د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

راشي داسي مذهب مطالعه کړي چي دهري غټي ګناه د حد اوسزا څخه نجات ورکوي

عبدالله رحمت
21.12.2012

۱=دا رواج شوي مذهب هرباچاته د(زنا، لواطط، غلا،شراب خوړلو،فساد ،شرک کولو او)هررنګه ګناه کولو چلونه ورښيي او دسزا(حد) څخه يي خلاصوي او ددي مذهب د کتابونو حوالي دادي:
( وَكُلُّ شَيْءٍ صَنَعَهُ الْإِمَامُ الَّذِي لَيْسَ فَوْقَهُ إمَامٌ فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ إلَّا الْقِصَاصُ فَإِنَّهُ يُؤْخَذُ بِهِ وَبِالْأَمْوَالِ ) نكاح هدايه(باب الوطئ الذي يوجب الحد والذي لايوجبه)، اودارنګه په نورو کتابونو کي هم شته لکه فتح القدير،[الجامع الصغير، باب الوطىء الذي يوجب الحد وما لا يوجبه ] اوبدايت المبتدي. اوپه عالمګيري فتاوي کي داسي ليکي(كُلُّ شَيْءٍ صَنَعَهُ الْإِمَامُ الذي ليس فَوْقَهُ إمَامٌ مِمَّا يَجِبُ بِهِ الْحَدُّ كَالزِّنَا وَالشُّرْبِ وَالْقَذْفِ لَا يُؤَاخَذُ بِهِ = هغه امام چي دهغه دپاسه بل اميرنه وي(پخپله همدي پاچا وي، او چي هرهغه کار وکړي چي دحد ورکولو باعث ګرځي) پر هغه پاچاحد نسته لکه زنا،اوياشراب چښل اوقذف چي وکړي نودهر رنګه سزا څخه خلاص دي.
۲=دامروج مذهب وخپلوپيروانوته دزنا اود هغي دسزاڅخه دخلاصون لاري ورته په ګوته کوي ، چي ثبوتونه يي پدي ډول دي:
په بحر الرايق کي ليکي(څوک چي په کرايه سره زنا وکړي دسزا څخه خلاص دي) ،قَوْلُهُ ( وَبِالزِّنَا بِمُسْتَأْجَرَةٍ ) أَيْ لَا يَجِبُ الْحَدُّ بِوَطْءِ من اسْتَأْجَرَهَا لِيَزْنِيَ بها ، وَأَشَارَ الْمُصَنِّفُ إلَى أَنَّ المستأجرة ( ( ( المستأجر ) ) ) لِلزِّنَا لو وَطِئَهَا فَلَا حَدَّ عليه لِشُبْهَةِ الْعَقْدِ عِنْدَ الْإِمَامِ لِأَنَّ المستوفي بِالزِّنَا الْمَنْفَعَةُ وَهِيَ الْمَعْقُودُ عليه في الْإِجَارَةِ.
اوپه تبيين الحقايق نومي کتاب کي ليکي(قال رَحِمَهُ اللَّهُ ( وَبِالزِّنَا بِمُسْتَأْجَرَةٍ ) أَيْ لَا يَجِبُ الْحَدُّ بِالزِّنَا بِامْرَأَةٍ اسْتَأْجَرَهَا وَمَعْنَاهُ اسْتَأْجَرَهَا لِيَزْنِيَ بها،باب الخلع).
(لَا يَجِبُ الْغُسْلُ بِوَطْءِ صَغِيرَةٍ غَيْرِ مُشْتَهَاةٍ وَلَا يَنْتَقِضُ الْوُضُوءُ =رد المحتار،سنن الوضو،او سنن الغسل وګوري، اوهمدارنګه مجمع الانهر کتاب وګوري)مانا يي داده چي دکوچني انجلي سره جماع کول اودس نه ماتوي اونه هم غسل واجبوي؟
۳= دامشهور شوي مذهب خپلو پيروانو ته شراب حلال بولي، ثبوتونه يي دادي:
په هدايه نومي کتاب کي ليکي چي شراب حلال دي:
(وهو نص على أن ما يتخذ من الحنطة والشعير والعسل والذرة حلال عند أبي حنيفة رحمه الله ولا يحد شاربه عنده وإن سكر)اودادليل دي چي دغنمو،اوربشو،عسلو اوجوارو څخه جوړ شوي شراب که څه هم نشه ولري حلال دي. اوبيا دخپلو غلطو خبرو داثبات لپاره پرامامانو بي سنده حوالي ورکوي؟
(وَأَمَّا الْمِزْرُ وَالْجِعَةُ وَالْبِتْعُ وما يُتَّخَذُ من السُّكَّرِ وَالتِّينِ وَنَحْوِ ذلك فَيَحِلُّ شُرْبُهُ عِنْدَ أبي حَنِيفَةَ رضي اللَّهُ عنه قَلِيلًا كان أو كَثِيرًا مَطْبُوخًا كان أو نيأ ( ( ( نيئا ) ) ) وَلَا يُحَدُّ شَارِبُهُ وَإِنْ سَكِرَ= البدايع الصنايع، کتاب الاشربه. اودارنګه په فتح القدير کي همداسي ليکي.
۴=دا بي اساسه مذهب دمسلمان قاضي لپاره دکافر باچا سره دکار کولواجازه ورکړيده(په درمختار کي راغلي : ويجوز تقلد القضاء من السلطان العادل والجائر و لو كافرا ، ذكره مسكين وغيره إلا إذا كان يمنعه من القضاء بالحق فيحرم.
ترجمه: روا ده قضاء قبلول د عادل اوظالم پادشاه که څه هم کافر وي، دا خبره ملامسکین او نورو ذکر کړې ده، مګرهغه وخت چي دی په حق د فیصله کولو څخه منع کړي، نو حراميږي) .
۵=په دا خودساخته مذهب کي دمور او خوريا لور سره پر نکاح کولو اوبيا جماع کولو حد اوسزا نشته، يوازي څوڅاپيړي يي وهلاي شي؟ ، ځکه په هدايه نومي کتاب کي داسي ليکي اوبيا په هره مدرسه کي درسيږي:
(وَمَنْ تَزَوَّجَ امْرَأَةً لَا يَحِلُّ لَهُ نِكَاحُهَا فَوَطِئَهَا لَا يَجِبُ عَلَيْهِ الْحَدُّ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ ) وَلَكِنْ يُوجَعُ عُقُوبَةً إذَا كَانَ عَلِمَ بِذَلِكَ .باب الوطي الذي يوجب الحد والذي لايوجبه.
۶=دا د اوسني جامعي د ملايانو مذهب، خپلو پيروانوته دزنا کولو طريقي ورښيي او دسزا څخه يي خلاصوي.
* چي په کرايه ورکولو سره زنا کول د حد او سزا ورکولوڅخه خلاص بولي:
(قال رَحِمَهُ اللَّهُ ( وَبِالزِّنَا بِمُسْتَأْجَرَةٍ ) أَيْ لَا يَجِبُ الْحَدُّ بِالزِّنَا بِامْرَأَةٍ اسْتَأْجَرَهَا وَمَعْنَاهُ اسْتَأْجَرَهَا لِيَزْنِيَ بها،تبيين الحقايق ،باب الخلع).
*دپرديو ښځو اشاره کول دحد څخه د خلاصون ذريعه ګرځي( وَمَنْ زُفَّتْ إلَيْهِ غَيْرُ امْرَأَتِهِ وَقَالَتْ النِّسَاءُ : إنَّهَا زَوْجَتُك فَوَطِئَهَا لَا حَدَّ عَلَيْهِ وَعَلَيْهِ الْمَهْرُ=الهدايه )
»په دار حرب کي زنا کول ،ددي مذهب له حوالي کوم حد نلري( وَمَنْ زَنَى فِي دَارِ الْحَرْبِ أَوْ فِي دَارِ الْبَغْيِ ثُمَّ خَرَجَ إلَيْنَا لَا يُقَامُ عَلَيْهِ الْحَدُّ=الهدايه ) .
»حربي کافر دي خپلي ميلي کوي( وَإِذَا دَخَلَ حَرْبِيٌّ دَارَنَا بِأَمَانٍ فَزَنَى بِذِمِّيَّةٍ أَوْ زَنَى ذِمِّيٌّ بِحَرْبِيَّةٍ يُحَدُّ الذِّمِّيُّ وَالذِّمِّيَّةُ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ ، وَلَا يُحَدُّ الْحَرْبِيُّ وَالْحَرْبِيَّةُ.)نکاح،هدايه،
»پردي ښځي دي د ليونيانو څخه خوندونه اخلي( وَإِذَا زَنَى الصَّبِيُّ أَوْ الْمَجْنُونُ بِامْرَأَةٍ طَاوَعَتْهُ فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ وَلَا عَلَيْهَا ) الهدايه.
» ددي بي اساسه مذهب فيصله داده چي باچا دي ازادي جوړه کړي( وَمَنْ أَكْرَهَهُ السُّلْطَانُ حَتَّى زَنَى فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ )الهدايه.
» هر مجلس دي فاحش وي( وَمَنْ أَقَرَّ أَرْبَعَ مَرَّاتٍ فِي مَجَالِسَ مُخْتَلِفَةٍ أَنَّهُ زَنَى بِفُلَانَةَ وَقَالَتْ هِيَ : تَزَوَّجَنِي أَوْ أَقَرَّتْ بِالزِّنَا وَقَالَ الرَّجُلُ تَزَوَّجْتهَا فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ وَعَلَيْهِ الْمَهْرُ فِي ذَلِكَ =الهدايه)
۷=همدا مذهب دقران دومره سپکاوي کوي چي په بولو او وينو دقران ليکل روا بولي(وَكَذَا اخْتَارَهُ صَاحِبُ الْهِدَايَةِ فِي التَّجْنِيسِ فَقَالَ : لَوْ رَعَفَ فَكَتَبَ الْفَاتِحَةَ بِالدَّمِ عَلَى جَبْهَتِهِ وَأَنْفِهِ جَازَ لِلِاسْتِشْفَاءِ ، وَبِالْبَوْلِ أَيْضًا إنْ عَلِمَ فِيهِ شِفَاءً لَا بَأْسَ بِهِ ،شامي، درمختار(دابن عابدین شامی حنفي رد المحتار كتاب الطهارة مطلب في التداوي بالمحرم: ج۱ ص۱۴۷. دغه رنګه: عالمګيري كتاب الكراهية: الباب الثامن عشر في التداوي والمعالجات: ج ۵ ص ۴۳۵ . فتاوای قاضيخان : كتاب الحظر والإباحة: ج ۴ ص ۳۶۵)



Mazharee
22.12.2012

رحمت خانه! ډیر به دی زړه ښه وی چی عجیبه ښه سوالونه می کړیدی.
ته دغسی چی داسلامه څخه ناخبره یی دغسی ددنیا څخه هم ناخبره یی، کنه نو دغه ستاسو لیکل شوی استشراقی شبهی شاید تا ورباندی ډیر زیار ایستلئ وی، خو ته کم علمه اوکم بخته پدی باندی یا خبر نیی اویاهم سترګی ورباندی پټوی چی تاسو دداسی کرغیړن عمل لومړنی مبتکرین نیاست، ستاسو څخه په سلهاوو کلونه مخکی ستاسو غوندی کم عقلانو همدغسی او ودغو ته ورته شبهات پیداکړیدی، خو الحمدلله په هره زمانه کی زمونږ دینی علماؤ ورته غاښ ماتونکی او شرمیدونکی ځوابونه ویلی دی، چی لیری ولاړنشو، څو میاشتی وړاندی هم ستاسو غوندی یو غبی او غوی انسان ددغسی شبهاتو په ایجاد باندی پیل وکئ، چی الحمد لله مونږ یی ورته پرمخ باندی ووهل او مثبت ځوابونه مو ورته ورکړه، ستا اوسنی شبهات هم عینا هغه شبهات دی، یادی دهغوی څخه راکاپی کړیدی، او یاهم شاید دپخوا څخه درسره وه، خو ته جاهل به پدی باندی خبرنوی چی دغه شبهات په څو ځله ځواب شوی دی، خو زه درڅخه ګیله نلرم ، ځکه تاسو لامذهبیان بغیر له څو اختلافی مسائلو نور به هیڅ شی باندی نه پوهیږئ، همیشه دغه مسائل دی چی تکراروئ یی او تکراروئ یی.
ماستا دغه اسشراقی اوتبشیری شبهاتو ته دحذیفه سره په مناظره کی مفصل ځوابونه ویلی دی، زه یی لینکونه در ایږدم ته یی هلته وګوره.
دلومړنی استشراقی شبهات رد
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8898&postdays=0&postorder=asc&start=15
ددویمی استشراقی شبهات رد
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=9082


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more