د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ددغه زاړه منافق خادست ځواب خو ورکړۍ

pattang
29.12.2012

[color=brown:b65769b7c4]ددغه زاړه منافق خادست ځواب خو ورکړۍ [/color:b65769b7c4]

روشنفکران : جهادي او طالبي مافیا

سرلوڅ مرادزی27.12.2012 22:34

د لویدیځ ځینې رسنۍ داسې څرګندونې کوي چې ګوندې افغانستان کې د لویدیځ د څه د پاسه لسو کلونو قربانیو، زیار او لګښتونو سره سره، د بشر د حقوقو وضعه مخ په خرابیدو او د دیموکراسۍ راتلونکې تته ښکاري.
بلخوا لیدل کیږي همدې لویدیځ، افغانستان کې په دیموکراتیکو بنسټونو د دولتي جوړښت او یا ټولنه کې د ښځو او په ټوله کې د بشر د حقوقو پشان چارې، جهادي تنظیمونو او مذهبي توندلارو ته چې له ریښې اوخټې دغو ارزښتونو سره په ټکر او جګړه کې دي، ورسپارلي او تر دې لا بده دا چې ددغو ارزښونو د ناپلیتوب پړه هم پر افغان ملت او د هغو په بیواکه مخورو وراچوي !
دیموکراسي او د بشر حقوق له داسې رژیم څخه چې د ماڼۍ اساسي ستنې يي جهادي او طالبي مافیا او نورمذهبي توند لاري وربشپړوي، یوه بېځایه هیله ده .
د بن له لومړي کنفرانس او له هغې روسته تر ننه، د دولت د درې ګونو قواو لويي سټې، والیان، ولسوالان او محلي قومندانان ټول له یوه سره، په پاکستان او ایران کې د جوړشویو جهادي تنظیمو مشران، سرخیلان، ټوپکمار، جګړه مار، داړه مار، شوکه مار، لوټمار، د بشر د حقونو لتاړیان او جنګي مجرمین جوړوي!
همدغه ځواکونه چې جهادي پير کې هم، د لویدیځ د ویجاړګرو پلانونو ملګري او شریکباڼي وو، نن د لویدیځ په څو مخیزه مرسته افغانستان کې د واک پر ګدۍ مستي او د ولسونو پر برخلیک، غویمې کوي.
البته د پوهیدو وړ ده چې هم د جهاد په مهال او هم په ۲۰۰۱ کال، د نیویارک د نړیوال تجارتي مرکز له پېښې روسته، امریکا د خپلو ملي ګټو په کړۍ کې دغو ځواکونو ته په افغانستان کې اړتیا درلوده . امریکا غوښتل چې د خپلو دغه شریکباڼو په مټ، یوخوا په افغانستان کې دننه هغه ځواکونه وځپي او څنګ ته يي کړي چې افغانستان ته د لویدیځ او امریکا له راتګ سره په یوه یا بله بڼه مخالف وو او بلخوا افغانستان کې د همدغو ځواکونو په غوښتنه او مټ چې تازه يي د ملي ځواک د تمثیل پېښې کولې، د دایمي پاتې کیدو لار اواره کړي .
امریکا او لویدیځ، نن دغه دواړه موخې ترلاسه کړې دي. هم یو شمېرپخواني ځواکونه چې د ساړه جنګ په ګز يي ګزوله او افغانستان ته يي له نویو حالاتو څخه د ناخبرتیا په لامل، د امریکا او لویدیځ له راتګ سره مخالفت کاوه، له ډګره ایستل شوي او هم امریکا په افغانستان کې د دایمي پاتې کېدو پوخ ځایګی ترلاسه کړی دی .
په دې پیچلې او څو اړخیزه لوبه او د لوبې ټول بهیر کې د افغاني ټولنې یو زیات شمېر مختازي او روشنفکران د لوبي له اصلي لوبغالي څخه لری او ګوښه ساتل شوی اویا خپله دوی هم په باخبره ډول او لویلاس د لوبې د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو په ګټه لوبه کړې او چنې يي وهلې او په ټوله لوبه کې پخپل روشنفکري هویت نه دي لوبېدلي.
څرګنده ده، دلته هم یوازې امریکا او لویدیځ نه دی چې په دې اوږده وخت کې يي په مذهبي توندلارو او جهادیانو ډډه لګولې، بلکې د افغاني ټولنې زیات روشنفکران د مذهبي جهادي مافیا او توندلارو په لیکو او د هغوی د افراطي موخو په خدمت کې لوبېدلي دي. نن هم د یو زیات شمېر روشنفکرانو قبله او فاضله مدینه، جهادي مافیايي تنظیمونه دي. دا روشنفکران لومړی د خپل قوم د سخت دریځه مذهبي تنظیمو په لیکو کې ولاړدي او یا يي په ټوله کې د افغان ولس د روښنايۍ ، ویښتیا او پرمختګلار پریښي او د توندلارو په لښکر کې د عادي سرتیرو دنده ترسره کوي !
یوازې څو بېلګې به بس وي که ووایو، نن د تاجکو یو شمېر روشنفکرانو د نظارشورا او اسلامي جمعیت د قسیم فهیم، یونس قانوني، ډبل عبدالله، د مسعود د وروڼو اوعطا نور په امامت سجده لګولې؛ د هزاره یو شمېر په محقق او خلیلي؛ د ازبکو په دوستم او د پښتنو یو شمېربیا ملاعمر، حقاني، ګلبدین او سیاف ته په رکوع دي او د دوي د سخت دریځه اندیښنو د مالګې په کان کې مالګه شوي دي!
نو ځکه نن له بده مرغه، په نړیواله او ملي کچه د افغانانو استازیتوب، لکه د پاریس غونډه او یا هغې ته ورته نورې ناستې، د جهادي مافیا او مذهبي توندلارو لخوا سرته رسیږي او د ټولنې منور او په څه پوه کسان یوازې د دوی په سیورې پسې منډې وهي !
دلته د بین الافغاني پوهاوي، روغې جوړې اوسولې د بهیر په نښه کول موخه نه ده، بلکې د پېښو یوه بل انځور ته اشاره ده چې افغانانو ته يي ګټه، له روغې جوړې او سولې څخه په هیڅ توګه کمه نه شو ګڼلای.
که له روغې جوړې او سولې څخه موخه دا وي چې توندلارې یوځل بیا پاتې دولتي واک هم غصب کړي او په افغانستان کې د اسلامي جمعیت په وینا غیر سیکولر حکومت؛ د اسلامي ګوند په نظر سوچه اسلامي دولت او د طالبانو په خبره اسلامي امارت رامنځته شی؛ روشنفکران او سیکولر ځواکونه د پخوا پشان بیواکه وساتل شي؛ د افغان ولس به په داسې واک کې چې د توندلارو په منځ کې په سوله او روغه جوړه ټینګ شوی وي، څه خیر وي ؟
د روان کړکېچ د حل دې ټکی ته هم پام په کار دی!
اوس که د پېښو همدغه انځور راواخلو او د پاڼې بل مخ وڅیړو، استخباراتي کړیو د مذهبي توند لارو په مټ د ډیورند تپلې کرښې پر دواړو غاړو په تېره بیا د پښتنو په روشنفکرانو او سیکولرانو، سخت لو ګډ کړیدی.
د تاند بریښناپاڼې په یوه راخیستي خبر کې لولو : « پاکستاني طالبانو، چې پر بشیر احمد بلور یې د حملې مسوولیت سملاسي په غاړه واخیست، ویلي دي چې د عوامي نشنل ګوند پر مشرانو او غړیو به نورې حملې هم وکړي ځکه چې دا ګوند سیکولر دی.
د طالبانو یوه سیمه ییز ویندوی محمد وویل:«عوامي نشنل ګوند لا هم زموږ د حملو هدف دی او په راتلونکي کې به هم وي.»
ده وویل چې طالبانو د ځانمرګو خاصه ډله جوړه کړې چې په پاکستان کې پر اسلامي ضد او سیکولرو کسانو بریدونه وکړي.
ډېر کتونکي په دې تعجب کوي چې په پنجاب او سند کې ولي دا ډول حملې نه کېږي او یا ولي د پیپلز او مسلم لیګ پرغړیو، چې هغوی هم لیبرال او سیکولریستي افکار لري، بریدونه نه کېږي.
د دوی په وینا د طالبانو د حملو هدفونه د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې ورته والی لري.»
د ډیورندکرښې پر بره غاړه د پښتنو روشنفکرانو او سیکولرانو وضعه له دې هم بدتره ده!
بلخوا د ۲۰۱۴ کال مخکې، کله چې په ټولو برخو کې له نړیوالو څخه افغانانو ته واک لیږدیږي، د پېښو په ټول بهیر د روشنفکرانو د ځای او دندې ارزښت نورهم زیاتیږي. په افغاني ټولنه کې ستونزه یوازې د سولې او جګړې پر محور نه راڅرخي، که د هیواد په راتلونکی برخلیک بیا جهادي مافیا او توندلاري مذهبي تنظیمونه د اوس پشان غوښن واک پیدا کړي او د ټولنې روشنفکر او سیکولر قشر د پخوا پشان څنګ ته شي، ستونزه به په ملي او سیمه یزه کچه نوي ابعاد پيدا کړي !
لومړی خو پکار دي، امریکا او لویدیځ د جهادي شریکباڼو له دغه تصفیوي او قهري قوې له کارونې څخه چې دنده يي پایته رسیدلې، په بشپړ توګه تېره شي او بدیلې قوې ته چې د هغې په مټ افغانستان کې خپلې ګټې هم بسیا اوخوندي کړي او د افغانانو له ملي ګټو سره هم اړخ ولګوي، لاره اواره کړي.
امریکا او لویدیځ حتی ډېر پخوا مخکې له دې چې جهادي تنظیمونه پر افغانانو واکمن کړي او دوی ته له دې لارې موجوده درانه او نه جبیره کیدونکي تلفات او زیانونه ورسیږي، کولای شول په افغاني ټولنه کې د روشنفکرانو، دیموکراتانو او بیروکراتانو سره د همغږۍ په مټ ، افغانستان کې خپلې روا ګټې ترلاسه کړی او دومره مرګونو، ورانیو او لګښتونو ته اړتیا نه لیدل کیده !
خو نن غټه او اصلي دنده د افغاني روشنفکرانو پرغاړه ده. دوی باید په توله مانا له ځایه وښوري او د پخوا پشان یوازې د پېښو بیچاره نندارچیان ونه اوسي. ترټولو لومړی باید له جهادي مافیا او توندلارو تنظیمونو خپلې لیکې راجلا کړي او پخپل روشنفکري هویت د ټولنې د مخکښ ځواک پتوګه رامیدان ته شي. بلخوا لویدیځ سره د توندلارو د اړیکو په پرې کولو کې رادمخه شي.
د سیمه یزو او نړیوالو استخباراتو او مافیا په مرسته او ملاتړ، د مذهبي توندلارو او ترهګرو شبحه نن یوځل بیا په نویو بعدونو او پراختیاوو په تېره بیا، د ډیورنډکرښې پر دواړو غاړو د پښتنو پر سیمه په پراخیدو او خپریدو ده، که سیمه یز روشنفکران نن په سختې ورځ د پښتنو روشنفکرانو په ننګ ونه دریږي، سبا دوی هم له دغه طاعون څخه ژغورنګ نه لري او د روشنفکرانو په بېغورۍ او بېلتون سره به ټوله سیمه په دغه طاعون ککړه شي !


حمید هڅــاند
29.12.2012

پتنګ صیب، دې کې شک مه لرئ چې د دغو کسانو عقیدې سمې نه دي، نوم یې لا د مسلمان په څېر نه دی،،ګیله له دوی مه کوئ، ګیله له افغان رسنیو وکړئ چې د بیان ازادۍ په نوم هر اشغال نشروي.

درنښت


پتوال
03.02.2013

ورونو که نوموړی خادست پخپله مطرح وای، د هغه اخلاق او سیاست مو د قضاوت له پاره مخې ته پروت وای، نو بیا به
مو پخپله او هر چا ورته سل او زر جوابه موندلی وای، خو نه، دلته د نوموړي تحلیل او منطقي ځواک مطرح دی چې تاسو یې
له ځوابه لاعلاجه عاجز او بیوسه کړي یاست . دا یواځې د نوموړي د منطق او تحلیل ځواک هم نه دی چې تاسو جنابان يې
دواړه وارخطا کړي یئ، بلکې ستاسې د خپل منطق توَرُم او دهغه موقف ضعف دی چې له مخې یې تل قضاوت کوئ !
نو راشئ له دې دوښمن نه مو زدکړه وکړئ لومړی یو قوي منطقي دریځ بیدا او خپل کړئ او بیا مو په دغه شوم دوښمن یرغل
وروړئ ! که نه د تش خواهش او کوټلې بیوسئ تر منځ
به مو دغه فریاد پای و نه لري!

وايي :
[color=blue:c7dfccbeb1]چې ته خپله حقیقت منلی نشې....نو دبل کس ناراو به څه تنقید کړې ؟؟؟؟
چې پخپله يې د اور لاندې راغلي....نوپه بل باندې به څه رقمته برید کړې؟؟؟؟[/color:c7dfccbeb1]


pattang
03.02.2013

وروره !
منطق اوبيان ډېر فرق سره لري د خادست مرادزي خبرې بيان دي
او نه منطقي تحلیل !
هغه پرچمي دوده بيانونه دي جې يو يې هم د الله په لاره برابر ندۍ!
د دو ی په پښتو پشتو اوس مونږ نور نه غوليږو په همدې پښتو يې
هم ووژلو ، مړه کولو به يې او هم به يې مخبري راپسې کوله !
نالت پردوی ! يو وارې خو يې د روسانو خوټې څټلې کله جې هغوی
ته ددوی لودګي او هېواد پلورنه سابته شوه نو هغوې يې په کونه کې
يې ور تف کړل او اوس دغربيانو خوټې څټي !!!

دو ی دافغانستان په سياست کې نور حق نلري !!!

دمراد زي مردارې ليکنې زه وينم خو ټول افغان يې راڅخه ساتي
او تبصرې ته يې يووار هم موقع نده راکړې !!
دمراد زي د هر مضمون د تبصرې ځای تړلی وي !!!


[color=red:65c8261ce2] ✜ ✜ ✜ [/color:65c8261ce2]

زه نه پوهېږم چې ټول افغان ولې مرادزۍ له نورو ساتي !!

[quote:65c8261ce2]ورونو که نوموړی خادست پخپله مطرح وای، د هغه اخلاق او سیاست مو د قضاوت له پاره مخې ته پروت وای، نو بیا به
مو پخپله او هر چا ورته سل او زر جوابه موندلی وای، خو نه، دلته د نوموړي تحلیل او منطقي ځواک مطرح دی چې تاسو یې
له ځوابه لاعلاجه عاجز او بیوسه کړي یاست . دا یواځې د نوموړي د منطق او تحلیل ځواک هم نه دی چې تاسو جنابان يې
دواړه وارخطا کړي یئ، بلکې ستاسې د خپل منطق توَرُم او دهغه موقف ضعف دی چې له مخې یې تل قضاوت کوئ !
نو راشئ له دې دوښمن نه مو زدکړه وکړئ لومړی یو قوي منطقي دریځ بیدا او خپل کړئ او بیا مو په دغه شوم دوښمن یرغل
وروړئ ! که نه د تش خواهش او کوټلې بیوسئ تر منځ
به مو دغه فریاد پای و نه لري!

وايي :
چې ته خپله حقیقت منلی نشې....نو دبل کس ناراو به څه تنقید کړې ؟؟؟؟
چې پخپله يې د اور لاندې راغلي....نوپه بل باندې به څه رقمته برید کړې؟؟؟[/quote:65c8261ce2]تهت


حمید هڅــاند
04.02.2013

۱)ــ
د افغان چارواکو ملاتړ موږ هم نه دی کړی!
۲)ــ
په تېر کې ټولو اړخونو جفا کړې ده. که ټیټ پوړیو مجاهدینو سرښندنې کړې دي، مشرانو یې جنایتونه کړي دي. نو د هغوی ملاتړ هم موږ نه کوو.
۳)ــ
طالب تحریک هم نارواوې وکړې، د بېلګو یادونه یې اړینه نه ګڼم.
۴)ــ
همدا روڼ اندې، هغه د عادل عادل خبره، ړوند اندي چې دی یې یادونه کوي، هغوی بیا هیڅ خانه هم نه لري. نه وچ دي نه لانده، نه یې په اسلام سر خلاص دی نه په سیاست. د روڼ اندۍ په نوم، علم او پوهې ته توهین کوونکی کسان دی. د دوی ایډیالوژي او نور ماته ښه مالوم دي. خوا مه پرې بدوئ، له خلق نه یې تر واخله ترڅو چې تر افغان ملته رسېږي، ټول هسې ډوډۍ خواره، او برېتو دغو دي.
۵)ــ
د سرلوڅ پایلوچ خبرې خو په تبصره هم نه ارزي. د بیان ازادي، بشر حقوق او نور خو تر رنګین نوم لاندې د یهودو دسیسې دي. دغه کسان یې ځکه یادوي چې دوی ته په اسلام باندي پوره باور نه لري. د دې ډول کسانو عقیده سمه نه ده. نو د ده د تحلیل زاویه او زما د تحلیل زاویه ډېره فرق سره لري. ځکه پرې نه غږېږم.

نور نو واسلام

درنښت


پښتون:
04.02.2013

زه خو د ښاغلي سرلوڅ مرادزي په لیکنو کې هیڅ نیمګړتیا نه وینم.
دا خو یې بد کار ندې کړې چې یو ملت د بهرنیو ګوډاګیانو دسیسو ته متوجه کوي.هغه هم هغسې ګوډاګیان چې د هیواد لپاره د یوې ټنګې کار او فایده یې نرسیږي.د پاکستان او د پاکستان له مزدورانو افغانستان او پښتانه هیڅکله ښه نشي لیدلې ،او ښاغلې مرادزې همدې ته افغانان متوجه کوي.


پتوال
04.02.2013

[quote:0442e200c7]زه خو د ښاغلي سرلوڅ مرادزي په لیکنو کې هیڅ نیمګړتیا نه وینم[/quote:0442e200c7]
پښتونه فکر کوم دوی هم په کې هېڅ نیمګړتیا نه ویني که نه نو تحلیلی ځواب به یې ورکړی وای، د لیکنې پر ځای دوی
په مرادځی کې نیمګړتیا لټوي او جذباتي بد رد ورته وايي، چې نه لوستونکي ترې څه په لاس راوړلی شي او
نه دوی پخپله چپ پاتې کیږي ! که د نوموړي لیکنه منطق لري په منطق او که بیان لري په بیان يې ځواب
په کار دی ، او که نه نو بیا : شيخ فریده خوله دې پټه بهتري ده!!!!!
که څوک د یوې جنګی او جنایی ډلې پلوی کوي هېڅ بله ډله نشي تنقیدولای، مراد زی چې ډیرې ډلې تنقیدولای شي داسې بریښي چې د د خپلې پخوانۍ جنایی ډلې پلوی یا دفاع یې پریښی وي،
او همدا دده پرمختګ او دلیکنو نوی دریځ دی چې ځواک ترې اخلي . که سړی له ټولو نیمګړو دریځونو څخه لاس واخلي د مرادزی په لیکنو کې به هم ډیرې پوښتنې وموندي چې ترې ویی کړي او بس !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more