ټولنه او ټولنپوهنه
د (د / لۀ -- نه / څخه -- پۀ / پر) توپير
      پښتون ځلمی
      08.11.2004
    
سلامونه او نېکې هيلې
موږ چې کور کې خبرې کوو، يواځې [color=red:b8a9c1d955](د او نه)[/color:b8a9c1d955] کاروو خو [color=red:b8a9c1d955](لۀ او څخه)[/color:b8a9c1d955] هېڅ هم نۀ کاروو. هم دغه راز [color=red:b8a9c1d955](پۀ)[/color:b8a9c1d955] وايو خو [color=red:b8a9c1d955](پر)[/color:b8a9c1d955] پېژنو هم نۀ. زۀ يې پۀ توپير لږ لږ پوهېږم خو د ليکلو پر مهال کله کله بند پاتې شم او کۀ را څخه څوک پوښتنه وکړي، ګرامري ځواب ورته نۀ لرم.
مهرباني وکړۍ د پښتو ګرامري اصولو پۀ رڼا کې ځواب راکړئ.
      نقاد
      15.11.2004
    
ګرانه پښتون ځلميه سلامونه مې ومنه !
ستا پوښتنې په هره برخه کې راته   سوچه بريښي،  نو ځکه راته جالبې هم وي. ، د پورتنيو پوښتنو ځواب   ښايې د ګرامر له مخې  سم درکړم، خو  د ګرامر  ټاکلي  اصول به يو هم په کې نه وي  په ګوته شوی : 
 د..  او له..   دوه بيلابيلې  دنې لري؛  د د اضافت  له پاره کارول کيږي لکه  د کتاب  نوم،  د قلم رنګ ،  د  افغانستان  خلک  او  دسې نورو کې  د  (د)  توری.  خو  ننګرهاريان  اوتاسو يې  د ( له  ) د تو ري  پر ځای  هم (د)  کاروئ ،  چې سيمه ييز استعمال يې بللی شو، خو معياري نه دی او د ننګرهار   سواد لرونکې  ترې  په ليکنه کې ډډه کوي .  
البته (= هو)   له   د (نه)  يا (څخه)  د ووتاړو  سره   د  مختاړي  په توګه کاريږي. لکه  
له کور نه  بهر ته   ﻻړم ،  له  کور څخه بهرته ﻻړم.  يا :کله له   خپل نه پردی او له پردي نه  اپريدی  ښه  وي ، يا : له زړه څخه مې نه وځې، خو له سترګو څخه مې پناه يې  او داسې  نور . 
نه = څخه دی او دواړه  منل شوي معياري  دي  توري  دي،  خو   يوه کندهارۍ  او بله ننګرهارۍ   لهجه ده .  پ ننګرهار کې (ځنې )هم  په دغه مفهوم او معنی  استعماليږي 
لک له کورځنې بهر ته  ﻻړم .  خو ځينې  چې  په منځ کې   هم (ي) لري د بعضې  معنی  ورکوي او د (ځې)  سره  بايد  بدل نشي. 
همدغسې په  او پر ټ مټ يو شي دي، خو پر  کندهارۍ سيمهييز  توری او په ننګهاری سمه ييز  شکل دي، خو دواړه منل شوي معياري  حيثيت لري.  کيدای شي د (پ) ستعمال  له (پر) ځنې  ګڼ اوسي .  والسلام  نوربيا
      دافغانستان ژبى
      15.11.2004
    
درنو لوستونکو ته خپل سلامونه وړاندې کوم!
 ددې موضوع په هکله دافغانستان د ژبو په وېب سايت کې هم د يوې مقالې په ترڅ کې يوڅه ليکل شوي دي. د مقالى عنوان دى "دکره پښتو ليکنې ځېنې لارې (لمړۍ برخه)". گران لوستونکي ددې مقالې لوستو ته را بولم.
دافغانستان د ژبو وېب سايت 
www.afghan-languages.org
 
