اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
استفتآء : دمالګې څکل څرنګه دي؟
ابواحمد
20.12.2012
استفتآء : دمالګې څکل تر ډوډۍ له مخه او وروسته څه حکم لري ؟
بیّنوا توجروا
Re: استفتآء : دمالګې څکل څرنګه دي؟
Mazharee
23.12.2012
[quote:b1957f507b="ابواحمد"]استفتآء : دمالګې څکل تر ډوډۍ له مخه او وروسته څه حکم لري ؟
بیّنوا توجروا[/quote:b1957f507b]
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
ابواحمد وروره! یو عموما او مطقا دمالګی خوړل دی او یو داچی دخوړلو او څکلو لپاره یی یو خاص ځای معلوم وی.
عموما مالګه د نورو حلالو غذایی توکو په څیر یو حلال شئ دئ، انسان هروقت کولای شی، چی دمالګی څخه استفاده وکړی، مګر په هغه صورت کی چی خوړل یی انسانته مضروی ، نو دنورو مضرو شیانو په څیر یی خوړل ناروا دی، ځکه دا حدیث اوفقهی قانون دئ، چی لاضرر ولاضرار.
پاتی شوه دمالګی خوړل په یو خاص ځای کی لکه ډوډی، نو ددی په استحباب کی دځنی علماؤ قولونه شته:
[وَمِنْ السُّنَّةِ الْبُدَاءَةُ بِالْمِلْحِ وَالْخَتْمُ بِهِ بَلْ فِيهِ شِفَاءٌ مِنْ سَبْعِينَ دَاءً]
{ردالمحتار}
ژباړه: او دجملی څخه دسنت دډوډی خوړلو دادئ، چی پیل او ختمول یی په مالګه باندی وشی، بلکی پدی کی شفاء د70 ناروغیو څخه ده.
[وَيَبْدَأُ بِالْمِلْحِ وَيَخْتِمُ بِهِ].
{حاشیة الجمل . شافعی. شرج البهجة الوردیة}.
ژباړه: شروع او ختمیدل دی په مالګه باندی کوی.
[وقال الشيخ عبد القادر ويستحب أن يبدأ بالملح ويختم به].
{الانصاف باب الولیمة.حنبلی مذهب}.
ژباړه: شیخ عبدالقادر رحمه الله ویلی دی: مستحب دئ، چی پیل او ختمیدل دډوډی په مالګه باندی وشی.
[ومن السنةالبداءة بالملح والختم به؛ لأن فيه شفاء من سبعين داء]
الفقه الاسلامی وادلته.
ژباړه: او دجملی څخه دسنت دډوډی خوړلو دادئ، چی پیل او ختمول یی په مالګه باندی وشی، بلکی پدی کی شفاء د70 ناروغیو څخه ده.
پدی هکله علامه ابن خجر رحمه الله په خپل کتاب المطالب العالیة یو حدیث هم راوړئ دئ « عن علي رضي الله عنه ، قال : قال لي رسول الله صلى الله عليه وسلم : « إذا أكلت فابدأ بالملح ، واختم بالملح ، فإن الملح شفاء من سبعين داء ، أولها الجنون والجذام (1) ، والبرص (2) ، ووجع الأضراس ، ووجع الحلق ، ووجع البطن »{ المطالب العالیة 2460}
ژباړه:دحضرت علی رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ، چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ماته وویل: کله چیدی خوراک کوئ، نو په مالګه باندی یی شروع کړه اوپه مالګه یی ختم کړه، ځکه مالګه د 70 ناروغیو شفاء ده، چی لومړنۍ یی: لیونتوب ، جذام، پیس کیدل، دغاښو درد، دحلق درد، او دنس درد.
خو ځنی کتابو کی دغه حدیث اسنادا ضعیف بلل شوئ دئ لکه: اتحاف الخیرة المهرة بزواید، خو ابی اسحاق حوینی ورته موضوعی او باطل ویلئ دئ.
اوپه " الفردوس بمأثور الخطاب " کی یی دحضرت عائشی رضی الله تعالی عنها څخه قول رانقل کړئ دئ، چی فرمایی: [من أكل الملح قبل كل شيء وبعد كل شيء دفع الله عنه ثلثمائة وثلاثين نوعا من البلاء أهونها الجذام]{ الفردوس بمأثور الخطاب 5845 عائشة رضی الله تعالی عنه}
ژباړه: هرڅوک چی مخکی او وروسته تر هرشی مالګه وخوری، نو خدای پاک به دهغه څخه 330 قسم ناروغی دفع کړی، چی ترټولو سپکه یی جذام دئ.
والله اعلم
مظهري صاحب ته دمینې اومحبت سلامونه
ابواحمد
26.12.2012
درته دمینې اومحبت سلامونه ،کور موودان چي داسې تفصلي اواطمناني ځواب راکړي چي والله زړه مي په یخ شو.