د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

حلاله يا د اسلام په نوم زنا

حمید هڅــاند
22.12.2012

له فیسبوک څخه را نقل شوه:
......................................
زموږ په مسلمانانو کي يو خورا ناوړه او کرغېړن دود شته دئ ، دا دود د حلالې په نوم نومول شوی او له مسلمانانو د يوه مذهب په خلګو کي ځانګړی ارزښت لري.

حلاله هغه فعل دئ چي يو سړی خپلې ښځې ته طلاق ورکړي او بيا د دوئ په اند بيرته ورته رجوع نه شي کولای نو د دې رجوع د حلالوالي په خاطر دوئ حلالې ته لاس اچوي. حلاله يعني له يوه بل کس سره د يوې شپې يا هم يو څه زياتې يا کمې مودې نکاح ده ، د دې لنډې او موقتې نکاح په پايله کي دوئ دا ښځه دې سړي ته حلالوي او چا چي په موقته نکاح کي دا ښځه په نکاح کړې وي پر هغه دا شرط ايښودل کېږي چي تر يو ځل يو ځای کېدلو وروسته به يې بيرته د پخواني مېړه لپاره طلاقوي.

دا هغه کرغېړن فعل دئ چي ځيني کړۍ يې د اسلام په نوم ترسره کوي او خلګو ته دا ذهنيت ورکوي چي دا د اسلام لارښوونه ده خو اسلام يعني قرآن او حديث الحمدلله له دې ډول کرغېړنو لارښوونو بالکل صاف او ستره دئ. دا په حقيقت کي زنا ده چي نوم يې ور بدل کړی او حلاله يې نومولې ده ، دوئ په دې ډول نه يوازي دا چي ستر اخلاقي فساد ته لاره هواره کړې بلکي ستر جرم خو يې لا دا کړی چي د الله د قانون په نوم يې ترسره کوي.

هلاکت دئ داسي پوهي ته او هلاکت دئ داسي څېرو ته چي د الله په دين کي له ځانه احکام ور ګډوي او بيا يې د اسلام او الهي دين په نوم پر خلګو تېروي.

هلاکت ، هلاکت ، هلاکت



ع کريم حليمي
22.12.2012

بسم تعالی :‌ فَإِن طلَّقَهَا فَلا تحِلُّ لَهُ مِن بَعْدُ حَتى تَنكِحَ زَوْجاً غَيرَهُ فَإِن طلَّقَهَا فَلا جُنَاحَ عَلَيهِمَا أَن يَتَرَاجَعَا إِن ظنَّا أَن يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ وَ تِلْك حُدُودُ اللَّهِ يُبَيِّنهَا لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ(230) سورت البقره

نو(وروسته له دې دوطلاقوڅخه) که بيايې طلاقه کړه داښځه (دريم ځلې ) پس بياحلاله نه ده (داښځه ) ده لره پس (لدې نه) ترهغه پورې چې په نکاح واخلي داښه ميړه بل پرته لده نه ، نوکه طلاقه کړه دوهم ميړه (هم) داښځه (اوعدت يې تيرشو) پس نشته هيڅ ګناه په دغو دواړو (ښځه او ړومبني ميړه) چې بياسره رجوع وکړي دواړه که ګومان وي ددې ميړه اوښځي په دې چې اقامه به کړي دوى احکام دالله (اوپه ځاى به يې کړي ) ؛ اودا(ذکرشوي احکام) حکمونه دالله دي چې بيانوي يې (دهغه) قوم دپاره چې پرې پوهيږي (اوپه مقتضاء دعلم عمل کوي ) .

درنښت


حمید هڅــاند
22.12.2012

...نو ښاغلی حلیمي صیب؛ ستاسو اخیسته له دې ایت شریف نه څه ډول ده؟ یو څه توضیح ته یې اړتیا ده.

درنښت


حمید هڅــاند
22.12.2012

حمدالله فطرت په خپل ځواب کې دا لاندې مالومات ورکړي::

رونو زموژ د مذهب فتوا او تفصیلی مالومات دحلاله په باره کی پش لاندی ڈول دی

.

ﺍﻟﺠﻮﺍﺏ ﻭ ﻣﻦ ﺍﻟﻠﻪ ﻫﺪﺍﻳﺔ ﺍﻟﺼﻮﺍﺏ : ﮐﻮﻡ ﺳړﺊ ﭼﻲ ﻭﺧﭙﻠﻲ ښځﻲ ﺗﻪ ﺩﺭ? ﻃﻼ‌ﻗﻪ ﻭﺭﮐړﻲ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﺩﻏﻪ ښځﻪ ﺗﺮ ﻫﻐﻪ ﭘﻮﺭﻱ ﻭﺩﻩ ﺗﻪ ﻧﻪ ﺭﻭﺍ ﮐﻴږﻲ ﺗﺮ څﻮ ﭼﻲ ﻟﻪ ﺑﻞ ﻣﻴړﻪ ﺳﺮﻩ ﻧﮑﺎﺡ ﻭﻧﮑړﻲ ، ﺍﻭ ﻫﻐﻪ ﻭﻃﻲ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﻭﻧﮑړﻲ ﺍﻭ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻳ? ﻃﻼ‌ﻗﻪ ﻧﮑړﻲ . ﺗﻔﺼﻴﻞ ﺩﺩ? ﻣﺴﺌﻠ? ﭘﻪ ﺩ? ډﻮﻝ ﺩﺉ ﭼﻲ ﭘﻪ ﺩﺭﻭ ﻃﻼ‌ﻗﻮ ﺳﺮﻩ ﻃﻼ‌ﻗﻪ ﮐړﻪ ﺳﻮ? ښځﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻭﺧﭙﻞ ﻣﻴړﻪ ﺗﻪ ﻫﻠﺘﻪ ﺭﻭﺍ ﮐﻴږﻲ ﭼﻲ ﺩﻏﻪ ﻻ‌ﻧﺪﻱ ﺍﻭﻩ ﺷﺮﻃﻮﻧﻪ ﻣﻮﺟﻮﺩ ﺳﻲ ، ﺍﻟﺒﺘﻪ ﭘﻪ ﺩﻏﻮ ﺍﻭﻭ ﺷﺮﻃﻮ ﮐښﻲ ﻳﻮ ﺷﺮﻁ ځﻤﻮږ ﺩ ﺍﻣﺎﻡ ﺃﻋﻈﻢ (ﺭﺣﻤﻪ ﺍﻟﻠﻪ) ﭘﻪ ﻣﺬﻫﺐ ﺿﺮﻭﺭ ﻧﻪ ﺩﺉ ﺍﻭ ﺩﺍ ﻧﻮﺭ ﺷﭙږ ﺳﺮﻩ ﺷﺮﻃﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﺍﺗﻔﺎﻕ ﺿﺮﻭﺭ ﺩﻱ : ﺍﻭﻝ ﺷﺮﻁ ﺩﺍﺩﺉ ﭼﻲ ﺩﻏﻪ ښځﻪ ﺑﻪ ﻟﻪ ﻃﻼ‌ﻕ څﺨﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺩ ﺍﻭﻝ ﻣﻴړﻪ ﺩﭘﺎﺭﻩ ﻋﺪﻩ ﺗﻴﺮﻭﻱ . ﺩﻭﻫﻢ ﺩﺍ ﭼﻲ ﻟﻪ ﺑﻞ ﻣﻴړﻪ ﺳﺮﻩ ﺑﻪ ﻧﮑﺎﺡ ﮐﻮﻱ . ﺩﺭﻳﻢ ﺩﺍ ﭼﻲ ﺩﻏﻪ ﻧﮑﺎﺡ ﻟﻪ ﺑﻞ ﻣﻴړﻪ ﺳﺮﻩ ﺑﻪ ﻫﻢ ﻧﮑﺎﺡ ﺻﺤﻴﺤﻪ ﻭﻱ . څﻠﺮﻡ ﺩﺍ ﭼﻲ ﺩﻏﻪ ﺩﻭﻫﻢ ﻣﻴړﻪ ﺑﻪ ﻟﻪ ﺩ? ﺳﺮﻩ ﻭﻃﻲ ﮐﻮﻱ . ﭘﻨځﻢ ﺩﺍ ﭼﻲ ﺩﻏﻪ ﺩﻭﻫﻢ ﻣﯿړﻪ ﺑﻪ ﻭﺩ? ﺗﻪ ﻃﻼ‌ﻕ ﻭﺭﮐﻮﻱ . ﺷﭙږﻢ ﺩﺍ ﭼﻲ ﺩﺩﻏﻪ ﺩﻭﻫﻢ ﻣﯿړﻪ ﺩﭘﺎﺭﻩ ﺑﻪ ﻫﻢ ﻋﺪﻩ ﺗﻴﺮﻭﻱ ، ﺩﺩﻏﻲ ﻋﺪ? ﻟﻪ ﺗﻴﺮﻳﺪﻭ څﺨﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻧﻮ ﺩﺩﻏﻲ ښځﻲ ﻧﮑﺎﺡ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﺯﺍړﻪ ﻣﻴړﻪ ﺳﺮﻩ ﺭﻭﺍ ﮐﻴږﻲ . ﺍﻭﻡ ﺷﺮﻁ ﭼﻲ ﺍﺧﺘﻼ‌ﻓﻲ ﺷﺮﻁ ﺩﺉ ﺩﺍﺩﺉ ﭼﻲ ﺩﻏﻪ ښځﻪ ﭼﻲ ﻟﻪ ﺩﻭﻫﻢ ﻣﻴړﻪ ﺳﺮﻩ ﻧﮑﺎﺡ ﮐﻮﻱ ﻧﻮ ﺩ ﻧﮑﺎﺡ ﭘﻪ ﻭﺧﺖ ﮐښﻲ ﺑﻪ ﻧﻪ ﺩﺩ? ﺫﮐﺮ ﺳﻮﺉ ﻭﻱ ﭼﻲ ﯾﻮ څﻪ ﻭﺧﺖ ﺑﻌﺪ ﺑﻪ ﺩَﻱ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻭﺩﻏﻲ ښځﻲ ﺗﻪ ﻃﻼ‌ﻕ ﻭﺭﮐﻮﻱ ، ﺍﻭ ﻧﻪ ﺑﻪ ﺩ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻃﻼ‌ﻗﻮﻟﻮ ﻣﻮﺍﺿﻌﺖ ﺳﻮﺉ ﻭﻱ ، ﺩﻏﻪ ﺷﺮﻁ ﺩ ﺍﻣﺎﻡ ﻣﺎﻟﮏ (ﺭﺣﻤﻪ ﺍﻟﻠﻪ) ﭘﻪ ﻧﺰﺩ ﺿﺮﻭﺭ ﺩﺉ ، ﺩﻩ ﻭﻳﻠﻲ ﺩﻱ ﭼﻲ ﮐﻪ ﺩﻭﻫﻢ ﻣﻴړﻪ ﻟﻪ ﺩﻏﻲ ښځﻲ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﺩ? ﻧﯿﺖ ﻧﮑﺎﺡ ﻭﮐړﻲ ﭼﻲ ﻭ ﺍﻭﻝ ﻣﻴړﻪ ﺗﻪ ﻳ? ﺣﻼ‌ﻟﻪ ﮐړﻲ ﻧﻮ ﺩﺍ ﻧﮑﺎﺡ ﺻﺤﻴﺢ ﻧﺪﻩ ، ﺍﻭ ﭘﻪ ﻗﻮﻝ ﺩ ﺍﻣﺎﻡ ﺃﻋﻈﻢ ، ﺍﻣﺎﻡ ﺃﺑﻮ ﻳﻮﺳﻒ ﺍﻭ ﺍﻣﺎﻡ ﻣﺤﻤﺪ (ﺭﺣﻤﻬﻢ ﺍﻟﻠﻪ) ﺩﺍ ﻧﮑﺎﺡ ﺻﺤﻴﺢ ﺩﻩ ، ﺍﻟﺒﺘﻪ ﺩﺩﻏﻪ ډﻮﻝ ﻧﮑﺎﺡ ﭘﻪ ﻭﺟﻪ ﺍﻭﻝ ﺍﻭ ﺩﻭﻫﻢ ﻣﯿړﻪ ﺩﻭﺍړﻪ ﺳﺨﺖ ګﻨﻬګﺎﺭ ﺩﻱ ؛ ځﮑﻪ ﺭﺳﻮﻝ (ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ) ﻓﺮﻣﺎﻳﻠﻲ : «ﻟﻌَﻦ ﺍﻟﻠﻪ ﺍﻟﻤُﺤﻠﻞ ﻭ ﺍﻟﻤﺤﻠﻞ ﻟﻪ» ﻳﻌﻨﻲ ﻟﻌﻨﺖ ﺩﻱ ﻭﻱ ﺩ ﺧﺪﺍﺉ ﭘﺎﮎ ﭘﺮ ﻫﻐﻪ ﭼﺎ ﺑﺎﻧﺪﻱ ﭼﻲ ﻭ ﺑﻪ ﺑﻞ ﻣﻴړﻪ ﺗﻪ ﺩ ﺣﻼ‌ﻟﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﺖ ﻟﻪ ښځﻲ ﺳﺮﻩ ﻧﮑﺎﺡ ﮐﻮﻱ ، ﺍﻭ ﭘﺮ ﻫﻐﻪ ﭼﺎ ﺩﻱ ﻟﻌﻨﺖ ﻭﻱ ﭼﻲ ﺩﺩﻩ ﺩﭘﺎﺭﻩ ﺑﻞ څﻮﮎ ښځﻪ ﺣﻼ‌ﻟﻪ ګﺮځﻮﻱ ، ﯾﻌﻨﻲ ﭼﻲ ﺍﻭﻝ ﻣﻴړﻪ ﺩﺉ ، ﭼﯽ ﺩﻩ ﺍﻭ ﺩﻭﻫﻢ ﻣﻴړﻪ ﺩﺍ ﻓﯿﺼﻠﻪ ﺳﺮﻩ ﮐړ? ﻭﻱ ﭼﻲ ﺩَﻱ ﺑﻪ ﺩﺩﻩ ﻟﻪ ښځﻲ ﺳﺮﻩ ﻧﮑﺎﺡ ﮐﻮﻱ ﺩﺩ? ﺩﭘﺎﺭﻩ ﭼﻲ ﺩﺩﻩ ﺩﭘﺎﺭﻩ ﻳ? ﺣﻼ‌ﻟﻪ ﮐړﻲ . ﺩﺩ? ﻣﺴﺌﻠ? ﺑﻨﻴﺎﺩﻱ ﺩﻭﻩ ﺩﻟﻴﻠﻮﻧﻪ ﺩﻱ : ﺍﻭﻝ ﺩﺍ ﻗﻮﻝ ﺩ ﺧﺪﺍﺉ ﭘﺎﮎ ﭼﻲ «ﻓﺎﻥ ﻃﻠﻘﻬﺎ ﻓﻼ‌ ﺗﺤﻞ ﻟﻪ ﻣﻦ ﺑﻌﺪ ﺣﺘﯽ ﺗﻨﮑﺢ ﺯﻭﺟﺎ ﻏﯿﺮﻩ » ﺍﻻ‌ﻳﺔ . ﺩﻭﻫﻢ ﺩﻏﻪ ﻣﺸﻬﻮﺭ ﺣﺪﻳﺚ ﭼﻲ « ﻻ‌ﺗﺤﻞ ﻟﻼ‌ﻭﻝ ﺣﺘﯽ ﺗﺬﻭﻕ ﻋﺴﻴﻠﺔ ﺍﻻ‌ﺧﺮ » ﮐﻮﻡ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﺭﻭﺍﻳﺎﺗﻮ ﺳﺮﻩ ﺛﺎﺑﺖ ﺩﺉ . ﺍﻭ ﺑﻞ ﺣﺪﻳﺚ ﺩ ﺭﻓﺎﻋﻪ ﺩﺉ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﮐښﻲ ﺩﺍﺳﻲ ﺭﺍﻏﻠﻲ ﺩﻱ : « ﻻ‌ ﺣﺘﯽ ﺗﺬﻭﻗﻲ ﻋﺴﯿﻠﺘﻪ ﻭ ﻳﺬﻭﻕ ﻋﺴﯿﻠﺘﮏِ » .


تخاري
23.12.2012

هڅانده !!

لومړی دا راته تخمينا ووايه چې طلاق زمونږ په افغانی ټولنه کی د نکاح په نسبت او پرتله څومره ده؟ او ايا د نورو ټولنو په پرتله به په هېڅ شمېره کښی رانشي؟ ورپسی دا پوښتنه کوم چې ستا په ځوابی تخمين او هغه شميره چې د نورو ټولنو په نسبت صفر ته نږدی ده په هغی کی به بيا د نوموړی ډول حيلی چی تا صلفی پښتون بيا پښتو نوم هم ورته تراشلی ده شمار څومره وی؟؟

ايا د افغانستان د ټولو رسمی ارشيفونو په مټ به داسی اسناد يا ستاسو د مرشده سياسی صلفيانو په دعوتی هڅو به په ټول افغانستان کې د تيری مياشتی، تير کال او تيره لسيزه کی داسی خلک پيدا کړای شی چی له طلاق وروسته يی خپله مطلقه ښځه په ورته په اصطلاح شرع حيله باندی د دوهم ځل لپاره نکاح کړی وی؟؟

که مو ځواب منفی وی نو بيا له خپلو هندوستانی تحصيلاتو سره يو ځای غول خوری چی د صلفيانو په چوکړه ګری کی د دوی د مغرضو پروژو ابزار جوړيژی !!! ستا رول ډير منافقانه ده او هغه ښکاره سلفيان درباندی ډير شرف لری له دی فورم او افغانانو له منځ څخه ورک شی تاسو کورمغزانو ته دی خداوند متعال قدرت نه درکوی کنه د ښځو ختنه کولو ته به هم په افغانستان کی بالاخر کمپاين وچلوی


حمید هڅــاند
23.12.2012

اسلام علیکم ورحمة الله...

ښاغلی تخاری، ستا نه مې دا تمه نه وه. دا یوه دیني پوښتنه وه، داچې په اړه یې زموږ احصایوي ادارې څه مالومات لري که نه، دا بیخي بې تړاوه خبره ده. او زه سلفي نه یم، نه مې له کوم سلفي سره په ژوند کې کتلي دي. زه نه پوهېږم چې ته زما نه مشر یې که کشر، خو که مشر یې او ستا زړه راڅخه په پاسنۍ لیکنه ازار شوی وي، بښنه غواړم.

درنښت


تخاري
23.12.2012

ته له خپل خالق متعال څخه بښنه وغواړه چی په دا دومره لويه دونيا کی مو د باطلو بی شميره ډلو ټپلو پر ځای په خپل مذهب او د علمای کرامو په تيرو تاليفاتو او خدماتو پسی راخيستی ده او تر شک لاندی ځکه ياست چی دا کړنه مو متاسفانه د نړیوال صليب له تبليغاتي کړنلاری سره په توازی کی ده په بل عبارت تاسو چی خپل دا اسلام ضد عمل ته د وصيل پيروز په قول د تحقيق نوم ورکوی نو همدا تحقيق مو د نړيوالو مستشرقينو د بی شايبه قدر او تمجيد وړ ګرزی.

دا فورم او فيسبوک او تيوتر او داسی نوری اجتماعی پاڼی خو څه علمی تحقيقاتی مراکز نه دی چی تاسو احمقان پکی اسلامی فقه تر تحقيق لاندی نيسی دا چی د ريښتيا تحقيق پوهه او استعداد نه لری نو همدا سبب ده چی ځای يی هم نه پيژنی او يا خو يی پيژنی خو مغرضانه په غلط ادرس را برابر شو ياستی

که تاسو سروی وکړی نو د مذکورو پاڼو اشتراک کنندګان په ديني لحاظ اکثريت ناپوه او يا د ليږی پوهی خاوندان دی نو ستاسو دا فاسد او مغرضانه تحقيق په نتيجه کی به مو دوی ته خير نه بلکه دا شر ور رسولی وی چی په خپلو دينی معتقداتو کی يی شکمن کړی

ته چی د مشرتوب په لحاظ زما اومی څخه مکارانه بښنه غواړی دا بښنه په خپل ګريوان کی له هغو پيړيو پيړيو مشرانو علما کرامو څخه وغواړه چی خپل ټول عمر يی د دين او علم په خدمت کی تير کړی او بی شميره مفيد اثار يی په ميراث پری ايښی دی

ته له حليمی صيب بښنه وغاړه ته له ټولو افغانانو او په ميليونو مسلمانانو بښنه وغواړه هو په دی شرط چی د حزيپه او وصيل ډوله تحيقاتو څخه لاس واخله


Re: حلاله يا د اسلام په نوم زنا


Mazharee
24.12.2012

[quote:8b62207e63="حمید هڅــاند"]
دا دود د حلالې په نوم نومول شوی او له مسلمانانو د يوه مذهب په خلګو کي ځانګړی ارزښت لري.
[/quote:8b62207e63]
هڅاند صیب که ستاسو دتخاری صیب په خبرو باندی خوا بده شوی وی، اوځان دده دخبرو مصداق نه بولئ، نو تاسو ووایاست چی ستاسو مراد دلته د " مذهب " څخه کوم مذهب دئ؟ او دغه کارونه دکوم مذهب په نامه کیږی؟ او دکوم مذهب په خلګو کی ځانګړئ مذهبی ارزښت لری؟؟؟


حمید هڅــاند
24.12.2012

ښاغلی مظهري، هیله ده روغ به یاست؛
ګوره، خبرو ته مې غوږ ونیسه:
پاس لیکنه زما خپله نه ده، خو زه پخپله د دغه ډول طلاق په اړه پوښتنه لرم، تاسو نه ماپوښتنه کړې چې څه پکې وایاست. اوس دوې خبرې دي:

ــ زموږ ملاصیب د همدغه طلاق په اړه یو ورځ ویل چې هوکې دا باید بل نفر وکړي او بیا له طلاق وروسته یې اول کولی شي. نو ماته پوښتنه پیدا وه چې رښتیا همداسې ده که نه. زموږ ملا خو مالومه ده چې حنفي دی. نو که دا د حنیفي مذهب خبره وي، د لیکني د لیکوال موخه بیا نو هرو-مرو حنفي مذهب راځي؛

ــ اوس زما پوښتنه داده چې تاسو څه توضیح لرئ، که دا ډول طلاق او نکاح ته اجازه نه وي، بیا خو باید رد شي او که وي، دلیل یې روښانه شي.

نو په دې خبرو کې ستاسو ستونزه څه ده، یا خو مالومات راسره شریک کړئ او یا هسې ټاپې لګولو نه لاس واخلئ.
اوس نو، ښاغلی مظهري او ښاغلی تخاری، د یاد طلاق او بیا نکاح په اړه خپل دریځ روښانه کړئ چې په څه باور یاست او ولي، تر څو زه هم مالومات واخلم او لوستونکي هم؛ تاسو هسې یوې بلې خواته منډې وهئ.

درنښت



Mazharee
25.12.2012

[quote:f37cac8ec2="حمید هڅــاند"]ښاغلی مظهري، هیله ده روغ به یاست؛
ګوره، خبرو ته مې غوږ ونیسه:
پاس لیکنه زما خپله نه ده، خو زه پخپله د دغه ډول طلاق په اړه پوښتنه لرم، تاسو نه ماپوښتنه کړې چې څه پکې وایاست. اوس دوې خبرې دي:
[/quote:f37cac8ec2]
هڅاند صیب! مونږ ماشومان نه یو چی تاسو مو وغولوئ، او نه هم داسی سادګان یو چی دهرچا هر خبره مو زړه ته ومښلی، لیکنه که کتابتا ستا نوی، نو شاید هم خبره دی رښتیا وی، خو لیکنه تا رانقل کړیده، نقل دیو لیکنی حکایتا ، هغه کی کومه خبره نشته او نه هم دهغی نقل دهغی دتأیید معنی ورکوی، لکه چی نقل دکفر حکایتا کفر ندئ، خو لیکن نقل دیوی لیکنی تأییدا دا دهغی لیکنی دتأیید اوقبول په معنی ده، لکه نقل دکفرتأییدا چی کفر دئ، نوتاچی کومه لیکنه رانقل کړیده ، تاخو هغه تأییدا رانقل کړیده ، ځکه تاچی کوم عنوان ورته ایښئ دئ، دهغه عنوان څخه صراحتا داسی ښکاری چی دغه لیکنه ستاسو لپاره دتأوید وړده، نو چی ستاسو لپاره دتأیید وړشوه، نو پکی هرڅه خبری چی لیکلی دی، هغه خبری هم تاسو ته دتأیید وړدی، چی یوه خبره یی هم هغه ده چی دغه ناوړه کاریی په یو مذهب پوری تړلئ دئ، ددی لیکنی دلیکوال چی هرمذهب مراد وو، نوهغه بالذات ستاسومرادهم دئ.
نو داخبره دی ده فبول وړنده چی : [color=red:f37cac8ec2]ماستاسو څخه پوښتنه کړی چی څه پکی وایاست؟.[/color:f37cac8ec2]ځکه که ستا مقصد پوښتنه وای نوبیا ددی منحوسی لیکنی ونقل ته څه احتیاجی وه؟ مستقیما په ساده عبارت به دی خپله پوښـنه ګړیوای.

[quote:f37cac8ec2]ــ زموږ ملاصیب د همدغه طلاق په اړه یو ورځ ویل چې هوکې دا باید بل نفر وکړي او بیا له طلاق وروسته یې اول کولی شي. نو ماته پوښتنه پیدا وه چې رښتیا همداسې ده که نه؟.[/quote:f37cac8ec2]
هڅاند صیب! لومړئ می ستاسو خبره زړه ته نه مښلی ځکه که ستاسو ملاصیب دغه خبره کړیوای نو ارو مرو به تاورسه بحث کړئ وای، چی ولی روا ده؟ داسی ساده او مطلقه خبره تاسو ته کله دباور وړده،
بیا که بالفرض ستاسو ملاصیب دغه خبره هم کړیوی، نو یوسړئ هیڅ وقت دټول مذهب نمایندګی نشی کولای، تاسو که اهل مطالعه یاست، په کتابونو موسرخلاصیږی نو تاسو خپله کولای شئ، چی داحنافو دفقه کتابونه وګورئ، او چی هرکله یوه بیګانه خبره اورئ، نو لکه دځان په هکله یی چی مطلقا او په پټوسترګونه منئ، نو دحنفی مذهب پسی یی هم ژر مه تړئ، تحقیق اوڅیړنه وکړئ، اوکه تاسو اهل دمطالعی نیاست، امی یاست، نوبیا خو ورشئ دنورو علماؤ څخه هم وپوښتئ، ترڅو چی درته عین الیقین حاصل نشی داسی په ناخبری کی دیو خبری نسبت ویو مذهب ته مکوئ.
[quote:f37cac8ec2]زموږ ملا خو مالومه ده چې حنفي دی. نو که دا د حنیفي مذهب خبره وي، د لیکني د لیکوال موخه بیا نو هرو-مرو حنفي مذهب راځي.[/quote:f37cac8ec2]
دلیکنی دلیکوال مراد که حنفی مذهب وی، نو دا لیکوال ډیر خطاوتلئ دئ، دغه یو حرام کاردئ، دنورو حرامو کارونو په څیر، نو دحرامو کارونو مرتکبین خو یواځی احناف ندی، په هرمذهب کی داسی خلګ سته چی دخپل مذهب او اسلام داصولو څخه انحراف کوی، او ناروا کارونه کوی، ماپه خپل ژوند کی یوځای یو وار دغسی واقعه اوریدلیده ، چی سویده، او هغه زه په ایران کی په درس ویلو باندی بوخت وم، خو هغه سړی دغه کار نه دقریه دامام په مشوره کړئ وو، اونه یی هم دقریی دخلګو په مصلحت بلکی یو ګمراه سړی یی موندلئ وو او هغه ته یی ددی امکان ورکړئ وو چی دده دښځی سره نکاح وکړی بیا ورسره جنسی مقاربت وکړی اوبیا یی طلاقه کړی.
چی دهغه سړی پدی کار باندی دهغه کلی امام اوخلګو ډیرسخت خبرګون وښودئ، نو داکار هم د زنا، لواطت، غلا اورشوت په څیر یوحرام کاردئ، چی طبعا په هرځای او هری ډلی کی داسی خلګ وجود لری خوکه په یو کلی کی داسی کاروسی نو څوک نشی کولای چی دغه دی ددی کلی ټولو اوسیدونکو ته منسوب کړی، نن تاسو وکورئ، متحده امارت البته عموما ډیر عربی ممالک چی حنفی مذهبه هم عموما ندی، نن په هغوی کی فحشاء خپل وانتهاء ته رسیدلیده، اوس به نو دغه کار څوک به کوم مذهب پوری تړی؟؟؟
نو یوه غلطی خو ددی لیکنی لیکوال کړیده او ترهغه لویه غلطی هم تاکړی چی دغه مرداره لیکنه مو رانقل کړیده.
[quote:f37cac8ec2]ــ اوس زما پوښتنه داده چې تاسو څه توضیح لرئ، که دا ډول طلاق او نکاح ته اجازه نه وي، بیا خو باید رد شي او که وي، دلیل یې روښانه شي. [/quote:f37cac8ec2]
هڅانده! پدی مسئلی کی دعلماؤ اختلاف دئ، کوم چی زمونږ کتابونو او علماؤ ورته ترجیح ورکړی زه یی درته لیکم، چی ځما دنظر څرګندوونکی هم ده.
په " الإخیار لتعلیل المختار" نوم کتاب کی راځی:
( فإن
تزوجها بشرط التحليل كره وحلت للأول ) وقال أبو يوسف : النكاح فاسد لأنه كالمؤقت ولا
تحل للأول لفساده ، وقال محمد : هو جائز لشروط الجواز ولا تحل للأول لأنه عجّل ما
أخّره الشرع فيعاقب بالمنع كقتل المورث . ولأبي حنيفة قوله عليه الصلاة والسلام : ' لعن الله
المحلل والمحلل له ' ومراده النكاح بشرط التحليل فيكره للحديث وتحل للثاني لأنه عليه
الصلاة والسلام سماه محللا وهو المثبت للحل ، أو نقول وجد الدخول في نكاح صحيح ،
لأن النكاح لا يفسد بالشرط فتحل للأول ، ولو تزوجها بقصد التحليل ولم يشرطه حلت
للأول بالإجماع.[ الإختیار لتعلیل المختار]
ژباړه: کچیری یی په نکاح کړه په شرط دتحلیل نو دا کاریی مکروه دئ، خو داول لپاره روا شوه.
او ابویوسف رحمه الله ویلی دی: چی دغه نکاح فاسده ده ، ځکه دالکه نکاح مؤقته (صیغه) ده نو داول لپاره هم نه حلالیږی ځکه چی دا فاسده نکاح ده.
او امام محمدرحمه الله ویلی دی: دا نکاح روا ده ځکه شرطونه دجواز پکی شته، خو دلومړی میړه لپاره نه روا کیږی ځکه ده تلوار وکړئ پرهغه شی باندی چی شریعت مؤخره کړئ دئ، نو دته په منع باندی زجر ورکول کیږی لکه څوک چی خپل مورث مړکړی. (نو دمیراث څخه یی دقتل پخاطر زجرا محروم کیږی).
دامام ابوحنیفه رضی الله تعالی عنه لپاره دلیل دغه حدیث دئ، چی فرمایی:« لعن الله المحلل والمحلل له » یعنی خدای پاک په لعنت کړئ دئ، حلالوونکئ، او څوک ورته ښځه حلالیږی. چی عبارت دلومړنی میړه څخه دئ. او مراد دده : نکاح په شرط سره دتحلیل ده ، نو دهمدغه حدیث پخاطر مکروه ده، خو دلومړنی میړه لپاره روا کیږی، ځکه چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دغه سړئ ( دښځی حلالوونکئ) محلل بللئ چی هغه ثابتوونکی دپاره دحل دئ، اویا مونږ وایو چی دلته دخول په صحیح نکاح کی راغلئ دئ، ځکه نکاح په شرطونو باندی نه فاسدیږی، نو دلومړنی میړه لپاره رواکیږی.
خو که یی په قصد دتحلیل نکاح کړه بیله دی چی شرط یی کړی، نو بیا دلومړی لپاره په اجماع سره روا ده .
خلاصه داده چی په نزد دامام ابوحنیفه رضی الله تعالی عنه دغه دتحلیل کار پرطریقه داشتراط حرام دئ، که څوک داسی کار وکړی اسلامی حکومت باید ورته تعزیز ورکړی، أما کچیری یو څوک یی وکړی، نو دلومړی میړه لپاره تحلیل ثابتیږی.
چی همدا راز په نورو کتابونو کی یی هم دامام ابوحنیفه رضی الله تعالی عنه خبره ته ترجیح ورکړیده.
او همداراز دمصر " الازهر " جامعی دارالإفتاء دامام صاحب پرقول فتوی ورکړیده، نوپدی کی چی کوم احادیث راغلیدی، ټول علماء یی منی، خوبیاهم هریو ځانته دلیل لری، چی دیته اجتهادی او استنباطی اختلاف وایی: دداسی اختلاف وجود مابین کی دمجهدینو علماؤ بدیهی دئ، او انکار ځنی جهالت دئ، ددی خبری په هکله ما دحذیفه سره په مناظره کی دهغه په 25 استشراقی شبه کی پوره تفصیل ورکړیدئ.
[quote:f37cac8ec2]نو په دې خبرو کې ستاسو ستونزه څه ده، یا خو مالومات راسره شریک کړئ او یا هسې ټاپې لګولو نه لاس واخلئ. [/quote:f37cac8ec2]
پدی خبره کی ستونزه دغه ده چی تاسو حق نلری چی یو منکر کار پداسی بده لهجه او الفاظو ویو مذهب ته منسوب کړئ، مونږ دخپل مذهب څخه دفاع او دخپلو علماؤ حمایه دځان مثبت حق بولو په هری ممکنی وسیلی چی کیږی کوو به یی.
ټاپی می هم ندی لګولی، حقیقت می ویلئ دئ، تاسو ته چیمی دکوم شی نسبت کړئ دئ، هغه یقینی په تاسو کی سته، که ځان دحذیفه او صیل پیروز او رحمت غوندی نه ګڼی بیا نو ولی دهغوی څخه دفاع کوئ؟ ولی دهغوی واستشراقی او ګمراهکوونکو خبرو ته اسلامی بحث وایی؟ ولی خپل په هره لیکنه کی کنایتا اوتعریضا دهغوی پلوی او پرمونږ باندی رد کوئ؟ که په رښتیا ځان دهغوی دجملی څخه نه بولی، نو دهغوی په مناسبت ددغی ناروا او تقیانه تګلاری څخه لاس واخله.
[quote:f37cac8ec2]اوس نو، ښاغلی مظهري او ښاغلی تخاری، د یاد طلاق او بیا نکاح په اړه خپل دریځ روښانه کړئ چې په څه باور یاست او ولي، تر څو زه هم مالومات واخلم او لوستونکي هم؛ [/quote:f37cac8ec2]
ځما دریځ هم هغه دئ کوم چیمی څو سطره مخکی درته ولیکئ:
[quote:f37cac8ec2]تاسو هسې یوې بلې خواته منډې وهئ. [/quote:f37cac8ec2]
نه... ملګری! مونږ بلی خواته منډی ندی وهلی هغه تاسو یاست، چی کله بند راشی بیانو هم ښه خلګ شئ، هم ښه اخلاق پیدا کړئ، هم ښه ښه خبری کوئ، خو چی کله میدان خالی ووینئ بیانو چی کو م شئ مو پرخوله راځی هغه لیکئ.

په درنښت.


pattang
25.12.2012

انډيوالانو تاسې عجيبه خلک ياست !
يو سړی چې پښتون مسلمان وي طلاق شوې ښځې ته بېرته رجوع نکوي او خصوصا
چې له بل سره يې هم شپې تېرې کړې وي نو بيابېرته نکاح پرې تړل خو دغلو خوراک دی!
هو شرېعت هره خوا مطالعه کړې ، لارې او ځوابونه لري خو په داسې مسائلو کې قومي اوايتنيکي رواجونه ، احساسات او تربيه لوی رول لري !
دپښتانه لپاره دغه کاريوجهت لري مخ ته ځي ، څټ ته بيا نه ګوري !!
ولا حول ولا حول .......


حمید هڅــاند
26.12.2012

مظهري صیب، ما غوښتل څه وخت تاسو نه لري شم، خو تاسې څوک نه پرېږدئ او خبرې کې خبره لټوئ. ما د دواړو خواوو دلایل وړاندې کړل او بیا مې ستاسو ځواب ته انتظار غوره کړ اوس چې یې ته زما نظر بولې، دا ستا کار دی.
[quote:0b6c49d693]دلیکنی دلیکوال مراد که حنفی مذهب وی، نو دا لیکوال ډیر خطاوتلئ دئ، دغه یو حرام کاردئ، دنورو حرامو کارونو په څیر، نو دحرامو کارونو مرتکبین خو یواځی احناف ندی[/quote:0b6c49d693]
ګوره مظهري صیب؛ دلته ته ورته حرام کار وایې او بیا یې لاندې اختلافي نوموي:
[quote:0b6c49d693]هڅانده! پدی مسئلی کی دعلماؤ اختلاف دئ، کوم چی زمونږ کتابونو او علماؤ ورته ترجیح ورکړی زه یی درته لیکم[/quote:0b6c49d693]
ایا ته د حرام او حلالو په فرق کې مشوک نه یې؟؟ څنګه یو څیز یو ځل حلال بیا ان روا بولې؟؟
اوس زه هم حیران یم چې ته حنفي په حقه یې که تخاری صیب. ځکه تخاری ورته حلاله وایي او د حلیمي صیب ځواب یې دلیل نیولی دی:
[quote:0b6c49d693]د حلالی بحث نه بلکه د غندنی او تکفير حکم تا رانقل کړی ده- له دی خو نه يی منکر؟؟

په ځواب کی عزتمند حليمی صيب خپل قيمتی وخت په تا خراب او لندی وضاحت يی درته وليکه:

اقتباس:
بسم تعالی :‌ فَإِن طلَّقَهَا فَلا تحِلُّ لَهُ مِن بَعْدُ حَتى تَنكِحَ زَوْجاً غَيرَهُ فَإِن طلَّقَهَا فَلا جُنَاحَ عَلَيهِمَا أَن يَتَرَاجَعَا إِن ظنَّا أَن يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ وَ تِلْك حُدُودُ اللَّهِ يُبَيِّنهَا لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ(230) سورت البقره

نو(وروسته له دې دوطلاقوڅخه) که بيايې طلاقه کړه داښځه (دريم ځلې ) پس بياحلاله نه ده (داښځه ) ده لره پس (لدې نه) ترهغه پورې چې په نکاح واخلي داښه ميړه بل پرته لده نه ، نوکه طلاقه کړه دوهم ميړه (هم) داښځه (اوعدت يې تيرشو) پس نشته هيڅ ګناه په دغو دواړو (ښځه او ړومبني ميړه) چې بياسره رجوع وکړي دواړه که ګومان وي ددې ميړه اوښځي په دې چې اقامه به کړي دوى احکام دالله (اوپه ځاى به يې کړي ) ؛ اودا(ذکرشوي احکام) حکمونه دالله دي چې بيانوي يې (دهغه) قوم دپاره چې پرې پوهيږي (اوپه مقتضاء دعلم عمل کوي ) .

او تا بيا لاندی دورافشانی کړی ده:

اقتباس:
...نو ښاغلی حلیمي صیب؛ ستاسو اخیسته له دې ایت شریف نه څه ډول ده؟ یو څه توضیح ته یې اړتیا ده.

درنښت

نو ښه د حلالی زو که دی د پښتنی شودی رودلی وی يانی په پښتو دی سر خلاصيژی نو حليمی صيب خو د هغه کتاب توری درته نقل کړی او په روانه پښتو يی درته ژباړلی دی نو که دی رښتيا په قران کريم ايمان درلدای نو دا پورته دورافشانی دی نکول

منافق او فتنه ګر همدی نه وايی نو چاته وايی؟؟؟

لدی ځايه ورک شی[/quote:0b6c49d693]
اوس په تاسو کې کوم حنفي پر حق دی؟؟
او بیا دا خو څه د ځان یا بې ادرسه ملا خبره نه ده:
[color=blue:0b6c49d693]ﺍﻟﺠﻮﺍﺏ ﻭ ﻣﻦ ﺍﻟﻠﻪ ﻫﺪﺍﻳﺔ ﺍﻟﺼﻮﺍﺏ : ﮐﻮﻡ ﺳړﺊ ﭼﻲ ﻭﺧﭙﻠﻲ ښځﻲ ﺗﻪ ﺩﺭېﻃﻼ‌ﻗﻪ ﻭﺭﮐړﻲ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﺩﻏﻪ ښځﻪ ﺗﺮ ﻫﻐﻪ ﭘﻮﺭﻱ ﻭﺩﻩ ﺗﻪ ﻧﻪ ﺭﻭﺍ کېږيﺗﺮ څوﭼﻲ ﻟﻪ ﺑﻞ میړهﺳﺮﻩ ﻧﮑﺎﺡ ونه کړي، ﺍﻭ ﻫﻐﻪ ﻭﻃﻲ ﻭﺭﺳﺮﻩ ونه کړيﺍﻭ ﺑﻴﺮﺗﻪ یې ﻃﻼ‌ﻗﻪ نه کړي. ﺗﻔﺼﻴﻞ د دې مسلې په دې ډﻮﻝ ﺩﺉ ﭼﻲ ﭘﻪ ﺩﺭﻭ ﻃﻼ‌ﻗﻮ ﺳﺮﻩ ﻃﻼ‌ﻗﻪ کړې ښځﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻭﺧﭙﻞ میړه ﺗﻪ ﻫﻠﺘﻪ ﺭﻭﺍ ﮐﻴږﻲ ﭼﻲ ﺩﻏﻪ ﻻ‌ﻧﺪﻱ ﺍﻭﻩ ﺷﺮﻃﻮﻧﻪ ﻣﻮﺟﻮﺩ ﺳﻲ ، ﺍﻟﺒﺘﻪ ﭘﻪ ﺩﻏﻮ ﺍﻭﻭ ﺷﺮﻃﻮ ﮐښﻲ ﻳﻮ ﺷﺮﻁ ځﻤﻮږ ﺩ ﺍﻣﺎﻡ ﺃﻋﻈﻢ (ﺭﺣﻤﻪ ﺍﻟﻠﻪ) ﭘﻪ ﻣﺬﻫﺐ ﺿﺮﻭﺭ ﻧﻪ ﺩﺉ ﺍﻭ ﺩﺍ ﻧﻮﺭ ﺷﭙږ ﺳﺮﻩ ﺷﺮﻃﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﺍﺗﻔﺎﻕ ﺿﺮﻭﺭ ﺩﻱ : ﺍﻭﻝ ﺷﺮﻁ ﺩﺍﺩﺉ ﭼﻲ ﺩﻏﻪ ښځﻪ ﺑﻪ ﻟﻪ ﻃﻼ‌ﻕ څﺨﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺩ ﺍﻭﻝ ﻣﻴړﻪ ﺩﭘﺎﺭﻩ ﻋﺪﻩ ﺗﻴﺮﻭﻱ . ﺩﻭﻫﻢ ﺩﺍ ﭼﻲ ﻟﻪ ﺑﻞ ﻣﻴړﻪ ﺳﺮﻩ ﺑﻪ ﻧﮑﺎﺡ ﮐﻮﻱ . ﺩﺭﻳﻢ ﺩﺍ ﭼﻲ ﺩﻏﻪ ﻧﮑﺎﺡ ﻟﻪ ﺑﻞ ﻣﻴړﻪ ﺳﺮﻩ ﺑﻪ ﻫﻢ ﻧﮑﺎﺡ ﺻﺤﻴﺤﻪ ﻭﻱ . څﻠﺮﻡ ﺩﺍ ﭼﻲ ﺩﻏﻪ ﺩﻭﻫﻢ ﻣﻴړﻪ ﺑﻪ ﻟﻪ ﺩ? ﺳﺮﻩ ﻭﻃﻲ ﮐﻮﻱ . ﭘﻨځﻢ ﺩﺍ ﭼﻲ ﺩﻏﻪ ﺩﻭﻫﻢ ﻣﯿړﻪ ﺑﻪ ﻭﺩ? ﺗﻪ ﻃﻼ‌ﻕ ﻭﺭﮐﻮﻱ . ﺷﭙږﻢ ﺩﺍ ﭼﻲ ﺩﺩﻏﻪ ﺩﻭﻫﻢ ﻣﯿړﻪ ﺩﭘﺎﺭﻩ ﺑﻪ ﻫﻢ ﻋﺪﻩ ﺗﻴﺮﻭﻱ ، ﺩﺩﻏﻲ ﻋﺪ? ﻟﻪ ﺗﻴﺮﻳﺪﻭ څﺨﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻧﻮ ﺩﺩﻏﻲ ښځﻲ ﻧﮑﺎﺡ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﺯﺍړﻪ ﻣﻴړﻪ ﺳﺮﻩ ﺭﻭﺍ ﮐﻴږﻲ . ﺍﻭﻡ ﺷﺮﻁ ﭼﻲ ﺍﺧﺘﻼ‌ﻓﻲ ﺷﺮﻁ ﺩﺉ ﺩﺍﺩﺉ ﭼﻲ ﺩﻏﻪ ښځﻪ ﭼﻲ ﻟﻪ ﺩﻭﻫﻢ ﻣﻴړﻪ ﺳﺮﻩ ﻧﮑﺎﺡ ﮐﻮﻱ ﻧﻮ ﺩ ﻧﮑﺎﺡ ﭘﻪ ﻭﺧﺖ ﮐښﻲ ﺑﻪ ﻧﻪ ﺩﺩ? ﺫﮐﺮ ﺳﻮﺉ ﻭﻱ ﭼﻲ ﯾﻮ څﻪ ﻭﺧﺖ ﺑﻌﺪ ﺑﻪ ﺩَﻱ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻭﺩﻏﻲ ښځﻲ ﺗﻪ ﻃﻼ‌ﻕ ﻭﺭﮐﻮﻱ ، ﺍﻭ ﻧﻪ ﺑﻪ ﺩ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻃﻼ‌ﻗﻮﻟﻮ ﻣﻮﺍﺿﻌﺖ ﺳﻮﺉ ﻭﻱ ، ﺩﻏﻪ ﺷﺮﻁ ﺩ ﺍﻣﺎﻡ ﻣﺎﻟﮏ (ﺭﺣﻤﻪ ﺍﻟﻠﻪ) ﭘﻪ ﻧﺰﺩ ﺿﺮﻭﺭ ﺩﺉ ، ﺩﻩ ﻭﻳﻠﻲ ﺩﻱ ﭼﻲ ﮐﻪ ﺩﻭﻫﻢ ﻣﻴړﻪ ﻟﻪ ﺩﻏﻲ ښځﻲ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﺩې ﻧﯿﺖ ﻧﮑﺎﺡ ﻭﮐړﻲ ﭼﻲ ﻭ ﺍﻭﻝ ﻣﻴړﻪ ﺗﻪ یې ﺣﻼ‌ﻟﻪ کړي ﻧﻮ ﺩﺍ ﻧﮑﺎﺡ ﺻﺤﻴﺢ ﻧﺪﻩ ، ﺍﻭ ﭘﻪ ﻗﻮﻝ ﺩ ﺍﻣﺎﻡ ﺃﻋﻈﻢ ، ﺍﻣﺎﻡ ﺃﺑﻮ ﻳﻮﺳﻒ ﺍﻭ ﺍﻣﺎﻡ ﻣﺤﻤﺪ (ﺭﺣﻤﻬﻢ ﺍﻟﻠﻪ) ﺩﺍ ﻧﮑﺎﺡ ﺻﺤﻴﺢ ﺩه.[/color:0b6c49d693]

نو مظهري صیب، دا خو د ملا خبرې نه دي!!

درنښت


تخاري
27.12.2012

هڅانده

ما چی ستا په اصطلاح حلالی ته روا ويلای نو بيا می تاته د حلالی زو نه ويل

مخ دی تور شه چی ما روا ورته ويلی دی او که مو مطلب د مکرم حليمی صيب د رانقل کړی ايت شريف تاييد وی نو داسی ښکاری چی ته بدبخته له دی ايت شريف څخه عملا منکر يی.

ته ورشه ما ستا بوينه موضوع په څه ډول ياده کړی ؟

يا خو منافق يی او يا خو تش مغزه يو جاهل يی چی په پښتو خبرو دی سر نه خلاصيږی

د مکرم مظهری صيب په تفصيلی ځواب کی نتيجه دا ده چی حنفی مذهب يی د استشراط په صورت کی حرامه ګڼی

او هغه نور جانبی تفصيلات چی کوم ته روا او کوم ته ناروا شوه د هغه چا په کله د شرعی محکمی قانون دی چی ورته د ثواب کار نه بلکه جک يی وهلی وی.

که غلط پوهيدلی يم نو معزز مظهری صيب دی زما تصحيح وکړی

له تاسو وهابيانو او سلپيانو سره عقل مخه ښه کړی ده ځکه خو د مچ په شان د متن په يوه جمله او يا په جمله کی په يوه توری کښينی او بيا مرداری پری کوی


حمید هڅــاند
29.12.2012

وبښه تخاری صیب، هسې دي خپل وخت ضایع کوې، ته چې څومره مالومات لري، د هغو پرمټ د دې وړ نه یې چې چاته ځواب ولیکې....خپل کارونه دې کوه، هسې اوتې-بوتې نه دې درته ښې....یا خو ځواب مه لیکه، او یا لومړی خپل سر خلاصوه بیا دخالت کوه....دا څو ورځې کېږې چې کله وهابیان یادوې کله سلفیان کله نورې ټاپې وهې او ان کنځاوې دې هم په خوله وي....


تخاري
30.12.2012

هڅانده ته بيا له ما څخه بښنه غواړی ما درته څه وويل؟

زه دلته پر ليکه نوی شيان نه زده کوم او نه د علم او پوهی دعوا لرم خو دومره پوهيژم چی تا ضال+ستا ضال او مضل استادان زما د علما کرامو او مذهب سپکاوی کوی نو دا زما دنده ده چی د شيطان په شان مو رټنه وکړم تر دی چی مرداری خولی مو سمی کړی يا زموږ لدی افغانی فورم څخه د تل لپاره ورک شی تاسو د هيڅ چا زامن هم نه يی مګر فتنه اچوونکی او غواړی ټول او يا يو له لاندی اهدافو څخه تر لاسه کړی:

- افغانان په خپلو معتقداتو بی باوره او شکمن کړی تر څو بين الافغانی فتنه رامنځ ته شی
- د سلفيانو په وړاندی افغانان متنفره کړی تر څو دبين الافغانی فتنی سره سره بين المسلمين فتنه هم رامنځ ته شی او افغانان په انزوا کی ولويژی

ته جمع استادان دی يو څه نور هم راوغږيږۍ مونږ ستاسو د نيتونو ارزيابی خامخا کوو
- بين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more