د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

وطندوست صيب ته سلامونه

tandar
02.01.2013

وطندوست صيب ته سلامونه
تاسو هم دښاغلي خليل زاد لپاره په خپله ليکنه کي کمپاين کړيدي
دلته ستاسو په ليکنه کي ډير ي پوښتني ددغه شخص په هکله دمطرح وړ اوبايد ځواب شي
اول دهر دولت نماينده ،، سفير ،، په بل دولت کي دهرجانبي ګټي دخپل دولت لپاره په غټ اعطبار ګمارل کيږي تر جاسوسي پوري
که ښاغلي خليلزاد کي واقعا افغاني روحيه سره ددومره دانش يې په کوم احساس دلوي اشغالګر usa لپاره دغه درنه وظيفه،، سفارت ،، په خپله خاوره کي دنورو په ګټه په غاړه اخيستي وه ؟
يعني يو کرزي ځي او بل کرزي ،،خليل زاد،، به راځي
داسي نورسوالونه هم شته خووخت کم دي شايد نور سياسي پوهان دلته پري ښه تبصيره او زمونږ ټولو قناعت حاصل کړي
ملت نورويښ شوي داشغالګرو او داخلي جنايتکارو اووطنفروشانو اودډالرو مزدورانو ته نه وخت ورکوي اونه پري اعطبار لري
او راتلل يی هم بقا نه لري
د cia او isi لاسونه دبي اتفاقه افغان اولس په وينو سره دي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
وطندوست
02.01.2013 20:01
څه رنګه چې تاسو دوستانو پوهیږې په افغانستان کې ورځ تر بلې ولسمشریزو ټاکنو لپاره وخت نږدې کیږي او غیر رسمي کمپاینونونه هم پیل شوي،تیرو حالاتو ته په کتلو سره افغانستان داسې یو ولسمشر ته اړتیا لري چې جدیت،علمیت او له نړیوالې ټولنې سره نږدې اړیکې ولري او له یادو اړیکو څخه ښې ګټې پورته کړي. ولسمشر کرزي افغانستان لپاره د ناکامۍ یوه لویه تجربه وه چې داسې ولسمشرباید بیا تکرار نشي.ولسمشر کرزي جدیت نه درلود یوه ورځ زمری وو او بله ورځ ګیدړ همداراز ولسمشر کرزی له افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو سره صادق نه وو دوي د دولت د مخالفینو له لوري وژل کیدل ،مخالفین څوک وو مخالفین هغه خرڅ شوي افغانان وو چې د ناپوهې او مجبوریت له امله د ایران او پاکستان په مرسته فعالیت کاوه خو ولسمشر کرزي دخپلو امنیتي ځواکونو او نړیوالو ملګرو قربانۍ ته نه لیدله او له دغو هیوادونو سره پټې معاملې کولې او ترې پیسې اخیستلې،د ولسمشر کرزي دغه کار له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت اړیکې خرابې کړې او دناباورۍ فضا رامنځته کړه، بل داچې ولسمشر کرزي فکري او علمي کارونه ونکړل ددې پر ځای چې په افغانستان کې د بریښنا بندونه جوړ کړي او نور بنسټیز کارونه وکړي بریښنا له تاجکستان څخه واخیستله همداراز د غوریانو د اوسپنی کان په اړه چې له ایران سره شریک دی او د کان ایراني برخه د سنګان په نوم یادیږي او ختم شوی کوم کار نه دی کړی څه ضمانت موجود دی چې ایران له ځمکې لاندې د افغانستان له کان (غوریان)څخه سپني اوباسي کیدای شي په دې برخه کې ایراني پیسې تاثیر کړې وي. ولسمشرکرزی نه پوهیږي چې دجمهوري ریاست لپاره د ایران مرستې د داسې افغاني کانونو او اوبو د ګټو کمه سلنه ده چې له هیڅ سره پرتله کیږي او له کرزي نه ګیدړ جوړ کړی، دیادولو وړ ده چې ایران د داسې کم علم ولسمشر (کرزی) څخه په ګټې اخیستنې سره زمونږ فرهنګ او مذهب ته هم ډیر تاوانونه رسولي او رسوي دغه کار دا لاره اواره کړه چې سعودي شیخان هم میدان ته راشي په افغانستان کې فعالیتونه پیل کړي دغه ایراني او عربي فعالیتونه به فرقه یی او مذهبې ستونزي زیاتي کړي،همداراز د پاکستان له حکومت سره چې د هغه پلار وژلی او نور افغانان هم هره ورځ وژني د سولې خبرې کوي او بې له کومې پایلې پاکستان ته باج ورکوي، ستونزي ډیرې دي تاسو هم پرې پوهیږئ زه له یادولو یې ډډه کوم.مونږ په افغانستان او بهرنیو هیوادونو کې داسي افغانان لرو چې ښه استعداد ،ملي او سیاسي فکرونه لري باید له دوي څخه ژر ترژره کار واخلو ،له هیواده بهر له افغان کادرونو څخه بهرني دولتونه د خپلو هیوادونو د جوړولو او بریالتوبونو لپاره کار اخیستي او اخلي د مثال په ډول په تیرو وختونو کې له علامه سید جمال الدین افغاني ،ابو علی سینا بلخي او مولاناجلال الدین محمد بلخي له افکارو څخه بهرني هیوادونه ډیرې ګټې اخیستلې وې مونږ باید له هیواده بهر له علمي کادرونو لکه زلمی خلیل زاد څخه چې له وړتیا او افکارونه یې بهرنیان ګټه پورته کوي هم ګټه واخلو په امریکا متحدو ایالتونو کې کله چې د ملګرو ملتونو لپاره ځانګړی استازی ټاکل کیږي باید له کانګرس څخه رایه واخلي او د کانګرس غړي داسي کس ته رایه ورکوي چې ښه وړتیا اوپوهه ولري زلمی خلیل زاد دا وړتیا درلوده چې د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس رایه خپله کړي او دغه دنده په بریالیتوب سره پایته ورسوي ،ولې له داسی افغان علمي کادرونو څخه چې نورو هیوادونو ترې ګټه اخلي مونږ خپله د خپل هیواد د آبادولو لپاره ګټه وانخلو. په افغانستان کې سیاسي مافیاوی کړۍ شته چې تل خلک وژلي او غواړي واک په خپل انحصار کې ولري دوي د هیواد دننه او بهر علمي کادرونو ته خنډونه جوړي څو دوي په واک کې وي، افغانان ووژني او د هیواد شتمني تالا کړي. مافیاوي غلامان له هیواده بهر علمي کادرونو ته بله پلمه نه لري او تل وايي چې دغه کادرونه د بهرنیو هیوادونو تابعیت لري،بهرني تابعیت کوم جرم نه دی کله چې دغه کادرونه ځانونه کاندید کړي له بهرني تابعیت نه هم تیریږي دا کومه ستونزه نه ده ،دغه ملي شخصیتونه د هیواد لپاره سر ورکوي تابعیت خو عادي خبره ده.ټولو افغانانو ته دا ویل لرم چې بیا هم د داسې قاتلانو فریت ونخوري یو ملي شخصیت ته رایه ورکړي څو زمونږ هیواد له دې بد حالت څخه وباسي.


pattang
02.01.2013

تندر صيب وطن دزدان ټولو ته مالوم دي ، پخواني خلقيان اوس دغربيانو کاسه
پاک دي !


larghonay laraway
03.01.2013

ياره زه خو چې څومره فکر کوم نو امريکا ته به تر کرزي ښه غلام نه وي!
ځکه کرزی هم شاشجاعي بکګرونډ لري او هم يې لس کاله ښه تجربه ترلاسه کړه
نو که امريکا يې بدل نه کړي همدا کرزی او همدا يې د غلامۍ غړوندی دی


tandar
03.01.2013

دخليلزاد نژدي چاپريال دشاه په وخت کي هم ترخپلي وسي دملت ويني ځبيښلي که
ضرورت شو په نومونو او په هغه وخت کي دوظايفو سره به يې خلک ژوندي مثالونه وړاندي کړي
ملت په وطنفروشانو نور نه غوليږي
ديوه لوي او ازاد افغانستان په هيله
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
پينځه نۍ د ١٣٩١ لمريز کال د مرغومې ١٤
خليل زاد او دوه ټګان

غمی
کله کله د سړي په هر شي شک راشي چې دروغ به وي. يو شمېر خلک له ليرې نه د سيراب غوندې ځلېږي، ډېر پاخه، مستعد او وړ ښکاري خو چې ورنږدې شئ هيڅ هم نه وي.
يو له دغو خلکو څخه زلمی خليلزاد دی. خليلزاد چې کله د امريکا سفير ؤ نو خلکو ته ډېر پياوړی، مستعد، مفکر او جدي ښکاريدو. د افغانستان د اساسي قانون په لويه جرګه کې يې رول دومره پياوړی ؤ چې ژورناليستان به د لويې جرګې په خيمه کې د خليلزاد راتګ ته څک څک کېدل او هرڅه په همده پسې تړلي وو،
يونس قانوني او محقق د ولسمشرۍ لومړۍ ټاکنې نه منلې خو ده پرې په زور ومنلې،
دوستم په شمال کې امپراتور ؤ او کرزي ورته زارۍ کولې چې له شخصي زندانونو دې يو شمېر نفر ازاد کړه خو خليل زاد په زوره کابل ته راوست،
اسماعيل خان د هرات امير ؤ چې حتی کابل ته د کورنيو چارو له خوا د واليانو غونډو او مشورو ته هم نه راتلو خو خليل زاد کابل مېشت کړ،
د زلمي خليلزاد دې کارونو له خليل زاد څخه غر جوړ کړی ؤ او خلکو فکر کاوه چې په امريکا کې دومره مهمې دندې ته رسيدل حتمي پياوړی استعداد غواړي او نوموړی يو مستعد او مفکر شخص دی. مونږ هم ويل چې له يو عادي سړي او دهوټل له مالک او دويم لاس پردي څخه مستعد او لومړی لاس پردی غوره دی. ځکه چې کرزي صيب هم له امريکې راغلی او هلته يې په کوم مهم پوسټ کار نه دی کړی او خليلزاد هم له امريکې راځي او هلته يې په مهمو پوسټونو کار کړی او (کادر) دی.
خو کله چې له سفارته ګوښه شو نو خلکو وپېژندو چې د ګاڼو غر نه بلکې د واورې غر ؤ او لمر ته کېښودل شو.
خليلزاد د امريکايي حکومت له بدليدو او له دندې د تقاعد يا ګوښه کېدو وروسته د پاچاهۍ خوبونه ويني او د افغانستان ولسمشرۍ ته لپک وهي خو بايد د ده په استعداد، تفکر او جديت خلک بې باوره شي. دلايل يې په لاندې ډول دي:
لومړی: يا خو زوړ شوی او د پښتنو په اصطلاح کواټه شوی دی او خپلې خبرې نه شي تللی ځکه ګډې وډې وايي.
کله له ميډيا څخه ولسمشرۍ ته د کاندید په نامه ځان راښکاره کړي او بيا بې درکه او لادرکه شي،
کله د سياسي ګوند جوړولو ډنډورې جوړې کړي خو په عمل کې هيڅ نه وي،
کله په امريکا کې د افغانستان پر سر سوداګري پيل کړي او له امريکې څخه د افغانستان وضعيت تحليلوي او (consultancy) چلوي.
کله د خليلزاد فاونډيشن په نامه راڅرګند شي د احسان الله بيات د هغې کمپنۍ له خوا څو بوجۍ سکاره وېشي چې له يهودانو څخه تمويلېږي او کله په نورو نومونو.
نو د خليلزاد د تصميم نيونې دومره ګډوډي د يو ښه رهبر په صفاتو کې نه راځي.
بله دا چې خليلزاد هم د شمالي ټلوالې د لنډه غرانو پيښې کوي هم له افغان حکومت سره دی او هم غواړي چې په مقابل کې يې ودرېږي او کاندید شي. کله چې کابل ته راشي نو د شپې په ارګ کې وي او د ورځې د باندې د ارګمشر کرزي پر خلاف سياسي هلې ځلې کوي. شمال ټلواله هم همداسې ده. هم حکومت د دوی په ولقه کې دی او هم په اپوزيسيون کې دي!

د خليلزاد تر ټولو بد او ناوړه تصميم
د خليلزاد تر ټولو بد او ناوړه کار دا دی چې په کابل کې يې د سياسي ګوند دفتر ته دوه داسې ټګان ګومارلي چې نه استعداد لري، نه ښه معرفت، نه ښه سياسي مخينه لري او نه د راتلونکې ښه متفکر مغز. دا دواړه جنابان يوازې او يوازې په دې فکر کې دي چې د خليلزاد له پانګې څومره شکونه او وهنه وکړي او د خليلزاد سياسي او اجتماعي هلې ځلې څومره انحصار کړي او د خپلو خپلوانو په منګلو کې يې ورکړي!
دغه دوه ټګان حتی نه غواړي چې يو مستعد شخص د دوی دفتر ته د راشه درشه چانس ولري ځکه چې دوی بې استعداده دي او په خپل مقام وېرېږي!
دغه يو يې د بيات له خوا ورمعرفي شوی چې د هغه له افغان بيسيم کمپنۍ څخه يې ځان په خلکو وپېژندنو او يوازې د خپل کلي په اندازه مفکوره ورسره ده. د ده تنګ نظري او ووووووړ فکر د آريانا ټلويزيون په رياست کې ښه په ډاګه شو چې د ديد ځغاسته يې يوازې په خپله قبيله او کلي کې رانغښتې وه نو تاسو ووايئ که خليلزاد پوهېدای نو داسې نفر به يې د دفتر د مسؤول په توګه ګوماره چې يوازې د خپل کلي لپاره کار وکړي او بيا خليلزاد د ټول هېواد رايو اخيستلو ته کاندید کړي؟
دغه بل جناب يې يو ډاکټر دی خو د طب نه بلکې له کوټې څخه يې د بل کوم شي ډاکټري اخيستې او د خپل نامه سره ډاکټر ضميمه کوي چې هغه هم کوم داسې استعداد نه لري چې خليلزاد ترې ګټه واخيستلی شي بلکې د خليلزاد نوم يوازې او يوازې د ځاني او شخصي ګټې له پاره کاروي او د خليلزاد هلې ځلې او پانګه په خپل انحصار کې وساتي او ځان موړ کړي!
دغه جناب کله د محلي ارګانونو سره معاملې ته ملاتړلې وي او کله د کورنيو چارو له وزارت سره چې کوم ولايت يا ولسوالي او رياست مياست ورکړي.
دا دواړه جنابان هيڅکله هم دومره وړتيا نه لري چې لږ تر لږه په کابل کې خليلزاد ته کمپاين وکړي نو پاتې خو لا ټول هېواد شو.
ښه نو تاسو ووايئ چې ایا خليلزاد ډېرو لږو خاشاکو ته ډېر اووووووووږد پړی نه دی غوړولی؟
ايا له دې وړۍ نه به يې شړۍ کړي؟
نه!
هيڅکله نه!
بلکې خليلزاد هسې ميدان ګرموي او په رښتيا د کانديدئ او سياسي فعاليت هيڅ هوډ نه لري، خو غواړي د غمځپلو افغانانو په زخمونو مالګې ودوړوي. د کرزي سره په ارګ کې د امريکې د ګټو په اړه مشورې او تصميمونه نيسي او له ارګه د باندې خلکو ته وايي چې ولسمشرۍ ته کاندید دی چې خلک تېرباسي او پر ځان يې بې باوره کوي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more