د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د قدرت د انډول انډئ کوږ شو

اتل
04.01.2013

پښتنو خویندو وروڼو، اسلام علیکم
تاسې به خامخا د بې پیلوټه الوتکو په ګذاراونو کې، د جنوبي وزیرستان د یوه نامتو قوماندان ملا نذیر، او ورسره د هغه دیوه قوی قوماندان او د هغه د ډلې د یو شمیرغړیو د وژل کیدو خبر اوریدلئ وي
داسې ښکاري چې څو هفتې مخکې په ملا نذیرباندې د ځان مرګي حملې او بیا لږ را وروسته په واڼه کې د طلبانو د بل قوماندان ملاعباس وژل کیدواو باالاخره وړمه ورځ د بې پیلړټه الوتکو په حمله کې، پخپله د ملا نذیر وژل کیدو، د ملا نذیر او حکیم الله مسید د [ ټی ټي پي ] د ډلو، اویا پربل عبارت، د شمالي او جنوبي وزیرستان د جګړه مارو طالبانو تر منځ د قدرت توله کږه کړې وي
دغه دواړه ډلې پخپلو کې پخه دښمني لري. ملا نذیر چې د حکیم الله مسید د ډلې نه جلا شو، نو یې د پاکستان د حکومت سره اور بند وکړ، او حافظ ګلبهادر او د حقاني د تیرورېستي شبکې سره يې په افغاستان کې د جنګ کولو مثلث تشکیل کړ
ملا نذير دغه راز په جنوبي وزیرستان کې د ازبک جګړه مارانو سره هم وجنګید او هغوی یې د جنوبي وزیرستان نه پسې واخیستل، خو حکیم الله مسید ازکو جګړه مارانو ته پناه ورکړه. د ملا نذير، حقاني او حافظ ګلبهادر جګړه مارې ډلې د پاکستان د حکومت سره جګړه نه کوي، بلکه افغانستان ته خپل جګړه ماران د جنګ د پاره استوي، خو د حکیم الله مسید جګړه ماران پدې برسره چې په افغانستان کې جنګیږي، د پاکستان د حکومت پر خلاف یې هم وسلې ته لاس اچولئ دئ
داسې ښکاري چې دملا نذير او دهغه ددوو تګړه قوماندانانو مړینه به ددې سبب شي، چې د حکیم الله مسید [ټي ټي پي] ډله د ملا نذیر په ډله برلاسئ پیدا کړي
البته دا فرصت د حکیم الله مسید د ډلې دپاره یو ښه چانس دئ چې په دواړو وزیرستانونوباندې خپل قبضه قایمه کړي
د جنوبي وزیرستان اکثریت نفوس د احمد زیو محسودو دئ. څو هفتې مخکې چې په ملا نذیر باندي ځان مرګي حمله وشوه او هغه پکې ټپي شو، د احمدزیو محسودو قوم ټول هغه محسود چې د حکیم الله د قوم وو، او د نارامیو له وجې یې هلته کډې کړې وي، له خپلې علاقې نه پدې ګمان وشړل چې ګواکې په ملا نذیر باندې په حمله کې د حکیم الله مسید جګړه مارانو لاس درلود. :که د دواړو وزیرستانونو د جګړه مارانو تر منځ سالۍ زور واخلي، نو ګټه به یې په مجموع کې د پاکستان او افغانستان حکومتونو او ولسونو ته ورسیږي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more