غټه بلا چادري او د بدو او مردارو زړونو او نیتونو له کبله ښځې او نجونې له تعلیمه ګرځوي.
زه فکر نکوم چې که همداسې جهادونه وي او همداسې فسادونه وي ،،،،او ورسته لدې به لا دا هیواد جوړیږي.