د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دابراهيم(عليه السلام)دقراني واقعي څخه کوم اخذ کولاي شو؟

عبدالله رحمت
25.12.2012

الله سبحانه وتعالي داسي فرمايي(قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿٢٥٨﴾ البقره)وويل ابراهيم ع :بيشکه الله لمر راخيژوي دمشرق څخه،نوته دا راوخيژوه دمغرب څخه،پس شرمنده شو هغه کافر او الله ظالم قوم ته هدايت نکوي.
خوکله چي کوم ګمراه شخص دکوم نبي، سوال نشو ځوابولاي،نو په هر وخت کي به يي پرهغه نبي غلطي فتواوي ورکولي او دهمدي الهي استاذي ددعوت په مقابل کي به يي خنډونه جوړول اودهغه سوالونوڅخه به يي ځان ژغورلي،ترڅو د خپل قوم په وړاندي،خپل هغه ددرواغو شهرت او رتبه له لاسه ورنکړي.
الله فرمايي(فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَن قَالُوا اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ فَأَنجَاهُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿٢٤﴾العنکبوت)پس دقوم ځواب بل نه وومګر داچي ويل به يي همدي(ابراهيم ع) مړ کړي او ويي سوځوي،نوالله ده لره نجات ورکړ داور څخه، بيشکه په دي کي (دالله دقدرتونو)علايم دي دمومن قوم لپاره.
ګرانو ملګرو:السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته.. دهرڅه نه وړاندي بايد ووايم چي زما پرليکنو چا دضد اوحسد څخه ډکي ليکني کړيدي،هغه ټول ملګري دي خپل احساسات قابو کړي،ځکه دډيرو بي ځايه احساساتو له خاطره دومره تيروتلي دي چي زه يي سلفي ،داکتراو غيرمقلد معرفي کړي يم، مګر زه مسلمان،عبدالله او دقران اونبوي حديثو منونکي يم.
اوسني موضوع پراسلام ده،مګر دهرچا اسلام جدا،جداوي لکه دمقلدينو اسلام بيل او دغيرمقلدينو اسلام بيل وي،داهل تشيع اسلام بيل او داهل تسنن اسلام بيل وي، چي دهري فرقي کتابونه يوله بل څخه بيل وي،حلال اوحرام يي يوله بل څخه جداوي؟
اوس دا معلومول په کاردي چي:
۱- ايا رسول الله ص سلفي وو اوکه حنفي؟
۲-ايا رسول الله د قران او نبوي حديثو څخه پرته په بل څه هم فيصله کول(لکه اجماع،قياس،فهم دسلفو،دامامانو(رح) رايي،مختلف دسلفيانو،اهل حديثوخپل شخصي کتابونه او فتاواوي، دهر رنګه مذهبيانو کتابونه او فتاواوي اوداسي نور) اوکنه؟
۳-ايا د اسلام دين د اتفاق لپاره نازل شويدي اوکه همدا اوسني اختلافونه منځ ته راوړي؟
۳-ايا زموږ دنده داسلام معلومول، عملي کول او نورو انسانانو ته رسول دي، او که يواځي داسلام په نامه تشي چيغي وهل دي؟
۵-ايا موږته د الهي وحيي د پيروي امر دي اوکه په هر ملا ،مسلک،تنظيم او مذهب پوري دلاس نيولو امردي؟
دقدر وړ ملګرو:هرورور چي زما ليکني، ځوابوي او څيړي يي نو د ښو اخلاقو او ارام دماغ څخه دي کارواخلي ټر څو دنورو ملګرو د خوشحالي اوملګرتيا ذريعه وګرځي، او اخر دا اعلان کوم چي په الله قسم زه سلفي او مذهبي نه يم بلکه مسلمان يم او يواځي قران او نبوي حديثوته داسلام دين وايم او همدي الهي وحيي ته دعوت کوم اوبس.



Mazharee
25.12.2012

رحمته! عجيب بيادی دخپلو شقیقی وړونو خوارجو په څیر دکفارو په باره کی آیتونه پرمسلمانانو باندی تطبیق کړیدی، ته کم عقل او بی فکره ګستاخ او بی ادبه انسان دمذهب علماء دنمرود لعین سره مقایسه کوی؟؟؟ آِیا پدی کاردی ته پر خپل ایمان باندی نه ویریږی؟ ته ګمراه اوګمراه کوونکئ، چی خپل هر ناروا او ګمراه کوونکئ عمل درته ښه ښکاری ، داسی فکرکوی چی ټول منسوب خلګ ومذهب ته پرباطله روان دی؟ خو نه... داسی نده ، ته بی عقل او بی شعوره ، د خپل کم عقل په ړندی هینداره کی دخپل چټل تصویر پرځای دبل چا تصویر ته ګوری ، او په خپل نفسانی او شهوانی بصیرت باندی پر شریعت، اسلام ، فقه او مسلمانانو باندی حکم کوی ته دداسی خلګو لومړنئ نه یی ستا غوندی دغسی منحرفین ستا څخه مخکی تیرسوی دی ، کوم خلګ چی تا ورڅخه دهمدغه ګمراهی الهام اخستئ دئ، ته چی هرڅومره انکار وکړی چی زه سلفی نه یم، وهابی نه یم مودودی نه یم. ستا انکار ستالپاره هیڅ ګټه نلری، ځکه ستا ددغه عمل څخه له ورایه معلومیږی چی ته پدغه ګمراهانو کی یودانه یی، ځکه دداسی عمل سره چی تاسویی کوئ، وهابیت، سلفیت اویا مودودیت ورسره لازم دئ، ستا انکار سوچه مکابره او دشیعګانو غوندی تقیه ده، چی هغه مونږته هیڅ اعتبار نلری، بیا هم شرم اوحیا نلری چی ته هم دسالم بحث وړاندیز کوی، تا زمونږ فقه ته څه نسبتونه کړیدی؟ زمونږ په علماؤ پوری دی څه تهمتونه تړلی دی؟ بیا هم ته زمونږ څخه ددی هیله لری چی ستاسره مونږ په پسته ژبه خبری وکړو، نه ...تاسو پدی نه ارزئ ، چی څوک دی ستاسو سره په وړین تندی او پسته ژبه خبری وکړی.
پاتی شوه داچی تاته مونږ څوک وایو؟ نو هغه کامیاب صیب ته دی الله خیر ورکړی ته یی مونږ ته معرفی کړئ یی ، انشاء الله ډیر ژربه درباندی دالله غضب او قهر زمونږ په لاسونو باندی درباندی نازل شی، انتظار کوه!!!
دپورته هوایی پوښتنو ځوابه دی ما ستا سو درهبر او مرجع تقلید حذیفه سره په مناظره کی ورکړیدی لاندی تړون کی یی وګوره.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8898&postdays=0&postorder=asc&start=15


طیب زابلی *
25.12.2012

عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه قال قال رسول الله : أكثر ما أتخوف على أمتي من بعدي رجل يتأول القرآن يضعه على غير مواضعه ورجل يرى أنه أحق بهذا الأمر من غيره (معجم الاوسط حديث نمبر 1865)

ژباړه : له عمر ابن خطاب رض څخه روایت ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : له ماوروسته زما پر امت چی زه ډیر ویریږم له هغه سړی ویریږم چی دی دقرآن تأویل کوی او په هغه ځای کی ئی ږدی چی هغه یی ځای نه وی او بل له هغه سړی چی هغه ځان ددی کار(خلافت) تر نورو مستحق ګڼی .

وكان ابن عمر يراهم شرار خلق الله وقال إنهم انطلقوا إلى آيات نزلت في الكفار فجعلوها على المؤمنين (البخاری باب قتل الخوارج )
ژباړه : ابن عمر رض دوئ (خوارج) دالله په مخلوق کی ترټولو بد خلګ ګڼل او ویل به ئی چی هغه ایاتونه چی دکفارو په حق کی نازل شوی دی هغه دوئ راوړی او پر مسلمانانو یی تطبیقوی .

نو اوس که وګورو دغه علامات بالکل په دوئ(سلفیانو او وهابیانو ) کی شته ځکه دوی هم داعادت لری چی هغه ایاتونه چی صریح دمشرکانو په باره کی نازل شوی دی هغه دوی پر مسلمانانو تطبیقوی .

دغه حدیثونه یا ددی په مثل نور احادیث که څه هم په ظاهره خو دخوارجو په باره کی ویل شوی دی او محدثینو هم دخوارجو په ترجمة الباب کی راوړی دی مګر خو ددی نو دامطلب نه شو چی دابه خامخا پر هغه خوارجو چی دحضرت علی رض په وخت کی پیدا شوی وو صادقیږی بلکی په هرچا کی چی دغه قرائن موجود وی هغه ددی مصداق ده خواه که هغه په هرنامه وی وهابی یا سلفی یابل ..

دبخاری شارح دوکتور مصطفی ددی حدیث په تشریح کی داسی وایی : ش ( الخوارج ) جمع خارجة أي طائفة خرجوا عن الدين القويم وهم مبتدعون وسموا بذلك لأنهم خرجوا على خيار المسلمين . وكل من خرج عن جماعة المسلمين التي تعمل بكتاب الله تعالى وسنة رسوله صلى الله عليه و سلم وما أجمعت عليه الأمة فهو خارجي .

ژباړه : خوارج دخارجة جمع ده یعنی دا هغه طائفه ده چی له دین څخه وتلی وی او دوئ مبتدعین دی او خوارج ځکه ورته وایی چی دوئ پر هغه غوره او ښو مسلمانانو راوتلی دی ، او هر هغه څوک چی هغه دمسلمانانو له هغی ټولۍ چی هغه په کتاب ، سنت او اجماع دامت عمل کوی ووزی نو هغه خارجی ده .

عن عبيد الله بن أبي رافع أن الحرورية لما خرجت مع علي بن أبي طالب فقالوا لا حكم إلا لله قال علي كلمة حق أريد بها باطل إن رسول الله صلى الله عليه وسلم وصف ناسا إني لاعرف صفتهم في هؤلاء الذين يقولون الحق بألسنتهم لا يجوز هذا منهم وأشار إلى حلقه من أبغض خلق الله إليه ++

» يخرج في آخر الزمان قوم كأن هذا منهم يقرءون القرآن لا يجاوز تراقيهم يمرقون من الإسلام كما يمرق السهم من الرمية ، سيماهم التحليق لا يزالون يخرجون حتى يخرج آخرهم مع المسيح الدجال ، فإذا لقيتوهم فاقتلوهم هم شر الخلق والخليقة «


حذيفه
26.12.2012

ملګرو او ګډونوالو ته سلام عليکم
ياره ستاسو ټولو لهجې دومره توندۍ ته رسېدلې دي چي ان يو بل ته ښکنځلو ته سره ولاړ ياست.
تاسو بايد سالم بحث وکړئ او يو بل ته حق ور وښيو داسي نه چي زه سل په سلو کي پر حق يم او نور ټول باطل.
تاسو راشئ وګورو چي دين څه شی دئ؟
تاسو راشئ رسولانو پر کوم شي ایمان را وړی وو؟
ايا له دې پرته په نورو شیانو هم انسانان مکلف دي چي ایمان به پر را وړي ؟
الهي وینا ده :
آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ(البقره: ۱۸۵)
ژباړه: رسول پر هغه څه ايمان راوړی چي د ده د رب له لوري ورته نازل شوي
اوس معلومه شوه چي دين هم دغه شی دئ چي د الله له لوري نازل شوی وي نو دا غو تاسو ټول منئ بيا نو اختلاف ولي کوئ؟
راشئ په صحيح دين عمل پيل کړو او د خلکو له اندونو او فکرونو ځانونه وساتلو هم به دا ستونزې نه وي او هم به اختلافات ورک شي.
د اوس لپاره مي بېړه ده بیا به نور وروسته ګورو!
ستاسو حذيفه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more