د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ځنی خلکو ملاله د ایران جاسوسه

مومند
02.01.2013

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
ستاسو په عقیده دغه لاندنئ خبر واقیعت لری؟

(( تیره اونۍ د افغان پولیسو یوې افسرې په کابل کې یو امریکايي سلاکار وواژه. وروسته روښانه شوه چې برید کوونکې په اصل کې ایرانۍ وه. له دې سره د افغان ځواکونو په لیکو کې د بهرنیو جاسوسانو د شتون په اړه اندیښنې ډیرې شوې دي.

د کابل په امنیه قومانداني کې د DynCorp International شرکت د دغه امریکايي کارکوونکي وژنه، تر خپل ډول نورو پېښو ځکه یو څه متفاوته وه، چې په دې پېښه کې د لومړي ځل له پاره یوې ښځې پولیسې یو «دوست-دښمن» برید ترسره کړ. دا یوازینې موضوع نه وه چې افغان او بهرني چارواکي يې په اندیښنه کړل. وروسته بیا معلومه شوه چې برید کوونکې یوه ایرانۍ ښځه وه چې له پنځو کلونو راهیسې یې د افغانستان د پولیسو په لیکه کې دنده تر سره کوله. دغې پېښې دا پوښتنه رامنځ ته کړه چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې څومره پاکستانیان او ایران په دنده بوخت دي.))

په درنښت

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more