د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

له کلي ووځه خو له دستورنه مه ووځه

tandar
21.12.2012

له کلي ووځه خو له دستورنه مه ووځه
هغه څوک چه بي دينه شوي دي ورته دکريسميس اوددوي دنوي کال مبارکي وايم :oops: :oops: ههههههها
پښتونه چيرته يې ياره راشه ديره سړه ښکاري
تربيا


حمید هڅــاند
04.01.2013

پښتون دې فیسبوک کې هم لا درکه دی، دومره په اسانۍ یې نه شې پیداکولی.


tandar
04.01.2013

هڅاندصيب سلامونه
چه دکريسميس شمعي مړي شوي حتمي راپيدا کيږي ههههههها
په دي ډاريږم چه چيرته دکومي کريسميس شني ونې لاندي خوب نه وي وړي هههها
دcia او isi لاسونه زما دبي اتفاقه ملت په وينو سره دي
[quote:41d4b039dc="حمید هڅــاند"]پښتون دې فیسبوک کې هم لا درکه دی، دومره په اسانۍ یې نه شې پیداکولی.[/quote:41d4b039dc]


حمید هڅــاند
04.01.2013

چې چاته خو یې ځان سانټا کلاز کړی نه وي :oops:
رابه شي،،،،دېره ترې نه پاتېږي، بیا به ګپ شپ لګوو له خیره....


پښتون:
09.01.2013

سلامونه او نیکې هیلي ګرانو او درندو وروڼو تندر صیب او هڅاند صیب ته وړاندې کوم.هیله مند یم چې روغ رمټ او د خوشحالۍ شیبې مو په برخه اوسي.
زما د غیاب سبب ،کوم چې تاسو یاد کړې دې ،نه وو.
زه د کرسمس او داسې نورو مسیحي جشنونو سره جوړ نه یم. نو څه به ځان نه سنټه کلاس جوړوم.
اوس مې ستاسو د یادونې پخاطر حاضري ولګوله،بیا به له خیره سره ګپ شپ -خبرې اترې - کوو.
تر بیا


پښتون:
10.01.2013

یارانو تاسو هم یو کال او بل کال دلته راچکریږئ.
دا فورم اوس یوازی آډمین او پیران یې ګوري!!!!
تندر صیب د دې وړیو نه شړۍ نه جوړیږي. او متل دې چې دوه هندواڼې په یوه لاس کې نه نیول کیږي. نو زما هم دوه لاسونه خو بیا هندواڼې څلور دي. نو زه کیداي شي دا هندواڼې په لاس کې ونه نیولې شم.
او تاسو هم د دې تشو هنډواڼو سره په عذاب یاستئ.او قسم مو کړې چې هاغه د بل فارم هندواڼې نه خورئ او نه یې ګورئ.
د پرونه مې څو ځله دلته وکتل راوکتل ،او هیڅ عکس العمل مې ونلیده. نو د نن په هندواڼو به قناعت وکړم. او لاړم د خدای په آمان.


tandar
11.01.2013

پښتونه وروره سلامونه
داچه سردي راښکاره کړو زمونږ زړه هم ولګيدو چه ژوندي او روغ او جوړ يې نورزه دپيس بکس سره کومه علاقه نه لرم او نه شخصي ورځني روزګار له کبله ورته وخت لرم
دغلته داتورتوتان له ټولو جار دي اوورته هر کلي کوو
پيس بکس يو انټر ناسونال سايټ دي او دجهاني اشغالګرو دبچي محصول دي خودلته ملي افغاني اوبياخاص دپښتنو ديره اوحوجره ده
دپردي ځوي نه خپله لور ډير شرف لري :oops:
دخپل ټاټوبي خوشي کول اوهيرول دخپل هويت له لاسه ورکول دي اوداکاربايدونه شي
ديوه ازاد هيواد په هيله


حمید هڅــاند
11.01.2013

پښتون صیب! الله مو راوله، او دومره ژر بې حوصلې شوي یاست.
ما دې ځواب ولید او د تندر صیب ځواب ته منتظر شوم...موږ دلته یو، چې څه لیکئ، زه به یاره اول یا دویم یا حد اکثر پنځلسم کس یم چې ګورم به یې...

درنښت


پښتون:
11.01.2013

سلامونه .
زه هم خوښ یم ې ستاسو له احواله خبر شوم.
هڅاند صیب حوصله موصله ،،،،پاتې نده.
او تندر صیب ما خو تاسو فیسبوک ته دعوت کړي نه یاست. او ستاسو نظر هم د فیسبوک په هکله صحیح ندې.
هلته ټول افغانستان دې، هر افغان دې .هره شیبه نوی موضوع او مطالب دي. او ټول دوستان او خپلوان دي.
که د اشغالګرو د محصولاتو نه ډډه وکړو،بیا اول د کمپیوټر او انټرنیټ نه ،همداسې د خوراکي موادو او کالو نه هم باید ډډه وشي،،،ځکه چې مسلمانانو دې لا داسې د ګټې څه ندې کشف کړي.
تر بیا ،وخت ډیر کم دې.


حمید هڅــاند
11.01.2013

فیسبوک کې خو اوس ځکه را ښکېل یو چې ټول پکې دي، کنه زما پخپله ځکه نه دی خوښ چې خلک پکې جدي نه دي،،،خندا، عکسونه او ټوکې د عموم کسانو دنده ده. که یو جدي موضوع ووینې هم، تر لاندي به په تبصر کې (ههههههههههه) لیکلی ووینې. او بل، هلته لیکنې خو مالومه ده چې ډېر کسان یې ویني، خو جدي یې هیڅوک نه نیسي او بیا ورکېږي هم. خو که مثلا ټول افغان کې څه لیکې، نو خوندي کېږي او ممکن لسیزې وروسته هم ترې خلک مستفید شي. سره له دې چې فیسبوک یې هم خوندې کوي، خو داسې نه لکه دلته چې لیکنه پر سرچ انجین هم سړی پیداکولی شي.

خیر، هغه د خیریوسې خبره، دا زما خپل نظر دی.

درنښت


خیریوسی
12.01.2013

تندر صاحب ،پښون صاحب او حمید هڅاند صاحب دفورم ټولو لوستنکو جوړ روغ خوشحاله او دخپل ژوند په کارو کي بریالی اوسئ
زه مو ټوکی لولم او ښه ورته خاندم ،خدای دی تاسو همیشه خوشحاله لری چي تاسو زموږ دخوشحالی دپاره ټوکی لیکئ.
زما یو دوست و ده په په خپلو خبرو کي دا ډیر ویل (قضاوت تاسو وکړی )خو وماته دده دا خبری ډیر خوند راکوی کله چي به دی چف سو او یا مجلس به پای ته ورسیدی ماویل کاشکی مجلس څه نور اوږد سوی وای نو اوس هم کاشکی دا ټوکی ټکاکی ډیری وای دټوکو خواتوری خو ما نه دی لیدلی
....


پښتون:
12.01.2013

سلامونه!
خیریوسې صیب پخیر راغلئ .
هڅاند صیب په فیسبوک کې خو هم لیکنې ساتل کیږي. پخپل فیسبوک پاڼه او ګروپ کې که لیکنې وکړې هغه هیڅکله نه ورکیږي.او که کوم ځاي کمنټونه لیکئ ،د موضوع لینک یې کاپي او د فیسبوک په پاڼه یې ټومبوهئ.
دلته هم د خپلو ټولو لیکنو موندل دومره آسانه کار ندې.نو ستاسو او د تندر صیب په اندیښنه چې زه د فیسبوک په جال کې بند پاتې یم ،نو هسې هم نده .زه هلته هم هیڅ فعاله نه یم.
جرګه به رالنډه کړم او تاسو ته به دا د پاړسۍ نه ژباړل شوی ټوکه ډالۍ کړم .که تکراری او یا د خندا وړ نه وه نو یوه وړه شانتې موسکا خو به ورته حتمي وکړئ.

یو شمالیوال کلیوال د مرچو د قورمې سره وچه ډوډۍ خوړله ،چې یو کس یې په خوا کې تیر شو .نو ور غږ یې کړ چې راځه ماسره د مرچو قورمه وخوره.
دې کس ورته وویل چې مننه زه بواسیر لرم.
شمالیوال کلیوال چې بواسیر نه پیژنده ،ورته وویل چې راځه اول دا قورمه وخورو ،بیا به وروسته ستا بواسیر هم په ګډه وخورو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more