د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

امریکا د تباهۍ او زوال په لوري درومي!!

طیب زابلی *
04.01.2013

جمعه, 04 January 2013 07:19 zwak
داسې ښکاري چې دامریکا متحده ایالات د خپل یوازیني او حتمي برخلیک په لور په چټکۍ سره درومي، هغه امریکا چې یو وخت یې د نړۍ د ستر اقتصادي طاقت ویاړ لرلو دموجوده نا اهلو چارواکو د ناوړه سیاستونو له امله اوس په ستر اقتصادي کړکیچ کې داسې راګیر شوې ده چې سر باسي پښې یې د پور په زولنو کې بندې وي او چې پښې خلاصه وي غاړه یې زندۍ ته برابره وي، د امریکا په کانګرس کې دیموکراتانو او جمهوريت غوښتونکو چې په ګډه د امریکا د اقتصادي سقوط بلکه د نهایي زوال مسؤولیت په غاړه لري تېره شپه پر یو عارضي سند اتفاق وکړ او صرف د دوو میاشتو لپاره یې د اوباما د حکومت په کالبوت کې مصنوعي ساه پو کړه.

اقتصاد پوهان دې ته ګوته په غاښ دي چې څنګه دغه لوړه اقتصادي ماڼۍ مځکې ته راپریوتله، پور یې تر ۱۶ تریلیونو ( ۱۶ زرو ملیاردو) ډالرو زیات شو او که دغه پور پر امریکایي ولس وویشل سي نو ګورو چې هره امریکایي څلور وګړیزه متوسطه کورنۍ تر دري سوه زره (۳۰۰۰۰۰) امریکایي ډالرو زیاته قرض داره ده، دا په داسي حال کې چې په ۲۰۰۰م کال کي دغه پور تر ۷ تریلیونه هم کم و او اقتصادي وده یې مخ په وړاندې وه، سوال دادی چې څرنګه په دغه لږه موده کې هر څه په بل مخ واوښتل او د نړۍ په سطحه دغه پیاوړی دولت د خطرناک پاڼ په غاړه د نابودۍ او ابدي زوال کندي ته دلویدلو انتظار باسي؟!!.

موږ د امریکا د اقتصادي ناورین وجه او نهايي بربادۍ لامل د پخوانيو ظالمانو د تاریخ په پاڼو کي موندلای سو او د الله پاک کتاب هم په دي خبره ګواهي ورکوي چې هر وخت ظالمانو د خپلي نابودۍ اسباب په خپلو لاسو برابر کړیدي: ویني یې تویې کړې، صالح خلک یې په پوچو بهانو وژلي، د خپل هوس لپاره یې ښارونه خراب کړي، په مځکه کښې یې فسادونه کړي او په ناحقه یې انسانان ځورولي دي، د دغو کړونو په وجه الله پاک دوی تباه کړیدي او د نورو د عبرت لپاره یې د تاریخ برخه ګرځولي دي.

په تیرو یوولسو کلونو کي امریکایانو د یویشتمې پیړۍ د کیمیاوي او ذروي وسلو په زور پر افغانستان او عراق باندي تباه کوونکي جنګونه تحمیل کړل، مظلوم افغانان یې د هوا څخه په درنو بمونو وویشتل، خټین زاړه کورونه یې ور وران کړل، میندې یې دبچیانو په ویر کېنولې! ډېر مسلمانان یې د تورو تمبو شاته وغورځول، د افغان ولس د بي لارۍ په موخه يې تر حد زیات کوښښونه وکړل، هغه خلک یې شهیدان کړل، د خپلو کورونو نه یې فرار کړل او په بيځایه تورونو یې متهم کړل کومو چې اشغال نه منلو، پر ولس يې د یوې بې کفایته او فاسدې ادارې د ګمارولو کوښښ وکړ او د افغان باتور قوم د غولولو لپاره یې ګڼ فریبونه وکارول.

دامریکا متحده ایالات د الله پاک د کوني قوانینو او حکمت له مخې (الله پاک ښه پوهیږي) د حتمي نابودۍ په لور درومي، د ذلت، رسوایۍ او هلاکت شپې یې لنډي ښکاري، د اوباما د حکومت او کانګرس په کاغذ پرانیو باندي د امریکا پورونه نه کمیږي او نه هم ژغورل کیږي بلکه هغوی يي نور هم د تباهۍ کندي ته ټیل وهي، د امریکا ولس د ځان ژغورلو لپاره یوازي یوه لاره لري هغه دا چې د ناروا جنګونو او ظلمونو نه خپل ظالم جنرالان او مغرور واکمن په زغرده راوګرځوي، د مستضعفو ولسونو حقوق اعاده کړي، له نورو هیوادو څخه خپل پوځونه په عاجله توګه وباسي، د فساد پر ځای په نړۍ کي د اصلاح کوښښ وکړي.


larghonay laraway
04.01.2013

السلام عليکم!
الله دې وکړي چې دغه ناروا ځواک راوپرځېږي!
که امريکاونړېږي د کرزي او ملاعمر ډلې به هم ورکې شي ځکه چې دوی هم له امريکايانو تمويلېږي!
ايله که ترې په قرار شو خو چې زر په ګونډو شي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more