اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دګمراه عبدالله رحمت د ګمراهی مفکوره رد
Mazharee
21.12.2012
عبدالله رحمته! ډیر ټنبل او بی استعداده سړئ یی، داسی لیکنی کوی، چی هیڅ علمی ارزښت نلری، داسی معلومیږی چی ځما مخکنی لیکنه دی هم نده کتلی چی ما ستا دانحراف دتشخیص لپاره لیکلی وه کوم چی ته پکی د " ملا " دلفظ په معنی کولو کی منحرف شوئ وی. بیادی پورتنی نوی لیکنه کړیده، زه لومړئ ستا ددرواغو ډک عبارت په استثناء دآیتونو اقتباس کوم بیا ورته جواب وایم.
[quote:f52efc96c3]خوزموږ په جامعه کي څيړنه اوتحقيق نسته،دملا اوعالم ترمنځ هيڅوک توپير نکوي،دډاکټر اودوافروش ،د امي اوکاتب، دډک (ملا) اوتش (غيرملا) ،د دين اوبي ديني، دانسان اوحيوان، دښه اوبد ،د کافر اومسلمان ،دعقل اوبي عقلي ،د مجاهد اوغله، دتقوا او شرک ،دفقر اوچندي ،د زکات اوججي، دسود اودسودا، د نکاح اودزنا، دغيرت اوبيغيرتي ،دفساداود صلحي ،اودارنګه درشتيا او دروغ هيڅوک نه څيړنه کوي اونه هم دبل چاخبره اوري، خپل نظر اورايه, دالله ترويناښه بولي او بيا جنت فردوس هم غواړي؟ [/quote:f52efc96c3]
ښه رحمت خانه! په عربی کی یومتل دئ: " المرء یقیس علی نفسه " یعنی سړئ بل څوک پر خپل ځان باندی قیاسوی.
داټولی پورتنی خبری په تاکی سته نوځکه یی ته په نورو خلګو پسی تړی او بیا داسی دکم عقلی او کم فکری خبره دی کړیده چی حکم دی دسلب کلی کړی، یعنی زمونږ په جامعه کی ټول خلګ هم دغسی دی او دغه ښه كارونه نكوي ، نو آیا ته خپله ددغه جامعی څخه نه یی؟ که یی نوبیاخو داخبره تاته هم متوجه کیږی، اوکه نه یی نوبیا جامعه عموما دداسی خبرو څخه پاکه ده، ته خپله ګمراه او دلاری څخه اووښتئ یی، ځکه دا امکان نلری چی داوس په زمانی کی دی ټوله جامعه خرابه وی، او یو کم علمه او کم عقل ستاغوندی انسان دی پرحق وی. آیا ته درسول اکرم (ص) پدی حدیث باندی خبرنه یی ؟ چی فرمایی: {عن أبي هريرة ان رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : إذا قال الرجل قد هلك الناس فهو أهلكهم} مسندامام احمد 8495. تعليق شعيب الأرنؤوط : إسناده صحيح على شرط مسلم .
ژباړه: کچیری یو سړی وویل : خلګ هلاک شوه، نودئ ترهغوی ټولو ډیر هلاک شوئ دئ.
اوپه بل حدیث کی راځی. عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : إذا سمعتم رجلا يقول قد هلك الناس فهو أهلكهم يقول الله انه هو هالك. مسند امام احمد حدیث7671 .
تعليق شعيب الأرنؤوط : إسناده صحيح على شرط مسلم:
ژباړه: کله چی مو دیوسړی څخه واوریدل چی دئ وایی: خلګ هلاک شوه، نودئ خپله ترټولو ډیر هلاک شوئ دئ، الله پاک وایی دئ خپله هلاک کیدونکئ دئ.
ښه اوس ته په کوم جرئت پر ټولو ملایانو داسی خبری کوی؟؟؟ ددی څخه مونږهم منکر نه یو چی علماء سوء به وجود ونلری، همیشه په هرقشر اوډله خلګوکی ښه اوبد سته، هیڅ عاقل داسی عمومی فیصله نشی کولای لکه تاګمراه چی کړیده.
اوهمدا راز په کوم جرئت دداسی ناروا خبرو نسبت وټولی جامعی ته کوی؟؟؟ آیا ستا ګمراه څخه بغیر ټول خلګ خراب دی؟؟؟ ته ددی خلګو په مابین کی لوی سئ یی داخلګو ته ساتلئ یی اوس هم ته ددغه خلګو په مټ په جامعه کی ژوند کوی. خو اصلی خبره هم هغه ده چی مخکی ماوکړه خلګ ټوله ندی خراب، ته خپله خراب یی او دخپل ناقص عقله په هینداره کی دخپل چټل او مردار تصویر پرځای بل څوک وینی.
الحمدلله زمونږ جامعه اسلامی جامعه ده، زمونږ په جامعه کی ډیر ښه مسلمانان اومجاهدین خلګ سته، که په سلو نفرو کی یودانه خراب وی، هغه تنها زمونږ دجامعی لپاره مصیبت ندئ، بلکه داسی په نورو خلګوکی هم سته.
[quote:f52efc96c3]داوسني ملايانو ددرواغولړي: ۱ـ اوسني ملايان وايي( چي ستاسو ملايان هرڅه درته وايي هغه ټول مني) ،خو دا خبري يي دروغ دي، ځکه چي دعقل له نظره دا خبره نه سره لګيږي۰ [/quote:f52efc96c3]
تابد وکړه ګمراه! کوم ملا داسی ویلی دی؟ که ستاغوندی یو کم عقل منسوبی ملا داخبره کړی وی، هغه ته مونږ ملا نه وایو، هغه ستاغوندی یو کم عقله بی فکر، مغرور اوتعصبی سړئ دئ، چی خبره یی داعتبار وړنده، او نه هم دداسی ملا نمایانو په خبره زمونږ مسلمانان خلګ غولیږی، خوته کم عقل ملامت نه یی ځکه خلګ وایی: چی په ځان کی یی وینم په جهان کی یی وینم. ته فکر کوی چی نور خلګ هم ځما غوندی کم عقل اوکم فکر دی، نوځکه داسی اوتی بوتی او بی مناسبته خبری کوی، خدای دی پدی خبرو باندی ریښه وکاږه.
[quote:f52efc96c3]ولي چي دهر نظريي ملايان شته۰ دطالبانو ملايان دحکومت ملايان کافران بولي اوبرعکس دوي بيا د امارت ملايان کافران بولي،سلفيان اوحنفيان ملايان همداسي يواوبل ته کافران وايي، همداسي شيعه اوسني ملايان يواوبل ته کافران سره وايي. صوفيان او پنجپيري ملايان، دڅلورو مذهبو ملايان اود يوي مدرسي څخه فارغ شوي ملايان يو اوبل ته کافران وايي.[/quote:f52efc96c3]
ښه درواغجنه داسلامی امارت کوم عالم وداسی علماؤ ته کافران ویلی دی؟ په حکومت کی ددوی دخول حرام بولی، دکفر لخوایی غولیدلی بولی، فاسقان اوګناه کاران یی بولی، خو دکافر فتوا هیڅ یو عالم نده ورکړی، مګر داچی دچاڅخه کفر صریح صادر سوئ او ثابت سوئ وی.نوبیاخو هغه په اتفاق دامت کافر دئ .مطلقا دکفر فتوا لکه ته کم عقله چی وایی هیڅ عالم نده ورکړی. پاتی سوه دحکومت علماء، دهغوی څخه هم مونږ داسی دکفر خبره نده اوریدلی، خو که بالفرض یو چا کړی وی نوهغه به دغسی ګمراه او دلاری څخه اووښتی وی لکه ته کم عقل.
زه الحمدلله حنفی مذهب یم، پدی باندی افتخار هم کوم .
زه وهابی، سلفی، مودودی، بریلوی، پنجپیری، هیچاته کافر نه وایم، اونه یی هم کافران بولم بلکه بدعتی اوګمراه خلګ یی بولم، چی مسلمان باید ددوی دملګری توب او ناستی ولاړی څخه ځان وژغوری، نو په حنفیانو پوری دی دکفر دفتوا تړل سوچه او صاف درواغ دی، او هیڅ کله یی ثابته ولای هم نشی.
[quote:f52efc96c3]الله پدي اړه څه فيصله کوي؟؟؟
[اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ-توبه ۳۱] دوي خپل غټ ملايان او غټ پيران درب په څير نيولي دي،بغيردالله څخه.
او دداسي بي دينه ملايانو په اړه فرمايي (كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا ---الجمعه ۵) په مثا ل دخره دي چي سيپاري وړي۰ (وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَـكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ذَّلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿١٧٦﴾ سَاء مَثَلاً الْقَوْمُ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا وَأَنفُسَهُمْ كَانُواْ يَظْلِمُونَ ﴿١٧٧﴾اعراف)اوپه مثال دسپي دي۰ (الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ ﴿٥﴾ مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ ﴿٦﴾ سورت ا لناس)هغه چي وسوسي اچوي دخلګو په زړو کي ۰[/quote:f52efc96c3]
دا آیاتونه دی هم دخوارجو پشان بی مناسبته لیکلی دی، ځکه دا آیاتونه په باره کی یهود اونصاراو او دهغوی دعلماؤ نازل شوی دی، او یاهم هغه څوک چی ددوی غوندی کافر شی او ددوی پر لاره باندی روان شی، پرمسلمانانو باندی هیڅ وقت دا آیاتونه نشی تطبق کیدلای، کڅه هم مسلمان ګناهکار وی ، ځكه پر دی باندی داهل سنت والجماعت اتفاق دئ چی حتی په کبیره ګناه باندی مسلمان دایمان اواسلامه څخه نه ووځی، نو مصداق ددی آیاتونو هم نشی کیدلای. خو تاسو چی داسی کارکوئ، ستاسو څخه ګیله نشته ځکه تاسو بیله دغو اختلافی مسائلو بل هیڅ شئ نه زده، ستاسو غیرمقلدینو او لامذهبیانو همدغه عادت دئ، چی پدی لاره کی مو دخپلو اصلی او شقیقی وړونو خوارجو تګلاره دځان لپاره انتخاب کړیده، خو الحمد لله لکه هغوی چی دتاریخ په اوږدوکی الله وشرمول په دنیا کی یی هرچاته رسوا کړل، داسلامی جامعی څخه یی بیل او کنارته کړه، ستاسو عاقبت به هم دغسی وی لکه چی اوس همدغسی دئ،
[quote:f52efc96c3]دبيلګي په توګه ملايان وايي قران ا وحديث مه واياست چي ګمراه کيږي ولي چي تاسي اميان ياست[/quote:f52efc96c3]
ډير درواغجن سړی یی کوم عالم دغه خبره کړیده؟؟؟ علماء هیڅوک دقرآن اوحدیث د زد کړی څخه نه راګرځوی، بلکه علماؤ دقرآن اوحدیث د زدکړی لپاره مدارس جوړکړیدی، په مساجدو او حجرو کی یی خلګوته مسلسل پروگرامونه په لاره باندی اچولیدی، فقط علماء هرچاڅخه غواړی چی قرآن اوحدیث سم زده کړی،اوچی په کوم ځای نه پوهیږی، دځانه څخه دی په قرآن کی تأویلونه او خبری ونکړی ځکه دقرآن اوحدیث نیمګړی زدکړه او بیا دځانه څخه په بی علمی په قرآن اوحدیث کی خبری کول داسی تاوان لری لکه اوس چی تاسو ورسره مخامخ یاست، دقرآنه څخه غلط برداشت ، په قرآن کی دځانه څخه ترجمی اومعنی کول، دقرآن په غیرموضوع له کی استعمالول،داحادیثو څخه سوء استفاده کول، او دهغوی په لایعنی او غیر مرتبط محل کی استعمالول دهمدغسی کم علمه جاهلانو کارونه وی، لکه تاسو، او دا کومه نوی او بی مصداقه خبره نده بلکه په تجربه ثابته شویده، او تاسو یی هم لوی مصداق یاست.
[quote:f52efc96c3]۲-ملايان وايي چي داسلام دين پر څلورو مذهبونو ويشل حق دي ،چي پر يومذهب عمل وشي اودري نور مذهبونه پريښودل سي،خو دا خبره يي دروغ ده ځکه چي الله فرمايي ( اي مومنانوپه اسلام کي پوره داخل سي ۲۰۸البقره ) که د يو مذهب څخه پرته په نورو مذهبونو کي اسلام وي نو بيا يي ولي نه عملي کوي ؟ اوکه په نورومذهبونو کي اسلام نه وي ،بيايي ولي حق بولي ؟وروڼو خبراوسي چي ملايان ددين غله دي ځکه چي دري نور مذهبونه يي پټ کړيدي۰(نورالحق صاحب ځواب وکړه؟)[/quote:f52efc96c3]
پدی هکله ما ستاسو درهبر او مرجع تقلید "حذیفه" سره ډیر اوږد اومفصل بحث کړئ دئ، زه یی لینک درته ایږدم هلته یی وګوره
_________________
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=9082
لاندی لینک ته دی هم سره ورښکاره کړه، ځکه په دی لینک کی دهغه ټولو شبهاتو ځوابونه سته کوم چی ته یی ددی وروسته غواړی داخل یی کړی.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8898&postdays=0&postorder=asc&start=15