د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د سهار وختي پا څيدو او لمونځ کولو ګټې

مساپر
01.01.2013

ګرانو هیوادوالو اسلام علیکم و رحمته الله،
سهار وختي پاڅيدل (لمونځ کول) د اسلام له نظره ډېر داسې دنیوي او اخروي ګټې لري:
۱: د اسلام مبارك دين خپل پيروان دشپې وختي ويده كيدو او سها ر وختي پا څيدو ته هڅوي لكه چې الله تعا لى(ج) فرما يي :
(و قرآن الفجر ان قرآن الفجر كا ن مشهودا)
ترجمه: او د سها ر لمو نځ ادا كړى ځكه داد شپې او ورځي د ملا يكو د حا ضريدو وخت دى.
۲: همدارنگه رسو ل اکرم (ص)فرمايي: د سها ر دوه ركعته لمو نځ له دنيا او هغه څه چې په دنيا كې دي غوره دى.
اوهمدارنګه فرما يي : د ماسختن له لما نځه وروسته د علم له زده كړې نه بغير بل څه ته مه را ټوليږي
۳: او بل ځاى بيا داسې فرما يي : زما د امت په وختي پا څيدلو كې بر كت اجول شوى .
سهار وختي پاڅيدل د طب له نظره:
۱- سها روختي له لمر ختلو مخكى په هوا كې د او زون ګا ز فيصدي زيا ته وي او كراركرار كميږي تردې چې له لمر ختلو وروسته په مكمله تو ګه له مينځه ځي .
د غه ګا ز د انسان عصبي سيستم ته ډير ګټور دى ، فكري، ذهني او عصبي فعا ليتو نو ته تقويت وركوي او پدغه وخت كې د انسا ن فكري او بدني قوه خپل اعظمي حد ته رسيدلي وي ځكه كو مه خوږه وږمه چې سها ر وختي لګيږي د هغى مثا ل بل وخت نه ليدل كيږي.
۲. د لمر ختلو پر وخت د لمر رنګ سو روالي ته نږدي وي او دا معلو مه خبره ده چې سو ر رنګ انسا ن كا ر او فعا ليت ته هڅوي او پدى وخت كې د لمر وړانګې په بدن كې ويټا مين ډي جوړوي.
۳. سها روختي پا څيدل انسا ن په زيا ت خوب باندې له عا دت كيدلو څخه سا تي او د ا اوس ثا بته شوي چې هغه كسا ن چې په دوامداره تو ګه ډير سا عتو نه په خوب تيروي د زړه په مرضو نو د اخته كيدو زيا ته وړټيا لري ځكه پدى صورت كي انسان زيا ت وخت سا كن وي او پدى سره د ويني په رګو نو كې غوړ موا د رسوب كوي، دو يني فشا ر لو ړيږي او دزړه د رګونو د بنديدو له امله د زړه له نا څا پي حملو سره مخ كيږي.
۴. كورتيزول هغه ما ده ده چې د بدن فعا ليت زيا توي په وينه كې د قندونو اندازه لوړوي او بدن ته انرژي او قوت وركوي دا ما ده سها ر وختي په بدن كې خپل لو ړ حد ته رسيږي .
ګرانو هیوادوالو!
پو رتني ګټې يوازي د هغو كسا نو په برخه كيږي چې په تيارو كې له درانه خوبه راويښيږي او د كا ينا تو د څښتن په وړاندې په زاريو وي او كه لدغو ګټو سره د لما نځه او اوداسه ګټې هم يو ځاى كړو نو ددنيا هيڅ ګټې ورسره نشي برابريداى.
دا گټى به څوك له لا سه وركوي ؟ څوك به لدې خيراو بركته محروم وي ؟
هغه څوك چې تمامه ورځ په بې ځايه ګرځيدو تيروي اوتر نيمو شپو پوري په عبثياتو اوبې ځايه كا رونو مصروف وي حا ل دا چې اسلام ترې منع كړي.

والسلام،


روقیه
27.03.2013

ډیر ښه


pattang
28.03.2013

روقيه جانې ستړې مشې هرکله راشي!
قدرت او توانايې دغواړم !

[quote:b6eec2df20="روقیه"]ډیر ښه[/quote:b6eec2df20]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more