د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د چا له برکته؟

اتل
02.01.2013

ګرانو لوستونکو، د میني ډک سلامونه مې ومنئ
داسې ښکاري چې د طالبانو په تحریک کې ورځ تر بلې، د سولې او امنیت دپاره کوښښونه ګړندي کیږي.له یوې خوا په قطر کې د طالبانو ددفتر د جوړېدو خبرې کیږي، او له بله پلوه، د طالبانو د پخواني حکومت غړي یو پر بل پسې د پاکستان د جیلونو نه آزادیږي
دا پوښتنه هم بې ځایه نه ښکاري، چې که اُسامه بن لادن تر اوسه ژوندئ واي، آیا طالبان به یې سولې ته پرې ایښي واي، اوکه نه؟ آیا د افغانستان او پاکستان په سوله کې د القاعدې تاوان نه دئ؟ که پدې سیمه کې سوله او آرامي راشي، آیا القاعده به لدې علاقې نه کډې کولو ته مجبوره نشي
اوس چې اُسامه د یوه خنډ په توګه د سولې د بهیرد لارې نه ورک شویدئ، آیاامتیاز یې ډاکتر شکیل افریدي ته، تکیه نه کوي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more