اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د ټکس په باره کی سوال
وزیري
08.01.2013
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
یو سوال می په ذهن کی را وګرځیده خو دومره وخت راسره نشته چی لږ مطالعه پسي وکړم. نو هیله ده چی په فورم کی درانه علماء راسره مرسته وکړي.
تاسو ټول په دي باندي پوهیږی چی دولت له اکثره شیانو نه ټکس اخلی. زه به د مثال په ډول د یو کارمند معاش یاد کړم.
که خدای می غلط نه کړی تر ۵۰۰۰ افغانیو پوري په معاش ټکس نشته له ۵۰۰۰ نه نیولي تر ۱۲۵۰۰ افغانیو پوري دوه فیصد ټکس اخلي او له هغه نه پورته لس فیصده.
احمد ۳۰۰۰۰ افغانۍ معاش لري نو دولت دده له دي دیرش زرو نه هره میاشت ۱۹۰۰ افغانۍ ټکس ګرځوي.
اوس سوال دا ده چی احمد په دي ۱۹۰۰ افغانیو باندي هیڅ خوښ نده چی دولت یی ترینه وګرځوي ولي وس یی نه کیږي. نو ایا دغه ۱۹۰۰ افغانۍ د احمد لپاره د شریعت له نګاه نه کوم ثواب لري او که هسي وسوځیدي؟ دوهم آیا دولت ته دا رواء ده چی د خلکو له رضایت نه پرته داسی لاسوهنه وکړي؟
والسلام
tandar
08.01.2013
وزيري صيب سلامونه
دمذهب له لاري دټکس دروا اوناروا ځواب به ګران مشر حليمي صيب درکړي خو داټکس په ټوله نړي کي شته
په اخردکال کي سړي د وزارت مالي خاصي فورمي واخلي او په لږمصرف سره دټکس په مسلکي او پوه شخص خانه پوري کړ ي
دهغواسنادو چه په ټول کال کي يې د خپل ځان اوکورني لپاره خريد کړي اوپه هغه کي تري ټکس اخيستل شوي خو دټولي کورني دعايد په نظرکي نيولو سره هغه ګرځول شوي پيسي يعني خپل ګرځول شوي ټکس قانوني له وزارت ماليي نه واپس واخلي
هيله ده چه سوال موځواب شوي وي
دهر مملکت اقتصادپه ټکس ولاړ دي
مننه
وزیري
08.01.2013
و تندر صاحب، په افغانستان کی به له وزارت مالې نه بیرته پیسي واخلي والله چی په راکټ خو دي وولي.
دي خبرو پسي مه ګرځه چی پیسي به بیرته لاس ته درشی. خبره اوس صرف دومره کوه چی ثواب یی شته او که هغه هم اوبو وړاي.
والسلام
سلامونه
tandar
08.01.2013
سلامونه
چه دراکټ خبره شوه نودزورکارشو دزورپه کار کي بيا دثواب کلمه نه مطرح کيږي
ثواب په خوش رضاې کي وي
په جرمني کي کچالو اوپياز هم واخلي ټکس لري اوکاغذ ورکوي
اوداسي نور................
په اخردکال کي بيا شټوير اوس ګلايښ Steuerausgleich ورته وايې هغه دوزارت ماليي سره کوي
ځکه دخپل معاش نه هم ټکس ورکوي اوديوميه ضروري موادو لکه دوا، کمپيوټر اوداسي نورو شيانو په خريد کي هم ټکس ورکوي
وروري خو حساب تر مابين :oops:
دثواب خبره دلته ځاي نه لري بلکه دحساب خبره ځاي لري خوچه قانون پلي شي
حق حقدار ته ورسيږي
ترهغي چه وطن اشغال وي جنايکاران اووطنفروشان په چوکيو ناست وي نوبهتره داده چه په مقابل کي جهاد وشي که دخاوري اوملت دنيکمرغي په خاطر ځان دثواب خاوند کوي
مننه
pattang
08.01.2013
[quote:77ea070334="وزیري"]و تندر صاحب، په افغانستان کی به له وزارت مالې نه بیرته پیسي واخلي والله چی په راکټ خو دي وولي.
دي خبرو پسي مه ګرځه چی پیسي به بیرته لاس ته درشی. خبره اوس صرف دومره کوه چی ثواب یی شته او که هغه هم اوبو وړاي.
والسلام[/quote:77ea070334]
دې فاسد ړژيم ته هر څه ورکول لويه ګناه او حرا م دي ، ځکه چې يا په جيبو کې
لويږي اويا افغانان پرې وزل کېږي هو په يوو اسلا مي ملي رږيم کې عشراو ذکات فرض دۍاو اسلا مي لاره لري !
Mazharee
08.01.2013
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
وزیری صیب!
که ټکس وی او که محصول چی حکومت یی دخلګو څخه بلا عوضه او تحمیلی ټولوی دحکومت لپاره حرام دی، ځکه دهیڅ مسلمان مال چاته نه رواکیږی چی دهغه بیله خوښی دی ځنی واخلی.
دلیل ورباندی لاندی فقهی عبارات او احادیث دی:
وليس للإمام أن يخرج شيئا من يد أحد إلا بحق ثابت معروف اه[ردالمحتارمطلب القول لذی الید أن الأرض ملکه]/[ العقود الدرية في تنقيح الفتاوى الحامدية]/[الخراج لأبی یوسف رحمه الله فصل فی موات الأرض فی الصلح]
ژباړه: نه رواکیږی دپاچا لپاره چی یوشئ دی دچا له لاسه وباسی مګر په مقابل کی دثابت اومعلوم حق.
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ لاَ يَحِلُّ مَالُ امْرِئٍ مُسْلِمٍ إِلاَّ بِطِيبِ نَفْسِهِ[سنن دارقطنی 2885].
ژباړه: دانس رضی الله تعالی عنه څخه وایت دئ، چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نه رواکږی مال دهیڅ مسلمان مګر دهغه په خوښه.
چی همدغه خبره دبخاری شریف دلاندی حدیث څخه هم معلومیږی:
«كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ دَمُهُ وَمَالُهُ وَعِرْضُهُ ».[صحیح بخاری 6706]
ژباړه: دهر مسلمان پرهرمسلمان باندی حرام دی: وینه، مال او ابرو.
والله أعلم وعلمه اتم.
hewad
09.01.2013
اسلام اعليکم قدرمنو هېوادوالو!
کۀ چېرې اسلامي ټولنه کې څوک ټکس ورنکړي٠ د دولت لګښتونه بۀ لۀ څۀ شي پوره کېږي؟ د امنيت د ټينګښت د جنايتونو د مخنيوي لپاره پوليس ته اړتيا وي، د هېواد ساتنې لپاره فوځ ته اړتيا وي، ښوونې او روزنې لپاره ښوونکيو ته اړتيا وي او همداسې نور دولتي ادارې لپاره اړتياوې٠ يوازې پۀ حشر او زکات خو دا لګښتونه نۀ پوره کېږي٠ ستاسو پۀ اند د دې لګښتونو پوره کول پرته لۀ ماليې څۀ ډول شووني دي؟
ع کريم حليمي
10.01.2013
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
د ټولو ګډونکونکو ته احترام په عرض رسوم ، او بالخصوص و محترم
نور الحق صاحب ته ، او خدای دي وکړي چه ټول جوړ او روغ یاست
ګران نور الحق صاحب ، دغه د نن عصر د حکومتونو چه مالیات اخلي دا به یو استثناءِ عمل وي ، او د مصلحتي کارونو له پاره به دا مالیات تاسي څنګه حرام ګڼئ ، او رب العزت فرمايي چه : وتعاونوا على البر والتقوى
ایا !!! تاسي اطفائيې او شفاخانې سره مرسته هم داسي ګڼئ چه : ولا تعاونوا على الإثم والعدوان واتقوا الله
درنښت
Mazharee
11.01.2013
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته:
الله دی ټوله ملګری جوړ او روغ لری، او الله دی ورته د دارینو سعادت په برخه کړی. وروسته.....
محترم حلیمی صیب! یو د اسلامی حکومت سره دخلګو مرسته ده، او یو دحکومت لخوا پرخلګو باندی اجباری د ټکس او یامحصول ایښودل دی، دامعلومه خبره ده چی لومړئ صورت یی جایز دئ ، او پکی هیڅ شرعی مشکل نشته، ځکه هرڅوک کولای شی خپل مال بل چاته په خپلی خوښی ورکړی، بیا بالخصوص چی څوک یی په عام المنفعة کارونو کی مصرفوی، خو ددویم صورت داسی حکم ځکه ندئ، چی هغه خو حکومت یی حتما اوجبرا بلاعوضه او تحمیلی غواړی، نو دمسلمان څخه دمال اخیستل پداسی طریقه هرڅوک چی یی کوی حرام اوناروادی، داده الله پاک ارشاد دئ { ولاتأکلوا أموالکم بینکم بالباطل }.
پاتی شوه داچی دمحصول اویا ټکس له لاری حکومت عام المنفعة کارونه کوی،لکه اطفائیه او داسی نور..... نو دا ددی لپاره بهانه او توجیه نشی کیدلای چی دخلګو څخه دی، تحمیلا مال وغواړی، ځکه داکار ظلم دئ، دظم دکولو لپاره هیڅ توجیه نشی جوړیدلای، حکومت کولای شی چی ددی کارونو لپاره نوری بدیلی حلالی لاری ولټوی لکه تجارت، دکفارو سره جهاد او بیا دهغوی مال نیول هغه غنیمت اویا بیت المال ګرځول، پر کفارو باندی جزیه لګول، دخلګو څخه دعشر اوزکوة ټولول، اوبیا هغه بیت المال ګرځول، دمسلمانو تجارانو تشویق کول، ودیته چی داسلامی حکومت سره مرسته وکړی اوداسی نوری مشروعی لاری..........
وماذالک علی الله بعزیز
والله اعلم
ع کريم حليمي
11.01.2013
اسلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم نوالحق صاحب ، بیا له تاسي نه مننه کوم ، چه زما سره و بحث ته زړه ښه کوی
ګران او محترم ورور نورالحق صاحب ، اول هر ملک یو میثاق ملي لري ، دوهم مجلس شوریٰ
نو هر کله چه یو څوک میثاق ملي ومني! ، نو پر خپل عهد او پیمان به کلک دریږي
او دوهم هر کله چه د شوریٰ مجلس یو فیصله وکړي ، نو دا فیصله د هر فرد فیصله ده ولي چه د شوریٰ د افرادو په نمایندګي تصمیمونه نیسي
نو ! ملي میثاق او د امة شوریٰ شرعي حیثیت لري (وامرهم شورابينهم)، او ټول تصمیمونه ئې معروف دي !
نو په لهذا نو معروف بیا څرنګه حرام وئ ؟
رب العزت فرمايي چه : تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ
درنښت
Mazharee
11.01.2013
وعليكم السلام ورحمة الله وبرکاته:
حلیمی صیب! په کوم صورت کی چی دخلګو رښتنی مسلمان نمایندګان او رښتنی وولسی شوری چی په حقه دخلګو سرپرستی اونمایند ګی کوی،خلګو ورته دځان تام اوپوره اختیار ورکړئ وی، داسلامی حکومت سره دکوم شی پر ورکړه موافقت وکړی، او هغه دیو ملی او عمومی میثاق حیثیت غوره کړی نوبیایی زه هم مخالف نه یم، ځکه پداسی صورت کی نمایند ګان او استاذی دخلګو وکیلان دی، هره فیصله چی دوی وکړی خلګ یی منلو ته باید ژمن وسی، خوله بده مرغه چی زمونږ په هیواد کی اوس نه داسی نمایند ګان شته او نه هم داسی شوری شتون لری.
والله اعلم وعلمه اتم