د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اسرائيليات

محمود سعيد
05.01.2013

اسرائيليات د هغه غلطو او افسانوي رواياتو مجموعه ده چې د ځينو ښويېدلو، کم علمو او يا غرضي عالمانو له لوري له اسلامي رواياتو سره ګډ شوي دي او هېڅ منطقي، علمي او عقيدوي بنسټ نلري. د همدې رواياتو پر بنسټ زموږ ديني عالمانو هم ځينې افسانې د عامو وګړو او خپلو زده کوونکو تر غوږونو رسولې دي او په دې توګه ېې رښتينو اسلامي رواياتو او ګروهنو ته ډېر زيان رسولی دی. دې رواياتو ته ځکه د اسرائیلياتو نوم ورکول کيږي چې ډېر ېې د اسرائيلي افسانوي او تاريخي کتابونو له ځينو برخو را اخستل شوي دي او بيا ورته د اسلامي رواياتو نوم ورکول شوی دی.
د اسرائيلياتو ځينې بېلګې په لاندې ډول دي:
آدم د ځمکې پر سر له اووه ډوله خاورې د بت په شکل وتراشل شو او بيا الله (ج) پکې روح پو کړ!
ابليس عليه لعنة د پرښتو استاد وو!
حوا د آدم عليه سلام له چپې پوښتۍ پیدا شوې ده!
آدم عليه سلام وعده شوي جنت ته بېول شوی وو!
آدم او حوا په جنت کې غنم وخوړل، ځکه له جنت څخه وايستل شول!
په داسې حال کې چې پورتني روايات افسانوي او له غلطو سرچينو را اخيستل شوي دي.
نور بيا...


حمید هڅــاند
05.01.2013

سعید صیب، سلامونه مې ومنئ.

ښکلې لیکنه مو کړې ده، رښتیا هم، اوس وخت همدغو افسانوي ډولو کیسو دومره زور اخیستی چې ضروري مسایلو ته د خلکو ورپام نه وي او په نصحیت کې یې یوه داسې کیسه پیل کړې وي چې هغه ستا خبره اسرائیلیات وي.

سعید صیب، تاسو نن-سبا لکه چې زیات مصروفیتونه لرئ، دلته خو بیخې سر نه راښکاره کوئ نه پوهېږم ولي، فیسبوک کې خو دې کله-ناکله لیکنې وینم.

درنښت


حذيفه
05.01.2013

سعيد او هڅاند صيب ! سلام علیکم
سعيد صيب! خوښ اوسې چي دې خرافاتو ته هم پاملرنه وکړه الله دي اجرونه در کړي چي دا د ملايزم په خوله کي پراته درواغ مو رد کړل.
د نورو په اړه توفیق در ته غواړو.


تخاري
07.01.2013

کاش چی مو د همدی اسرايليانو بديل معلومات هم ارايه کړی وای

1- بی بی حوا سلام الله عليها د څه يا چانه پيدا شوه؟
2- د جنت خواړه او له هغه ځايه د ايستلو داستان خو په قران کريم کی قصه شوی دی ايا د اسرايليانو نه مطلب د ميوی نوع ده کنه دا داستان ټول اسرايليان دی؟

په وهابيانو وروڼو يو برادرانه نيوکه:

تاسو چی ماشاالله په علم حجم تحقيق او تول پوره او بشپړ ياستی نو دا سنت سلام خو سم ليکی

د هڅاند او حذيفه سلام: اسلام عليکم

دا نو څه معنی

د مهاجر سلام: سلامونه او درناوی
د پيروز سلام: ښی چاری

ايا دا بدعت نه ده چی تاسو يی کوی؟ کنه تاسو معاف ياستی

هڅاند سيب د طالب ترانه لاسليک ګرزولی ده خو اذان يی په زا سره يعنی ازان ليکلی ده

دا چاته پاته شوو


حمید هڅــاند
08.01.2013

تخاری صیب، تاسو هم ماشاء الله سمه نه ده لیکلې :wink:
د پښتو لیکدود تېروتنې به ځکه نه درته یادوم چې د لورونې له مخې مو خپلې تېروتنې ته متوجه کړم،،،ډېره مننه. اوس مې (ازان) بیرته (اذان) کړ.

درنښت


تخاري
08.01.2013

ګلاليه ته د پوهی او علم په لحاظ چی کومه ټيټه درجه ماته خوښولای شی نو زه به يی ان شاالله په غبرګو چشمانو ومنم با وصف ددی چی ميږی می نه دی پيولی

خو ايا ته+پيروز+مهاجر+هغه بل حذيفه به دا و منی چی ستاسو پوهه او اخذ له دين څخه د هغه د ټول حجم او وسعت په نسبت چی زما په عقيده بی پايانه بحر ده لا تر اوسه هم د جهالو په قطار کی باقي پاته پاته ساتلی ياستی؟؟ ما ستاسو يوه وهابی د اخذ او حکم په اخر کی والله اعلم نه ده لوستلی ځکه تاسو ته خپل ځان اعلم بما لا نعلم ښکاری استغفرالله داسی په ځان باوری شيخان می ولا که په ټول عمر کی ليدلی وی ماته داسی وبریښی لکه احاديث او ايات چی ستاسو خپلی ويناوی او تاليفات وی تاسی محققين صيبان داسی ياست لکه د پخوانيان هغه شش ماهه او نه ماهه ډاکټران چی عوامو کلانعامو به ويل چی دغه دی ډاکټران دا نور خو چی سرونه یی هسی کچل کړی دی په نسخه ليکلو یی ګوتی لړزه کوی

له خدايه ويره وکړی د دين په متوفی علماوو پسی بد مه وایی که مو خپله ناپوهی تول کړه نو ځان ته به مو خير رسولی وی او همدا د انسان لوی کمال او د خوشبختی نشانه ده


حمید هڅــاند
08.01.2013

با وصف ددی چی ميږی می نه دی پيولی
...............................................

ولې مېږې پېول بد کار دی؟ که د علم مخنېوی کوي؟

ما ستاسو يوه وهابی د اخذ او حکم په اخر کی والله اعلم نه ده لېدلی
..............................................................................
اول) زه وهابي نه یم، دا دې هسې تهمت :oops: دي،
دویم) دا لاندې لیکنې مې وګوره، او والله اعلم به پکې ووینې:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8757
دا یې بېلګه وه، نورې لیکنې مې هم پلټلای شې (که وخت لرې :wink: ).

نو بناءً، مهرباني وکړه او دا عالمانه څرګندونه دې بیرته واخله.

له خدايه ويره وکړی د دين په متوفی علماوو پسی بد مه وایی
.........................................................................

کوم عالم پسې مې بد ویلي دي؟؟

هغه د چا خبره، هسې مخ درباندې لګېدلی دی او بس.

درنښت


تخاري
09.01.2013

اول) زه وهابي نه یم، دا دې هسې تهمت دي،
-----------------------------
ولی وهابی څه بد دی که څنګه؟؟

که ته ماته حنبلی مالکی شافعی يا زما د کلی د ملاصيب يا حليمی صيب په مذهب ووایی نو قسم ده که يی تهمت ياد کړم حتی که وهابی هم راته ووایی نه خپه کیژم نو ته چی پری خفه کيژی او پخپل حق کی يی تهمت يادوی نو بيا يی د شاګردانو له شاګردی څخه لاس واخله

د وهابيت پالان يا کته چی په چا ايږدوی نو نوم يی نه ورته اخلی

زه سالم سلفی/وهابی خپل ورور ګڼم دا ستا استادان هسی د هغوی نوم بد کوی او غواړی په افغانانو کی د وهابيت/سلفيت ضد مفکوره باندی پټرول وپاشی او د استعمار هغه هدف لاس ته ورشی چی مقاومت ته وايی له القايدی سره بايد پريکون اعلان کړی

ټوټی ټوټی مسلمانان نور هم سره ويشی ولی حد اقل يو غربی مملکت له اسرايلو سره پريکون نکوی او ولی يو اورپايی هیواد له امريکی سره پريکون ته نه دی حاضر

مونږ او تاسو خو القايده ليدلی هم نه ده او نه يی په رسميت پيژنو خو دا چی حد اقل يوه ايډيالوجی ده نو زمږ مشارکت ورسره فقط او فقط دينی ده چی پريکون يی عملا ناشونی ده مګر دا چی زمونږ په منځ کی مونږ او تاسو يو تر بله سره لومړی کافر او مشرک کړی بيا مو وویشی او بيا مو يو پر بل ووژنی بله ليار نلری خدای دی تاسو ته توفيق درکړی چی د تحقيق؟؟ زمان او مکان وپيژنی وماعلينا الا البلاغ و بالله التوفيق


حمید هڅــاند
09.01.2013

[quote:334607112f]ولی وهابی څه بد دی که څنګه؟؟
[/quote:334607112f]
ته چې چاته وایې وهابي یې، نو لومړی خو باید وهابي وپېژنې چې وهابي یانې څوک...ګوره چې یو څه (من) بولې،،اول خو باید په دې پوی شې چې من یانې څومره...
په هرصورت،، زه وهابي نه یم...زه په اسلام کې فرقه پالنه نه منم، ځان ته تر مسلمان بل نوم غوره نه شم ګڼلی.
[quote:334607112f]مونږ او تاسو خو القايده ليدلی هم نه ده او نه يی په رسميت پيژنو خو دا چی حد اقل يوه ايډيالوجی ده نو زمږ مشارکت ورسره فقط او فقط دينی ده چی پريکون يی عملا ناشونی ده مګر دا چی زمونږ په منځ کی مونږ او تاسو يو تر بله سره لومړی کافر او مشرک کړی بيا مو وویشی او بيا مو يو پر بل ووژنی بله ليار نلری خدای دی تاسو ته توفيق درکړی چی د تحقيق؟؟ زمان او مکان وپيژنی وماعلينا الا البلاغ و بالله التوفيق
[/quote:334607112f]
زه هیڅکله مسلمان ته مشرک او کافر نه شم ویلی،،،دا ته څه وایې مړه؟؟
زه څوک یم چې پرچا به د یو څه اطلاق کوم او بل او بل به څوک وي.
هو دا مې دنده ده چې په په حق باندي بل ته توصیه وکړم او ښو ته خلک را وبولم...ته فکر کوې چې زما په دې کار به په موږ کې نفاق راشي؟؟؟ هیڅکله نه!!!

نور دې وخت نه نیسم.

درنښت


رښتینی
09.01.2013

السلام علیکم

دسعید صیب له خبرو سر زه موافق نه یم او که دهغه د ځواب له پاره دالاندي لیکنه پوره ځواب لرې که کوم ورور یې وژباړي منندوی به یې یم او هیره دي نه وې چې دا لیکنه دسلفي علماو ده :

كتابة القصص الخيالية أو ابتكارها يُنظر في مضمونها ..
فإن كان في مضمونها السخرية والاستهزاء ونقض بعض الشعائر فذلك حرام لا يجوز .
أمّا إن كان المضمون ليس فيه من ذلك شيء ، فإن ما يكون فيها من تخيّل وأحداث غير حقيقية تخرج مخرج ضرب الأمثال .... فلا بأس بذلك .

و قد ثبت عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: "حدثوا عن بني إسرائيل ولا حرج" رواه أحمد وأبو داود وغيرهما، وزاد ابن أبي شيبة في مصنفه: "فإنه كانت فيهم أعاجيب". وقد صحح الألباني هذه الزيادة
قال أهل العلم: وهذا دالٌّ على حل سماع تلك الأعاجيب للفرجة لا للحجة، أي لإزالة الهم عن النفس، لا للاحتجاج بها، والعمل بما فيها.
وبهذا الحديث استدل بعض أهل العلم على حل سماع الأعاجيب والفرائد من كل ما لا يتيقن كذبه بقصد الفرجة، وكذلك ما يتيقن كذبه، لكن قصد به ضرب الأمثال والمواعظ، والتعليم نحو الشجاعة، سواء كان على ألسنة آدميين أو حيوانات إذا كان لا يخفى ذلك على من يطالعها .

وقد كان من أسلوب شيخ الاسلام ابن القيم رحمه الله أن يكتب بعض المباحث العلمية بأسلوب المناظرة ، فيتخيّل فريقين يناظر بينهما كما فعل في مناظرة متخيّلة بين فقيهين في طهارة المني ونجاسته في كتابه ( بدائع الفوائد ) .

وقد سئل الشيخ ابن عثيمين رحمه الله السؤال التالي :
بعض الأدباء يؤلفون قصصا ذات مغزى وبأسلوب جذاب مما يكون له الأثر في نفوس القراء ولكنها من نسج الخيال ما حكم ذلك ؟

فأجاب :
لا بأس بذلك إذا كان يعالج مشاكل دينية أو خُلقية أو اجتماعية ، لأن ضرب الأمثال بقصص مفروضة غيرواقعة لا بأس به ، حتى أن بعض العلماء ذكر ذلك في بعض أمثلة القرآن الكريم أنها ليست واقعة لكن الله ضربها مثلا ، مثل قوله : " ضرب الله مثلا رجلين أحدهما أبكم لا يقدر على شيء وهو كلّ على مولاه أينما يوجّهه لا يأت بخير هل يستوي هو من يأمر بالعدل وهوعلى صراط مستقيم " . فلا أرى في هذا بأسا لأن المقصود هو التحضيض


محمود سعيد
10.01.2013

عليکم سلام...
د تېر په دوام...
پورتني روايات افسانوي او له غلطو سرچينو را اخيستل شوي دي. دا له قرآن نه د بې علمه عالمانو غلط تفسيرونه دي او د موعظو او افسانو په ډول ېې د عامو وګړو په فکرونو کې وراچولي دي، نوو ځوانانو ته ښايي چې په خپله د قرآن او اسلامي احکامو څېړنه او پلټنه وکړي او ځان په اسلامي لار برابر کړي. اوس راځو د د قرآن او حديث له نظره پورته بېلګې تر څېړنې لاندې نيسو:
د آدم عليه سلام د پيدايښت او د پیدايښت د څرنګوالي په اړه په قرآنکريم کې روښانه او واضح آيتونه شتون لري، په دې آيتونو کې د آدم او حوا د پيدايښت څرنګوالی په ګوته شوی دی. الله (ج) د بقرې سورت په ( ) آيت کې فرمايي:
يَا أَيها النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْ هَا زَوْجَهَ ا وَبَثَّ مِنْ هُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تتسَاءَلُونَ بِهِ وَالاَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيباً. النساء (۱)
ژباړه: ای خلکو! له خپل هغه ربه څخه ووېرېږئ چې له يوه نفس ئې راپيدا کړئ او له هغه ئې د ده جوړه راپيدا کړه او له دواړو ېې ډېر نارينه او ښځې خواره کړل، هم د هغه الله لپاره تقوی ولرئ چې په خپلو کې غوښتنې پرې کوئ او هم د خپلوۍ په اړه بې شکه الله ستاسې څارونکی دی.
دا آيت ډېر روښانه او واضح دی دلته ویل شوي چې انسان ېې له يوه نفس پيدا کړ او له هماغه نفس ېې د ده جوړه راپيدا کړه. دلته له يوه نفس څخه د يوې پوره جوړې يادونه د پيدا کېدلو يادونه شوې ده. له هماغه نفس نه کوم چې لومړی انسان پيدا شو، له هماغه ې جوړه هم پيدا شوه او بيا ېې شمېر ډېر شو. دا چې ځينې کسان له يوه نفس نه يوازې يو انسان او بيا له دې نوي پيدا شوي نه ېې جوړه تعبيروي، په غلطه روان دي. الله پاک په خپل بې ساري ځواک له خاورو څخه د انسان تخم جوړ کړ او بيا ېې هغې ته د لوېېدو او ژوندي کېدو زمينه مساعده کړه. دا پيدا کېدل به ټول د اوسنيو انسانانو پيدايښت ته ورته دي، توپير يوازې دا دی چې آدم مور او پلار نه درلودل او موږ ېې لرو.
همدا شان الله (ج) فرمايي:
وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَاجاً وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنْثَى وَلا تَضَعُ إِلاَّ بِعِلْمِهِ وَمَا يعُمَّرُ مِنْ مُعَمَّرٍ وَلا ينُقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلاَّ فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ. فاطر (۱۱)
ژباړه: او الله تاسې ېې له خاورو راپيدا کړئ، بيا له نطفې، بيا ېې جوړه جوړه کړئ، نه کومه ښځينه څه حمل کوی او نه ېې زېږوي، مګر د ده په علم سره او نه د کوم عمر خاوند عمر ورزياتيږي او نه ېې عمر کميږي مګر دا چې په کتاب کې (ثبت) دي او دا کار الله ته آسان دی.
د لته په روښانه الفاظو د انسان د پيدا کېدلو ډول په ګوته شوی دی.
نه پوهېږم ځينو عالمانو د کوم تعبير له مخې دا آياتونه د آدم د بت په تراشلو تفسير کړي دي. هغوی په کوم جرئت الله ته د بت جوړوونکي نسبت کوي او د الله د روښانه څرګندونو په شتون کې افسانوي روياتو ته لومړيتوب ورکوي؟ آيا آدم د ټولو انسانانو پلار نه دی؟ آيا آدم انسان نه وو؟ آيا پلار بايد له
خپلو بچيانو سره هومره ډېر توپيرونه ولري؟ اسلامي باورونه خو دا دي چې آدم او حوا هم د اوسنيو انسانانو زېږونه ته ورته نړۍ ته سترګې پرانستې دي؛ البته د الله (ج) په ځواک ورته هغه شرایط او شونتياوې برابرې شوې دي، کومې چې د انسان د زېږون، لوېېدلو او ژوند لپاره اړينې دي. د يادونې وړ ده چې په دې غلطو تعبيرونو کې د ابن عربي او د هغه د پلويانو او پيروانو څرګندونو هم ښکاره اغېز لرلی دی، کوم چې انسان د خدای جز ګڼي. د هغوی د تعبير له مخې انسان د سترګې د کسي په مانا دی، او ځکه انسان ونومول شو چې انسان د خدای لپاره د سترګې د کسي حیثيت لري. (نعوذبالله)
راځو د بي بي حوا د پيدايښت په اړه انګېرنو ته:
د الله (ج) په دې سترو کائناتو او بې شمېره مخلوقاتو کې فکر وکړئ، د غير منطقي تخليق کومه وړه نښه به هم پکې ونه مومئ، نو بيا څنګه دا ښاغلي د حوا په اړه دا ډول افسانوي تعبيرونه لري. هغه حديث چې پکې د پښتۍ او له ښځو سره د تشابه يادونه پکې شوې ده، په دې ډول دی:
آن المرأة خلقت من ضلع و اٍن أعوج شيئ في الضلع أعلاه فاٍن ذهبت تقیمه کسرته و اٍن استمعت بها اتسمعت بها و فيها عوج.
ژباړه: ښځه له پوښتۍ پيدا شوې ده، د پوښتۍ تر ټولو کوږ ځای د هغې لوړه ده، که دې هڅه وکړه چې هغه سمه کړې نو ماته به شي او که غواړې ګټه ترې واخلې نو په داسې حال کې به ګټه ترې اخلې چې کوږوالی پکې وي.
له پورتني حديث شريف څخه ښکاري چې دلته د حوا د پیدايښت هېڅ ډول يادونه نه ده شوې، ولې د غلطو تعبيرونو په لړ کې دا خبر مشهوره شوې ده چې ګواکي حوا د آدم عليه سلام له پښتۍ پيدا شوې ده.
له جنت څخه د آدم عليه سلام او بي بي حوا د ايستلو په اړه الله (ج) فرمايي:
وَقلنا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلا مِنْ هَا رَغَداً حَيْثُ شِئْتُمَا وَلا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتكُونَا مِنْ الظَّالِمِين * فَأَزَلَّهُمَ الشَّيْطَانُ عَنْها فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ وَقُلنَا اهْبِطُوا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلكُمْ فِي الَارْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ . (۳۵-۳۶) بقرة
ژباړه: ومو ویل: ای آدمه! ته او مېرمن دې په جنت کې مېشت شئ او له کومه ځايه چې غواړئ، ډېر وخورئ خو دې ونې ته مه نږدې کېږئ؛ کنه نو له تيري کوونکو څخه به شئ، خو شيطان له هغه نه وښويول او له هغه څه ېې وايستل چې پکې وو او ومو ويل: له دې نه کوز شئ، ځينې د ځينو نورو لپاره دښمن او تاسو ته په ځکې کې د اوسېدو ځای دی او تر څه وخته څه متاع هم.
دلته د جنت يادونه شوې ده. جنت د باغ په مانا دی. او ورپسې د ونې يادونه شوې ده. هيڅ ځای هم د غنم او يا مڼې يادونه نه ده شوې. دا هم روښانه ده چې هغه موعود جنت چې له مرګ او بيا ژوندي کېدو وروسته به مؤمنين ورځي، له هغه ځايه شيطان رټل شوی دی او هيڅ کله هم نږدې نشي ورتلای. همدا شان لکه څنګه چې اوس انسانان شيطان په سترګو نشي ليدلای، نو آدم عليه هم نشوای ليدلای، د شيطان دوکه کول د اوسني انسان او شيطان د دوکه کولو په شان وو. ځينې کسان دا هم وايي چې لومړی بي بي حوا دوکه شوې وه، چې دا هم د اسرائيلي رواياتو څخه اخيستنه ده. دلته په رڼا ورځ د مېرمنو د ټيټ ښودلو هڅه شوې ده. په داسې حال کې چې په پورتني آيت کې روښانه ويل شوي چې له شيطان دواړه وښويول او له جنت څخه اې وايستل.

...


محمود سعيد
10.01.2013

هڅاند صیب بوختياوې مې زياتې شوې دي. ډېر زر به انشاءالله بېرته ستاسې سره په پوره توګه يو ځای شم.
ټول ملګري دې ودان او روغ اوسي.


حذيفه
16.01.2013

سلام عليكم!
تخاري صیب! ته چي پر نورو نيوکې کوې نو ایا په خبر يې؟
زما سلام په قران او حدیثو کي ثبوت لري ، لکه چي وايي:
سَلَامٌ عَلَيْكُمْ(الاعراف :۴۶)
دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (یونس :۱۰)
وَلَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَى قَالُوا سَلَامًا قَالَ سَلَامٌ(هود : ۶۹)
سَلَامٌ عَلَيْكُمْ(الرعد :۲۴)
په قران کي دومره زیات دي چي دلته يې راوړل ليکنه غټه وي.
او له رښتني صیب سره هم موافق نه يم ، ځکه رسول الله وايي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: كَانَ أَهْلُ الكِتَابِ يَقْرَءُونَ التَّوْرَاةَ بِالعِبْرَانِيَّةِ، وَيُفَسِّرُونَهَا [ص:21] بِالعَرَبِيَّةِ لِأَهْلِ الإِسْلاَمِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " لا تُصَدِّقُوا أَهْلَ الكِتَابِ وَلا تُكَذِّبُوهُمْ، وَقُولُوا: {آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا} [البقرة: 136] الآيَةَ(بخاري ح: ۴۴۸۵)
له دې څخه معلومېږي چي له دوئ خبرې نقلو جواز نه لري ځکه چي احتمال د دروغو په کي سته نو ځکه يې اړتیا نه وينو.



ع کريم حليمي
16.01.2013

السلام علیکم و رحمة الله
زموږ د سردار عالم د امة لپاره دغه اخلاق غوره شویدي په شریعت کښي چه :
بسم تعالی : وَإِذَا حُيِّيتُمْ بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا

ژباړه:
او څوك چې په درناوي سره تاسي ته سلام واچوي نو هغه ته له هغې نه په ښه توګه ځواب وركړئ يا لږ تر لږه په هماغه شان ، الله د هرشي حساب اخيستونكى دى.

السلام علیکم ویل سنت او جواب ئې د پورته ایات شریف په حکم فرض دی ، په دا رنګه : وعلیکم السلام و رحمة الله وبرکاته

ابراهیم ع شریعت نه درلود !!!!


حذيفه
18.01.2013

محترم حليمي صیب!
زما خبره د سلام په اړه وه نه دا چي سلام ته بايد ځواب څنګه ور کول سي؟
زه وايم چي همدا سلام روا دئ او که يې څوک دلیل غواړي نو ما وړاندي حوالې ورته ور کړې دي او یوازي د ابراهيم ملت هم نه دئ بلکي خبره تر دې هم اوږده ده او پر موږ يې منل اړين دي.
ستا په راوړي اايت کي د ځواب مسله ده نه د سلام ویلو.
الله وايي:
أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْعَالَمِينَ(الانعام :۹۰)
په دې ايت کي ښه ژور نظر وکړه نو که یې سیاق او سباق هم ور سره وګورې مسله به درته جوته سي.
مننه!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more